زیاته اندازه اوبه وڅښئ او له بې شمیرو ناروغیو ځان وژغورئ

سهار له خوبه تر پاڅیدو وروسته په نهره اوبه څښل ډیر زیات روغتیايي ګټې لري او کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري.

روغتیايي کارپوهانو په وینا په نهره اوبه څښل په معده کې د هضمولو وړتیا زیاتوي چې په مرسته يي د انسان معده کولی شي خواړه چټک او په ښه توګه هضم کړي.

زیاته اندازه اوبه استعمال سره د انسان پوټکی تازه کیدو سربیره د انسان په بدن کې د وینې جوړولو وړتیا هم زیاتیږي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا د اوبو زیات استعمال به بدن کې د اضافي وزن کمولو تر ټولو غوره درمل دی کوم چې د بدن په نورو غړو او برخو ناوړه او یا منفي اغیز هم نه لري.

د روغتیايي څیړنو پر بنسټ د اوبو زیات استعمال سره د ډیرو ناروغیو لکه سر او بدن درد، د زړه مختلف ناروغۍ، له اضافي وزن څخه پیدا کیدونکي ناروغۍ، ساه بندي، د ګردې ناروغۍ، میرګې، د مغزو د پردو پړسوب ناروغۍ، نرۍ رنځ، د معدې ناروغۍ، شکر، قبض، د سترګو ناروغۍ او ځینې نور ښځینه ناروغيو لپاره یوازینی او مکمل درمل ګڼل کیږي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا د پورتنیو ناروغیو څخه مخنیوی لپاره باید سهار په نهره ۴ ګیلاسه اوبه وڅښل شي او که څوک په یو ځل ۴ ګیلاسه اوبه نشي څښلی نو لږ تر لږه یو ګیلاس اوبه باید وڅښل شي او دغه اندازه د وخت له تیریدو سره زیاته شي او کوښښ وشي چې دغه اندازه ۴ ګیلاسو پورې ورسیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب