
زما مور او پلار له تا قربان شه؛ (فداک ابي و امي)
فداک ابي و امي، دا جمله عرب کاروي او دا یوه اصطلاح ده، په عامه توګه له اصطلاحاتو معلومه معنا مراد وي دلته هم د موراو پلار د قربانولو مطلب یعني ماته له هر چا ته راګران یې. او دا د میني یوه خوږه جمله ده، نو په اصطلاحاتو کې جنجال نه ده په کار.
د بخاري او مسلم په روایتونو کې راغلي چې پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ځیني صحابه کرامو ته دا خبره کړې ده لکه سعد او زبیر بن العوام رضي الله عنهما ته.