اخلاقاسلام له نظره

سوال او يا بسپنه کول د اسلام له نظره

سوال او يا بسپنه او يا چنده كول كه هر نوم ورته انتخاب شي  مفهوم ئي يو دی او هغه دا چي له بل چا څخه بي له معاوضي مفت د پيسواو يا مال غوښتل دی دا رنځ هم زمونږ په ټو لنو كي ډير زيات لیدل کېږي او اسلام دا عمل نه خوښـوي او په نبوي احادیثو کي ددې کار سخته غندنه راغلي ده هغه څـوك چي بسپنه كوي هغه ته په عربي ژبه کي سائل او يا متسوّل ويل كېږي دایو آسانه کار ده چي بې له کوم محنت څخه د بل مال خپل جیب ته اچول دی .

هغه څوک چي بسپنه کوي هغوی غالبا د پېشې له مخي دا کار کوي نه د مجبوریت په اساس مونږ او تاسي زیات کسان لیدلي دي چي سراوکال یې دنده داوي چي د څلورلارو په سرناست وي او لاس یې نیولی وي او د الله تعالی په نامه خیر وخیرات غواړي او یاپه یې په مسجدونو کي څادر غوړولی وي او یوه بهانه یې جوړه کړي وي  او لمونځ کوونکي تنګوي ددې خلګو چي تر کومه حده څېړنه او معلوم ات شوي دي زیات تره په کي اغنیاء او بډایان دي داسي خلګ هم لیدل شوي دي چي خپل ټرانسپورټ  یې چلېږي د کرایې مکانونه او جایدادلريخو څرنګه چي دا یې عادت جوړ شوی دی بسپنه هم کوي .

په مساجدو کي څادر غوړول او بسپنه کول د مسجد د آدابو خلاف ورزي ده او فقهاوو په څلورو مذهبونو کي دا عمل مکروهبللی دی او لمونځ کوونکي مکلف دي چي هغه چاته چي په مسجد کي یې څادر غوړولی وي او چنده غواړي څه ورنکړي ، د مسجدونو د جوړښت مقصد دادی چي هلته یوازي د الله تعالی عبادت وشي  مساجد دکسب او درزق د لاس ته راوړلو ځای نه دی حتی که د یوچا څه ورک شوي هم وي خوپه مسجد کي د اعلان نه کوي او په احادیثو کي له دې څخه منع راغلي ده .

عن أَبَي هُرَيْرَةَ يقول قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من سمع رَجُلا يَنْشُدُ ضَالَّةً في الْمَسْجِدِ فَلْيَقُلْ لا رَدَّهَا الله عَلَيْكَ فإن الْمَسَاجِدَ لم تُبْنَ لِهَذَا(مسلم)

له ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي له یوه سړي څخه واورېدل چي په مسجد کي خپله ولکه لټوي نو ورته وایې د چي الله تعالی د یې نه در پیدا کوي ځکه چي مسجد ددې لپاره نه دی جوړ شوی .

دا خو دهغه چا په هکله حکم دی چي په مسجد کي دخپل ملکیت تلاش کوي او سوالګر چي د بل د ملکیت تلاش په مسجد کي کوي د هغه لپاره خو بالکل جواز نلري او چي دا شبهه هم وي چي کېدای شي دا بسپن غاړی د احتیاج له مخي نه بلکه د عادت له مخي دخپلي شتمنۍ د ډېرولو لپاره داکار کوي بیا خو هیڅ باید ور نه کړل شي ددې په خاطر چي هغه پوه شي چي دا ښه کارنه کوي .

بسپن غاړی د اسلامي ټولني په مخ یو تور داغ دی چي دهغې حیثیت او کرامت ته نقصان رسوي زیات تره داسي بسپن غاړي هم مونږ لیدلي دي چي په صحت ښه برابر او ځوان وي خو لاس به یې درته نیولی وي او څه به غواړي او یا به یې اوږد تقریر پوخ کړی وي او د هغه د وړاندي کولو لپاره به یې په شپو ورځو تمرینونه کړي وي او تر یوه اوبل عنوان لاندي به په مسجد کي ولاړ وي او مسلمانان به غولوي او جیبونه به یې وهي ځینو خو بشپړي دوسیې په څنګ کي ورسره اخیستي وي او رسیدونه یې چاپ کړي وي ترڅو خلګ ورباندي باور وکړي چي هغه په خپله بسپنه کي صادق دی خو په حقیقت کي به داسي نه وي.

داسي کسان مو هم لیدلي دي چي خپل یو اندام یې سوځولی وي او یا یې روغ اندام پلستر کړی وي تر څو خلګ ورته ښه بسپنه ورکړي او د هغوی خواخوږي ځان ته جلب کړي او یا به یې له ځان څخه لېونی او ګونګ جوړ کړی وي او زړې خیرني جامې به یې په غاړه وي او یا به یې د یوه مزار ملنګ له ځان څخه جوړ کړی وي مرۍ او تسپې به یې په غاړه کړي وي او کچکول به ګرزوي په لارو کوڅو او د مسجدونو مخ ته به په تېره بیا د جم عي په ورځ ولاړ وي او بسپنه کوي دا ټول ګڼ کپان دي او د ساده لوحو مسلمانانو د جېبونو غله دي له دې ډول خلګو سره همدردي نه ده په کار او نه باید څه ورکړل شي ځکه چي هغوی غالباً بېدینه چرسیان او پوډریان وي  .

بسپن غاړي طبقه له اخلاقي معیارونو لوېدلي بې حیاء طبقه ده چي په هیڅ نه شرمېږي د مخ پوستکی یې نه وي په باطل او ناروا طریقه د خلګو جیبونه او شتمني لوټوي تر هغه ځایه چي له دې خلګو څخه تحقیرات او پلټني شوي دي اومونږ یې راپورونه د ورځپاڼو په مخونو کي لوستی دی زیات تره یې د پیسو په ډېرولو کي لګیا وي او د ضرورت په اساس بسپني نه کوي.

 په هرصورت مخکي له دې چي دبسپني کولو او سوالګري په شرعیت وږغېږو هغو وروڼو ته چي له بسپن کوونکیو سره مخ کېږي زمونږ دا توصیه ده چي که بسپن غاړی په مسجد کي بسپنه غواړي مسأله داده چي څه به نه ور کوي ولو که هغه په خپل احتیاج کي رېښتینی هم وي او چا چي په مسجد کي بسپن غاړی ولیدلو د هغه مسؤولیت دی چي هغه پوه کړي چي مسجد د بسپني ځای نه دی له مسجد څخه باهر بسپنه وغواړه او تر هرچاله مخه دادامام دنده ده چي بسپن غاړي په مسجد کي اعلان ته پرې نږدي او د مسجد په انګړ کي دننه څادر ونه غوړوي .

او که له مسجد څخه باهر چېرته بسپن غاړی راته ودرېږي نو تر بسپنه ورکولو مخکي د هغه حالت او کیفیت باید مد نظر ونېسو چي آیا هغه واقعاً محتاج او د ورکړي حقدار دی او که نه ، داسي نه چي چا لاس درته ونېولو او ته څه ورکړې کېدای شي هغه ستا مال په معصیت کي ولګوي چي په دې معصیت کي د تا تعاون ورسره وي او ته د بې اعتنایې په وجه چي تحقیق د ونه کړ په هغه ګناه کي ورسره شریک شې .

او که بسپن غاړی وپېژنې او محتاج درته ښکاره شي تعاون ورسره وکړه مأیوس یې مه پرېږده خو ضمنا د یو داسي کار مشوره ورکړه چي هغه له بسپني څخه ور باندي خلاص شي او هغه کار یې د آمدني ذریعه شي په عین وخت کي یې دبسپني په عیبونو خبر کړه او د حلال رزق تلاش ته یې ترغیب کړه په دې صورت کي به تا خپل مسؤولیت سرته رسولی وي ، او که د کار کولو توان پکي نه وي د جسماني معذوریت په وجه او یا د عمر په لحاظ  او عیالداره او مح تاج وي او یا پوروړی وي او یا سوالګر ښځینه وي او ویې پېژنې چي کوم متکفل نلري نو بیا یې مرسته په هغه اندازه حتی الامکان  ضروري ده چي یې ضرورت پوره شي او هغه ته په څه ورکولو کي ډېر ستر اجر دی .

او که د څه ورکول په وس کي نه وي نو سپکي ورکي مه ورته وایه او په ښه اوخوږه خبره یې ځواب کړه چي دا هم تر ورکړي کمه نه ده.

ډېر داسي محتاجین او مساکین به مو هم لیدلي وي او پېژنۍ به یې چي نېستي او مسکنت به په سر اخېستي وي خو له الله تعالی څخه پرته به له بل چا څخه څه نه غواړي پاک لمني به وي ته به داسي فکر کوې چي ډېر څه به لري خو په حقیقت کي به هیڅ نلري الله تعالی د اصحاب الصفة په هکله چي هغوی هم دا خصلتونه درلودل او مساکین ووفرمایې:

لِلْفُقَرَآءِ الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِى سَبِيلِ ال� �َّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِى الاٌّ رْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَآءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْألُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَليمٌ (البقرة ۲۷۳)

(تفسیر) خیراتونه او صدقات د هغو محتاجینو لپاره دي چي ځانونه یې د الله تعالی په لار کي د جهاد او د قرآنکریم د زدکړي د حاصلولولپاره بندکړي دي په زمکه کي د تجارت او درزق د تلاش لپاره په جهاد د مشغولتیا له وجهي سفرونه نه شي کولای هغه څوک چي د هغوی په حال خبر نه وي دا سي ګمان کوي چي هغوی بډایان دي داځکه چي دوی له بسپني کولو څخه پاک لمني دي ، ته به هغوی په ټنډه سره پېژنې چي ستوماني ورباندي ښکارېږي او متواضع دي نه خو له چا څه غواړي او نه په غوښتلو کي په چا پسي شله کېږي، او هغه خیر چي تاسویې د الله تعالی په لار کي مصرف کوۍ الله تعالی ښه ورباندي خبر دی . (تفسیر الجلالین)

او س هغه احادیث ذکر کوو او تر جمه کوو یې چي د بسپني او سوالګري او چندې غوښتلو په هکله رانقل شوي دي :

عن بن عُمَرَ رضي الله عنه قال قال النبي  صلى الله عليه وسلم  ما يَزَالُ الرَّجُلُ يَسْأَلُ الناس حتى يَأْتِيَ يوم الْقِيَامَةِ ليس في وَجْهِهِ م ُزْعَةُ لَحْمٍ (صحيح البخاري)

له عبد الله ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یوڅوک چي تل له خلګو څخه څه غواړي د قیامت په ورځ به راشي او په مخ به یې یوه ټوټه غوښه نه وي .

عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من سَأَلَ الناس أَمْوَالَهُمْ تَكَثُّرًا فَ� �ِنَّمَا يَسْأَلُ جَمْرًا فَلْيَسْتَقِلَّ أو لِيَسْتَكْثِرْ (صحيح مسلم)

له ابو ه� �یرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو څوک چي له خلګو څخه د هغوی مالونه ددې لپاره غواړي چي خپله شتمني ورباندي ډېره کړي نو هغه ددوزخ د اور سکروټي غواړي نو خوښه یې خپله ده که دا سکروټي ډېروي او که یې کموي .

عن أبي هُرَيْرَةَ قال سمعت رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  يقول لَأَنْ يَغْدُوَ أحدكم فَيَحْطِبَ على ظَهْرِهِ فَيَتَصَدَّقَ بِهِ وَيَسْتَغْنِيَ بِهِ من الناس خَيْرٌ له من أَنْ يَسْأَلَ رَجُلًا أَعْطَاهُ � �و مَنَعَهُ ذلك فإن الْيَدَ الْعُلْيَا أَفْضَلُ من الْيَدِ السُّفْلَى (صحيح مسلم)

له ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی وایې چي ماله  رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه فرمایې :که له تاسوڅخه کوم شخص ولاړ شي او لرګي په شا راوړي او خرڅوي یې او له هغه څخه صدقه هم ورکوي او له خلګو څخه ورباندي مستغني شي د هغه لپاره تر دې غوره ده چي له یوچا څخه څه وغواړي که یې هغه ورکړي او که یې ورنکړي دا ځکه چي پورته لاس تر ښکته لاس زیات بهتره دی .

عن أبي هُرَيْ� �َةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  والذي نفسي بيده لأَنْ يَأْخُذَ أحدكم حَبْلَهُ فَيَذْهَبَ إلى الْجَبَلِ فَيَحْتَطِبَ ثُمَّ يأتي بِهِ يَحْمِلُهُ على ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهُ فَيَأْكُلَ خَيْرٌ له من أَنْ يَسْأَلَ الناس وَلأَنْ يَأْخُذَ تُرَاباً فَيَجْعَلُهُ في فيه خَيْرٌ له من أَنْ يَجْعَلَ في فيه ما حَرَّمَ الله عليه (مسند أحمد بن حنبل)

له ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زما د قسم په  هغه ذات وي چي زما ساه د هغه په واک کي ده داچي په تاسي کي کوم شخص خپله رسۍ واخلي او غره ته ولاړ شي او لرګي مات کړي او راروان وي اوهغه لرګي یې را په شاکړي وي او خرڅ یې کړي او له هغه څخه خپل خواړه برابرکړي دده لپاره تر دې غوره ده چي له خلګو څخه بسپنه غواړي ، اوداچي هغه خاوري واخلي او په خپله خوله کي یې اچوي د هغه � �پاره تر دې ډېره ښه ده چي په خپله خوله کي حرام اچوي .

عن الزُّبَيْرِ بن ا� �ْعَوَّامِ رضي الله عنه عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال لَأَنْ يَأْخُذَ أحدكم حَبْلَهُ فَيَأْتِيَ بِحُزْمَةِ الْحَطَبِ على ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهَا فَيَكُفَّ الله بها وَجْهَهُ خَيْرٌ له من أَنْ يَسْأَلَ الناس أَعْطَوْهُ أو مَنَعُوهُ (صحيح البخاري)

له زبیر بن العوام رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داچي یوڅوک خپل پړی ور واخلي او د لرګیو ګېډۍ وتړي او په شایې راوړي او خرڅوي یې او خپله آبرو ورباندي ساتي تر دې ډېرښه دی چي له خلګوڅخه بسپنه غواړي که یې هغوی ورکړي او که یې ورڅخه منع کړي .

عن حَكِيمِ بن ح ِزَامٍ رضي الله عنه عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال ا� �ْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ من الْيَدِ السُّفْلَى وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ وَخَيْرُ الصَّدَقَةِ عن ظَهْرِ غِنًى وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ الله وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ الله (صحيح البخاري)

له حکبم بن حزام رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : پورته لاس تر ښکته لاس غوره دی او د صدقې په ورکولو کي له هغه چا څخه پیل کوه چي ستا په عیال کي شامل وي او ښه خیرات هغه دی چي د اوبادي (بډایتوب) له مخي وي او چاچي ځان پاک وساتلو الله تعالی به یې پاک وساتي او چاچي ځان له خلګو څخه بې پ� �وا کړ او تمه یې نه کوله الله تعالی به یې غني کړي .

عن أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ � �ضي الله عنه إِنَّ نَاسًا من الْأَنْصَارِ سَأَلُوا رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  فَأَعْطَاهُمْ ثُمَّ سَأَلُوهُ فَأَعْطَاهُمْ حتى نَفِدَ ما عِنْدَهُ فقال ما يَكُونُ عِنْدِي من خَيْرٍ فَلَنْ أَدَّخِرَهُ عَنْكُمْ وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ الله وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ الله وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ الله وما أُعْطِيَ أَحَدٌ عَطَاءً خَيْرًا وَأَوْسَعَ من ا� �صَّبْرِ (صحيح البخاري)

له ابوسعید الخدري رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي یو څو انصارو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وغوښتل هغه ورکړ او څه چي یې درلودلو هغه ختم شو بیا یې وفرمایل : زم ا په وس کي چي څه خیر وي هغه نه درڅخه سپموم او چاچي ځان پاک وساتلو الله تعالی به یې پاک وساتي او چاچي ځان له خلګو څخه بې پروا کړ او تمه یې نه کوله الله تعالی به یې غني کړي او چاچي صبر وکړلو الله تعالی به د صبر توفیق و� �کړي او تر صبر ښه او پراخه ورکړه چا ته نه ده ورکړي شوي  .

عن حَكِيمَ بن حِزَامٍ رضي الله عنه قال سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  فَأَعْطَانِي ثُمَّ سَأَلْتُهُ فَأَعْطَانِي ثُمَّ سَأَلْتُهُ فَأَعْطَانِي ثُم َّ قال يا حَكِيمُ إِنَّ هذا الْمَالَ خَضِرَةٌ حُلْوَةٌ فَمَنْ أَخَذَهُ بِسَخَاوَةِ نَفْسٍ بُورِكَ له فيه وَم َنْ أَخَذَهُ بِإِشْرَافِ نَفْسٍ لم يُبَارَكْ له فيه (صحيح البخاري)

له حکبم بن حزام رضي ا� �له تعالی عنه څخه روایت دی هغه وایې چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څه وغوښتلواو هغه راکړلواوبیا یې وفرمایل : اې حکیم ؛ دا مال یوه شنه خوږه ده چا چي په مېړانه او سخا سره ور ونیولو برکت په کي ورته لوېږي او چاچي په حرص او طمعي سره ور واخیست برکت نه پکي ورته لوېږي .

كَتَبَ مُعَاوِيَةُ � �لى الْمُغِيرَةِ بن شُعْبَةَ أَنْ اكْتُبْ إلي بِشَيْءٍ سَمِعْتَهُ من النبي  صلى الله عليه وسلم  فَكَتَبَ إليه سمعت النبي  صلى الله عليه وسلم   يقول إِنَّ اللَّهَ كَرِهَ لَكُمْ ثَلَاثًا قِيلَ وقال وَإِضَاعَةَ الْمَالِ وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ (صحيح البخاري)

معاویة رضي الله تعالی عنه مغیرة بن شعبة ته � �یک ولیکلو چي که د له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څه آورېدلي وي راته ویې لیکه هغه په ځواب کي ورته ولیکل : چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدلو چي هغه وفرمایل : الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان نه خوښوي (۱) داسي وویل شول او فلاني داسي وویل (۲) او د مال بې ځایه لګول او ضایع کول (۳) او ډېر غوښتل  او سوالګري .

عن مُعَاوِيَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  لَا تُلْحِفُوا في الْمَسْأَلَةِ فَوَاللَّهِ لَا يَسْأَلُنِي أَحَدٌ مِنْكُمْ شيئا فَتُخْرِجَ له مَسْأَلَتُهُ مِنِّي شيئا وأنا له كَارِهٌ فَيُبَارَكَ له فِيمَا أَعْطَيْتُهُ (صحيح مسلم)

له معاویة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په غوښتلو کي ډېر ټېنګار مه کوۍ او په چاپسي مه شله کېږۍ  د ما د قسم په الله تعالی وي چي که په تاسي کي یو څوک له ما څخه یوڅه غواړي او په غوښتلوسره هغه  شی له ما څخه وباسي او زما خوښه نه وي نو هغه څه چي ما ورکړي وي په هغه کي به برکت نه ورته لوېږي .

عَوْفُ بن مَالِكٍ الْأَشْجَعِيُّ قال كنا عِنْدَ رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  تِسْعَةً أو ثَمَانِيَةً أو سَبْعَةً فقال ألا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللَّهِ وَكُنَّا حَدِيثَ عَهْدٍ بِبَيْعَةٍ فَقُلْنَا قد بَايَعْنَاكَ يا رَسُولَ ال� �َّهِ ثُمَّ قال ألا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللَّهِ فَقُلْنَا قد بَايَعْنَاكَ يا رَسُولَ اللَّهِ ثُمَّ قال ألا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللَّهِ قال فَبَسَطْنَا أَيْدِيَنَا وَقُلْنَا قد بَايَعْنَاكَ يا رَسُولَ اللَّهِ فَعَلَامَ نُبَايِعُكَ قال على أَنْ تَعْبُدُوا اللَّهَ ولا تُشْرِكُوا بِهِ شيئا وَالصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ وَتُطِيعُوا وَأَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً ولا تَسْأَلُوا الناس شيئا فَلَقَدْ رأيت بَعْضَ أُولَئِكَ النَّفَ� �ِ يَسْقُطُ سَوْطُ أَحَدِهِمْ فما يَسْأَلُ أَحَدًا يُنَاوِلُهُ إِيَّاهُ (صحيح مسلم)

عوف بن مالک الأشجعي رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره اوه ، اته  او یا نه کسان ناست وو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : آیا تاسي له رسول الله سره بیعت نه کوۍ؟ او مونږ له هغه سره تازه بیعت کړی وو مونږ ورته وویل چي مونږ خو له تاسره بیعت کړی دی یا رسول الله ، هغه بیاراته وفرمایل : : آیا تاسي له رسول الله سره بیعت نه کوۍ؟ مونږ په ځواب کي ورته وویل چي مونږ خو له تاسره بیعت کړی دی یا رسول الله، هغه بیا وفرمایل : آیا تاسي له رسول الله سره بیعت نه کوۍ؟ مونږ خپل لاسونه ور وغزول او ورته ومو ویل چي مونږ خو له تاسره بیعت کړی دی یا رسول الله په څه شي بیعت درسره وکړو؟  هغه وفرمایل په دې چي د الله تعالی عبادت او بندګي به کوۍ او له هغه سره به شریک نه نیسۍ او پنځه وخته لمونځونه به کوۍ او اطاعت به کوۍ او یوه خبره یې پټه راته وکړه چي له خلګو څخه به څه نه غواړۍ رېښتیا هم چي په هم دغه ناستو کسانو کي ماداسي کسان لیدلي دي که د آس تازینه ورڅخه ولوېږي هم خو له چا څخه نه غواړي چي هغه ورته په لاس کي ورکړي .

عن سَمُرَةَ بن جُنْدَبٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  إن الْمَسْأَلَةَ كَدٌّ يَكُدُّ بها الرَّجُلُ وَجْهَهُ إلا أَنْ يَسْأَلَ الرَّجُلُ سُلْطَانًا أو في أَمْرٍ لَا بُدَّ منه (سنن الترمذي)

له سمرة بن جندب رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : سوال کول یوه ستوماني ده چي سوالګر ورباندي خپل مخ ستړی کوي مګر که یې له پاچا څخه وکړي او یا دداسي یوه کار لپاره یې وکړي چي چاره یې  ورڅخه نه وي.

عن ثَوْبَانَ قال قال رسول ا� �لَّهِ  صلى الله عليه وسلم  ومن يَتَقَبَّلُ لي بِوَاحِدَةٍ أتقبل له بِالْجَنَّةِ قلت أنا قال لَا تَسْأَلْ الناس شيئا قال فَكَانَ ثَوْبَانُ يَقَعُ سَوْطُهُ وهو راكِبٌ فلا يقول لِأَحَدٍ ناوليه حتى يَنْزِلَ فَيَأْخُذَهُ (سنن ابن ماجه)

له ثوبان � �ضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که یو څوک زما یوه خبره ومني زه به د هغه لپاره جنت په ځان ومنم ما ورته وویل چي زه یارسول الله هغه وفرمایل چي له خلګو څخه څه مه غواړه راوي وایې چي ثوبان بیا داسي وو چي سپور به وو او تازینه به ورڅخه ولوېدله راښکته کېدلو به او تازینه به یې وراخیستله خو چاته یې دا نه ویل چي هغه ماته راکړه .

عن بن مَسْعُودٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من أَصَابَتْهُ فَاقَةٌ فَأَنْزَلَهَا بِالنَّاسِ لم تُسَدَّ فَاقَتُهُ وَمَنْ أَنْزَلَهَا بِاللَّهِ أَوْشَكَ الله له بِالْغِنَى إِمَّا بِمَوْتٍ عَاجِلٍ أو غِنًى عَاجِلٍ (سنن أبي داود)

له ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاته چي لوږه ورسېږي او خلګوته یې وړاندي کړي لوږه به یې ختمه نه شي او که یې الله تعالی ته وړاندي کړي نو ژر به یې الله تعالی غني کړي یاخو په بېړني مرګ سره او یا په بېړنۍ اوبادي سره .

عن أبي كَبْشَةَ الْأَنَّمَارِيُّ أَنَّهُ سمع رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  يقول ثَلَاثَةٌ أُقْسِمُ عَلَيْهِنَّ وَأُحَدِّثُكُمْ ح َدِيثًا فَاحْفَظُوهُ قال ما نَقَصَ مَالُ عَبْدٍ من صَدَقَةٍ ولا ظُلِمَ عَبْدٌ مَظْلَمَةً فَصَبَرَ عليها إلا زَادَهُ الله عِزًّا ولا فَتَحَ عَبْدٌ بَابَ مَسْأَلَةٍ إلا فَتَحَ الله عليه بَابَ فَقْرٍ (سنن الترمذي) 

له أبي کبشة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی هغه وایې چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل : درې شیان دي چي زه ورباندي قسم کوم او یوه خبره درته کوم یاد یې ساتۍ ویې فرمایل : کله هم د بنده مال د خیرات د ورکولو په وجه نه دی لږ شوی اوپه کوم بنده چي ظلم کېږي او صبر ورباندي وکړي الله تعالی به یې عزت زیات کړي او څوک چي د سوال کولو (بسپني) دروازه خلاصه کړي الله تعالی به د لوږي دروازه ورته خلاصه کړي .

وأخرج أحمد والبزار والطبراني عن عمران بن حصين ال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مسألة الغني شين في وجهه يوم القيامة ومسألة الغني نار إن أعطى قليلا فقليل وإن أعطى كثيرا فكثير (الدر المنثور)

له عمران بن حصین رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د غني سړي سوال کول به د قیامت په ورځ د هغه سوالګر په مخ بد نما عیب وي او د غني سړي سوال کول اور دی که لږ ورکړل شي لږ اور دی او که ډېر ورکړل شي ډېر اور دی .

وأخرج أحمد وأبو داود وابن خزيمة وابن حبان عن سهل بن الحنظلية قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من سأل شيئا وعنده ما يغنيه فإنما يستكثر من جمر جهنم قالوا يا رسول الله وما يغنيه قال ما يغديه أو يعشيه (الدر الم نثور)

له سهل رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي یوڅه غواړي او دومره ور سره وي چي ګوزاره یې ورباندي کېږي نو ځان ته د جهنم سکروټي ډېروي اصحابو پوښتنه وکړه چي ګوزاره په څومره شي باندي کېږي؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي سهار یې وخوري او ماښام یې وخوري .

وأخرج أحمد عن أبي ذر قال دعاني رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقال هل لك إلى البيعة ولك الجنة قلت نعم

فشرط علي أن لا أسأل الناس شيئا قلت نعم ال ولا سوطك إن سقط منك حتى تنزل فتأخذه (الدر المنثور)

له ابوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ور وبللم او راته ویې فرمایل : چي ته بیعت کوې او ستا لپاره به جنت وي ؟  ما ورته وویل هو؛ او دا شرط یې را باندي ولګولو چي له خلګو څخه به څه نه غواړم ماورته وویل هو؛ بیایې وفرمایل : چي که تازینه در څخه ولوېږي هم چا ته به نه به وایې خو پخپله به ور ښکته کېږي او در خلې به یې .

اوس قضاوت لوستونکیو ته پرېږ دو چي هغوی دا کار ښه بولي او که بد نور هم زیات احادیث د بسپني کولو او سوالګري په هکله راغلي دي خو مونږ په همدې اکتفاء وکړه ، د مسلمان لپاره یو حدیث هم کفایت کوي چي ورته وړاندي شي غاړه ورته ږدي د سلف صالحینو اقوال هم په دې هکله زیات راغلي دي خو ددې لپاره چي بحث زیات اوږد نه شي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي مونږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتونو د عمل کولو او د هغه د اصحابو په تګلاره د تللو تو فیق را په برخه کړي (آمېن)

قدوسي سليمانخېل

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: