اوبه، چای او څښاکروغتیايي ګټېنباتات

زعفران؛ د هر مرض دوا

 زعفران د اقتصادي ارزښت له مخې په نړۍ کې د لوړ قیمت لرونکو کرنیزو محصولاتو له ډلی شمېرل کېږی چې؛ د نورو محصولاتو په شان په کیلو ګرام او ټنونو نه پلورل کېږی، بلکې په ګرام او مثقال یې پېر او پلور کېږي. زعفران په غالب ګومان د مدیترانې شرقي سیمې نباتاتو له ډلې شمېرل کېږي چې له دې ځایه یې کرکیله افغانستان کې هم رواج پیدا کړی، خو د ترویج او پراخیتا لپاره یې لومړنۍ هڅې ۳۰ کاله وړاندې پیل شوې، خو بدبختانه د کورنیو جګړو پرمهال نیمګړې پاتې شوه.

اوسهمال د یو کیلو زعفرانو بیه په نړيوالو بازارونو کې څلورو او دولسو زرو ډالرو ترمنځ ده. په لرغوني او اوسني وخت کې دزعفرانو اکثريت مقدار د غذاګانو او مشروباتو د خوند، رنګ او بوی په ښه کولو کې اوهمدارنګه د ماشومانو لپاره په خوراکي توکو جوړولو کې ترې استفاده کېږي.
د زعفرانو په اړه تحقیقات ښیي، چې د مختلفو ویټامینونو او د بدن ضرورت وړ مختلف عناصر، منرالونه او شحمي موادو لري او په درملنه کې یې اغېز مثبت دی.

د زعفرانو په استعمال سره عصبي، هضمي او تنفسي سیستمونه د ځینو ناروغیو لکه د اعصابو ضعف، خستګي، درد،بې خوبي، کم خوراکي او تنفسي بې نظمي ورسره حلېږي. همدارنګه د پښتورګو او مثانې تېږې، د سرخکا نو، تبې، زيړي، د زړه د لويوالي، د توري لويوالي، شکر او پوستکى ژیړ زخم، د سترګو خارښت، د کلمو درد او همداډول خوني اسهال، عضلاتي دردونه او سرطان ناروغیو لپاره په درملو کې ترې استفاده کېږي. د لیدو او اورېدو قوت هم ډېروي او هغوی چې د زړه له رنځه ځورېږي د زعفرانو د استعمال توصیه ورته کېږي.

د زعفرانو د حاصل ټولو وخت کې باید هڅه وشی څو (stigma) برخه میده نه شي، که چېرې میده شي نو خپل لوړ ارزښت له لاسه ورکوي. د یو کیلو وچ زعفران دلاسته راوړلو لپاره /۱۵۰۰۰۰تازه ګلانو ته ضرورت دی او ددې شمېر پوره کولو تکلیف یوازې بزګر ته معلوم دی.

امرالله کامه وال
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: