روژهصدقه او خیرات

سرسايې ( صدقه فطر) بیان

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- زَكَاةَ الْفِطْرِ طُهْرَةً لِلصَّائِمِ مِنَ اللَّغْوِ وَالرَّفَثِ وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ مَنْ أَدَّاهَا قَبْلَ الصَّلاَةِ فَهِىَ زَكَاةٌ مَقْبُولَةٌ وَمَنْ أَدَّاهَا بَعْدَ الصَّلاَةِ فَهِىَ صَدَقَةٌ مِنَ الصَّدَقَاتِ. ( أبوداؤد ) اللغو : الفاسدُ من الكلامِ ، و الرفث : قال ابن عباس : قال: إنما الرَّفَثُ ما روجع به النساء . ( تهذيب اللغة للأزهري )

۶۱ – ابن عباس  رضيالله عنه فرمايي چې : سرسايه د روژه نيوونکي لپاره پاکي ده له بدو خبرو او  د شهوت له  خبرو څخه.  ( أبوداؤد )  يعنې که په روژه کې داسې خبرې ورڅخه  شوي وي  او د هغې له امله يې روژه يو څه  خرابه شوې وي نو د سرسايې  له برکته به هغه بد  اثرات بېرته پاک شي .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ :  أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِزَكَاةِ الْفِطْرِ أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ. قَالَ فَكَانَ ابْنُ عُمَرَ يُؤَدِّيهَا قَبْلَ ذَلِكَ بِالْيَوْمِ وَالْيَوْمَيْنِ. ( أبوداؤد ) و عنه قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :  أغنوهم في هذا اليوم  ( سنن الدار قطني )

۶۲ – له ابن عمر رضي الله عنه   څخه روايت  دی  چې:  رسول   الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته د سرسايې ( صدقه فطر )  په هکله امر کړی چې  د اختر لمانځه ته د خلکو له وتلو څخه مخکې يې  (غريبانو ته ) ورکړو . عبد الله بن عمر رضي الله عنه به د اختر له ورځې څخه يوه يا دوه ورځې مخکې  سرسايه ورکوله .  ( أبوداؤد )

۶۳ – او ابن عمر رضي الله عنه  وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل چې : د سرسايې  په وسېلې  سره  پدې ورځ   غريبانان   ( له سوال څخه )  غَنيان کړئ  ( الدارقطني )  يعنې چې تاسو په وخت باندې هغوی ته د سرسايې او خيرات روپۍ ورکړئ نو هغوی  به بيا سوال ته  اړتيا  نه لري  .

     فائده : د سر سايې مطلب دادی چې  د روژه نيوونکي ثواب وشي او له مسکينانو سره ښېګڼه ، د دې لپاره ضروري ده چې سرسايه  دې مسکينانو ته ورسېږي .

زمونږ په سيمو کې يو رواج دی چې خلک سرسايه خپل امام ته ورکوي چې دا ډېره ښه خبره ده ، ځکه چې که امام  مستحق وي نو بيا خو يې يوه بله ګټه داده چې د دې مسلمان مال يو نېک انسان ته ورسېدو چې هغه به يې په نېکو کارونو کې مصرف کړي .

خو  که يو څوک دا سرسايه د امام په تنخوا کې حسابوي ، دا بيا سمه خبره نده ، ځکه چې د امام تنخوا د هغه حق دی ، ځکه چې هر انسان ضرورت لري ، بيا چې يو څوک د دنيا ټول کارونه پرېږدي او يواځې امامت کوي او په همدې کې مصروفه وي نو بيا په مسلمانانو باندې ډېر حق لري چې د هغه اړتياوې  ورته پوره کړي ، نو له همدې امله بايد د امام تنخوا بېله وي .

لدې سره بیا هم که څوک خپل امام ته سرسايه ورکوي نو د سرسايې په نيت دې ورکړي نه چې د تنخوا او حق په نيت .   او که په سيمه کې نور غريبان وي او امام يې غني وي نو بيا دې سرسايه هغو غريبانو ته ورکړي  .

فائده : عام رواج دادی چې مسلمانان سرسايه د غنمو په حساب سره ورکوي ، خو که مالداره خلک خپله سرسايه د قيمتي خورما يا قيمتي کشمشو ( مميزو ) په حساب سره ورکړي نو د مالدارانو به ډېر ثواب وشي او د مسکينانو ډېره ګټه .   د

سرسايې مسئلې :

سرسايه په هغه کس واجب ده چې ( غني وي او )د زکات د  نصاب مالک وي  ، يعنې دومره مال ولري چې زکات پرې واجبېږي .( هدايه )  په غريبانو باندې سرسايه ندی واجب .

د زکات نصاب :

د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه دی ، دوه سوه درهم د اوسني وزن په مطابق  ۶۱۲ شپږ سوه او دولس ګرام او ۳۵  پنځه دېرش ملي ګرام کېږي .

د سرو زرو نصاب  شل مثقال دی ، د اوسني وزن په مطابق ۸۷ اوه اتيا ګرام او ۴۷۹ څلور سوه او نهه اويا ملي ګرام دی ،  څوک چې له خپلو شرعي ضرورتونو نه پرته  دومره سره يا سپين زر يا د دې قيمت او يا د دې د قيمت په اندازه تجارتي مال و ولري ،  نو په هغوی باندې زکات او سرسايه واجب دی  . خو د زکات لپاره دا شرط دی چې پدې مال باندې به يې يو کال تېر شوی وي ، او په سرسايه کې دا شرط نشته  ، بلکه که د اختر ورځ پرې راغله او له کوم مسلمان سره دومره مال وو ، نو په هغه باندې سرسايه واجب ده ، کال پرې تېر شوی وي او که نه  .            د زکات جدول  دا دی  ، قيمت يې په خپله معلوم کړئ .

نومد تولې په وزند ګرام   په وزن قيمت
سره زراوه نيمې تولې۸۷ ګرام ، او ۴۷۹ ملي ګرام
سپين زر دوه پنځوس نيمې تولې۶۱۲ ګرام او ۳۵ ملي ګرام

 د سرسايې مقدار :

په سرسايه کې نيمه  صاع غنم يا اوړه ، يا نيمه صاع مَميز  (کشمش)  امام صاحب په يو روايت کې او  امام ابو يوسف او محمد رحمة الله عليهما فرمايي چې : مميز به هم يوه صاع ورکوي  ، فتوا په همدې قول دی  ،  يا يوه صاع خورما يا اوربشې . ( درمختار )

( نصف صاع  من بر أو دقيقه أو سويقه أو زبيب ) و جعلاه كالتمر و هو رواية عن الإمام و صححه البهنسي و غيره ،وفي الحقائق و الشرنبلالية عن البرهان: وبه يفتى ( أو صاع تمر أو شعير ) ولو رديئا.    ( الدر المختار )

   د سرسايې اوسنی مقدار :

يوه صاع دوه چارکه کېږي ، نيمه صاع يو چارک .  او د کيلو په حساب باندې بيا يوه صاع درې نيمې کيلو کېږي ، نيمه صاع پاو کم دوه کيلو يعنې يوه کيلو او ۷۵۰ اوه نيم سوه   ګرام کېږي . ځکه چې يوه کيلو زر ګرامه ده  ، نو نيمه کيلو پنځه سوه او د نيمې نيمه يې ۲۵۰  ګرامه کېږي  .

که څوک د چارک په حساب باندې سرسايه ورکوي نو د غنمو يو چارک يا د هغې قيمت يا د خورما وو دوه چارکه يا د هغې قيمت دې ورکړي  .  او د کيلو په حساب سره بيا د غنمو يوه کيلو او ۷۵۰ اوه نيم سوه  ګرام او د خورما ، کشمش ، او اوربشو  درې نيمې کيلو  .

لیکوال: مفتي محمد شریف راشد  

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: