پانګه وال نظام دبشريت خواخوږى که دښمن؟

په دې وروستيو کې خصوصا د کمونېزم له ړنګېدو وروسته پانګه والي  نظام  په نړى کى ډير په چټکۍ سره وده وکړه زياتره اسلامي هيوادونه  يې هم تر خپل تا ثيرلاندې راوستل چى اوس يې ريښې زمونږپه ګران هيواد(افغانستان)  کې هم په خوريدودي اودځينو افرادو له خوايې تودهرکلى کيږي خوکه چيرته مونږددغه نظام اصل او بنسټ په دقيق ډول مطالعه کړونولاندى نتيجىته رسيدلاى شو:

نوموړى نظام دغريب غربت دهغه خپله نااهلي اوازلي ويش ګڼي او له بله پلوه دژوندون دوسايلودتوليدپه ذريعو اودهغوي په مارکيټونوباندى خيټه اچول اوانحصارخپل ازلي حق ګڼي اوبيا ددغولارو څخه لاسته راوړى دولت يا خو زيرمه کوي او يا هم داسراف او تبذير په طريقه داسې لګوي چى هيڅ اقتصادي قاموس يې روانشي ګڼلى دبيلګې په توګه دغربي پانګه والى نظام دبى ځايه لګښتونويو څونمونى وړاندى کوم .

١_ دلويديز په سرمايدارى نظام کى دهغه ځاې شتمن وګړي په خپله خو چى کوم لباس اغوندي پنځوس جوړى اوله دى څخه زيات قيمتي لباسونه لري اوهره جوړه چى يو ځل واغوندي ددوهم ځل لپاره يى نه اغوندي داخو يىعادت اوفيشن ګرځيدلى مګر سربيره پرخپلو ځانونو خپلو سپيانو،پيشوګانواو بيزوګانوته چى هغوي کوم قيمتي لباسونه جوړوي انسانيت ورڅخه شرميږي داځکه چى دافريقاپه لويه وچه کى داسى ملتونه شته چى نارينه،ښځى او ماشومان يى بربنډګرځي او دمعمولي لباس داغوستلوځواک هم نه لري په داسى حال کى چى دامريکا او لويديزبډاي او شتمن وګړي او هغه حکومتونه په ملياردونو روپۍ په غيرې ضروري

امورو کى دخپلى ساتيرۍ ،ځان ښودنې اومشغلاپه لاروکې په لاندىډول لګوي :
په ١٩٥٣م کال  په امريکا کې د سپيانو دکمپلو او لباس ديو کال لګښت پنځه سوه پنځه ويشت ميليونه(٥٢٥٠٠٠٠٠٠)ډالروته رسيده  په همدى هيواد کې په  ١٩٥٢م کال کې په شرابو باندې يو کلن لګښت يو سل او پنځوس ميليونه امريکايې ډالرښودل شويدى.

په ١٩٥٣م کال کې دانګلستان ملکه اليزابيت دخپلى نهه ديرشمې کليزي  په لمانځلو او جشن کې ديرش ميليونه ډالرصرف په شرابو ورکولو لګولى دي .
په برطانيه کې هرکال په شرابو څښلو څلورمليارده اوه سوه اوڅلويښت ميليونه امريکا يي ډالرمصرف کيږي .

دپانګه والي نظام په هيوادونوکى چى هر کال پر سګرټو څښلو کوم مصارف کيږي په لاندى ډول ښودل شويدي :

په امريکا کې پر سيګرټوڅښلو هرکال څلورزره او درويشت مليارده روپۍ لګول کيږي.
په برطانيه کى يوزراويولس مليارده.
په فرانسه کى شپږديرش مليارده .
په لويديزالمان کى شپږديرش مليارده .
په ايټاليه کى هم شپږديرش مليارده .
په مکسيکو کى اوه ويشت مليارده او اته سوه مليونه .

په جنوبي کوريا کى څوارلس مليارده اوهمداراز په فلپاين کى ديارلس مليارده اودرى سوه مليونه روپۍ پر سګرټوڅښلو مصرف کيږي .

نو که چيرى دپانګه والى طاغوتي نظام پيروان يواځى په سيګرټو څښلو مصرف کونکى روپۍ په هغه منهج ولګوي چى اسلام ټاکلى دى په ټوله بشري نړۍ کى به يو غريب هم پاتى نه شي پداسى حال کى چى همدا اوس په حنوبي افريقا کى هر کال په زرګونو خلک (انسانان )دغربت په اورکى سوځيږي او دلوږى څخه دونوپاڼى اوخوځنده خوري مګر دوى چى په درواغو باندى دبشردوستۍ لاپى وهي په خوارانو هيڅ زړه سوى نه کوى اونه پرې خواشيني کيږي اوبياهم ځانونوته انسانان وايى په حقيقت کى دوى ته انسانان ويل انسانانو ته سپکاوى دى دوى خو ددى پرځاى چى وږي انسانان ماړه کړي او بربنډپټ کړي دانسانانودختمولو لپاره په ملياردونوروپۍ لګوي خپل  چې  جنګي وسايل تقويه کوي خپله بوديجه دبشري نړۍد نظام دفسادپه لاره کې لګوي نه دسمون په لاره کې .

دکپيټاليزم( capitalism ) قاروني مجنونان دهمدردۍ اوبشردوستۍپه نوم دخپلومنافعولپاره غربت ته نوره هم وده ورکوي داځکه چى دوى دبشردوستۍ اوهمدردۍ حقيقي معنى پريښى ده اوهغه داچې د نورو ګټه دځان ګټه اودنورو تاوان دځان تاوان وګڼي

مګر بروژ وايي ليوان دنوروپه زيان کې خپله ګټه ګوري په همدى اساس پانګه والى نظام له خپل تبارزسره سم په بشري غربت کې څوچنده اضافه والى راوستى دى او په خپلى سودخورۍ سره يې دبې وزلو له خولو څخه دهغوي ډوډۍ هم تروړلى ده .له همدى امله اسلام دبشري ټولنې څخه دغربت دخاتمې په باره کې دپانګه والى ظالمانه اوبې رحمانه نظام غندنه کوي دا پوچه مفکوره يي ردوي اوپه مقابل کې داسى دعدل او انصاف نظام وړاندى کوي چې په هغه کي دهرقوم،ملت،نر اوښځي،ماشوم اوبوډا،مالدار او غريب او… حقوق معلوم دي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب