ژوند راز

ريښتينې نيكمرغي

• ريښتينې نيكمرغي هغه شيبه ده چې د خپل پالونكي په حضور كې ولاړ او  د هغه كتاب لولې، د هغه په آياتونو كې فكر وكړې… د هغه (ج) له ويرې نه په ژړا شې… د پيښېمانى له كبله دې اوښكې له سترګو راتويې شي او په دغه عمل كې د موخه يوازې د الله(ج) خوښي وي.

• ريښتيني نيكمرغي هغه شيبه ده چې د الله(ج) دغه وينا په پوره فكر سره ولولې كله چې فرمائي

( تتجا فى جنوبهم عن المضاجع يدعون ربهم خوفا و طمعا و مما رزقناهم ينفقون) ژباړه: ډډې يي له بسترو نه لرې كيږي( د خواږه خوب نه پاڅيږي او الله (ج) ته په عبادت كړلو سره دريږي) او الله(ج) په ډار او هيلې سره يادوي او څه مو چې وركړي هغه د الله په لاره كې لګوي.

•    داسې شيبې نيكمرغه وګڼئ  چې تاسې پكې د الله(ج) په مخلوق كې فكر كوى او دغه آيت شريف تكرار وى

(الذين يذكرون الله قيما و قعوداً و على جنوبهم و يتفكرون فى خلق السموات والارض ربنا ما خلقت هذا باطلاً سبحانك فقنا عذاب النار) (۱۹۱-آل عمران)

ژباړه: هغه خلك چې يادوي الله تعالى په ولاړې او په ناستې او د ډډې وهلو په حالت كې او د آسمانونو او ځمكې په پيدايښت كښې فكر كوي، (دوى وايي) اى زموږ ربه! نه دي پيدا كړي تا دا بې فايدې،  پاكي ده تا لره نو موږ د اور دعذاب نه وساته.

•    ريښتينې خوشحالي او نيكمرغي هغه وخت ده چې خپل سر د الله(ج) په وړاندې ښكته كړې او هغه ته په ركوع او سجده باندې ولويږې… او د سبحان ربي العظيم او سبحان ربي الاعلى په منځ كې د ده(ج) د نعمتونو په يادولو سره د يوه حالت نه بل حالت ته بدلون ومومې…

•     عجبه ده څه نيكمرغې او ايماني شيبې دي… په هغه وخت كې چې ته خپلې غوښتنې له الله پاك نه كوې، او ده ته ورنژدې كيږې، او په وړاندې يي خپل ځان ذليل ګڼې او په دعا سره د ده په مقابل كې تضرع او زاري كوې. او پخپله سجده كې د حضرت محمد(ص) دغه قول ياد ته راوړې

( يا مقلب القلوب والا بصار ثبت قلبي على دينك)

اى د زړونو!  ګرځوونكيه ته مې زړه او زما د زړه سترګې پخپل دين باندې ثابتې وګرځوه،

او د الله(ج) نه خپلې غوښتنې بيا بيا تكرار كړې، او د الله(ج) نه وغواړې چې تا په دغه لوى نعمت باندې ثابت قدمه وګرځوي چې هغه نعمت عبارت دى له هدايت، صحت او د ده په حضور كې د دريدلو نعمت. او كله چې د دغې عبادت د اداكولو نه فارغ شې، نو د شپې په تپه تياره او چوپتيا كې ته كولاى شې چې ريښتينې نيكمرغي پيداكړې او د ايمان خوند وڅكې او وروسته د هغه چا عظمت او لويوالى درك كولاى شې د چا په مخ كې چې ته ولاړ يي.

قسم په خداى دا هماغه  كار او  دنده ده چې موږ ورته پيدا شوي يو. او د هغې په هكله به زموږ نه په راتلونكې كې پوښتنه كيږي، او د محاسبې لاندې به نيول كيږو.

الله(ج) فرمايي:

(و ما خلقت الجن و الانس الا ليعبدونما اريد منهم من رزق وما اريد ان يطمعونان الله هوالرزاق ذوالقوة المتين)

نه مې دي پيدا كړي پيريان او انسانان مګر د عبادت لپاره. زه د هغوى څخه د هيڅ ډول رزق او روزى غوښتونكى نه يم او نه ترې غواړم چې ماته خواړه راكړي، تنها الله روزي وركوونكى او د پياوړي قدرت څښتن دى او بس.

د حضرت محمد(ص) دغه قول ته غوږ شه:

انس(رض) وايې: له رسول الله(ص) نه مې واوريدل چې ويل يې:

( قال الله تعالى: يا بن آدم انك ما دعوتني و رجوتني غفرت لك على ما كان منك و لا ابالي، يا بن لادم لو بلغت ذنوبك عنان السماء، ثم استغفرتني، غفرت لك، يا بن آدم انك لو اتيتني بقراب الارض خطايا، ثم لقيتني لا تشرك لاتيتك بقرابها مغفرة)رواه الترمذي وقال حديث حسن.

الله(ج) ويلي دي:

اى بني آدمه! كله چې ما د هغه ګناهونو پخاطر چې تا سرته رسولې دي ياد كړې، او بښنې ته مې هيله مند واوسې ګناهونه دې بښم او هغوى ته اهميت نه وركوم.

اى بني آدمه! كه د ګناهونو حجم دې د آسمان د وريځو اندازې ته هم ورسيږي، كله چې ورباندې پښېمانه شې او زما څخه د هغوى بښنه و غواړې تا بښم.

اى بني آدمه! كه د زمكې په اندازه هم ګناهونه وكړې، مګر وروسته له هغې زما سره په داسې حال كې مخامخ شې چې هيڅ شريك دې راسره نه وي نيولاى، زه به هم د دومره مغفرت سره ستا په لور درشم چې اندازه يي د زمكې د حجم په پيمانه وي.

***

كوم يو له موږ څخه داسې بنده دى؟

اى ربه ما او زما وړونه له هغو نه حساب كړه كومو ته چې هر كله نصيحت وكړى شي نو قبلوي يي كړي، او هر كله چې خبره وكړي ورباندې عمل كوي.

اى ربه! ما او زما وړونه د مسلمانانو د خير وسيله وګرځوې.

اى ربه ته يي پخپل دربار كې قبول كړه.

وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه اجمعين

ژباړه: وحيد الله بهرام

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: