ښوونکی، زده کوونکی او زده کړیال

زده کوونکو او طالب العلمانو ته مهمه توصيه

حامد افغان

په پوره توګه د یوه شي ترلاسه کولو له پاره په انسان کې له هغه شي سره مینه لازمي ده، او دا شی به د همدې میني په کچه ترلاسه کیږي، که مینه کمه وه کم او که زیاته وه زیات به ترلاسه کیږي، او طبعاً په مینه کې  زیاتوالی او کموالی د هغه شي د اهمیت په اندازه وي، موږ ټولو ته ثابته ده چې علم او پوهه ډېر مهم دي او له ډېر مهم شي سره عادي مینه نه لیونۍ مینه په کار ده نو علم له لیونۍ میني پرته نه شي ترلاسه کیدلی.

له لوړي سریزي وروسته د موجوده وخت طالب العلمان او زده کوونکي دې خبرې ته متوجه کول غواړم چې که د علم له پاره مو په دماغ کې له علم سره د لیونۍ میني لمبې ژبغړانده نه وې خدایګو که چنداني شی ترلاسه کړئ، که موږ وخت لرو، د صحت او ځواني نعمتونه هم الله رالورولي وي ولې په عادي زده کړو او رواجي علومو کفایت او بسنه وکړو؟!، د علم د سمندر هابله غاړه تر ننه چا نه ده لیدلې، د علومو ډولونه او انواع پریمانه او ګڼ دي، نو ولې په ګوتشمیر علومو قناعت وکړو؟ .

په ځانګړې توګه د دیني علومو طالب العلمانو ته په ټینګار او اصرار سره وایم چې د دیني علومو تر څنګ نور صنعتي، حرفوي او معاصر علوم هم باید زده کړي، د نورو علومو د زده کړو له پاره دوه لاري د دوی پرمخ خلاصي دي، یوه دا چې له مدرسو نه له فراغت وروسته عصري تعلیمي ادارو کې رسماً داخله واخلي او یا د انتساب له لاري له کومي تعلیمي ادارې سره منسلک شي.

له انسان سره چې د علم د زده کړي لیونۍ مینه وي او د مدرسي له فراغت وروسته د علم په اهمیت او خوند هم پوهیدلی وي، د وخت اهمیت او ارزښت هم ورته معلوم وي په ډېره کمه موده کې خورا زیات علوم ترلاسه کولی شي، د عامو زده کوونکو او د دیني طالب العلمانو له پاره د اسلام د رجالو له تاریخ نه د څو سترو انسانانو د علم د میني څو ویښوونکې خبري  را اخلم، هغوی چې په رواجي علومو او عامو معلوماتو یې بسنه نه کوله او داسي علوم یې ترلاسه کړي وو چې د وخت علماء یې آن له نومونو هم ناخبره وو، د دې کسانو له علم سره د لیونۍ میني دا دلچسپي کیسي شاید زموږ د زمانې ویده شاګردان را ویښ او د علم مینه یې توفاني کړي او په همدې  هیله دا لاندي معلومات په دقت سره له لوستلو وروسته په پوره توګه تر غور او فکر لاندي ونيسئ.

لمن لیکونه:

(1) ابن الخشاب النحوي الحنبلي [مړ 567هـ] رحمه الله وایي: ما اته داسي علوم زده کړي وو چې په اړه یې هیچا هم پوښتنه نه ده رانه کړې، او نه داسي خلک وینم چې د دې علومو اهلیت دي ولري. الذیل علی طبقات الحنابله: 317/1 .

(2) ابو البقاء السبکي [مړ: 777هـ]رحمه الله به ویل: زه په داسي 20علومو پوهیږم چې د دې علومو په اړه په قاهره کې هیچا هم له مانه پوښتنه نه ده کړې. ذرة الحجال 132/2.

(3) محمد بن احمد بن عثمان بن علیم المالکي [842هـ] رحمه الله وایي: ما 20 داسي علوم زده کړي دي چې تر ننه د هغو علومو د یوې مسئلې په اړه هم چا پوښتنه نه ده رانه کړې. البدر الطالع 113/2.

(4) محمد بن ابي بکر بن جماعه [819هـ] رحمه الله وایي: 15 داسي علوم مې زده کړي چې زما د وخت د علماو د هغو علومو نومونه هم نه دي زده. البدر الطالع 128/2.

(5) احمد بو نافع الفاسي [1260هـ] رحمه الله ویلي دي: ما 24 داسي علوم ترلاسه کړي دي چې په اړه یې ترننه هیچا هم پوښتنه نه ده رانه کړې. [فهرس الفهارس 124/1.

(devil) د ابو الطیب عبد المنعم الکندي [435هـ] رحمه الله په ژوند لیک کې راغلي دي یو کس وایي:  زه یو وخت ده ته ورغلم دی د 12علومو په مطالعه بوخت و، په علم الحساب، الهندسه او نورو پخوانیو علومو هم پوهيدی. [ترتیب المدارک: 67/8].معالم الایمان: 183/3].

(7) مشهور مؤرخ الجبرتي رحمه الله د خپل پلار علامه حسن الجبرتي الکبیر [1188هـ] رحمه الله په اړه لیکي: کله یې چې ټول شرعي علوم زده کړل له هغه وروسته یې لس کال: (1144-1154) د نورو ګڼ شمیر تجربوي علومو په زده کړه کې تیر کړل، لکه: هندسه، کیمیا، ټول تمدني صنعتونه، آن ترکاڼي، پښتوب رنګسازي، بنایي او .. او په کور کې یې د دې ټولو صنعتونو سامان الات پراته وو.[تاریخ الجبرتي: 397/1].دا حوالې د [المشوق الی القرائة] نومي کتاب په حواله دي.

درنو زده کوونکو او طالب العلمانو ته یو ځل بیا تکراروم چې د علم لیونۍ مینه خپله کړئ، د علم په شمعه د پتنګانو په څیر مین او عاشقان شئ، په راوجي او عامو وختي علومو هیڅکله قناعت او کفایت مه کوئ، همتونه لوړ کړئ نور او نور علوم ترلاسه کړئ، د دین او دنیا بریاوي په علومو کې نغښتې دي، رواجي او عادي علوم مو هغو معلومو او معروفو مقاماتو ته رسوي، او نور او نوي علوم داسي لاري درته پرانزي چې هغه د بریا هغو څوکو ته رسیدلې دي چې تر ننه څوک نه دي ورختلي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: