اسلاماسلامي سیاست او دولت

سیکولریزم څه شی دی؟

سیکولریزم (secularism)چې یوه انګلیسي کلمه ده او معنا یـې بې دیني ده. په اکثره کتابونو کې يې اصـطلاحي تعريف داسې شوي. د دين جـــداکول دسیاست اودولت څخه عبارت دسیکولریزم څــخه دی.

خو دغه تعریف دسیکولریزم دکلمې بشپړه معنا نه ورکوي. ځکه سیکولریزم له وګړو سره، دهغوی اخلاقوته هم شامل دی. نوځکه دسیکولریزم اصلي عبارت داسې دی: له دين نه ولاړ ژوند جوړولو ته سیکولریزم وایي.

دسیکولریزم نظریه یا ددین اودسیاست ترمنځ دبیلوالي نظریه په ۱۷مه پيړۍ کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې مسيحي پاپانو خپل ظلمونه اوج ته رسولي وو.
سیکولریزم یو سلسله عقاید اونظریات لري، چې نظريو اوعقيدو يې بالکل دالله رب العزت، دین، کتاب او پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه انکار کړی دی، چې له همدې عقیدې څخه وروسته کمونيزم هم رامنځ ته شو. خو یوه ډله خلک وايي چې مونږ الله رب العزت، دین، کتاب، او پیغمبر منو خو په محدوده ساحه کې. اودابه ديوڅو فردي اوشخصي اعمالو په لړ کې په کلیسا کې تر سره کيږي .

دسیکولریزم بنسټ ایښودونکي:

دسیکولریزم بنسټ ایښودونکي په لاندې ډول دي:
کوپرنيکس: په شپاړسمه پيړۍ کې يې ژوند کاوه، دپولنډ اوسيدونکی، فلیسوف اوساینس پوه ؤ. په عقيده کې يې دانسان پر ځای لمر اشرف المخلوقات ګاڼه.
دیکارت: فرانسوي ساينس پوه دی، نوموړي انساني ذهن اوعقل دهر څه خالق ګڼلی دی. ورپسي اسحاق نيوټن ؤ، چې دالله جل جلاله مخلوقات يې بې خالقه ګڼلي دي. همدارنګه لویژا فرانسوي، فیوز باخ الماني، نیچه الماني، ډاروين برتانوي، پال ساټر فرانسوي او پي جي ټايټ امريکایي هم ديادولو وړ دي. نو کله چې په اروپا کې دسيکولریزم نظریه رامنځ ته شوه او دتطبيق وړ وګڼل شوه، نو دالله جل جلاله لهعبادت اوبنده ګي څخه يې انکار وکړ او دمادې عبادت يې پیل کړ.

اسلامي نړۍ ته دسیکولریزم راتګ:

لکه څرنګه مو چې وویل، سیکولریزم په ۱۷مه پیړۍ کې پر اروپا برلاسی شو او تحريف شوی مسیحي دین پر کلیسا پورې محدود کړ. اودین په څومشخصو مراسمو کې ځانګړی شو. نو په اروپا کې خلکو دتعلیم ، صنعت اوترقۍ په لورمخه کړه. چې پایله يې په اروپا کې صنعتي انقلاب رامینځ ته شو. چې دې کار په اسلامي نړۍ کې هم خپل تاثیرات پریښودل. بالخصوص په هغو ناخبره اوله اسلام څخه ناخبرو کسانو باندې يې تاثیر وکړ، چې دمادیت اولالچ ماده يې لا له پخوا په ذهن کې پرته وه .

ځینو داسې وانګیرله چې ګواکې دین دترقۍ او پیشرفت مخه نیسي، او د ساینسي علومو او لاسته راوړنو خلاف دی، او داټول دکلیسا د مسخه شوی دین او رشوت خورو پاپانو له لاسه.

دمسلمانانو د دین څخه ناخبري، دالله جل جلاله له نعمتونو څخه په غیر شعوري ډول باندې استفاده کول، په فساد اوفحشا کې ګیر کيدل، دلومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته اکثره اسلامي هیوادونه د اروپايي استعمارګرو تر ولکې لانې راتلل، مسلمانان ځوانان په خالي ذهن غربي هیوادونو ته د زده کړې لپاره تلل اوبیرته اسلامي هيوادونو ته په راتګ، دسیکولریزم دنظري دانتقال ستر لامل وه. داکسان چې په غرب کې يې تعليم کړي وو.

اسلامي نړۍ ته دسیکولریزم دراتګ دوه لاملونه:

داخلي لاملونه: لکه دمسلمانانو تر منځ اختلافات اوپه ډلو ټپلو ویشل کیدل، په فلسفه او علم الکلام کې مصروفیدل، په سیاسي ډګر کې داسلامي دولت ترمنځ، قومي اوژبني اختلافات، باطنیت، او د ریښتینو علماوو پر ځای اخوندان او نیمچه ملایان پر منبر برلاسي کیدل.

ددې نظريې دراوړلو خارجي لاملونه: لکه دتاتاریانو جګړه، صلیبي جنګونه، معاصر اروپایي استعمار یا (امپریالیزم) سړه جګړه، صهونیستي حرکت اوکمونیزم .

په اسلامي نړۍ کې دسیکولریزم تاثیرات :

داچې دسیکولریزم په راتګ سره په اسلامي نړۍ کې ډير منفي تاثیرات رامنځ ته شول، چې مهم يې په لاندي ډول دي :
۱ – له اسلامي لارښوونو (قرآن او سنت) څخه د مسلمانو باسواده کسانو لرې کیدل.
۲ – دمسلمانانو په منځ کې دشکونو پیداکول.
۳ – منفورنظريات اومنحريفي ډلي په اسلام پورې تړل.
۴ – په اسلامي هیوادونو کې دوضعي قوانينو پلي کیدل.
۵ – له تعلمي نظام څخه د دیني علومو لرې والی.
او داسې نور …

همدارنګه سیکولریزم کله چې اسلامي نړۍ ته راغي نوترټولو مخکې يې په ترکیه، مصر، او ځینو نورو مهمو اسلامي هيوادونو کې ریښې وغزولې، چې دا هیوادونو په نورو اسلامي هیوادونو تاثیر لرونکي هیوادونه وو، لکه ترکیه چې دعثماني خلافت مرکز ؤ، نو په اسلامي نړۍ کې یې یو ځانګړی مقام لاره، همدا راز مصر دعربي نړۍ پر هیوادونو برلاسی هیواد ؤ.

په اسلام کې دسیکولریزم حکم :

دسیکولریزم دبطلان اوداسلام دحقانیت لپاره به دالله رب العزت دکلام دغه ایت کافي وي چې وایي: [فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ] الروم/۳۰
ژباړه : مخ دې حق دین ته کړه دا دالله هغه فطرت (اسلامي ملت اوتوحید) دی چې خلک یې پرې پیداکړي دي، دالله تخلیق نه بدلېږي (یعنې فطرت مه بدلوه) دا محکم دین دی خوډېرخلک نه پوهېږي.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم لا له دنیا څخه رحلت نه ؤ کړی، چې اسلامي دولت جوړ شو، په اسلامي ټولنه کې ټول خلک دالله جل جلاله پر ټاکل شوې لاره روان شول. ټول اوامر به درسول الله صلی الله علیه وسلم دهدایاتو مطابق ترسره کیدل. داسې اسلامي دولت چا نه ؤ لیدلی. اوددغه دولت کړۍ ورځ په ورځ پراخيده. ډیرو دولتونواو وګړو غاړه ورته کیښوده. تر دي چې سرحدات يې دختيځ پر لور دچين اودلويدیځ په لور دمحيط تر سمندرګي رسیدل

په اسلام کې دسیکولریزم جواز:

دا چي سیکولریزم یوه غیرې فطري مفکوره ده او له اسلام سره په هر اړخیزه توګه په ټکر کې ده، الله جل جلاله انسانانو ته ځانګړی او دهر وخت دضرورت سره سم قانون رالیږلی دی، چې هم په شخصي کړونو او هم په ټولنیزو اوسیاسي کړونو کې باید دغه نظام تطبیق شي، خو په نصرانیت کې داسې کار نه ؤ، او نه هم دعیسی علیه السلام له لوري کوم حکومت جوړ شوی ؤ، نو ځکه سیکولریزم همدا دکلیسا او دسیاست دبیلوالی لپاره پلمه وګرځوله او په دې سره ځینې بې دینه تش په نامه مسلمانانو وغوښتل چې دا ناولې نسخه په اسلامي ټولنو کې هم وکاروي، چې دشلمې پیړۍ نه لا لږ وړاندې په ځینې اسلامي هیوادونو کې ددې کار لپاره خلک وګمارل شول او دشلمې پیړۍ په نیمايي کې اکثره اسلامي هیوادونه دسیکولرو په لاس کې ولویدل، ولې دا روښانه خبره ده چې سیکولریزم په اصل کې بې دیني او یوه باطله عقیده ده او له اسلام سره په هر اړخیزه توګه په ټکر کې ده، ځکه چې:

سیکولریستي نظام دالله رب العزت حاکمیت نه مني. او دسیکولریزم نظام دالله جل جلاله عبادت یوه فردي مسئله ګڼي او دژوند په چاروکې ورته واک نه ورکوي.

په اسلامي نړي کې دسیکولریزم عواقب اونتایج

دسیکولریزم دنظريي اودانسان دژوند جداکيدل له دین څخه دفلسفي په نتیجه کې داسلامي شریعت پلي کيدل دمسلمانانو په زندګۍ کې ختم شو. داسلامي علماوو اوبادرده مسلمانانو قوت ختم شو. اواسلامي نړۍ له خورا ضعف څخه لا دضعف په خوا روانه شوه، او داسلامي امت قیادت دناپوهه او بې دینه کسانو په لاس کې ولويد.

له امت څخه دجهاد او قرباني روح له منځه ولاړ، اسلامي امت له يو جامد او وروسته پاتي عصر سره مخ شو .

په وروستیو پیړیو کې په لوړه کچه اخلاقي فساد رامنځ ته شو، اوداسې نور ډیر منفي اثرات يې دمسلمانانو په شخصي او ټولنیز ژوند پریښودل .

دسیکولریزم دمخنیوي لارې چارې:

داچې داسلام دښمنان تر وسه وسه هڅه کوي چې مسلمانان وټکوي اوپه دې تکل کې دي. نوڅنګه مسلمان کولای شي له دغه دردونکي حالت څخه چې نن ورسره مخامخ دی ځان وژغوري. اوڅه ډول کولای شي چې پخوانی سیادت اوعزت خپل کړي؟.

نوددې لپاره بايد لومړی خلکو ته داسلام صحيح معنا وښودل شي ځکه دلویدیځ ګوډاګیان اوداسلام دښمنان هڅي اوهاند کوي چې اسلام په غلطه معنا خلکوته څرګند کړي.

همدارنګه داسلام دحقانیت څخه خلک خبر کړل شي . ځکه داروپا دين خپله پاپانو تحريف کړي . ولي داسلام دمبارک دین حفاظت خپله الله رب العزت کړي .
باید مسلمانانو ته وښودل شي چې په اسلام کې دين یوازي دعلماوو لخوا څخه ښودل کيږي . بلکي دعلماوو لخوا دين نه جوړیږي.

همدارنګه خلک باید پوهه شي چې اسلام حقایق اوثابت دی اوتغیر پکي نه راځي.

سربیره پر دي اسلامي دعوت بايد پرمخ یوړل شي په تيره بیا دډاکترانو ، انجینرانو ، وکیلانو ، لیکوالانو ، استاذانو، اومحصلانو په منځ کې خپور شي. اوباید ددي نظريي سره مبارزه وشي چې وایي اسلام دننني عصر سره جوړ دین نه دی.
ددي ترڅنګ باید صحیح قیادت رامنځ ته شي . ځکه داسلامي امت دماتي خوړلو ستر لامل دیومسلمان، پوهه، حکیم، او ملي قیادت نه لرل دي.

همدارنګه په داخلي اوخارجي خواووکي دسترناورین سره مخ یو. په داخل کی دناپوهي اوجهالت سره مخ یو. او په خارج کې صلیبي او صهونیستي مکرجن غلیم سره مخ یو . داسلام دحقیقت اودکفر ددسیسو څخه خبر شو .
داسلام ددښمنانو اوغربي سیکولریسټانو په مقابل کې په فکري اوعملي ډګر کې جهاد او هڅي پیل کړو. ترڅو اسلامي امت دداسې ناورین څخه نجات ومومي . مسلمانان، په ځانګړې توګه مسلمان ځوانان باید په اسلام وپوهول شي او په فکري ډګر کې داسې غښتلي شي، چې داسلام ریښتینې څیره نړۍ ته وروښيي او داسې نظام را مینځ ته کړي چې د نړۍ والو لپاره مثال وي.

عبدالحق قریب احمدزي

Tags
donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close