سړی بې له ښځې نه بشپړيږي او ښځه بې له سړي

د نبي کريم (ص) ارشاد دى چې ويلي يې دي (اې ځوانانو د تاسې په منځ کې که څوک د واده کولو توان او طاقت ولري نو د واده کول په هغه لازم دي په دې خاطر چې واده (نکاح کول) سترګې پټوي او هغه کسان چې د واده کولو توان طاقت و نه لري روژه دې ونيسي ځکه چې دا هم د سړى سترګې پټوي) په دې حديث شريف کې دوه څيزونه ياد شول اول نکاح کول او دوهم روژه نيول ځکه چې په دې سره د سړي له خرابې وينې څخه نکاح چې بېلابيل مرضونه رامنځته کوي ساتي او له ډېرې نيږدې والي (جماع) څخه پرهېز کوي.

په اسلام کې د کورنۍ او بالاخره د ټولنې په جوړولو کې واده کول يوه طبعي، سالمه او معقوله لاره ده چې بشريت د نسل صحيح بقا ضمانت کوونکي ده. د اسلام مقد س دين دې عالي هدف ته په رسېدوکې خپلو پيروان د بيلابېلو دلائيلو په وړاندې کولوسره چې په آيتونو اواحاديثوثابت دي تشويق کړي اوواده کول يې يوپاکيزه سنت بللي دي .

په حديث شريف کې راغلي دي. ژباړه: (هېڅ بله ګټوره ګټه _ پس له اسلام راوړلو څخه _ هرمسلمان انسان ته يوي ښايسته او مهربانې ښځې نشته دي،هغسې ښځه چې هغه ته په کتلو خوشحاله شي او هغسې ښځه چې د هغه دفرمان (دمېړه دغوښتنې) اطاعت وکړي اوکله چې يې مېړه ونه اوسي د هغه له عفت،عزت او مال ساتنه وکړي.

همدارنګه په بل حديث شريف کې راغلي دي چې کله چې نوې ناوې کورته بيايي نو داد عاولولي.ژباړه: (مونږه ددې او ددې د عيبونو د ښه کېدو سوال کوو او ددې د بدو او بدو عيبونو څخه پناه غواړو).

له ابو داو د او ځينې بيا وايي چې له عمرو بن سيف (رض) څخه نقل کړى شوي دى چې برکت ددې د عا داده چې خداي (ج) له دې ښځې څخه بد لرې کوي او په هغه کور کې نيکي خوروي.

په شريعت اسلام کتاب کې راغلي دي چې کله چې نوې ناوې کورته راځي د هغې پښې په يوه ظرف کې ومينځي او هغه د کورپه ټولواطاقونوکې وشيندي خداي (ج) په هغه کورکې خيراوبرکت اچوي.

واده کول په اسلام کې ډېرښه اثاراوډېرې ښې ګټې لري داسې چې واده يانکاح کول انسان له تنهايي څخه ژغوري او د بشريت د سالم نسل د بقايوازيني لياره ده. همدارنګه کولى شي له فحشااو خلاف رفتاريو اوډول ډول نارو غيو څخه ژغوري لکه څرنګه چې د(ايدز) په مرض کې ليدل شوي دي.

واده کول د کورنيو ترمنځ د ښه پيوند وسيله ګرځي او د يوې رغنده اړيکې او د ټولنو د يواليتوب لپاره لياره برابروي.
همداشان واده دانسان د سترګو د ساتلو وسيله کېداي شي او د ناسالمو او غيراخلاقي کارونو څخه ساتي واده کولى شي چې ډېرې ښي ثمرې نورې هم ولري اوکولاي شي مينه او محبت ته لياره هواره کړي.او ترټولو غوره داده چې په واده کولو سره د اسلام دمقد س دين پيروان زياتېږي.

په يوه بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله (ص) ويلي دي چې ولې هغه ښځې چې واده نه کوي دخپلومېړونوپه حق کې له خداي (ج) څخه نه بېرېږي ځکه چې د هغوپه نه شتون کې هغو ته په ژوند کې ستونزې ولاړېږي.

يوې پوښتنې ته بايدپه دې ځاي کې ځواب وويل شي چې کوم ودونه يا کوم ډول نکاح کول دغه پايلې لرلى شي؟

جو ته ده چې د نکاح کولو په و خت کې بايددواړه لوري ښځه او مېړه بشپړ رضايت ولري. ځکه چې دا هغه و خت دې چې نور به دا دوه تنه خپل نوى ژوند پيلوي او له نن څخه بايد دوي د راتلونکې ښه ژوند کولو فيصله کوي.

په دې برخه کې روايت دى چې يو تن رسول الله (ص) ته ورغى او ورته يې وويل:(زه له طارق بن مرفع سره په يوه جګړه کې وم،طارق دجنګ په ميدان کې وويل چې څوک دي چې ماته نېزه راکړي او ما وژغوري؟ اوزه به هغه ته ددې عوض ورکړم،زه په دې و خت کې طارق ته نيږدې شوم او ورته مې وويل چې څه عوض به ورکړي، ويې ويل چې وعده کوم چې که زماپه کور کې لور پيداشوه هغه ته يې په شرعي نکاح ورکوم، ما ومنله او هغه ته مې نېزه ورکړه اوس خبر شوم چې هغه لور لري او لور يې هم ځوانه شوې ده،هغه ته ورغلم او ورته مې وويل چې تاله ما سره د اسې وعده کړې وه،هغه په خپله وعده وفا ونه کړه او راته يې ويي چې بيا بايد مهر راکړي. اوس تاسې ووايي چې زه په حقه يم اوکه هغه؟

آنحضرت (ص) وفرمايل: (ښځه په کوم عمرکې ده)؟
ده ورته ويل چې ډېر عمر يې تېر کړي او په وېښتانوکې يې سپين پيداشوي دي. آنحضرت (ص) وفرمايل حق نه ستاده او نه د طارق.
نجلۍ بېچاره خپله خپل حق ته پرېږدي، هغه سړي حيران شو او ويې ويل دا څه ډول قضاو ت دى؟
آنحضرت (ص) وفرمايل (ستاسوپه نظرپلارمطلق واک څېښتن دى)؟ چې د اسې نه ده،نجونې د خپل نفس واک لري اوکه تاسې بياهم مهر ورکړي  او بياهم بايد د هغې ښځې يا نجلې رضايت ترلاسه کړي.

همدا ډول حديث شريف کې راغلي دي،ژباړه: (له خپلې ځوانې (عاقلې،بالغې) لور څخه د خپل نفس په باره کې دې اجازه واخيستله شي.که يې سکو ت اختيار کړ د رضايت نښه ده).

حدیث له نظره هغه ښځه او سړي چې نکاح یی نه وی کړی؟

په همدې ترتيب سره حضرت محمد(ص) هغو ښځو ته چې مېړه نه لري او هغو مېړو ته چې ښځې نه لري دواړه مسکين نادار او بېچاره بللي دي که څه هم چې ډېر شتمن و اوسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب