روژه کې مسلمانه کورنۍ ته څه کول پکار دي؟

د داسۍ یوې مبارکې میاشتې د راتګ پر مهال څه ډول تیاری باید ولرو؟ او د یوی مسلمانی کورنۍ په صفت څرنګه د روژۍ ګرم استقبال او دروند هرکلی وکړو؟

او د جلیل القدره صحابه کرامو په څیر کوم آداب باید په پام کې ونیسو ؟ او په دې میاشت کې د مسجد د امامانو مسؤلیت څه دی او په کورنۍ کې د مور او پلار مسؤلیتونه څه دي؟

و اقعیت دادی چې د روژې مبارکه میاشت د خیر او د برکاتو میاشت ده .هغه میاشت چې خوږ رسول کریم (علیه الصلاة والسلام) به د دې د راتګ خپل قدرمن صحابه او خواږه ملګري ترینه خبرول ، تر څو ورته ځانونه تیار او بشپړه امادګي ونیسي.

قدرمنو لوستونکو ورونو او خویندو : لکه څرنګه چی د خپل یو قدرمن او ګران میلمه لپاره مونږ ه او تاسی آماده ګی نیسو ، د راتګ شیبی یی شمارو اوپه راتلو یی ډیر زیات خوشحاله کیږو .نو یو مؤمن مسلمان ته هم ښایی چی ددی مبارکی میاشتی په راتګ همدومره خوشحالی ښکاره کړی .

جناب رسول کریم (صلی الله علیه وسلم ) په یوه مبارک حدیث شریف کی فرمایی:ــ کان رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) یقول : قد اتاکم شهررمضان ،شهر مبارک،کتب الله علیکم صیامه ، فیه تفتح ابواب الجنان ، وتغلق ابواب الجحیم ، و تغل فیه الشیاطین ،فیه لیلة خیر من الف شهر ،من حرم خیرها فقد حرم ( رواه احمد ).[irp][irp][irp]

ترجمه : رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) به خپلو دوستانو او صحابه کرامو ته داسی فرمایل: چی پر تاسی باندی د روژی مبارکه میاشت راغله، هغه چی د برکت میاشت ده ،او ددی میاشتی ټولی روژی پر تاسی باندی فرض دی . پر دی کی د جنت دروازی خلاصیږی او د جهنم دروازی پکی بندیږی (یا په حقیقی ډول یا پر مجازی ډول ) ، او شطان پکی تړل کیږی ( د ځینو روایتونو پر اساس غټ شیطانان هم پکی تړل کیږی .) په دی میاشت کی یوه داسی شپه ده چی د ۱۰۰۰(زرو ) میاشتو نه بهتره ده ،نو هر هغه څوک چی ددی د اجر او ثواب نه بی برخی او محروم شی نو په واقعی توګه تری بی برخی شو .

ابوبکر البلخی دروژی د مبارکی میاشتی مثال داسی بیانوی:ــــ د رجب میاشت د کرنی میاشت ، او د شعبان مبارکه میاشت د خپل پټی او د زرراعت د خړوبولو میاشت ده ، اما د روژی مبارکه میاشت د خپل کر د ریبلو میاشت ده. یعنی ددی مبارکی میاشتی نه باید درسته استفاده وکړو.

نو دداسی میاشتی د راتګ نه مخکی فکر کول په کاردی ، او ددی لپاره منضمه برنامه ریزی او پلان په کار واچول شی ، او په ډیرشوق، لیوالتیا او ورین تندی سره یی استقبال وکړو، تر څو ددی له برکاتو ، ایمانی فیوضاتو او او د ربانی مکرماتو څخه بی برخی نشو .

ډیرو درنو او خوږو ورونو او خویندو:ـــ اوس هم ستاسی پام راګرځوم خپلی اصلی موضوع ته ، او هغه داچی:ـــ یوه مسلمانه کورنۍ باید څرنګه د روژی ګرم استقبال وکړې ؟

د یوی مسلمانی کورنی په حیث د روژی د مبارکی میاشتی دګرم استقبال او تود هرکلی لپاره لاندی آداب باید په پام کی ونیسو .
تر لومړی داچی د روژی د مبارکی په راتګ باندی خوښی ښکاره کول :
د یوی روژی نه تر بلی روژی پوری ژوندی پاتی کیدل ،دا په مسلمان باندی د الهی سترو نعمتونو څخه ګڼل کیږی، او دا ځکه چی روژه د خیر او د برکتونو موسم ګڼل کیږی ،هغه چی د جنت دروازی په کی خلاصیږی او د جهنم دروازی پکی بندیږی ،او دا ځکه چی دا د قرآن میاشت ده ، او بالآخره هغه میاشت ده چی صحابه کراموپکی په غزواتو کی ستری بریاوی او بریالیتوبونه تر لاسه کړیدی نو مسلمان باید قلبا پکی د خوښۍ او خوشحالۍ احساس وکړی .[irp][irp][irp]

۱: روژه کې د خپل ځان سره محاسبه کول :

د خپل ځان سره د محاسبی نه مو هدف دادی چی هر مسلمان ورور او هره مسلمانه خور باید مخکی د روژی نه خپل ځان محاسبه کړی ، اوپه خپلو ټولو هغو ګناهونو چی کړی یی دی د ندامت اوښکی توی کړی . او خپل ځان پر دی باندی ملامته کړی چی ولی یی په الهی عباداتو کی د کسالت او تمبلۍ څخه کار اخستلی دی . او په دی اړه لوی څښتن تعالی داسی فرمایی:ـــ (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 18 وَلاَ تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (19)) سورة الحشر .
نو هر مؤمن مسلمان ته ښایی چی تل له خپل ځان سره محاسبه وکړی ،او خپل ځان پړ وګڼی ،او د محاسبی لپاره ځانګړی وقت په نښه کړی .امام حسن البصری په دی اړه داسی فرمایی : چی مؤمن تل د خپل ځان سره محاسبه کوی ، چی اوس زه څه کوم ؟ اوس زه څه خورم ؟ او څه څکم ؟ خو فاجر انسان د خپلو اعمالو په وړاندی ځان مکلف نه ګڼی ، او په بل ځای کی داسی فرمایی : ـــ نفس د هغه خاین دوست په څیر دی چی ورسره په مال کی شریک یی ، که ټینګه محاسبه دی ورسره ونکړه ،ټول مال به دی لوټ کړی .

نو په کور کی پلار ته ښایی چی محاسبه له ځانه شروع کړی ، تر څو د نورو لپاره یوه ښه نمونه او ښه قدوه وی ، او بیا دی د کور ټول غړی د روژی نه د عظیمی ګټی اخستلو ته را وبلی او په کور کی دی ځانګړی تربیتی حلقات پیل کړی .

(۲) روژه کې استغفار او توبه :

د آدم (علیه السلام) له اولادی څخه ګناه سر وهی ، او په خطاکارانو کی غوره هغه دی چی توبی ته زر غاړه کیږدی، تر څو ددغسی مؤمن مسلمان په (account) کی ټولی نیکی وی او دلوی الله (جل جلاله) په وړاندی له ګناهونو څخه پاک وی.که څه هم چی د ګناه څخه په هر وخت کی توبه ویستل فرض دی او په ځانګړی توګه په دی مبارکه میاشت کی مونږ او تاسی باید د خپلو تیروتنو او خطاء ګانو په وړاندی که د بند ګانو حقوق مو تر پښو لاندی کړی وی نو ورڅخه د بښنی او استغفار غوښتنه وکړو .لکه چی خالق تعالی په دی اړه داسی فرمایی:ــ ( وتوبوا الی الله جمیعا ایهاالمؤمنون لعلکم تفلحون ) ــــ سورة النور ــ الآية ۳۱

(۳) د خپل ځان او د خپل اولاد ښه روزنه کول:

مور او پلار ته ښایی چی خپل اولاد او خپله کورنی د روژی په مبارکه میاشت کی په الهی اطاعاتو ،او عباداتو باندی وروزی ، لکه صدقه ورکړی ،د خلکو سره ښه تعامل وکړی، د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړی او تر څو د کمکیتوب څخه د نیکو اعمالو سره عادت وی .او مسلمان باید دوه ډوله تلاوت وکړی ،یو ډول هغه تلاوت چی له تدبر سره وی ، یعنی هم تلاوت وکړی او هم په مبارکو آیاتونو کی فکر وکړی .او دویم ډول تلاوت د اجر په نیت سره لوستل وی ـ یعنی عادی لوستل ، همداراز په دی مبارکه میاشت کی د خوږ نبی کریم (صلی الله علیه وسلم ) مبارک سیرت لکه درحیق المختوم جیبی نسخه او داسی نور …او ورونه د صحابه کرامو او خویندی د صحابیاتو مبارک سیرت مطالعه کړی ځکه دا هم ډیر تاثیر لری. همداراز په خپله کورنۍ کی علمی مسابقات ترتیب شی ،او ښه به داوی چی دا مسابقی د روژی په هکله وی .

(۴) د خپل ځان اصلاح کول :

هر مؤمن ته ښایی چی د روژی ددی مبارکی میاشتی نه استفاده پورته کړی اولومړ ی د خپل ځان اصلاح وکړی ، او په خپلو کړنچارو کی لازم سمون راولی . لکه په خپلو چارو کی اخلاص پیداکړی ، ددغه الهی نعمت په اړه په ځان کی احساس پیداکړی .په دی اړ ه د لوی څښتن تعالی داسی فرمایی:ـــ ( فاتقو الله و اصلحوا ذات بینکم و اطیعو الله و رسوله ان کنتم مؤمنین ) سورة الانفال . نو دا میاشت داطاعت میاشت ده ، پلار که د خپلی کورنی اصلاح کوی ، د خپل اولاد سالمه روزنه او اصلاح کوی ، نو دا هم الهی طاعت او یو ستر عبادت دی .

(۵) روژه کې صله رحمې:

روژه

د اسلام انسانسازه دین تل مسلمانانوته د خپل مینځی اړیکو په ساتلو باندی امر کړیدی .نو د روژی په مبارکه میاشت کی خو باید هر مسلمان دخیر دلاسته راوړلو لپاره د خپل مسلمان ورور سره ښی اړیکی ولری .او دا ځکه چی لوی څښتن تعالی خپل بندګان د خپلو خپلوانو سره د اړیکو دشلولو څخه منع کړیدی . او په دی اړه فرمایی ــــ:( فهل عسیتم ان تولیتم ان تفسدوا فی الارض و تقطعوا ارحامکم ـ اولیک الذین لعنهم الله فاصمهم و اعمی ابصارهم ).

(۶) د کور اړتیاوی پوره کول:

په دی میاشت کی باید پخپل خوراک او پخپل څښاک کی د اقتصاد او منځ لاریتوب څخه کار واخلی .دا ځکه چی روژه د عبادت میاشت ده ،نه د شهواتو او نفس پرستې .

(۷) د کور ښایسته کول:

دا چی د روژی مبارکه میاشت د یو ډیر قدرمن میلمه په څیر ده ، او د میلمه لپاره خلک د کور د نطافت او پاکی خیال ساتی ، نو یو مسلمان ته هم ښایی چی ددغه قدرمن میلمه د راتګ لپاره خپل کور ښایسته کړی .او پخپل کور کی قرآنی أیات ، ماثوره د عاءګانی ،مبارک احادیث را ځوړند کړی ،ځکه چی دا هم د لویانو او د کشرانو پر تربیه او روحیاتو باندی ښه اغیزه او تاثیر کوی .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب