خپل هدف ته څنګه ورسیږو!؟

الله ج ټول انسانان او پيريان د يوه هدف له پاره پيدا کړي دي، چې يادونه يې په قرانکريم کې هم شوې ده.

الله تعالی فرمايي
وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون(الایة)

:« ژباړه: ما نه دي پيدا کړي پيريان او انسانان مګر پيدا کړي مې دي د خپل عبادت او بندګۍ له پاره»

په همدغه پورتني ايات کې څرګنديږي چې الله ج انسان د هدف له پاره پيدا کړی دی، چې هغه خپل عبادت او بنده ګي ده، خو ددې ترڅنګ نور دنيوي هدفونه هم چې د علم، پرمختګ او نورو نيکو چارو کې دې چې مسلمان يې بايد ترلاسه کړي.

په نړۍ کې ورځ تر بلې خلک کاميابۍ او هدف ته د رسېدو له پاره هلې ځلې کوي، نوي پرمختګونه کوي او لاسته راوړنې لري، خو زمونږ په ټولنه کې لاهم بې هدفه ژوند دوام لري.

دا خو يې لا څه چې په دې ټولنه کې چيرته په سلو کې څو کسان که غواړي خپل ژوند منظم کړي او خپل هدف ته ځان رسول غواړي، هغه که دنيوي وي که اخروي وي، خو نور خلک يې بيا هم په کراره نه پريږدي.

څوک به ورته وايي چې دا څه ځان دې لالهانده کړی دی، ارام وکړه، ژوند وکړه، دومره ځان مه مصروفوه دا دا ……..

خو په حقيقت کې همدغه کس يو دومره پاتې او لټ انسان دی چې خپله خو هسې هم نه هدف پيژني او نه ژوند منظموي، مګر نور خلک يې هم له کاره ويستلي دي.

د خپل کار په ترسره کولو کې هېڅکله د لټو او تنبلو خلکو تر اغيز لاندې راتلل نه دي په کار ځکه چې دوی دومره پست او بې کاره وي چې خپله خو هسې هم کار نه کولای شي او نه يې کوي، مګر نور هم له کاره وباسي.

مونږ په ننۍ نړۍ کې ګورو، هغه ملتونه چې پرمختګ يې کړی دی، هغوی حتماً خپل وخت سپمولی دی او ضايع کړی يې نه دی، هغوی د خپل هدف له پاره کار کړی دی، چې د پرمختګ او ترقۍ منار ته يې ځانونه رسولي دي.

په دې خو ټول پوهيږو چې وخت ارزښتناک دی او چې يو ځل وخت ضايع شي بيا په هيڅ قيمت بيرته لاسته نه راځي، خو اړينه دا ده چې په خپل وخت له وخت څخه ګټه واخيستل شي چې همدغه د وخت پيژندل او له وخت نه په وخت ګټه اخيستل هدف ته د رسېدو په لاره کې قوي عزم دی.

هدف ته د رسېدلو له پاره ډيرې لارې چارې شته چې بايد عملي شي او خپل هدف ته سړی زر او په ښه توګه ځان ورسوي.

که څوک غواړي چې هدفمند ژوند وکړي هغه هېڅکله خپل وخت عبث نه تيروي او هر وخت د هدف د ترلاسه کولو په هڅه کې وي.

هره ټولنه او چاپيريال خپل اغيز لري، که چېرته يو څوک ښه تکړه وي او ښه د کار سړی وي خو چې په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي چې هلته هدف نه وي، د وخت ارزښت نه وي او له مهمو کارونو څخه زيات وخت عبثياتو ته ورکول کیږي نو، هلته حتماً د هغه کارکن انسان په کارونو او چارو باندې هم اغيز پرېوځي، خو داسې هم نه ده چې داسې يې اغيزمن کړي چې بيا بيخې يو قدم په بل پسې وانخلي، مګر قوي هوډ، کلکه اراده او خپلو دندو ته ژمنتيا ورته په دغه ډول اغزن چاپيريال کې يوه پسته او اسانه لاره جوړولای شي.

نو ژوند کې بايد انسان حتماً هدف ولري او د هغه د ترلاسه کولو له پاره له هر قسم جايزو لارو چارو کار واخلي او ځان له ناکامۍ څخه د برياليتوب پړاو ته ورسوي.

د هېواد د ځوان نسل او ټولو مسلمانانو د هدفمند راتلونکې او برياليتوب په هيله

مشفق حريت مل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب