اخلاقاسلامي ثقافت

صله رحمې او د هغې ګټې

د صله رحمي ګټې او زیانونه :

ډیرې مودې راباندي انتظار کي تېرې شوې چې سږکال به مي د اکا او د هغه له زامنوسره ملا قات کوم څه به سره وپیژنو، او هغه د چا خبره په خوي، او خاصیت به سره پوشو، خو متأسفانه چې له یوې خوا د حالاتو خرابي، او له بلې خوا زموږ ناخبرتیا هغه علتونه دي چې خپل قریبان یو له بل سره نه پېژنو.

زه له دې نه وم خبرچې د اسلام مبارک دین به د قریبانو ترمنځ پر تعلق دومره ټینګارکړی وي، او د خلاف ورزۍ په صورت کې به یې ورته دومره وعیدونه ټاکلي وي. خو یوه ورځ مي د مطالعې په مهال پردي عنوان سترګې ولګیدې [باب صلة الرحم فی الاسلام] ‏کله مې چې مطالعه وکړه راته معلومه شوه چې په یوه کبیره ګنا ه کې مبتلا یم، اوخبر ترې نیم نو اراده مې وکړه چې د دي باب څه مواد خلاصه کړم، او له مسمانانو سره یی شریک کړم کېدای شي چې الله تعالی به یې ما غوندې ناخبره کسانوته د هدایت سبب کړي .

د صله رحمي معنی :

علامه راغب اصفهاني لیکي: چې له قریبانو سره احسان کول، د هغوی پوښتنه کول، د غریب يې مرسته کول، او د هغوی په مصالحو کې کوشش کولو ته صله رحمي ویل کېږي .

دا چې له رحم څخه کوم قریبان مراد دي چې صله یې واجب وي؟ په دې کې بېلابېل اقوال موجود دي خو اما م نووي، قرطبي، او ابن جریر دا قول راجح ګڼي چې رحم له هغو قریبانو عبارت دی چې یوه نسب پرې احاطه کړې وي .

د صله رحمي فضايل :

صله رحمي ډیرې دنیوي، او اخروي ګټې لري چې ځینې يې په لاندې ډول دي:

۱ـ صله رحمي د ایمان علامه ده :

نبی کریم صلی الله علیه وسلم درو شیانو ته تر ایمان تعلق ورکوي، او فرمایي چې که ایمان وو نو دا به هم وي، او د هغو له جملې یوه هم صله رحمي ده. «من کان یومن بالله والیوم الآخر فلیکرم ضیفه، ومن کان یومن بالله والیوم الاخر فلیصل رحمه، ومن کا ن یومن بالله والیوم الاخرفلیقل خیرا اولیصمت» متفق علیه .

۲ـ صله رحمي د رزق د فراخۍ، او د عمر د زیات والي سبب ده :

د رزق فراخي، او د عمر ډیروالی هغه موخې دي چې مینه یې د انسان په خټه کې اغږل شوې ده، او دې موخې ته د رسیدولپاره د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ډیره اسانه او ارزانه نسخه فرمایلې ده چې هغه د صله رحمي سرته رسول دي. له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ وَيُنْسَأُ لَهُ لَهُ فِي أَثَرِهِ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ» یعنې که څوک غواړي چې په رزق کې يې پراخي او په ژوند کې برکت وي نو صله رحمي دې کوي .

او په یوه بل حدیث کې نبي کریم علیه السلام داسې فرمایي:عن علی رضی الله عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: «من سره ان یمد له فی عمره ویبسط  له فی رزقه ویدفع عنه میتة السوء فلیتق الله ولیصل رحمه» یعنې که یو تن په دې خوشحاله کېږي چې په عمر کې یې زیاتوالی وي، او په رزق کې يې پراخوالی وي، او په بد مرګ ونه مري نو له الله تعالی څخه دې وېرېږي او بل دې صله رحمي کوي .

۳ـ صله رحمي د جنت د دخول سبب ده .

نبي علیه السلام په یو حدیث کې فرمایی: سلام اچوئ، فقیران مړوئ، صله رحمي کوئ، او تهجد ته راکښېنئ جنت ته به داخل شئ.عن عبدالله ابن سلام رضی الله عنه قال :سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَفْشُوا السَّلَامَ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ، وَصِلُوا الْأَرْحَامَ، وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلَامٍ»

۴ـ پر قریبانو صدقه کول د بلې صدقې دوه برابره ثواب لري .

که یو تن چاته صدقه ورکړي نو یوازې د صدقې ثواب ورته ملاوېږي ، خو که دا صدقه قریب ته ورکړي نو ثواب یي دو چنده ګرزي؛ ځکه چې یوه صدقه، او بل صله رحمي شوه. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: عَنْ سَلْمَانَ بْنِ عَامِرٍ أَنَّ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الصَّدَقَةُ عَلَى الْمِسْكِينِ صَدَقَةٌ، وَهِيَ عَلَى ذِي الْقَرَابَةِ اثْنَتَانِ: صَدَقَةٌ وَصِلَةٌ».

او د صله رحمي بهترین قسم دا ده :چې له هغو قریبانوسره وشي چې له تا څخه ځان لرې کول غواړي. له عقبة ابن عامررضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم راته وفرمایل: « يَا عُقْبَةُ بْنَ عَامِرٍ صِلْ مَنْ قَطَعَكَ وَأَعْطِ مَنْ حَرَمَكَ, وَاعْفُ عَمَّنْ ظَلَمَكَ»

او په یو بل حدیث کې راغلي چې صله رحمي دې ته نه ویل کېږي چې له هغه تن سره وشي چې له تاسره صله کوي بلکې دا مکافات اوبدله ده، صله رحمي دا ده: چې له تاسره څوک تعلق قطعه کوي خو ته ورسره بیا هم صله کوي. « لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِن الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا».

د صله رحمي نه کولو عذابونه :

صله رحمي قطعه کول کبیره ګناده، هر مسلمان ته لازمه ده چې له دې سترې ګناه ځان وژغوري، او که خدای ناکرده کوم کسان پرې مبتلا وي باید ژر تر ژره توبه وباسي، او که نه د جنت طمعه دې نه کوي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: صله قطعه کونکی به جنت ته داخل نه شي. عن جبير بن مطعم رضي الله تعالى عنه- أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «لاَ يَدْخُلُ الجَنَّةَ قَاطِعٌ» قال سفيان قاطع رحم.

او یو بل حدیث کې نبي علیه السلام فرمایی: چې د قاطع الرحم اعمال نه قبلېږي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: أن النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( إِنَّ أَعْمَالَ بَنِي آدَمَ تُعْرَضُ كُلَّ خَمِيسٍ لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ فَلَا يُقْبَلُ عَمَلُ قَاطِعِ رَحِمٍ ».

او په اخیر کې دعاء کوو چې الله تعالی دې موږ ټولو ته د صله رحمي کولو توان راکړي آمین .

ليکوال: م / اعظم صدیقي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: