جهاد او غزاګانېمرګ | میراث اړوند

شهید او شهادت مکمل بیان

شهید او شهادت:

په اسلامي ټولنو کې چې کله د شهید ټکی یاد شي، یو په یو د سړي په ذهن کې یوه پاکه، لوړه او سپېڅلې معنی غزونه کوي. داسې چې په غیر ارادي ډول ددې لوړ مقام درناوی د وجدان او ضمیر دنده ګڼي. او ورسره په زړه کې دې لوړې او سپېڅلي موخې ته د رسېدو هیلې په ټوپو شي.

شهید نه یوازې دا چې په دنیا کې یې ټول درناوی کوي، بلکې د شرعي صریحو نصوصو له مخې شهید دالله جل جلاله په وړاندې ډېر نازولی او دروند میلمه دی.

د شهید هغه دروند، نازولی او لوړ مفهوم چې مسلمانان باور پرې لري، په نورو ټولنو او خلکو کې نشته. په عام ډول خلک شهید هغه چا ته وايي چې د خپلو خلکو، او ټولنو د لوړو ارزښتونو لپاره سر وښندي، او یا په زور او ظلم ووژل شي. خو په اسلامي شریعت کې شهید او شهادت ځانګړې معنی او ټاکلی مفهوم لري. ځانګړي شرطونه، او ځانګړي فقهي احکام لري.

که څه هم چې خلک تر یو ځایه د شهید او شهادت په معنی او مفهوم پوهېږي، خو په اوسنیو حالاتو کې د د ګډوډو پېښو د ډېرېدو له امله ډېری خلک په دې اړه وړ او سم معلومات نه لري؛ ځکه چې کله کله ځیني کسان د خپلو ځانګړو موخو لپاره خلکو ته د شهید او شهادت په هکله غلط معلومات ور کوي، یا هغه چا ته شهید وايي چې الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم شهید نه دی ورته ویلی، دوی په دې توګه خپلو موخو ته درسېدو لپاره د خلکو په باورونو او احساساتو لوبې کوي.

په دې وروستیو کې خو داسې هم ولیدل شول چې د ځینو څېرو له خوا هغو کفارو ته شهیدان وویل شول چې د مسلمانانو په لاس او له مسلمانانو سره په جګړه کې وژل شوي، او وژل کېږي، دا په داسې حال کې چې ټولې نړۍ ته د لمر په څېر روښانه ده چې له دیارلس کلونو راهیسې په هېواد کې د روانې جګړې یو لوری د کفر په لاس کې دی، د نړۍ تر ټولو ستر کفري ځواک یې پالنه او ښوونه کوي، بلکې خپله همدا کفري ځواک عملا په جګړه کې اخته دي، او بل لوری یې مسلمان دی! خو بیا هم ځينې کسان د کفارو د خوشحالولو، یا د خپلې ناسمې ګروهې او فکر پر بنسټ تور او سپین سره ګډوي. په دې اړه لاندې لینک د کتو دی[1]، له دې پرته ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو هم وخت په وخت د هېواد په د ننه او له هېواد څخه بهر دېته ورته څرګندونې کړې دي، او لا کوي یې.

دا چې شهید او شهادت په اسلام او اسلامي ټولنو کې سپېڅلي مفاهیم دي، خلک يې باید ددښمنانو او پردیو له لوغړنو پردو پرته په پاکه توګه وپېژني، تر څو یو مسلمان خپل ځان او ژوند په داسې لاره کې قربان نه کړي چې نه په دنیا کې کومه لاسته راوړنه ولري او نه په آخرت کې، بلکې په دواړو کې له تاوان سره مخ شي.

له همدې کبله اړینه راته وبرېښېده چې د شهید او شهادت لوړه، پاکه، ښکلې او سپېڅلې څېره د شرعي نصوصو، او معقول استدلال په رڼا کې د خپلو مسلمانو وروڼو مخې ته وړاندې کړم.

د شهید لغوي معنی

د علم صرف د اصولو له مخې شهید د فعیل په وزن دی، فعل یې: شَهِد یشهَد ثلاثي مجرد د عَلِم یَعلَم له باب څخه دی، یعني ماضي یې مکسور العین مضارع یې مفتوح العین، مصدر یې شهادة او مشاهدة راځي.

فعیل د مبالغې وزن دی، د فاعل په معنی هم راځي او دمفعول په معنی هم. خو په فعیل وزن کې چې کوم زیاتوالی، پراخوالی، دروندوالی او ژوروالی شتون لري، هغه په فاعل او مفعول وزن کې نشته، له همدې کبله کله چې موخه نوموړې معناوې وي، هلته د فعیل وزن کارول کېږي. د شهید جمع شهداء، شهود، اشهاد او شُهَّد راځي.

د شهید په اړه ځینې علمای کرام فرمايي چې د مفعول یعني مشهود په معنی ښه راځي، یو دا چې شهید (مشهودٌ لًهُ) بالجنة دی، یعني دده د جنتي توب ګواهي الله جل جلاله ویلې. او بل د علم صرف له مخې فعیل وزن هغه وخت د مذکر او مونث دواړو لپاره فعیل راځي، کله چې د مفعول په معنی وي.

په فصیحه عربي ژبه کې د شهید ټکی نر او ښځې دواړو ته یو ډول کارول کېږي، یعنی په عربي ژبه کې ښځې او نر دواړو ته شهید ویل کېږي، په یو حدیث شریف کې داسې راځي: ( … وَالْمَبْطُونُ شَهِيدٌ وَالْحَرِقُ شَهِيدٌ وَالَّذِى يَمُوتُ تَحْتَ الْهَدْمِ شَهِيدٌ وَالْمَرْأَةُ تَمُوتُ بِجُمْعٍ شَهِيدٌ )[2]

په دې مبارک حدیث کې د نر او ښځې دواړو لپاره د( شهید ) ټکی کارول شوی، یعني د ښځې لپاره شهیدة نه، بلکې شهید ټکی راغلی. د عربي ژبې د ګرامر له مخې دا هغه وخت داسې راځي چې کله فعیل وزن د مفعول په معنی وي، له همدې کبله ځینې علمای کرام دا غوره ګڼي چې شهید د مشهود له یا مشهود علیه په معنی واخیستل شي، نه د شاهد.

په دې اړه ځینو علمای کرامو یوه بله څېړنه هم کړې هغه دا چې شهید هغه وخت د مشهود په معنی راځي چې مصدر یې ( شهادة ) وي، نو معنی یې داسې کېږي چې شهید ( مشهود له )، دده لپاره د جنت ګواهي ویل شوې، او ( مشهود علیه ) په ده به د قیامت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ګواهي وايي. او که له ( مشاهدة ) نه مشتق وګڼل شي، بیا د فاعل ( شاهد ) په معنی راځي، یعني شهید د الله جل جلاله د قدرت هغه نښې او هغه ملایکې مشاهده کوي، وينې یې، چې نور خلک یې نه ویني، او دا د شهید لپاره کرامت دی، چې بل چا ته نه دی و رکړل شوی. [3]

 

[1] – https://www.youtube.com/watch?v=V3A_JsEQNIA[2] – رواه الامام مالك في الموطأ, و ابو داود. الامام أحمد في المسند. ومصنف ابن أبي شيبة. ومصنف عبد الرزاق. المعجم الكبير للطبراني, والسنن الكبرى للنسائي.[3] – الروض الأنف للسهيلي, ج ۳, ص ۲۰۷ .


په ټولیزه توګه که د عربي ژبې د لغت کتابونه وکتل شي  شهادت د لغت له مخې دری معناوې لري:

شتون یا حضور، د قرآن کریم په ۱۸پاره کې الله جل جلاله د سورت النور په ۲آیت کې، زاني او زانیي ته د سزا ورکولو په اړه فرمايي: (وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ). ژباړه: او دوی دواړو ته د سزا ورکولو پر مهال دې یوه ډله مومنان حاضر شي، شتون دې ولري.

د یادونې ده چې شتون په مادیاتو او معنویاتو دواړو کې راتلی شي، کله مادي شی وي، چې لیدل کېدی، او لمس کېدی شي، کله بیا معنوي او روحي وي، چې ظاهرا نه احساسېږي.

د قیامت د ورځې هم یو نوم مشهود دی، یعني یوم محضور، یوم مشهود ځکه ورته وايي چې په دې ورځ ټول خلک حاضرېږي، همدا رنګه د ماښام مانځه ته صلاة الشاهد ویل کېږي؛ او شاهد په دې ځای کې ستوري ته ویل کېږي، د ماښام مانځه ته صلاة الشاهد ځکه وايي چې په ماښام کې ستوری را څرګندېږي.

ګواهي. د همدې سورت النور په ورپسې آیت کې الله جل جلاله فرمايي: (وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا ). ژباړه: او هېڅکله د دوی ګواهي مه منئ. یعني که چا په پاک لمنو مېرمنو تور پورې کړ، او څلور ګواهان یې نه درلودل، نو اتیا دورې یې ووهئ. او له دې وروسته یې هېڅکله ګواهي مه منئ.

دلمانځه ناستې ته هم ځکه تشهد وايي چې هلته د الله جل جلاله په وحدانیت ګواهي او شاهدي ویل کېږي ( أشهد أن لا إله إلا الله و أشهد أن محمدا عبده ورسوله)

یقیني خبر، الله جل جلاله په سورت البقره ۱پاره ۱۴۰آیت کې فرمايي: ( وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ)

ژباړه: آیا له دې بل څوک لوی ظالم شته؟ چې د الله جل جلاله له خوا ور سره شته یقیني خبر پټ کړي. یا د الله جل جلاله په وړاندې له دې بل څوک لوی ظالم کېدی شي چې د اړتیا پر مهال ګواهي پټوي.

ځينې مفسرین کرام فرمايي چې له شهادت څخه دلته مراد د پیغمبر علیه الصلاة والسلام د پیغمبرۍ خبر دی، چې یهودو او نصاراوو ته په یقیني ډول معلوم و، خو بیا یې هم پټولو. [1]

ابن فارس په خپل کتاب ( معجم مقاییس اللغة ) کې چې دعربي ژبې مشهور او معتمد کتاب دی، د شهادت د لغوي معنی په اړه وايي  ( الشين والهاء والدال) أصل يدلّ على حضور وعلم وإعلام، لا يخرج شيء من فروعه عن الذي ذكرناه، من ذلك: الشهادة، يجمع الاصول التي ذكرناها من الحضور والعلم والإعلام ) [2]

ژباړه: شین، ها او دال، په بنسټيز ډول په شتون، پوهه او خبرولو دلالت کوي، د شین ها او دال ټول مشتقات له دې درې معناوو څخه نه وزي، چې له دې ډلې څخه یو هم شهادت دی، چې پورته یاد شوي بنسټونه: شتون، پوهه، او خبرول سره رانغاړي. یعني په درې واړو دلالت کوي، درې واړه معناوې ور کوي.

کله چې د شهادت نسبت الله جل جلاله ته وشي هلته د پوهې او علم په معنی راځي، لکه : ( إن الله على كل شيء شهيد )[3] یعني الله جل جلاله په هر څه عالم او پوه دی، ځینې علماي كرام وايي چې د الله جل جلاله علم د مخلوق په اعتبار په درې ډوله دی، یا دا چې مخلوق پټ شی وي، یعني له خلکو پټ وي، په دې وخت کې د الله جل جلاله لپاره د خبیر نوم کارول کېږي، او که مخلوق ښکاره شی وي، یعني خلکو ته ښکاره وي، بیا شهید او شاهد ورته کارول کېږي، او  دواړو پټ او ښکاره ته بیا عالم او علیم کارول کیږي.

که په غور فکر وشي دا ټولې معناوې په پای کې په یوه معنی کې سره را غونډېږي، چې هغه موجودیت او شتون دی؛ ځکه د یو شي یقیني پېژندل، یا پرې پوهېدل، یا ګواهي پرې ورکول د هغه شي له شتون پرته نشي کېدای، که مادي شتون وي، که معنوي.

له دې څرګندېږي چې د شهید او  شهادت د لغوي او اصطلاحي معنی تر منځ تړاو یا ګډ ټکی همدا شتون او موجودیت دی، یعني شهید لکه په قرآن کریم کې چې راغلي مړ نه دی، ژوندی دی، شته دی، موجود دی، حاضر دی، خو په دې  ژوند، شتون او موجودیت الله جل جلاله پوهېږي، د انسانانو فکر او عقل یې نشي درک کولی.

الله جل جلاله په دوهمه پاره سورت البقرة کې داسې فرمايي: (  وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ (154  )

ژباړه: او هغه چا ته مړه مه وایئ چې دالله جل جلاله په لاره کې وژل کېږي، بلکې دوی ژوندي دي خو تاسو د دوی ژوند نشئ درک کولی.


د شهید اصطلاحي یا فقهي او یا شرعي معنی:

په فقه کې د شهید تعریف:

زمونږ د مذهب نوموتي او لوی عالم امام ابن عابدین الشامي رحمه الله په ( رد المحتار علی الدر المختار ) کې چې د مذهب یو معتبر کتاب دی، د شهید تعریف داسې کړی: (هُوَ كُلُّ مُكَلَّفٍ مُسْلِمٍ طَاهِرٍ قُتِلَ ظُلْمًا بِجَارِحَةٍ وَلَمْ يَجِبْ بِنَفْسِ الْقَتْلِ مَالٌ وَلَمْ يَرْتَثَّ وَكَذَا لَوْ قَتَلَهُ بَاغٍ أَوْ حَرْبِيٌّ أَوْ قَاطِعُ طَرِيقٍ وَلَوْ بِغَيْرِ آلَةٍ جَارِحَةٍ أَوْ وُجِدَ جَرِيحًا مَيِّتًا فِي مَعْرَكَتِهِمْ )[1]

ژباړه: ( شهید هر هغه عاقل، بالغ او پاک مسلمان دی چې په ظلم سره په زخم کوونکې آله ووژل شي، او په اصل کې یې په مرګ دیت لازم نه شي، خبرې ونه کړي، خوراک، څښاک او دوا و نه کړي، همدا رنګه هغه کس هم شهید دی چې باغي، یا حربي او یا یې لاره شکوونکي ووژني، که څه هم چې په زخم جوړوونکې آله نه وي، او یا د دوی په جګړه کې په داسې حال کې چې پر بدن یې ټپ وي مړ وموندل شي )

د دې خبرې چې په اصل کې یې په مرګ دیت لازم نه شي، معنی دا ده چې که یو کس بل کس سهوا ووژني، نو په اصل کې په قاتل دیت لازم دی، یعني پرې قصاص کېږي نه؛ ځکه چې قصدا یې نه دی وژلی، خو که یې قصدا ووژني نو قاتل قصاص کېږي، خو که د مقتول ورثه په دیت راضي شي، او له قصاص نه تېر شي، په دې صورت کې وژل شوی کس شهید دی، غسل به نه ور کول کېږي، او په خپلو جامو کې به دفن کېږي، که څه هم چې د ده د مرګ په بدل کې دیت ور کړل شو؛ خو په لومړي سر کې دیت نه و لازم شوی، بلکې قصاص و، دا چې ورثه یې له قصاص نه تېر شول، په دیت راضي شول، دا د شهید په فقهي احکامو کومه اغېزه نه کوي.

یا لکه پلار چې قصدا خپل زوی ووژني، په دې صورت کې د عامې قاعدې له مخې قاتل باید قصاص شي، خو دا چې په شریعت کې د پلارتوب له امله پلار نه قصاص کېږي، نو دا د شهید په فقهي احکامو کومه اغېزه نه کوي، یعني د پلار له خوا په ظلم سره وژل شوي زوی ته به غسل نه ور کول کېږي، او په خپلو جامو کې به خښېږي.

همدارنګه که کوم کس د غلو په لاس ووژل شي، دا هم شهید دی، او یا که کوم کس له ځان، مال او آبرو نه، یا له کوم مظلوم نه د دفاع په حالت کې، آن که له ذمي نه ددفاع په حالت کې ووژل شي دا هم شهید دی.

په هدایه کې د شهید تعریف داسې راغلی: ( الشَّهِيدُ مَنْ قَتَلَهُ الْمُشْرِكُونَ ، أَوْ وُجِدَ فِي الْمَعْرَكَةِ وَبِهِ أَثَرٌ ، أَوْ قَتَلَهُ الْمُسْلِمُونَ ظُلْمًا وَلَمْ يَجِبْ بِقَتْلِهِ دِيَةٌ.) [2]

ژباړه: شهید هغه څوک دی چې مشرکین یې ووژني، یا د جګړه په ډګر کې په داسې حال کې وموندل شي چې پر بدن یې ټپ وي، او یا یې مسلمانان په ظلم سره ووژني، خو په مرګ یې دیت لازم نه شي.

په لنډ ډول زمونږ مذهب د شهید او په هغه د ځانګړو فقهي احکامو پلي کولو لپاره څو شرطونه اېښې، چې په لاندې ډول دي. د یادونې ده چې دا شرطونه د هغه شهید لپاره دي چې غسل نه ور کول کېږي او په خپلو جامو کې به ښخېږي، یا په بله معنی هغه شهید چې د دنیا او آخرت دواړو شهید ورته ویل کېږي. وروسته به د شهید ډولونه راشي.

مسلمان به وي. یعني کافر ته شهید نه شي ویل کېدی، او نه شهید دی.
مکلف به وي، یعني عاقل به وي، لیونی به نه وي، او بالغ به وي، یعني نابالغ به نه وي. په دې معنی چې که لیونی او نابالغ د کفارو له خوا ووژل شي، غسل ور کول کېږي، او کفن ورته کېږي. ځکه چې دوی دواړه شرعا مکلف نه دي.

[1] – رد المحتار, ج 6, ص 418.[2] – الهدایة. ص ۹۲. فتح القدير. ج 3. ص 433. (5)

لیکوال: مولوي محمد نعيم فدايي


له لویې بې اودسۍ نه به پاک وي، یعني جنب به نه وي، که ښځه وي جنبه، حایضه او زچه به نه وي. خو دا د امام ابو حنیفة رحمه الله تعالی په نزد، او کوم چې صاحبین دي هغوی وايي که شهید جنب هم وي، یا ماشوم وي، یا ښځه حائضه او یا زچه وي باید غسل ور نه کړل شي؛ ځکه د ناپاکۍ غسل په مرګ سره له منځه لاړو، او د مرګ غسل د شهادت له امله نشته، نو غسل ته اړتیا نشته.
او امام ابو حنیفه رحمه الله وايي چې شهادت مانع دی خو رافع نه دی، یعني د ناپاکۍ مخه نیسي، خو ناپاکي له منځه نشي وړی، شهادت د هغې پلیتۍ مخه نیسي کومه چې د مرګ له امله یو کس ته پېښېږي، خو هغه پلیتي نشي لیرې کولی چې له مرګ نه مخکې یو مسلمان ته پېښه شوې وي، لکه جنابت، یا حیض او نفاس.

د پام وړ دا چې دواړه لوري د حضرت حنظله رضی الله عنه په شهادت استدلال کوي، په سنن الکبری للبیهقي او مستدرک د حاکم کې راغلي چې د احد په غزا کې چې کله حضرت حنظله رضی الله عنه شهید شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( إِنَّ صَاحِبَكُمْ تَغْسِلُه الملائِكةُ فاسْألوا صاحِبتَه فقالتْ خَرجَ وهو جُنُبٌ لَمَّا سَمِعَ الهائعة فقال رسولُ اللهِ صلى اللهُ عليه وسلمَ لِذلك غَسَلَتْهُ الملائكةُ )[1]

ژباړه: ستاسو ملګری ملائکې وینځي، مېرمنه یې وپوښتۍ! – مېرمن یې چې وپوښتل شوه – ویل: کله یې چې چیغه واورېده سمدستي د جنابت په حالت کې ووتو، الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له همدې کبله ملایکو غسل ور کړ.

صاحبین وايي چې حضرت حنظله رضی الله عنه د جنابت په حالت کې شهید شو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم غسل ور نه کړ، امام صاحب وايي هغه ته خو ملایکو غسل ور کړ، نو همغه غسل و، صاحبین وايي هغه غسل خو بشر ور نه کړ، ملایکو ور کړ، او حال دا چې عامو مړو ته بشر غسل ور کوي نه ملایکې، په دې معنی چې د ملایکو غسل ته اعتبار نشته، امام صاحب وايي چې موخه غسل دی، هغه که د هر چا له خوا وي، که د ملایکو له خوا وي که د بشر له خوا. د یادونې ده چې مفتی به قول، د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی دی.

له ټپي کېدو وروسته به یې خوراک، څښاک، خبرې او دوا نه وي کړې، او نه به له ټپي کېدو وروسته د یو لمانځه د وخت په اندازه ژوندی پاتې شوی وي، او نه به د جګړې له ډګر څخه ژوندی او د بیدارۍ په حال کې ایستل شوی وي. ځکه دا ټول هغه څه دي چې انسان له دنیوي ژوند سره تړي، په دې توګه هغه کس چې له ټپي کېدو وروسته خوراک، څښاک او خبرې وکړي، یا دوا وکړي، یا د یو لمانځه د وخت په کچه ژوندی پاتې شي، د شهادت له چمبې څخه وزي، او غسل ور کول کېږي؛ ځکه چې شهادت یوه ځانګړې معنی او جلا ژوند دی.

له کفارو سره به په جګړه کې وژل شوی وي. یا به د جګړې په ډګر کې په داسې حالت کې مړ موندل شوی وي چې پر بدن یې د کوم ټپ نښه وي. پر بدن یې دټپ شرط هغه وخت اړین دی چې د مسلمانانو له خوا وژل شوی وي، البته که د کفارو، یا باغیانو، یا لاره شکوونکو له خوا وژل شوی وي، هلته بیا د ټپ شتون اړین نه دی.

یا قصدا به په ظلم وژل شوی وي. او په مرګ به یې دیت نه وي لازم شوی.

یا به له خپل ځان، آبرو مال، او مظلوم نه ددفاع په حالت کې وژل شوی وي.

هر چې هغه مسلمان دی چې قصاص یا رجم شي، هغه ته شهید نه ویل کېږي، او نه د شهید احکام پرې جاري کېږي؛ ځکه چې په ظلم نه، بلکې په حقه وژل شوی.[2]

په لنډ ډول زمونږ په مذهب د شهادت اصل او اساس په مظلومیت بنا دی، هر هغه څوک چې په ظلم سره ووژل شي، هغه شهید دی، البته که هغه ځینې نور شروط پکې پوره نشول، بیا په دنیا کې د شهید احکام نه پرې پلي کېږي.

که یو څوک ووايي چې هغه مجاهد چې له کفارو سره په جګړه کې وژل کېږي څه ډول مظلوم دی؟ په داسې حال کې چې هغه هم کافر وژني! هو هر هغه څوک چې کفار یې وژني مظلوم دی؛ ځکه کفر او شرک تر ټولو لوی ظلم دی، له همدې کبله کافر او مشرک تر ټولو لوی ظالم ګڼل کېږي، الله جل جلاله په ۲۱ پاره، د سورت لقمان ۱۳ آیت کې فرمايي: (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ )[3] ژباړه: په رښتیا چې شرک او کفر ډېر لوی ظلم دی.

ظلم دېته ویل کېږي چې د یو چا حق ور نه کړل شي، یا یې حق بل چا ته ور کړل شي، کفار او مشرکین ځکه لوی ظالمان دي چې د الله جل جلاله حق ( عبادت ) نه ادا کوي، یا له الله جل جلاله سره د هغه په حق ( عبادت ) کې مخلوق شریکوي. او مسلمان چې کله د کفارو او مشرکینو ددې ظلم مخه نیسي، هغوی یې وژني، نو کفار مسلمان د مسلمانیت په جرم وژني، د اسلام په جرم یې وژني، بل دا چې د اسلام خپرول او خلکو ته د اسلام رسول د هر مسلمان دنده ده، او الله جل جلاله هر مسلمان په دې مکلف کړی، نو مسلمان که د اسلام د خپرولو لپاره کار کوي، یا جهاد کوي دا په حقیقت کې خپله هغه دنده تر سره کوي چې الله جل جلاله پر مکلف کړی، نو کله چې کفار د مسلمانانو مخه نیسي یا يې وژني لوی ظلم کوي.

[1] – السنن الکبری للبیهقي. ج ۴، ص ۱۵. المستدرک للحاکم. ج ۱۱. ص ۲۵۴.
[2] – العناية شرح الهداية, ج 2, ص 25. بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع. ج3. ص: 347. الفقه الإسلامي على المذاهب الأربعة. ج 2. ص 694.
[3] – ۲۱ پاره. سورت لقمان. ۱۳آیت. (5)


 
دا په ښکاره او برسېرنه توګه د شهید پېژنده ده، چې له مخې یې په شهید ځانګړي فقهي احکام پلي کېږي: غسل نه ور کول کېږي، جامې نه ترې اېستل کېږي، له خپلو وینو سره په خپلو جامو کې خښېږي، خو دا چې په حقیقت کې شهید څوک دی؟ کوم شهید له هغو لوړو الهي پېرزوینو څخه برخمن کېږي چې الله جل جلاله په آخرت کې ورته غوره کړې دي؟
په دې اړه  له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه داسې روایت شوی: ( عَنْ أَبِى مُوسَى قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – فَقَالَ الرَّجُلُ يُقَاتِلُ حَمِيَّةً وَيُقَاتِلُ شَجَاعَةً وَيُقَاتِلُ رِيَاءً ، فَأَىُّ ذَلِكَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ « مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِىَ الْعُلْيَا ، فَهْوَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ )[1]
ژباړه: له حضرت ابو موسی اشعري رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي یو سړی نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویل:  یو سړی د قومي تعصب له مخې جګړه کوي، یا ددې لپاره چې په خلکو کې په زړورتوب یاد شي، یا ددې لپاره چې خلک یې ووینې، دا کوم یو  دالله جل جلاله په لاره کې دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  چا چې ددې لپاره جګړه وکړه چې یوازې د الله جل جلاله دین لوړ شي، نو دا د الله جل جلاله په لاره کې دی.
له دې مبارک حدیث نه په ښکاره څرګندېږي چې هغه څوک الله جل جلاله ته د منلو وړ دی چې یوازې د الله جل جلاله ددین د لوړوالي لپاره جګړه کوي، همدا کس که ووژل شي هم په دنیا کې شهید دی او هم په آخرت کې، له دې پرته که یو څوک د قوم، ژبې، یا له ددې لپاره چې خلک یې ووینې، یا ددې لپاره چې په خلکو کې په زړورتوب وپېژندل شي، یا یې خلک یاد کړي، دا ټول الله جل جلاله ته د منلو نه دي،  که په همدې نیت ووژل شي، په دنیا کې به شهید ورته وویل شي، خو په آخرت کې د شهید درجې نه ور کول کېږي.
د یادونې ده چې دا توپیر کول چې څوک د الله ددین د لوړوالي لپاره جګړه کوي، او څوک د نورو موخو لپاره، دا د هر کس تر نیت پورې تړاو لري، او په نیت یوازې الله پاک پوهېږي؛ ځکه چې د نیت ځای زړه دی، او په زړه پرته له الله تعالی څخه بل څوک نه پوهېږي.
خو که چېر ې یو کس په خوله ووايي چې زه د قوم، ژبې، یا ځان ښودنې یا زړورتوب لپاره جنګېږم، په دې حال کې بیا خبره ښکاره او جوته ده. او هر کس پوهېدی شي چې څوک د څه لپاره جګړه کوي.

د یوې اندېښنې څېړنه:

له پورتني حدیث شریف نه په برسېرنه توګه داسې انګیرل کېدای شي چې مجاهد او شهید یوازې هغه څوک دی چې د الله جل جلاله د دین د لوړوالي لپاره جګړه کوي، ځینې داسې ګومان کوي چې که یو څوک له خپل حق او مظلوم نه ددفاع په لاره کې جګړه کوي، یا ووژل شي، هغه مجاهد او شهید نه دی.
خو حقیقت داسې نه دی، حقیقت دا دی چې هر هغه څوک چې د الله جل جلاله د دین دلوړوالي لپاره جګړه کوي، یا د خپل حق، او یا د مظلوم لپاره جګړه کوي، دا هم مجاهد، او که ووژل شي شهید دی؛ ځکه له خپل حق او مظلوم نه دفاع کول د الله جل جلاله د دین له اساسي غوښتنو څخه دي. چې په دې اړه ګڼ شرعي نصوص راغلي.
د اسلام له بنسټونو څخه یو دا دی چې حق حقدار ته وسپارل شي، د هېڅ انسان، مسلمان خو لا څه کوې، بلکې هېڅ مخلوق په حق تیری و نه شي، او مظلوم که هر څوک او هر شی وي، باید ننګه یې وشي، له همدې کبله د اسلام په مبارک دین کې د هر چا او هر شي حقوق بیان شوي، او د ژغورنې او ساتنې لپاره یې لارې چارې په ګوته شوې دي.

د بېلګې په توګه په اسلام کې د هر کافر حقوق په ښکاره بیان شوي، هغه که ذمی دی، که مستأمن، که حربي او  که معاهد، کله که آن د کوم مسلمان له خوا تېری پرې کېږي هم، د اسلامي اصولو په رڼا کې به سزا ور کول کېږي.

همدا رنګه په اسلام کې د حیوان حقوق هم خوندي دي، چې زیات بار به نه پرې وړل کېږي، خوراک او څښاک به سم ور کول کېږي، سمه پالنه او روزنه به یې کېږي، که چا د کوم حیوان په حق تېری کاوه مخه به یې نیول کېږي.

عَنْ سَهْلِ ابْنِ الْحَنْظَلِيَّةِ قَالَ : خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فِى حَاجَةٍ فَمَرَّ بِبَعِيرٍ مُنَاخٍ عَلَى بَابِ الْمَسْجِدِ مِنْ أَوَّلِ النَّهَارِ ثُمَّ مَرَّ بِهِ آخِرَ النَّهَارِ وَهُوَ عَلَى حَالِهِ فَقَالَ « أَيْنَ صَاحِبُ هَذَا الْبَعِيرِ ». فَابْتُغِىَ فَلَمْ يُوجَدْ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « اتَّقُوا اللَّهَ فِى هَذِه الْبَهَائِمِ ارْكَبُوهَا صِحَاحاً وَكُلوهَا سِمَاناً …».[1]

ژباړه:  له حضرت سهل بن الحنظلية رضى الله عنه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د څه کار لپاره بهر ته را ووتو، سهار د مسجد نبوي په دروازه کې په یو اوښ چې چو ( پروت ) و تېر شو، بیګاه ته یې بیا ولید چې په همغه توګه چو  ( پروت ) دی، نو یې ویل: ددې اوښ څښتن چېرته دی؟ خلک ورپسې وګرځېدل خو پیدا نشو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددې څارویو په اړه له الله جل جلاله څخه ووېرېږئ! په داسې حال کې پرې سپرېږئ چې روغ وي، او په داسې حال کې یې خورئ چې څاربه وي. یعني ښه یې ساتئ، د خوراک، څښاک، روغتیا او ناروغتیا خیال یې ساتئ. د ناروغۍ په حال کې مه پرې سپرېږئ، بار مه پرې وړئ.

تر دې چې په احادیثو کې راځي چې الله جل جلاله یوه مېرمن له پېشو سره د ناسم چلن له امله دوزخ ته بیايي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ – رضى الله عنهما – أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « عُذِّبَتِ امْرَأَةٌ فِى هِرَّةٍ سَجَنَتْهَا حَتَّى مَاتَتْ ، فَدَخَلَتْ فِيهَا النَّارَ ، لاَ هِىَ أَطْعَمَتْهَا وَلاَ سَقَتْهَا إِذْ حَبَسَتْهَا ، وَلاَ هِىَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ »[2]

ژباړه: له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یوې مېرمنې ته د پېشو له امله عذاب ور کړل شو، چې بندي کړې یې وه تر دې چې مړه شوه، نو له همدې امله دوزخ ته لاړه، نوموړې نه خپله خوراک او څښاک ور کاوه، او نه یې خوشې کوله چې د ځمکې حشرات وخوري.

سبحان الله! اسلام څومره د مهربانۍ، عدف او انصاف دین دی، په داسې حال کې چې اسلام دحیوان دحقوقو د ساتنې او ژغورنې سپارښتنه کوي، او تیري کوونکو ته د دوزخ سزا ور کوي، څه فکر کېږي چې د انسان د حقوقو په اړه به د څومره زیات غور او پام غوښتنه کوي. او په حقوقو یې تېري کوونکو ته به څومره سخته سزا ور کوي. د انسان د حقوقو په اړه د اسلام د مبارک دین ژوره او غوڅه پاملرنه له دې هم څرګندېږي چې الله جل جلاله خپل حق بښي، خو د بنده حق تر هغه نه بښي تر څو چې یې بنده په خپله و نه بښي.

له راتلونکي مبارک حدیث شریف نه معلوميږي آن له حیوان سره ښه کول د انسان د ګناوو د بښل کېدو لامل ګرځي:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِى بِطَرِيقٍ اشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ فَوَجَدَ بِئْرًا فَنَزَلَ فِيهَا فَشَرِبَ ثُمَّ خَرَجَ فَإِذَا كَلْبٌ يَلْهَثُ يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ فَقَالَ الرَّجُلُ لَقَدْ بَلَغَ هَذَا الْكَلْبَ مِنَ الْعَطَشِ مِثْلُ الَّذِى كَانَ بَلَغَ مِنِّى. فَنَزَلَ الْبِئْرَ فَمَلأَ خُفَّهُ مَاءً ثُمَّ أَمْسَكَهُ بِفِيهِ حَتَّى رَقِىَ فَسَقَى الْكَلْبَ فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ فَغَفَرَ لَهُ ». قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَإِنَّ لَنَا فِى هَذِهِ الْبَهَائِمِ لأَجْرًا فَقَالَ « فِى كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أَجْرٌ ».[3]

ژباړه: له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( یو سړی په لاره روان و، که ګوري سخت تږی شو، په دې کې یې یوه څاه پیدا کړه، سمدستي پکې کوز شو، اوبه یې وڅښې، او بېرته را ووتو، که ګوري اخوا یو سپی سیلېږي، د تندې له لاسه لندې خاورې خوري، سړي له ځان سره ویل دا سپی تندې داسې پسې اخیستی لکه زه یې چې پسې اخیستی وم، نو بېرته څاه ته کوز شو، خپله موزه یې له اوبو را ډکه کړه، بیا یې په خوله کې ونیوه، تر دې چې را وختو، او سپي ته یې اوبه ور کړې، د الله جل جلاله د ده دا کار خوښ شو، نو بښنه یې ورته وکړه، صحابه وو کرامو وویل: اې رسول الله! صلی الله علیه وسلم. آیا په دې ځناورو کې هم زمونږ لپاره اجر شته؟رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په هر لانده ځیګر کې اجر شته!

په ځینو روایاتو کې راځي چې دا سړی یو ګنهګار او بد کار سړی و، خو چې له سپي سره یې ښه وکړل، الله جل جلاله یې ګناوې وبښلې، او په ځینو نورو روایاتو کې راځي چې دا یوه بدکاره ښځه وه، خو کله یې چې له سپي سره ښه وکړل الله جل جلاله یې ګناوې وبښلې.

[1] – سنن أبي داود. باب ما يؤمر به من القيام على الدواب والبهائم.[2] – صحيح البخاري. وصحيح مسلم[3] – صحيح مسلم. باب فضل ساقي البهائم. (24)

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: