سل 100 هېر کړل شوي سنت عملونه

پرته له سريزې په لنډه توګه دلته له کره دلایلو سره سل هغه سنت عملونه ستاسو مخته ږدم چې له بده مرغه نن سبا هېر کړل شوي دي، او باید نه وی هېر کړل شوي، د ګران پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول سنت عملونه د نجات او خلاصون زرینه لاره ده، باید هر مؤمن سړی او ښځه یې په اهتمام سره د زړه له کومي عملي کړي. هغه سل 100 سنت عملونه سره له دلایلو ستاسو په خدمت کې.

1) په او داسه سره ویده کیدل:

حدیث شریف کې راغلي رسول الله صلى الله عليه وسلم براء بن عازب رضي الله عنه ته وفرمایل: کله چې دې د خوب ځای ته ولاړ شې د لمانځه له پاره چې اودس کوې هغسي اودس وکړه او په ښي اړخ څمله. إذا أتيت مضجعك ، فتوضأ وضوءك للصلاة ، ثم اضطجع على شقك الأيمن… الحديث. [ متفق عليه:6311-6882] .

2) له خوب مخکي سورة الإخلاص او معوذتين لوستل:

عائشة رضي الله عنها روایت کوي هره شپه به چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل بستر ته ورغی دواړه رغوي به یې یوځای کړل، بیا به یې هغو کې چوپ کړل او په هغو کې به یې: قل هو الله أحد، او قل أعوذ برب الفلق، او قل أعوذ برب الناس، ووېلې، بیا به یې چې څومره وس کیده هغه اندازه به یې دواړه لاسونه پخپل بدن تېر کړل، له سر او مخ به یې پیل کړل او د بدن په مخکينۍ برخه به یې تېر کړل، او دا به یې درۍ ځله کول. عن عائشة رضي الله الله عنها قالت: ان النبي صلی الله علیه وسلم كان إذا أوى إلى فراشه كل ليلة جمع كفيه ثم نفث فيهما ، فقرأ فيهما: ( قل هو الله أحد ) و ( قل أعوذ برب الفلق ) و ( قل أعوذ برب الناس ) ، ثم يمسح بهما ما استطاع من جسده ، يبدأ بهما على رأسه ووجهه ، وما أقبل من جسده ، يفعل ذلك ثلاث مرات. [ رواه البخاري: 5017][irp][irp][irp]

3) د خوب په مهال تکبیر او تسبیح ویل:

your ads

علي بن ابي طالب رضي الله عنه وایي: کله چې فاطمې (رضي الله عنها) له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خادم وغوښت هغه ورته وویل: تاسو دواړو ته هغه شی درونه ښیم چې له خادم نه به ډېر ښه وي؟ کله چې تاسو دواړه خپل بستر ته ولاړ شئ، او یا خپلو ځایونو کې څملئ، څلور دېرش ځله الله اکبر، ووایئ، او دره دېرش ځله سبحان الله، ووایئ، او دره دېرش ځله الحمد لله، ووایئ، دا کلمات ستاسو دواړو له پاره له خادم نه ډېر غوره دي. عن علي رضي الله عنه ، أن رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ قال حين طلبت منه فاطمة ـ رضي الله عنها ـ خادمًا: ( ألا أدلكما على ما هو خير لكما من خادم ؟ إذا أويتما إلى فراشكما ، أو أخذتما مضاجعكما ، فكبرا أربعًا وثلاثين ، وسبحا ثلاثًا وثلاثين ، و احمد ا ثلاثًا وثلاثين. فهذا خير لكما من خادم ) [متفق عليه: 6318 – 6915].

4) په خوب کې د وېښېدلو په مهال دعا:

عبادة بن الصامت رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې د شپې مهال خوب کې راوېښ شي او ووایي: لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، له الملك وله الحمد ، وهو على كل شيء قدير، الحمد لله ، وسبحان الله ، والله أكبر، ولا حول ولا قوة إلا بالله. بیا ووایي: اللهم اغفر لي، او یا دعا وکړي، الله به یې قبوله کړي، او که اودس وکړي او لمونځ وکړي لمونځ به یې قبول شي. عن عبادة بن الصامت رضي الله عنه ، عن النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ قال: من تعارَّ من الليل فقال: لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، له الملك وله الحمد ، وهو على كل شيء قدير، الحمد لله ، وسبحان الله ، والله أكبر، ولا حول ولا قوة إلا بالله، ثم قال: اللهم اغفر لي، أو دعا ، استُجيب له ، فإنْ توضأ وصلى قُبِلت صلاته. [ رواه البخاري: 1154].

5) له خوب نه د پاڅېدلو سنت دعا:

حذیفة بن الیمان رضي الله عنه له خوب نه د پاڅېدلو د مهال دا دعا روایت کړې ده: الحمد لله الذي أحيانا بعدما أماتنا ، وإليه النشور. عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رضي الله عنه قَالَ : .. وَإِذَا اسْتَيْقَظَ مِنْ مَنَامِهِ قَالَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُورُ . رواه البخاري (6312

6) له یوځل اوبو راخیستلو نه خوله او پوزه مینځل

یعني په اوداسه کې د خولې او پوزې مینځلو له پاره په یوځل لاس کې اوبه راخیستل سنت طریقه ده، لکه عبد الله بن زید رضي الله عنه روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوځل لاس کې اوبه راواخېستلې خوله او پوزه یې پرې ومینځل. عن عبدالله بن زيد رضي الله عنه ، أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم : تمضمض ، واستنشق من كف واحدة. [ رواه مسلم: 555 ] .

7) له غسل مخکي اودس کول:

عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د جنابت غسل کاوه، د لاسونو په مینځلو به یې پیل وکړ، بیا به یې داسې اودس وکړ لکه د لمانځه له پاره، بیا به یې په اوبو کې ګوتې د ننه کړې، په هغو به یې د وېښتانو بېخونه خلال کړل، بیا به یې په سر درۍ لپې اوبه تویه کړې، بیا به یې په ټول بدن اوبه تویه کړې. عن عائشة رضي الله عنها ، أنَّ النبي صلى الله عليه وسلم : كان إذا اغتسل من الجنابة ، بدأ فغسل يديه ، ثم توضأ كما يتوضأ للصلاة ، ثم يُدخل أصابعه في الماء ، فيخلل بها أصول الشعر ، ثم يَصُب على رأسه ثلاث غُرف بيديه ، ثم يُفيض الماء على جلده كله. [ رواه البخاري :248 ].[irp][irp][irp]

8) له اوداسه وروسته د شهادت کلمه ویل:

عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستاسو هر یو چې اودس کوي او په مکمله توګه یې وکړي، له هغه وروسته ووایي: أشهد أنَّ لا إله إلا الله ، وأنَّ محمدًا عبده ورسوله؛ نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي، چې له کومې نه یې خوښه وي داخل به شي. عن عمر بن الخطاب ـ رضي الله عنه ـ قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ما منكم من أحد يتوضأ فيسبغ الوضوء ثم يقول : أشهد أنَّ لا إله إلا الله ، وأنَّ محمدًا عبده ورسوله إلاَّ فتحت له أبواب الجنة الثمانية ، يدخل من أيها شاء. [ رواه مسلم: 553 ] .

9) د اوبو مصرف کولو کې اتیات:

په اوداسه کې د اوبو مصرف کې اتیات کول سنت طریقه ده لکه انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په یوه صاع * تر پنځو مدو پوري غسل کاوه او په یوه مد به یې اودس کاوه. عن أنس ـ رضي الله عنه ـ قال: كان النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ يغتسل بالصاع إلى خمسة أمداد ، ويتوضأ بالـمُد. [ متفق عليه: 201- 737 ].
* صاع د احنافو په نزد څلور مدَ ده، یو مد دوه رطله ده او یو مد په معاصر وزن 1072ګرامه ده.

10) له اوداسه وروسته دوه رکعته کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې زما د اوداسه په څېر اودس وکړي، بیا دوه رکاته وکړي، په دې دوو رکاتونو کې (ترخپله وسه) له ځان سره (دنیوي) خبري ونه کړي، تېر ګناهونه به یې ورته وبښل شي. قال النبي صلى الله عليه وسلم : من توضأ نحو وضوئي هذا ، ثم صلى ركعتين لا يُحَدِّثُ فيهما نفسه ، غُفر له ما تقدم من ذنبه. [ متفق عليه من حديث حُمران مولى عثمان رضي الله عنهما:159- 539 ] .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب