بې باورۍ ته لار مه ورکوئ، پر ځان باور ولرئ!

پر ځان باور لرل یعنې د ژوند په هر اړخ او حالت کې ځان پېژندل دي. څنګه کولای شو چې د ژوند په هر اړخ او حالت کې خپلې موخې ته ورسېږو؟ پر ځان باور لرل د انسان د پرمختګ پر لور لومړی ګام دی. د انسان د ځواک ښکارندویي کوي او دا هغه ځواک دی چې د هر انسان په بدن کې شته.

پر ځان یا نفس باور لرل د دې سبب کېږي چې خپل ځان، خپل خالق او نورانسانان په ښه توګه وپېژنواو یوله بل سره اړیکې وساتو.

څوک چې پرځان باور نه لري، د هغه لپاره پرمختګ کول ډېره لرې خبره ده. ځکه چې هر کار پر وېره او ناباورۍ پیلوي، سمه پرېکړه نه شي کولای او تل منفي فکرکوي. دغسې اشخاص له ټولنې څخه هم په وېره کې وي او ډېر ژر د نورو خلکو تر اغېز لاندې راځي. دوی په ژوند کې ټاکلی هدف نه لري او خپله ګناه او نیمګړتیاوې هم نه مني، پر دوی ترډېره حده د ژوند په هره چاره کې وېره غالبه وي، له نوښتونو څخه ډډه کوي او ځان ته درناوی هم نه لري.

څوک چې داسې ژوند کوي نو له دې ژوند څخه به څرنګه خوند واخلي؟ دا داسې انسان دی چې هم غواړي خپل کار وکړي او هم وېره لري. داسې کسان زیاتره غواړي د نورو کسانو د پام وړ وګرځي او دا چې څوک هغه ستایي که نه، ورته توپیر نه لري.

ددې برعکس هغه کسان چې پرځان باورلري او ځان ځواکمن احساسوي، ددوی دغه ځواک له دوی سره دا ژمنه کوي چې خپلې موخې ته د رسېدلو لپاره هر کار ته چمتودي. دغه کسان تل په خپلواکه توګه عمل کوي. له خپل وخت، دندې، تحصیل اوپیسو څخه پر خپله خوښه ګټه اخلي او پریکړې کوي. مسؤولیت منونکي وي، پر خپلو پرمختګونو باندې ویاړي. په خپل ژوند کې نوښتونه رامنځ ته کوي، ناکامي ښه زغملای شي او د بریا لپاره هڅې کوي. خپله ګناه او نیمګړتیاوې هم مني او د نورو لپاره ګټور کېدلای هم شي.

پرځان باورلرل اکتسابي دي، که څوک غواړي یو بریالی او پرمختللی کس واوسي، نو کولای شي خپل وجود کې دغه باور را ژوندی کړي. لومړی باید ځان ښه وپېژني، هغه مقام چې الله جل جلاله انسان ته ورکړی هغه ته په درنه سترګه وګوري. په دې وپوهېږي چې الله جل جلاله له خپلو بنده ګانو سره څومره مينه لري. له الله جل جلاله پرته، بل له هېچا نه وېره ونه لري او پر الله جل جلاله توکل وکړي.

انسان ډېر ارزښت لري ځکه چې الله جل جلاله پر زمکه ترټولو غوره مخلوق ګرځولی دی. پرځان باورلرل ددې سبب ګرځي چې د ژوند په هره چاره کې بریا تر لاسه کړو. دغسې وګړي کولای شې چې له خپل ژوند څخه خوند واخلې او د یو ټاکلی هدف د لاس ته راوړلو لپاره هلې ځلې وکړې. په ټولنه کې د خوشاله انسانانو په څېر ژوند وکړې او هغه نعمتونه چې الله جل جلاله د انسان لپاره چمتو کړي ګټه ترې واخلې.

روبینه ځلانده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب