زینب د جحش لور (رض)

(هغه لویه ښځه چې له یوه غلام سره یې واده ته زړه ښه کړ اما دې ته تیاره نه وه چې د الله (جل جلاله) له اوامرو نه سرغړونه وکړي)
زینب (رضی الله عنها) د جحش اسدیه لور، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د عمه لور او د مکې د ډیرو ښکلو ښځو نه وه. هغه د نسب او د پښت له مخې هم د لوړ مقام څخه برخمنه وه. د جاهلیت په دوران کې نسب او پښت ډیر ارزښت درلود، په داسې ډول چې عربو به په هغه باندې ویاړ کاوه او همدا یې د خلکو د عزت او سرلوړۍ لپاره معیار بللو؛ د داسې خلکو د پاره دا ډيره د شرم خبره وه چې لور او یا زوی یې له داسې چا سره واده وکړي چې په نسب کې له دوی نه ټیټ وي او په دې ډول کارونو کې یې ډیر واړه طبقاتي واټنونه هم له نظره نه غورځول.

دا ډول خلک له دې ډول افکارو سره کله هم دې ته آماده نه وو چې د یوې آزادې او د لوړ نسب والا ښځې واده دې له یوه غلام سره ومني، دا کار د دوی په اند لوی جرم او سخت جنایت وو.
د اسلام مقدس دین له خپل تل پاتې پیام سره په دې خلکو باندې راپورته شو او داسې غږ یې وکړ چې:
ان اکرمکم عند الله اتقاکم (حجرات 13)
ژباړه: بیشکه چې د الله (جل جلاله) په نزد ښه ترین د تاسو با تقوا ترین د تاسو دی.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په پوره عزم سره د غلطو افکارو په ضد مبارزې ته دوام ورکړ او په زغرده یې اعلان وکړ چې: د عرب او عجم تر منځ هیڅ فرق نشته او هیڅ سپین پوستی په هيڅ تورپوستي باندې برتري نلري اما په تقوا سره.
زید بن حارثه (رضی الله عنه) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) غلام او هغه ته له هر بل چا نه ګران وو؛ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه سره د هغه بې کچې مینې له کبله چې له هغه سره یې لرله هغه یې آزاد او د هغه وخت له رسم او رواج سره مطابق یې په زوی ولۍ باندې ونیو، تر دې چې خلکو به هغه ته د زید بن حارثه په ځای زید بن محمد ویل.
د اسلام د مبارک دین تر ظهوره پورې هم د زید بن محمد په نوم یادیدلو، تر دې چې اسلام دې رواج ته د پای ټکی کیښود او داسې اعلان یې وکړ چې:
ادْعُوهُمْ لآبَائِهِمْ (الاحزاب – ۵)
ژباړه: دوی یې د خپلو حقیقي پلرونو په نوم ونوموئ.
…وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ (الاحزاب – ۴)
ژباړه: برکټیان (زامن بلل شوي) د تاسو زامن نه شي حسابیدلای.
په همدې خاطر یې وروسته له هغه نه د خپل اصلي پلار (زید بن حارثه) په نامه یادولو.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پریکړه وکړه چې خپله د عمه لور زینب بن جحش الاسدیه (رضی الله عنها) د زید بن حارثه (رضی الله عنه) په نکاح کې راولي.

دا خبره چې د خلکو غوږونو ته ورسیدله نو یې په خپلو منځونو کې خبرې شروع کړې؛ دوی په حیرانتیا سره پوښتل چې: څه ډول ممکنه ده چې یوه ښځه دې له دومره شرافت سره له داسې چا سره واده وکړي چې له یوه غلام څخه پورته څه نه دی؟! د ټولنې رواجونه د دې ډول موضوع منلو ته چمتو نه وو.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا پریکړه زینب او د هغه خپلوانو ته ډیره درنه ښکاره شوه؛ تر دې چې حمنه د زینب (رضی الله عنها) خور له دې کار نه ډیره ناراحته وه او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته یې اعتراض وکړ چې: اې د الله رسوله! آیا خپله د عمه لور دې یوه غلام ته په نکاح باندې ورکوې؟! زینب (رضی الله عنها) خپله هم د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره مجادله وکړه او هغه (صلی الله علیه وسلم) ته یې په خطاب کې وویل: اې د الله رسوله زه یوه آزاده او قریشي ښځه یم (په هغه وخت کې قریشي توب خپله یو امتیاز وو)، کله به هم دې ته تیاره نه شم چې له یوه غلام سره واده وکړم؛ اما رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زینب ته په خطاب کې وویل: اما هغه ما درته غوره کړی (او هغه به تاته زما په نظر ډیر ښه میړه وي)، دې مناقشي همداسې دوام درلود او زینب (رضی الله عنها) دې ته نه وه آماده چې له هغه سره واده وکړي تر دې چې د قرآن کریم دا آیت نازل شو:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالا مُبِينًا   (احزاب / 36)
ژباړه: هیڅوک په هغه څه کې چې الله او رسول یې حکم کړی وي خپل اختیار نه لري (او خپله اراده یې د الله او د هغه د رسول تابع وي) او څوک چې د الله او دهغه د رسول له امر نه سرغړونه وکړي، له ښکاره ګمراهۍ سره به مخ شي.
زینب (رضی الله عنها) چې کله د الله (جل جلاله) دا پیغام واورید نو بې له ځنډه د الله امر ته تسلیم شوه او ویې ویل: زه د الله او د هغه درسول د امر څخه سر غړولو ته نه یمه حاضر… زه دې واده ته آماده یم…

د نړۍ کومه ښځه له زینب (رضی الله عنها) سره د مقایسې وړ ده؟ هغه ښځه چې په الله (جل جلاله) باندې په ایمان کې د غره په شان استواره وه او د الله او د هغه د رسول اوامر یې حتی که په تاوان هم وي په غبرګو سترګو یې مني…!
یوه آزاده ښځه اګر که په ډیر ټیټ اجتماعي موقف کې هم وي دې ته نه حاضریږي چې له یوه غلام سره واده وکړي؛ اما زینب (رضی الله عنها) هغه ستره ښځه وه چې په شرافت او عزت کې له ډیرو نه لوړه وه، هغه هم په یوه داسې ټولنه کې چې غلام یې په نزد له حیواناتو نه هم ټیټ او بې ارزښته وي.
اسلام د خلکو تر منځه وروري او برابري دود کړه؛ زینب (رضی الله عنها) هم له ټینګ ایمان سره د جاهلیت په ټولو دودونو او رواجونو باندې پښه کیښوده او د اسلام د مبارک دین پاکو ارزښتونو ته یې غاړه کیښوده.
لنډه دا چې زینب (رضی الله عنها) له زید بن حارثه (رضی الله عنه) سره واده وکړ او په خپل دې کار سره یې د جاهلیت ټولو دودونو ته د پای ټکی کیښود.
دې پاکې ښځې له ټولو نفساني غوښتنو او غرور سره په مبارزه سره د الله او د هغه د رسول اوامرو ته تسلیم شوه او داسې دین یې غوره کړ چې په ورورۍ، برابرۍ او عدالت باندې امر کوي.
لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب