
سوالګر – لنډه کیسه
سوالګر!
ډېره جالبه او د پند کیسه!
دوه په سترګو ړانده سوالګر وو، دوۍ چې د هارون الرشید د ښځې ملکې زبیدې د سخاوت کیسې اوریدلې وې نو؛ ځکه به یې هر سهار د باچا د ښځې د قصر په دروازه کې کچکولونه نیولي وه.
یوه ړانده به چې خیرات غوښته نو؛ ویل به یې:
-خدایه! ستا مهربانۍ ته ناست یم، ستا څخه روزي غواړم…
دوهم به ویل:
-خدایه! د باچا میرمنه راباندې مهربانه کړې…
کله به چې ملک زبیده تيرېده او د دواړو خبرې به یې اورېدې نو هغه ته چې، د اللهﷻ مهرباني یې غوښته ۲ دیناره ورکول او هغه ته چې ددې (د باچا د میرمنې ملک زبیدې) مهرباني یې غوښته یو سور کړی چرګ او د چرګ په نس کې لس دیناره ورکول…
نهه ورځې همدا راز تیرې شوې، لسمه ورځ د عادت خلاف یو سوالګر ناست وه او ملګری یې نه وو، ملکې هغه کس ته وویل چې، ایا نور بس نه دی؟
دا دې لسمه ورځ ده چې، له تاسره ښه ډیره مرسته کوم او هغه بل ملګری چې، د خدای هیلې ته به ناست وو پر لږ مرسته هم قناعت کړی ده او پخپله مخه تللی…
سوالګر رابرګ شو او ورته ویې ویل:
-کومه ده چې ډیره مرسته دې راسره کړې!؟ خو هره ورځ دې راته یو سور کړی چرګ رالیږه او ما هم پر خپل ملګري په دوه دیناره پلورلی ده؛ ځکه ما د چرګ پر ځای پیسو ته اړتیا لرله…
ملکه موسکۍ شوه او ورته ویې ویل:
-ساده انسانه! ما د هغه سور کړي چرګ په منځ کې لس لس دیناره هم درته رالیږل، او تا ساده به په دوه دیناره پلورل…
هغه کس چې د خدایﷻ مهرباني غوښتې وه، دا دی نن یې ښې ډیرې پیسې وموندلې او تا چې، د بنده مهرباني غوښته نو؛ پر هماغه حال یې.
درس:
له انسان څخه د هیڅ شي طمعه مه کوئ! د هر شي غوښتنه او طمعه له اللهﷻ څخه وکړئ؛ ځکه اللهﷻ ډېر مهربان دی، د بنده غوښتنه پوره کوي او انسان هیڅ نشي کولای!