شیزوفرني څه ډول ناروغۍ ده؟

شیزوفرني څه ډول ناروغۍ ده؟

شیزوفرني نه یوازې دا چې مغز اغېزمنوي، بلکې په دې ناروغی کې د ځانګړي پروتینونو غیر طبیعي اندازه د وجود په ځینو نوورو برخو کې لیدل کیږي. څېړنې ښيي چې د شیزوفرني ناروغانو په مغزو کيمیاوي تغییرات ۴۰په سلو کې ، د وجود په نورو برخو کې هم را څرګندیږي.

شيزوفرني ناروغۍ تر ډېره نارينه په ۱۰ ـ ۲۰ عمر او ښځينه بيا په ۲۰ ـ ۳۰کلنۍ عمرونو کې اخته کوي.

نښې

  •    بدګماني: ناروغ فکر کوي چې ځورول شوی او یا د هغه پر وړاندې توطئه جوړه شوي.
  •    عجیب و غریب توهمات: ناروغ فکر کوي چې مریخي مخلوقات د هغه ماغزه کنټرولوي.
  •     د لېدلو او اورېدلو توهمات: د داسې شیانو لېدل او یا اورېدل چې هیڅ واقعیت نه لري.
  •    ناجوړجاړی
  •   احساس نه درلودل
  •   په ټولنیزو موقعیتونو یا په کار کولو کې ستونزې
  •   ټولنیزه انزوا
  •      وارخطايي
  •     په کړو وړ کې ګډوډي:   فکر یې تل ګډوډ  وي او انديښمن ښکاري.  بې حسه او بې حرکته وي او په غير عادي چلند ښيي.

د شیزوفرني د نښو طبقه بندي

•     منفي نښې:

دا نښې دناروغي په پیل کې را څرګندیږي او ناروغ په دې نه پوهیږي چې هغه درملنې ته اړتیا لري. منفي نښې په عمومي توګه د فعالیتونو تخریب سره له ځان سره لري چې په ټولنیزو فعالیتونو کې د سستوالی لامل ګرځي او د لاندې نښو درلودونکي دي:

  •    په احساساتو کې سستوالی ( احساسات نشي څرګندولی)
  •    ناسم احساسات ( د خطرناکو صحنو په لېدلو سره خاندي)
  •    په خبرو کې تغییرات ( په یو ډول  او ورو ورو خبرې کوي)

•    مثبتې نښې:

په دې نښو کې هغو کړنو ته اشاره کیږي کوم چې د ناروغ په شخصیت کې زیاتوالی مومي:

  •     د لېدلو او اورېدلو په برخه کې توهمات: په شیزوفرني کې تر ټولو مهم توهم د غږونو اورېدل دي، ممکن چې د شیزوفرني ناروغ له داسې غږونو سره خبرې وکړي چې نور هیڅوک یې نشي اورېدلی، او یا داسې حس کړي چې غږونه ده ته لارښوونه کوي.
  •    په افکارو کې تواهمات: ناروغ داسې کلک عقاید لري چې په واقعیت کی نشته.

د بدبیني یا پارانویید (Paranoid) شیزوفرني یې تر ټولو مشهوره ده چې په هغه کې د ناروغ سره داسې فکر پېدا کیږي  چې ګواکې نور د هغه پر وړاندې توطیې جوړوي او د هغه د ځورولو لامل ګرځي.

•     شناختي نښې:

دا نښې د منفي او مثبتو نښو پر نسبت ډېر لیدل کیږي چې په لاندې ډول دي:

  •     د اطلاعاتو اخیستلو په برخه کې ستونزې.
  •     توجه کولو کې ستونزې.
  •     په حافظه کې ستونزې.

تشخیصول

  •    د تېرو درملنو پلټنه
  •    د کورنۍ د سوابقو پلټنه
  •     د ډاکټر له خواه د ناروغ جسمی کتنه
  •     د وېنې او ادرارو معاينه: ترڅو تشخیص شي چې نشه يي توکي، درمل او یا کومه جسمي ناروغی د شیزوفرني د نښو د څرګندوالی سبب نه وي ګرځیدلي د MRI په واسطه کولی شو چې شیزوفرني په همغه لومړي مرحله کې تشخیص کړو.

د شیزوفرني په اړه غلط تعیبرونه:

  •     شیزوفرني د څو شخصتیي اختلال سره چې یو کم پیدا رواني اختلال دی، توپیر لري.
  •      د شیزوفرني ځیني ناروغان قهرجن وي او تاوتریخوالی خوښوي ، خو ډېری یې داسې نه دي او له انزوا سره مخ دي.
  •     هر څوک چې بدبینه وی ،شیزوفرني نه لري. ځکه چې ځینې کسان د بدبینی شخصیتي اختلال لري او د نورو پر وړاندې بې اعتماده وي، البته د شیزوفرني د نورو ځانګړونو پرته .
  •     هر هغه څوک چې عجیب و غریب غږونه اوري ، د شیزوفرن نه دی. خفګان لرونکي ناروغان هم ممکن چې غږونه واوري. د غږونو اورېدل کیدای شي چې د درملو یا د کومې جسمي ناروغی له امله پېدا شي.
  •     د ماغزو ځینې ناروغۍ  لکه د خفګان، دوه قطبي اختلال ، جنون یا لیونتوب (psychoses)  او د الکولو او د نشه يي توکیو کارول هم د شیزوفرني په څېر دي.
  •     ځینې جسمي ناروغی، لکه عفونيتونه ، سرطانونه، په عصبي سیسټم کې د اختلالاتو را منځ ته کېدل ، تېروییدي  او په ایمني یا دفاعي سیسټم کې اختلالات هم د جنون د ناروغی په څېر نښې رامنځ ته کوي.

په شیزوفرني کې د نشه يي توکو استعمال:

د شیزوفرني په ناروغانو کې د نشه يي توکو استعمال عام دی او تر ټولو ډېر نیکوتین( سګریټ) استعمالوي.
ځینې نور نشه يي توکي لکه آمفتامین ، کوکایین او ماری جوانا کولی شي چې د شیزوفرني ناروغی نښو تشخیص ستونزمن کړي.

نشه يي توکی د شیزوفرني درملو سره تداخل لري.

 په درملو درملنه

د جنون ضد درمل ، تر ټول ګټور تمامېدای شي .

غیردرمليزه درملنه

1.     انفرادي درملنه: ملګري  له ناروغ سره مرسته کولی شي چې د وېرونکیو موقعیتونو او شرایطو په مقابل کې له ځان څخه عکس العمل وښي او د ناروغی د بېرته راګرځېدو خطر راټیټ کړي. ناروغ خپل منفي افکار او کړه وړه تر خپل کنټرول لاندې راولي. متخصص کولی شي چې ناورغ دې ته اړ کړي چې خپل درمل په منظمه توګه استعمال کړي.

2.    کورنۍ درملنه : د کورنۍ او ملګرو په منځ کې اوسېدل د شیزوفرني ناروغانو ته ډېر ارزښت لري که د کورنۍ غړي د ناروغی او د اضطراب پېدا کېدو شرایط درک کړي او له ناروغ سره مرسته وکړي چې په ورکړل شوي درملو عمل وکړي نو په دې حالت کې دې ښه کېدو ډېر چانس شته دی.

3.    د رواني درملنې غونډې:په دې غونډو کې ناروغ زده کوي چې خپل روحي فشارونه را کم او ټولنییزې اړېکې ډېرې کړي او همدا ډول د ناروغی د بیرته د راګرځېدو په نښو لکه په خوب کې ګډوډی او عصبانیت باندې هم پوهیږي.

4.    وړتيا موندنه: د شیزوفرني ناروغانو ته د ټولنیز او کاري مهارتونو زده کړې د درملنې مهمېه برخه جوړوي او له ناروغانو سره مرسته کیږي چې دوي ځان ته کسب و کار پېدا کړي.

5.    د ملاتړ ډلې: د روغتیا پالنې کارپوهان ، کورنۍ ، ملګري او عبادت ځایونه د ملاتړو ډلو څخه شمیرل کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب