سرسایه کله او پر چا لازمېږي؟
د سرسايې ورکول پر چا لازم دي؟
د امام شافعي، مالک، او احمد رحمهم الله عليهم اجمعين په نظر د سرسايې ورکړه په هر هغه ازاد مسلمان واجب ده، چې يوه پيمانه خُرما يا وربشې ولري په دې ډول چې د هغه او کورنۍ څخه يې د يوې ورځې او يوې شپې له پاره د اساسي خوراک په توګه اړتيا نه وي. هر ازاد مسلمان بايد د خپل ځان، مېرمنې، کوچنيانو، او غلامانو سرسايه ورکړي. مګر د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه په نظر سرسايه په هغه چا لازمه ده چې د خپل کور د لګښتونو، غلام، اس(سورلۍ)، او وسلې له اړتياوو څخه وروسته ور سره نصاب پوره شوی وي.(۸)
د الخطابی د تشريح په اساس، سرسايه په ټولو مسلمانانو لازمه ده، نه يوازې په هغو چې د نصاب څښتنان وي، او د هغه په وينا دا د جمهورو علماوو نظر دی. هغه وايي، په حقيقت کې د سرسايې تر شا حکمت له ناوړو اعمالو يا اقوالو څخه د روژتيانو پاکول دي، او دا چې هر مسلمان دې پاکوالي ته اړ دی، نو له دې امله سرسايه ورکول په هر مسلمان لازم دي، که هغه بېوزله وي، او که موړ، خو چې يوه پيمانه د هغه د اساسي خوراک په توګه د هغه د يوې شپې او ورځې له اړتيا څخه زيات وي. او څرنګه چې هغه لازمي حکمت د ټولو مسلمانانو تر مينځ شريک دی، نو له دې امله دغه مکلفيت هم د ټولو تر مينځ ګډ دی. (۹)
قرضاوي هم د جمهورو رايه په دې ډول تائيدوي: دا د اسلام يو حکمت دی چې سرسايه يې نه يوازې په مالدارو لازمه کړي، بلکه نږدې په هر مسلمان يې لازمه کړې، ځکه چې ډېر کم به داسې څوک بيامومې چې د يوې ورځې او يوې شپې له اړتيا څخه زيات يوه پيمانه خوراک و نه لري. له دې امله د دغه مکلفيت تر شا حکمت دا دی چې بېوزله هم په سخاوت وروزي، او د خيرات د ورکړې عزت او شخصيت احساس کړي. الله جل جلاله مومنان په دې ټکو يادوي چې هغوی په پراخۍ يا تنګۍ کې خيرات ورکوي.(۱۰)، ځکه نو، که دې حکمت ته فکر وکړو، نو روښانه به شي، چې اړ خلک هم بايد سرسايه ورکړي، ځکه چې هغه ته تاوان دی، که له يوې خوا يوه سرسايه ورکوي، له بل لوري د ډېرو خلکو سرسايه تر لاسه کوي. (۱۱)
په همدې ډول دا هم بايد په ياد ولرو چې سرسايه بايد د هر هغه چا ورکړل شي، چې د روژې د وروستۍ ورځې تر لمرلويده پورې ژوندی وي. دا د شافعيانو، حنبليانو او مالکيانو نظر دی. په ورته ډول که چېرې يو څوک د روژې له وروستي لمرلويده څخه وړاندې مړ شي، سرسايه ترې ساقطيږي، او که چېرې د روژې په وروستۍ ورځ د چا اولاد پيدا شي، بايد پر ځای يې سرسايه ورکړل شي. اکثريت فقهي علما د په ګېډه کوچني پر ځای سرسايه ورکول لازم نه بولي، مګر د امام احمد په نظر د هغه په بدل کې هم بايد سرسايه ورکړل شي، ځکه چې د هغه له پاره له نيک نيته د شتمنۍ مقررول روا دي.
سرسايه څه وخت لازميږي؟
د علماوو په اند سرسايه د روژې په پای کې لازميږي، مګر د دقيق وخت په اړه يې بېلابېل نظرونه لري. الثوری، اسحق، مالک(په يو نظر کې)، او شافعي(په يوه رايه کې) په دې اند دي چې مناسب وخت يې د وروستۍ روژې لمرلويده دی، ځکه چې دا د رمضان د پای وخت دی. مګر الليث، احناف، شافعي(په يوه بله رايه کې)، او مالک(په يوه بل نظر کې) په دې اند دي چې ښه وخت يې د اختر د ورځې د سهار را ختنه ده، ځکه چې دا له اختر پورې تړلی يو عبادتي عمل دی، نو ځکه يې ورکړه بايد له اختر څخه وړاندې نه وي، کټ مټ د قُربانۍ په اختر کې د حلالې په څېر.(۱۲)
نو په دې اساس توپير دلته دی، که يو کوچنی د وروستۍ روژې له لمرلويده وروسته او د اختر له سهار راختلو مخکې پيدا شي، نو ايا سرسايه ورکول يې لازميږي؟ د لومړۍ رايې پر بنسټ، نه لازميږي، ځکه چې زيږون له ټاکلي وخت څخه وروسته پېښ شوی، او د دويمې رايې پر اساس، لازميږي، ځکه چې زېږون په هغه مطلوب وخت کې صورت نيولی.(۱۳)