سیرت النبي مقالې

طایف ته درسول الله (ص) دسفرپه یاد

طایف ته ځکه دا نوم ټاکل شوی چی هلته له حضر موت څخه یو تن راغی او د هغه ځای خلکو ته یی وویل:آیا تاسو غواړﺉ چی زه ستاسو له ښاره یو دیوال را چارپیره کړم ؟ هغه همداسی وکړل .له همدی امله هغه ښار ته د طایف نوم ورکړل شو .

ځینو نورو بیا نور لاملونه هم لیکلی..

کله چی ابوطالب مړ شو نو قریشو د رسول الله (ص) په ځورولو او تعذیب کی دومره زیاتوالی راوست چی د هغه په ژوند یی هیڅکله هم نه ؤ کړي . هغه په همداسی یوه حالت کی طایف ته د سفر کولو نیت وکړ ، په هغه ځمکه تنګه، او په غمونو کی ډوب ؤ، د قریشو ، خپلو خپلوانو ، خپلی کورنۍ له غړو په تیره بیا د ابي لهب او د هغه له میرمنې ام جمیل  له ښکنځلو او بدو خبر ډیر ځوریدلی ؤ  . حضرت علی (رض) په یوه روایت کی فر مایی:د ابو طالب له مرګ وروسته می یوه ورځ رسول الله ولید چی د قریشو مشرانو را ایسار کړی ؤ . هغه یي یوې او بلې خوا ته ټیل واهه ، هغه ته یی ویل : آیا تا غوښتل چی زموږ خدایان په یوه خدای بدل کړي؟هغه زیاتوي : قسم په خدای چی موږ یوه هم دا توان  نه درلود چی ورشی او رسول الله له دوی وژغوري ، تر دی چی ابوبکر صدیق راغی ، څوک یی ټیل وهل ، څوک یی ووهل ، تر څو یی هغه له دوی وژغوره . نو قریشو ته یی مخ وګر ځاوه هغوی ته یی وویل : آیا په  دي ګناه دا سړی وژنﺉ چی وایی زما رب الله دی؟

پیغمبر (ص) د نبوت په لسم کال طایف ته د شوال په میاشت کی سفر وکړ ، په ځینو روایتونو کی راغلي چی هغه په دي سفر  کی يواځي ؤ او ځیني نور بیا وایی چی زید بن حارثه  د هغه غلام  هم ورسره ؤ . هغه په دی تمه طایف ته ولاړ ،تر څو د ثقیف قبیله اسلام ومني ،هغوی د اسلام په  خپراوي او دعوت کی د رسول الله سره مرسته وکړي ، او د مخالفینو په وړاندی یي ملا ور وتړي.

په امتناع کی لیکل شوي ؛ هغه ځکه طایف ته سفر وکړ چی د هغه ځای اوسیدونکي یی ماما ګان ؤ .

ځینو  دا هم لیکلي چی رسول الله (ص) د ډیر سخت خفګان او زړه تنګوالی په حالت کی طایف ته سفر وکړ ، نو الله تعالی طایف د مکې د هغو خلکو لپاره چی غمونو او پریشانۍ اخیستي وي د ډاډ او سکون ځای وګرځاوه . ځینو نورو بیا لیکلي : الله تعالی د قیامت تر ورځې د اسلام د هغه اهل لپاره چی په مکه کی ژوند کوي طایف د   ډاډ او سکون ځای و ګرځاوه ، او دا ښاربه د امت د راحت ځای وي . دا دهر هغه  چا لپاره  دپنا اخیستلو او اطمنان ځای دی ، کوم چی مصیبتونو  او غمونو پسی اخیستي وي ، همدا د پخوانیو په اړوند سنن دی او ولن تجد لسنة الله تبدیلا

پیغمبر (ص) طایف ته په رسیدو ، د ثقیف د قوم مشرانو او سردارانو ته ورغی [ دا مشران دری  وروڼه ؤ چی یو یی عبد یالیل چی اصلی نوم یی کنانه ؤ ( داسلام راوړلو په هکله یی هم معلومات نشته )  دوهم ورور یی مسعود نومیده په عبد کلال مشهور ؤ( د نوموړی  داسلام راوړلو په هکله  هم معلومات نشته ) دریم یی حبیب نومیده ، دوی ټول د عمرو بن عمیر بن عوف الثقفي زامن ؤ  ] له دوی سره کښیناست هغوی ته یی د خپل را تګ لاملونه بیان کړل ، له هغوی یي وغوښتل چی د اسلام  په دعوت  کی ورسره مرسته وکړی ، او د مخالفینو په وړاندي یی ملا وروتړي .

له دوی څخه یوه تن  چی د کعبې پوښونه به یی څیرول او یا غلاکول رسوالله (ص) ته وویل :آیا ته خدای تعالی را لیږلي یی؟   دوهم ورته وویل : آیا خدای له تا پرته بل څوک دی کار ته ونه موند ؟ دریم ورته وویل : قسم په خدای زه به هیڅکله هم له تا سره  خبری ونه کړم ، که ته دوغجن یی نو بیا به هیڅکله له تا سره خبرې ونه کړم . پیغمبر (ص) ددوي له خبرو ناامیده پاڅید ، له دوي یی وغوښتل  تر څو دا خبرې ورسره پټې وساتې ،هغه نه غوښتل چی قوم یي پري خبر شی او ستونځې  یي نورې هم  زیاتې شې . خو هغوی په ځواب کی ور ته وویل : زموږ له ښاره ووزه !

بیا یی خپل بی عقلان ، غلامان او ماشومان پري را ټول کړل ، هغوي په پیغمبر پسي نارې وهلې او ښکنځلې یې ورته کولې ، تر دی چی نور خلک  هم پری را ټول شول او دهغه په لاره کی یوې او بلې خوا ته  دوه صفونه  ودریدل ، کله به چی پیغمبر (ص) قدم اخیست نو د کاڼي ګزار به  یی  پري کاوه ، تردي چی له پښو یی وینې روانې شوې ، په یوه بل روایت کی راغلي چی د هغه (ص) پایزار له وینو ډګ شو .

هغه به کله  چی  په کاڼي لکید، نو له درده به په ځمکه ولوید ، دوی په بیا را جګ کړ . او هغه به  یی دراوه ، چی کله به روان شو نود کاڼو ګزارونه به یی پري پیل کړل او په هغه پوري به یی خندل .زید (رض) به د هغه په خپل ځان سره دفاع کوله ، تر دی چی د هغه سر هم سخت مات شو .

کله چی رسول الله (ص) له دی ځایه خلاص شو  ، په داسی حال کی چی له پښو یی وینې روانې وې د طایف د باغونو د یوه باغ دیوال ته یی تکیه وکړه  اود انګور د ونې سیورې ته  دمه شو [ په روایت کی د انګور ونې ته د حبله لفظ کارول شوی ، او حبله د انګور ونې ته وایی.. . دا روایت هم راغلی چی پیغمبر (ص) مخکی له دی چی پاخه شی د حبله له خرڅولو منع کړې،خو سهیلي یو عالم دی هغه وایی چی دا روایت غریب  دی ، او ددي  حدیث دا ډول تأویل چا هم ندی کړي..بل روایت داسي هم راغلی چی پیغمبر (ص) خلک د دي څخه منع کړي چی د انګور ونې ته دی (کرم) ووایی ، ځکه کرم د مؤمن زړه ته ویل شوي ، هغه (ص)  فرمایلي :  د انګور ونې ته د (عنب) وویل شي . په یوه بل روایت کی دا هم راغلي چی له کرم څخه ځکه منع شوې چی  شراب تري جوړیدل ، نو داچی په دي نوم مسمی نشي مو یی دا هدایت وکړ .. ] .

کله چی دي دریو مشرانو له پیغمبر (ص) سره دا ډول چلند وکړ ، هغه(ص) د ربیعه د زامنو شیبه او عتبه د زامنو باغ ته پنا یوړه ، او خلک هم تری را وګرځیدل ، روایت شوی چی پیغمبر (ص) په همدې حالت کي خپله هغه مشهوره دعا وکړه او ویی فرمایل :[ای زما ربه !زه تاته د خپلې ناتوانۍ عذر وړاندې کوم ، زما سره  د خلکود آسانۍ ، ای تر ټولو رحیمه زاته ! ته د مستضعفینو او مظلومانو رب یی ، او ته زما رب یی ،ما وچا ته سپاري ؟ ایا هغه  تښتیدونکي ته چی هیڅ نه په خولا کیږي ؟ او که هغه دښمن ته چی زما واک ورسره دی ، که  ته را باندي غصه نه یی نو زما هیڅ پروا نشته !ستا بښنه او عافیت زما په حق کی ډیر پراخه دی ، زه ستا د وجه په هغه  نور ، چی  تیارې پرې روښانه شوې ،او د دنیا او آخرت کارونه پری جوړ دي ، له دي پناه غواړم چی ستا غضب را باندي نازل شی ، او یا ستا د  قهر او غصې  وړ شم ، زه تاته  د خپلې ملامتۍ  اظهار کوم  ، ترڅو ته را  راضي شي  لا حول ولا قوة الا بک .

کله چی هغه (ص) د عتبه او شیبه باغ ته ورغي ، او دوی د هغه په  وړاندې د طایف د بي عقلانو او ماشومانو کړنه ولیده ، زړه یی پري وسو ، خپل غلام عداس ته چی نصرانې مذهبه ؤ ( د صحابه کرامو په ډله کي شمیرل شوی د بدر له غزا وړاندې وفات شو ) وویل : د انګورو دا واښکي واخله ، په دی قاب کی یی هغه سړي ته وروړه چی ویی خوري .عداس هم همداسي وکړل ، هغه د انګورو قاب د رسول الله (ص) په مخکی کیښود او د خوړلو یی ورته وویل ، کله چی رسول (ص) خپل مبارک لاس انګورو ته ور اوږد کړ نو بسم الله یی وویل ، او په خوړلو یی پیل وکړ ، ( دا موږ ته هم امر شوی چی د خوړلو په مهال خوراک په بسم الله پیل کړو .، که په پیل کی د چا بسم الله هیره شې نو کله چی ورپه یاد شوه ، ودې وایی بسم الله اوله وآخره )

درسول الله (ص) دې وینا ته عدا س متوجه شو ،هغه ته یی وویل :قسم دی چی دا لفظ دا خلک نه کاروي؟ رسول (ص) ورڅخه پوښتنه وکړه :ای عداسه ! ته د کوم دین پیرو  او د کوم وطن اوسیدونکی یی ؟ هغه ځواب ورکړ : نصرانی یم د نینوی اوسیدونکی .( نینوی د دجلې د سیند په غاړه د موصول په سیمه کی یو کلی ؤ ) . رسول (ص) ورته وویل : د (القریه ) اوسیدونکي؟  په یوه بل روایت کی راځي  هغه (ص) ورته وویل : د صالح سړی یونس بن متی د ښار یی؟      ( متی د ابن عباس (رض) په روایت د هغه د پلار نوم ؤ ، خو د حماة تاریخ بیا لیکي   دا  د هغه د مور نوم ؤ ، په  بل روایت کي راغلي : له عیسی او یونس علیهما السلام  پرته نور څوک د مور په نامه ندي مشهور شوي ، ځیني بیا دا هم وایی چی په صحیح حدیث کی خو راغلي  ( ماته په یونس بن متی فضیلت مه راکوﺉ )په دی حدیث کی د یونس نسبت پلار ته شوی ؟ ددی ځواب داسی وایی چی دا لفظ په احادیثو کی د صحابي کلام دی چی د یونس د  شهرت لپاره  استعمال شوي ، دا د رسول الله (ص) قول ندی  که دا ثابته وای چی  صحابي دا نسبت د رسول الله اوریدلی نو خامخا به یی هغه پلار ته منسوب کړﺉ وای نه مور ته )!

نو عداس له رسول الله (ص) پوښتنه وکړه :ته یونس بن متی څه پیژني ؟ قسم په خدای چی کله زه  له نینوی راتلم هلته لس تنه هم نه موندل کیدل چی  متی وپیژني ،  نو ته د متی زوی څه پیژني؟   په داسی حال کی چی ته أمي ، او د امیانو د قوم څخه  یی ؟ رسول الله (ص) ورته وویل :هغه زما ورور او نبی ؤ، او زه هم نبی أمي یم . په یوه بل روایت کی راځي : رسول (ص) ورته ویل :زه د الله تعالی رسول او پیغمبر یم ، ماته د هغه په هکله  الله تعالی علم راکړی ، په هغه څه هم  خبر یم چي  قوم یی ورسره کړي . ددي وینا په اوریدو ، عداس د رسول الله(ص) په لاسونو او پښو ور پریوت ، د هغه لاسونه ، پښې او سر یی ورښکل کړل . ( شیبه او عتبه چی دا حالت ولید )  له   یو بل یي و پوښتل : دا ستا غلام یي بې لارې کړ .. کله چی عداس دوی ته راغی ، نو له دوی یوه تن ورته وویل : افسوس ستا په حال ! ولي دي د هغه سړي لاسونه او پښې ورښکل کړل ؟ عداس په ځواب کی ورته وویل :ای باداره! په دي ځمکه له دي سړي غوره څوک نشته ، ماته یی داسی څه را وښودل چی له نبې پرته څوک پرې خبر ندي ، هغه عداس ته وویل :ستا په حال افسوس ! له خپله دینه دي  ونه باسي .

په یوه بل روایت کی دا هم راغلي  : ولي د محمد ته سجده وکړه او د هغه پښې دی  پرې ښکل کړې، موږ خو له تا څخه تر دې پخوا نه ؤ لیدلي چی  موږ ته  هم داسی وکړي ؟ هغه ځواب ورکړ: دا داسي صالح څوک دی چی زه یی د داسي چا څخه خبر کړم چی هغه الله تعالی موږ ته رسول را استولی ؤ ، هغه یونس بن متی ؤ.   نو دوی دواړو ورته وخندل ، هغه ته یی وویل :له خپل دین نصرانیت څخه دي  ونه باسي، دا سړی ډیر غولوونکی دی ، ستا دین د هغه له دینه غوره دی .

په صحیحینو کی له بی بی عایشی (رض) روایت دی چی هغې نبی (ص) ته وویل:آیا په د أحد له ورځې سخته ورځ هم  در باندي راغلي ؟هغه (ص) وویل:ما ستا د قوم د لاسه داسی ورځ لیدلې چی د عقبی له ورځې هم سخته وه  ، هغه ورځ چی زه ابن عبد یالیل بن کلال ته ورغلم [ لازمه دا وه چی عبدیالیل او کلال یي ویلي وای …داچی دا دوه  تنه یی ذکر کړل او هغه دریم (حبیب) یی ذکر نه کړ ددي کبله چی دا دوه تر هغه بل د مقام او منز لت خاوندان ؤ ، .. په ځینو روایتونو کی راغلي، هغه کس چی رسول (ص) ورسره خبرې وکړې هغه خپله عبد یالیل ؤ نه د هغه زوی . د  سیرت ځینی علماء وایی ( عبد کلال د هغه ورور ؤ نه د هغه پلار ) ]. هغه زما غوښتنه  در کړه،د سخت خفګان سره راپاڅیدم .. ډیر نه وم راغلی چی د  ثعالب سیمې ته نیژدې ( چی قرن المنازل هم ورته وایی، او هغه د یمن او نجد حجاز د خلکو میقات دی ، ددې سیمې او د مکې تر منځ د یوې شپې او ورځې لاره ده . په یوه بل روایت کی راځي : دا د قرن څخه آخوا د مکې سره د یوې شپې فا صله لری ، په یوه بل روایت کی دا هم راغلي :  اویس القرنی د همدې سیمې اوسیدونکی ؤ او همدې قبیلې ته منسوب ؤ لکه څنګه چی مسلم دا روایت کړی دی )  کله چی سر می راپورته کړ یوه وریځ می د پاسه ولیده چی  سیوری یی را باندې کړی ؤ ، کله   چی ورته  متوجه شوم  نو جبریل (ع) می ولید ، هغه راته نارې کړی: ستا په حق کی ستاد قوم ( اهل ثقیف) خبرې واوریدل شوې ، او هغه هم چی له تا سره وشول.،  زه د غرونود ملایکې سره تاته را استول شوی یم  هر څه چی غواړي هغه ته امر وکړه ! د غرونو ملایکې پرې سلام ووایه  او هغه ته ویی ویل : که ته غواړي  زه د الاخشبین غرونه پري را پورته اودوی تري لاندي کړم ، دا به هم وکړم [دا هغه  دوه غرونه دی چی کله مکې او کله منې ته منسوب کیږی . چی د قبیس او قعیقعان غرونه ورته وایی،څوک وایی دا ابا قبیس ته مخامخ جبل احمر دی ، څوک بیا د مسجد دپاسه په منی کی د عقبې د لاندې دوه غرونه ښیي . خو خبره داده  چی د ثقیف قوم ددی غرونو تر منځ پروت ندی ، او له دي ځایه  ډیر لیري دی ، نو څه ډول به دا خبره  په ثقیف  تطبیق شي؟په یوه بل لفظ کی دا هم راغلې : که ته وغواړی زه به دا قوم په ځمکه کی غرق او يابه یی تر غرونو لاندې کړم .

حافظ ابن حجر لیکي : د عایشې د قوم څخه مراد چی ورته ویلی یی ؤ : ما ستا له قوم څخه ډیرې ستونځې لیدلې …. مطلب د طایف اهل نه  ،بلکه د مکي اهل دی  چی رسول الله یی مجبور کړ تر څو ثقیف ته ورشي ، او ثقیف د عایشی قوم هم ندی ، خود الهدی څرګندونې بیا ددی متضادو نظرونو تومنځ موافقه راولي او وایی: الله تعالی د غرونو ملایکه رسول الله (ص) ته  واستوله  تر څو د هغه په امر د الاخشبین غر  د مکې په خلکو را دپاسه کړې ، هغه په مکه کی دوه غرونه ؤ چی مکه یی په منځ کی پرته ده ،  الهدی په بل ځای کي په بیل عبارت لیکي : ( رسول الله په لاره روان  ؤ چی الله تعالی ورته د غرونو ملایکه را واستوله ، هغې ته یی د رسول الله (ص) د امر د اطاعت کولو لار ښوونه  کړې وه ، ترڅو یی په قوم د اخشبین غرونه را دپاسه کړي .. خو دا کلام د اصلې موضوع سره ټکر لرې .. لکه چی پخوا ذکر شول رسول الله (ص) وویل هغه ورځ ماته د عقبی تر ورځې هم سخته وه  او کله چی هغوی ته ورغلم ….او د جبریل (ع) دا خبره چی ستا د قوم ستا سره خبرې ….په ظاهره خو ددې څخه دا ښکاري چی مطلب تری د ثقیف قوم دی نه قریش . ددې ظاهری معنی سره د ابن الشحنه رایه چی په شرح المنظومه کی یی څرګنده کړي  موافقه ښکاري ، هغه لیکي: کله چی رسول  الله (ص) خپل عرض په خپله دعا کی  الله تعالی ته وړاندی کړ، نو الله تعالی جبریل (ع)  د غرونو له ملایکې سره یو ځای را واستاوه ، هغه نبی (ص) ته وویل : که ته غواړي موږ به د اخشبین غرونه په دوی را پریباسو ، ددې خبرې دا ښکاري چی دا غرونه به  تر اوچتیدو او هلته  د ثقیف تر قومه  له وړلو وروسته  په ثقیف را  غورځیدل ، او دا کوم ستونځمن کار نه ؤ ] . کله چی د غرونو ملایکې رسول الله (ص) ته تیره خبره وکړه ،نو رسول الله (ص) د هغې په ځواب کی وویل:نه ! داسی نه  غواړم، له الله تعالی امید لرم چی دوی به له دي حالته را وباسي ،  په یوه بل روایت کی راغلي : ما له دوی سره پریږده ، امید لرم چی ددی خلکو له بچیانو به داسی  کسان پیداشی  چی د الله تعالی عبادت به کوي ، او د الله تعالی سره به شریک نه نیسي ، نو د غرونو ملایکې په ځواب کی ورته وویل :ته لکه څنګه چی ستا رب ستا صفت کړی  همداسی رووف او رحیم یی!

د رسول الله (ص) ددی حلم او عفوی په اړوند د همزیه لیکوال په یوه شعر کی لیکي :

قوم یی د هغه به حق سترګې پټې کړې          خو د حلم د څښتن ددوی په بدو سترګو پټول دی

په ټول عالم یی علم او حلم خپور کړ                    هغه بحر هیڅ ستونځه نشی ناتوانه کولای

یعنی: قوم یی  په  نا پوهی کی د هغه له ښیګڼو سترګې پتې کړې، هغه یی داسی وځوراوه چی تحمل کول یی ناممکن ؤ ، خو هغه (ص) بیا ددوی په ټولو بدیو سترګې پټې کړې ، ځکه د انتقام  نه اخیستونکي  د خلکو له بدیو سترګې پټول وی ، د هغه پوهه او علم تر بل هر چا زیات ؤ ، هغه (ص)  د علم او حلم څښتن ؤ ، هیڅ ستونځې د هغه د عزم مخه نه شوای نیولای …

لیکوال په وروستي پړاو کی بیا دي ته ایشاره کوي چی څومره چی زه پوه شوی یم په حدیث کی د قوم څخه  مطلب د ثقیف قوم دی .


محمد جاوېد شفيق

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: