ايا ښکلا هم د مېرمن په انتخاب کې ارزښت لري؟

پوښتنه: د دينې علومو درنو پوهانو!  السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

وروسته له سلامه که دخداى رضا وي په نژدې راتلونکې کې غواړم واده وکړم، مګر  هغه کس چې ما دخپل ژوند دملګري په توګه په خپل زړه کې ټاکلى او س بېرته ماته راغلى او ماته يې  د نبي کريم صلى الله عليه وسلم  دوه حديثونه واورول په کوم کې چې هغه صلى الله عليه وسلم  د نکاح په وخت کې دخپل د ژوند ملګری (ښځې يا خاوند)په ټاکلو کې دځينو ځانګړنوپه لټولو تاکيد کړى، خو دايې هم وويل چې دا حديث دواړو نارينه او زنانه لپاره شريک پيغام لري، او کله چې هر يو خپل ځان ته خپل دژوند شريک ټاکل غواړې نو د دغه احاديثو په رڼا کې دې هماغه ځانګړنې وګورې چې په همدغه حديث شريف کې يې يادونه شوې ده .زه دغه دوه حديث دلته رانقلوم، خو زه چې وينم ماته دا سې جوتېږي چې نارينه د ښځې په انتخاب کې د زياتو ځانګړنو د پلټلو واک او اختيار لري خو ښځې ته دخپل خاوند په انتخاب کې د دومره زياتو ځانګړتياوو پلټلو موکه نه ده ورکړ شوې. په يوه حديث مبارک کې نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: ښځه د څلورو صفتونو په لرلو سره په نکاح اخستل کېږي، دهغې  دمال په خاطر،دهغې د ښکلا په خاطر، دهغې دغوره نسب په خاطر، او بالاخره دهغې د ديندارۍ په خاطر. او هغه صلى الله عليه وسلم نارينه دې ته هڅولې چې په دې څلورو کې د ديندارۍ پر صفت ټينګار وکړي او د ځان لپاره دينداره مېرمن وټاکي. زما پوښتنه اوس دلته ده چې: ايا ښځې هم دخپل خاوند په ټاکلو کې همدغه ځانګړنې په پام کې نېولى شي او که نه ؟ که داسې وې نو نبي کريم صلى الله عليه وسلم ولې په خپل حديث شريف کې داسې يو عبارت کارولى چې يوازې نارينه مخاطَب کوي؟

همدارنګه ما يو حديث ولوست چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم پکې  فرمايلي: کله چې تاسې ته دا سې يو څوک  د نکاح دخطبې لپاره راشي چې له اخلاقو او ديندارۍ  څخه يې ډاډه ياستئ نوخپلې نجونې په نکاح  ورکړئ، که داسې ونه کړئ لوى ناورين او دځمکې پرمخ ستر فساد  ته به مو لاره اواره کړې وي. پورتنيو احاديثوته په کتو معلومېږي چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم دزنانه و لپاره د خپل  خاوند په ټاکلو کې له ديندارۍ پرته د زياتو ځانګړتياوو او صفاتو د پلټلو يادونه نه ده کړې. نو ايا داسمه ده ووايو لومړنى حديث شريف دواړو نارينه اوښځو لپاره ګډ پيغام لرې؟ زه نه پوهېږم که د اسې وي نو نبي کريم صلى الله عليه وسلم ولې يوا زې نارينه مخاطَب کړل؟

الله جل جلاله دې نېکه بدله درکړې! والسلام

ځواب:
دمفتي نوم: محمد صالح المنجد

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته !

زما ګرانې او ديندارې خورې ! دا چې پر مونږ دې دومره  باور دى له تاسې څخه مننه کوو، الله جل جلاله  دې وکړې چې په دې وتوانېږو دهغه عزوجل رضا لاس ته  راوړو او  په هر کار کې د هغه عزوجل خوښې زموږ يوازېنۍ هيله  وي.

عادتًا خلک د خپل  ژوند ملګرى دځينو خويونو او  صفاتو  دلرلو له مخې ټاکې دغه ځانګړتياوې به يا شتمني وي،يابه ( دهغه يا هغې) ښايست او ښکلاوي، يابه غوره نسب وي اويابه (دهغه يا هغې) د ينداري وي. دا خبره په ټوله مانا سمه ده چې په خپل خاوند کې دې همدا څلور ځانګړتياوې ولټوې البته دينداري بايد ستا له لومړيتوبونه څخه وي. او زه داوېلى شم چې دغه حديث دواړو نارينه اوزنانه ته شامل دى او داوړوته  يو شان پيغام لري.

ستا د پوښتنې په ځواب کې شيخ محمد صالح المنجد (چې دسعودي عربستان يو نامتو عالم او ليکوال دى ) داسې وايي:

تر ټولو لومړى بايد دا څرګنده  شي چې اسلامي شريعت نارينه د يوې ښې مېرمنې لټولو ته  اړباسي داسې مېرمن چې دينداره وي، او ښځې د دا سې خاوند پلټلو ته اړباسې چې نه يوا زې دينداره وي بلکه  د دې ترڅنګ يې مالي  حالت هم ښه وي. دينداري تر ټولو وړاندينۍ ځانګړنه ده چې بايد پام ورته وشي ، له دې وروسته مالدارې، ښايست، د ژوند د کچې لوړوالى او غوره نسب وروستۍ موخې دي. دا شيان هم بايد له پامه ونه غورځول شي مګر دا له اصلي موخو څخه نه دي او په دې توګه ورته تکميلي ( پوره کونکې ) يا اضافي ځانګړتيا وې ويلاى شو.  که دغه ځانګړتياوې هم موجودې وي نوبيا خو مو مطلوب په لاس راوړى (وړشخص مو پيدا کړى) او که نه يوازې ديندارې هم د ټولو نيکمرغيو بنسټ دى.

له ديندارۍ سربېره، ښه سيرت او صورت هم مهم دي

هغه څه چې په مبارکو سنتو کې ذکر شوې دي دا په ګوته کوې چې په ښځه کې د دغه ځانګړتياوو شتون د هغې پر درنښت او ښه والي دلالت کوي . دمثال په توګه:

له حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه .

اى د الله رسوله صلى الله عليه وسلم !

کومه ښځه تر ټولو ښه ښځه کېداى شي؟

هغه صلى الله عليه وسلم وويل: (( هغه چې ورته وګورې خوښ شې پرې ،چې امر ورته وکړې امر دې پر ځاى کړي، اوچې دهغې د خپل ځان او ستا دمال په اړه داسې کوم کار ونه کړې چې ستا خوښ نه وي.)) داحديث احمد روايت کړى دى.

د خاوند په  هکله هم همدغه خبره ده :  عمده  خبره همدا ده چې له داسې چا سره بايد واده وشي چې دينداره او خوش اخلاقه سړى وي. لکه په يو حديث شريف کې چې راغلې دي: ((له هغه چاسره نکاح وکړئ چې د چا له ديندارۍ او نيکو اخلاقوڅخه  ډاډه ياست )) . که دا صفات له ښکلا، شتمنۍ، او دژوند له لوړې کچې سره يوځاى شي نو دا خوبيا دالله جل جلاله  رحمت او پېرزوينه ده .

نبي کريم صلى الله عليه وسلم يو سړى له دې امله دواده وړ ونه باله چې خپلې پيسې بې ځايه مصرفوي او په خپله ښځه يې نه مصرفوي .دا ټکى دحضرت فاطمه بنت قيس رضى الله عنها په يو حديث کې په دې توګه راغلى دى  چې وايي: (( کله چې زما عدت ( دخاوند له مړينې وروسته د انتظار موده ) پوره شو،ماله هغه ( حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ) څخه پوښتنه وکړه چې: معاويه بن ابو سفيان او ابو جهم ماته دنکاح درخواست رالېږلى دى ((څنګه وکړم)) ؟   د خداى رېښتوني پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د ابو جهم باره کې درته دا وايم چې هروخت يې ډانګ په اوږه وي( بدګذرانه دى) او هر چې معاويه دى هغه ډېر غريب دى او هيڅ شتمني نه لري. ښه  داده چې له اسامه ابن زيد رضى الله عنه سره واده وکړې .( دا حديث مسلم روايت کړى دى) .

نامتو  عالم الساعدي رحمه الله فرمايلي دي: که له ديندارۍ سره نور ښه صفتونه او  ځانګړتياوې هم وې نو ډېره ښه اوکه  نه  يوازې ديندارې تر ټولو ستره ځانګړتيا ده چې بايد وپلټل شي.

له (بهجة قلوب الابرار و قرت عيون الاخيار في شرح جوامع الاخبار)کتاب څخه :

دا چې پورتنۍ موضوع روښانه شوه . او س د پوښتل شوې سوال ځواب ته راځو:

مونږ پوهېږو چې شتمني،غوره نسب اوښايست هغه شيان دي چې دزياتره خلکو هغه که مؤمن دى که غير مؤمن په اند يې بايد دهر سړي ميرمن او دهرې مېرمنې  خاوند ولري . ددې شيانو غوښتل  او ترلاسه کول تقريبا دانسانانو لپاره يوه  طبيعي خبره ده ، اسلام د خلکو له طبيعت او  فطرت سره مخالفت نه کوي او  نه يې ردوي، سربېره پردې دغه ځانګړنې يې نه دې په ګوته کړې، ځکه خلک دخپل فطرت له مخې دغو ځانګړتياوو ته پاملرنه کوي  او ورته متوجه دي، دوى حتى په دغو ځانګړتياوو کې له حده زياته توجه  کوي،او ځيني نور مهم صفتونه اوځانګړتياوې له پامه غورځوي. اسلام د دې لپاره راغى  تر څو يقيني کړي چې ځيني خلک  په ځينو شيانو سترګي پټوي او يا يې له پامه باسي که څه هم هغه شى د اسلامي شريعت د اساساتو له مخې تر ټولو ستره ښېګنه او ښه صفت وي. دا هغه  څه دې چې درېښتينو مؤمنانواخلاقي کړنلاره له نورو څخه جلا کوي.

ځکه نونبي  کريم صلى الله عليه وسلم په  يومشهور  حديث کې فرمايي:

((تنکح المرءة لاربع، لمالها و لحسبها و لجمالها و لدينها، فاظفر بذات الدين تربت يداک )).

ښځه دڅلورو صفتونو په اساس په نکاح کېږي،دهغې  دمال،دهغې د نسب، د هغې دښايست، او دهغې د ديندارۍ له امله، نوپه دنيدارې ښځې باندې لاس برى پيدا کړه لاسونه دې په خاورو خړشه( نېکبخته شې!). ( د احديث امام بخاري او مسلم روايت کړى دى).

امام نووي رحمه الله فرمايلي دي چې: ددې حديث سمه مانا داده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه څه په باره کې چې معمولا يې خلک ترسره کوي غږېده ،دوى دغه څلور صفتونه لټوي او دينداري د دوى په اند تر ټولو وروستى راځي، نو نبي عليه السلام په مسلمانانو غږ کړى چې په وروستي صفت ( ديندارۍ ) پسې وګرځي). ( شرح مسلم،١٠جلد،٥١-٥٢ پاڼه).

همدارنګه فرمايي: ددې مانا دا ده چې خلک په ښځه کې دغه څلو رصفتونه ګورې نو ته بايديوازې په دينداره ښځه پسې  وګرځې. (رياض الصالحين ٤٥٤ پاڼه )

دنيوي صفات + تدين = نور علی نور

قرطبي رحمه الله فرمايي: دغه څلور صفتونه د ښځې د ودولو په وخت کې لټول کېږي، يانې دا هغه صفات دې چې نارينه يې په ښځو کې لټوي. په دې توګه دا د هغه څه په اړه خبره ده کوم چې  پېښېږي، او په هيڅ تو ګه دا نه په ګوته کوي چې په دې حديث  کې دې د دې شيانو په غوره کولواو لټولو باندې  کوم امر شوى وي. ددې حديث شريف ښکاره مانا دا ده  چې د واده په وخت د دغو صفاتو له ډلې ديوه او يا ټولو لټول روا دي ، ليکن د ديندارۍ صفت لټول ترټولو  ښه او مهم کار دى.( المفهم لما اشکل من تلخيص صحيح مسلم   ٤ جلد،٢١٥ صفحه ).

شيخ سليمان ابن منصور الاجيلي الجمال، چې دشافعي فقهاوو له ډلې څخه دى، فرمايي: چې د دوى ځيني علماؤ له دې حديث څخه داسې استنباط کړى چې: دا مستحب ده چې سړى له  داسې ښځې سره نکاح وکړي چې ښايسته وي. او زرکشي رحمه الله له دې خبرې سره مخالفت کړى دى هغه فرمايي: له دې حديث  څخه داسې مفهوم اخستل چې ګوندې په دې کې د ښځې د ښايست استحباب ته کومه اشاره ده عجيبه بولي او فرمايي: دحديث په عبارت کې دخلکومعمول ته اشاره شوې، او دا  امر پکې ندى شوى چې ښايسته ښځې دې په نکاح کړل شي.(( فتوحات الوهاب بتوحيد شرح منهاج الطلاب،مشهور په حاشية الجمال ٤ جلد،١١٨پاڼه )).

ځيني پوهان  په دې  اند دې چې  د شريعت له مخې د دغو صفتونو او ځانګړتياوو پلټل مستحب کار دى او هغه  څوک چې په کومه نجلۍ جرګه(خطبه ) کوي بايد دغه  څلور صفتونه پکې وګوري، مګر شرط به پکې داوي چې دينداري به د ټولو بنسټ وي او په يادو شويو صفاتو کې هيڅ يو ته بايد پرې لومړيتوب ورنکړل شي، او که چېرته ټکر منځ ته راشي ( دينداره نجلۍ چې ښکلا يې  متوسطه وي، او ښائسته  نجلۍ چې ديندارۍ کې کمزوري وي) د يندارې ته بايد لومړېتوب ورکړل شي.

دينداري لومړيتوب دی

ابن حجر رحمة الله عليه  فرمايلي دي: له دې حديث شريف څخه دا هم څرګندېږي چې ديو شريف نسبه سړي لپاره  دا مستحبه ده  چې له سيالې مېرمن سره  نکاح وکړي، خو که ټکر راغى مثلاً سياله مېرمن خو لږه دينداره،او د ټېټ پوړ مېرمن خو دينداره وه په دې حالت کې بايد ديندارۍ ته لومړيتوب ورکړل شي او دينداره مېرمن  که څه هم  د ټولنې  په ټېټ پوړ پورې اړه  ولري غوره شي. د نورو ټولو  يادو شويو صفتونو لپاره  هم همدغه  خبره صحيح ده .

د جمال(ښکلا ) له لفظ څخه دا څرګندېږي چې دا مستحب ده چې له ښکلې ښځې سره نکاح وشي،مګر که ټکر راغى د بېلګې په  توګه ښايسته مېرمن خولږه دينداره د دينداره مېرمنې چې دمنځنۍ کچې ښايـست ولري، نو بيا به ديندارې  ته لومړيتوب ورکوي که څه هم ښايست يې منځنى يا کم وي،هو! که چېرته دواړه ښځې يو شان دينداره  وې نو بيا د ښايسته ښځې غوره کول بهتر کار دى.مونږ د لته دا خبره ورزياتول غواړو چې هغه څوک بايد غوره شي چې د بدن  ظاهري  ښکلا او کړه وړه يې ښايسته وي،او لږ جهيز او سامان  وغواړي.

د ( دينداره غوره کړه ) لفظ مانا دا ده چې د يو دينداره سړي لپاره وړ خبره همداده چې دينداري به يې خوښه وي،او درنښت په دې کې دى چې په هر شي کې يې په ديندارۍ باندې پام وي، په ځانګړې توګه په هغو مسائلو کې پايښت يې زيات دى( تر ډېره عمر ورسره د سړي سرو کار وي).

نو ځکه پيغمبر اکرم صلى الله عليه وسلم  هغه صحابي ته امر کوي تر څو داسې ښځه پيدا کړي چې دينداره وي،دا لدې امله دى چې ديندارې خو تر ټولو ستره موخه ده.

د عبد الله ابن عمرو په حديث  کې کوم چې ابن ماجه مرفوعا روايت کړى دى (خو په سند کې يې يو څه ضعف دى) راغلي دي چې وايي: د ښځو سره دهغوى  دښايست له امله نکاح مه کوئ  هسې نه چې دهغوى  ښکلا ستاسې فنا ته لاره هواره  کړي(مړه به شئ) او د هغوى  د مالدارۍ له امله يې مه  په نکاح کوئ هسې نه چې دهغوى مالداري او شتمني دهغوى دګناه  سبب وګرځي، ددې په عوض له دينداره ښځو  سره نکاح وکړئ، او يوه توره وينځه چې دينداره وي ډېره بهتره ده .)) (فتح الباري، ٩جلد،١٣٥-١٣٦ پاڼه )

‘د ښايسته ښځې کول مستحب دي’

زياتره شافعي کتابونه  دا حديث رانقلوي او  وايي چې له ښائسته ښځې سره نکاح مستحب ( دثواب عمل) ده .په شرح منتهى الارادات (٢جلد،٦٢٣ پاڼه ) چې يو حنبلي کتاب دى راغلي دي چې وايي: د ښايسته ښځې غوره کول يوسنت عمل دى او دليل پرې پورتنى ذکر شوى حديث راوړي.

دموضوع مقصد څرګند دى،انشا‌ء الله چې اوس  اتفاقي ټکى چې هغه دينداري ده دواړو نارينه او ښځينه ؤ ته څرګند شو،لدې سربېره نور ښه خويونه او صفات هم د قدر وړ صفات دي او سپک بايد ونه ګڼل شي.

د مطلوبوځانګړتياوو په اړوند چې د مېړه د ټاکلو په وخت کې بايد و پلټل شي دا خبره ضروري ده چې ووايو: دا چې دلته ولې نه دې ذکر شوې او برعکس د ښځې په ټاکلو کې ذکر شوې دي،ددې لامل د ښځې او  نر  ترمنځ کوم توپيرنه دى بلکه لامل يې دا دى چې دا عام معمول دى چې زياتره نارينه ګان پرښځو جرګې کوي او دهغوى ځانګړتياوو لپاره له مخکې په زړه کې تصميم نيسي، مګر ښځې وروسته  له هغه  چې دنکاح خطبه يې وشي، د سړي په هکله سوچ او فکر کوي، نودا ډېره وړ خبره ده چې په حديث شريف کې دي درواج مطابق اصطلاح وکارول شي( ښځې دڅلورو شيانو له امله په نکاح کېږي) نه دا چې نادره استثناء ( چې کله کله ښځه پر سړي  جرګه کوي او دنکاح دروخواست ترې کوي) دې  وکارول شي.

په دې  سربېره دشريعت مسائل زياتره  سړيوته متوجه دي او داصول فقه پوهانو د اخبره څرګنده کړې ده چې کله هم په کوم ايت يا حديث کې خطاب نارينه ؤ ته  وي دغه خطاب ښځينه ؤ ته هم شاملېږي،په استثناء دهغه حالت چې  توپيرښکاره  او څرګند وي ، مګر دا ضروري نه ده چې دشريعت دهر فرمان لپاره دې دنارينه لپاره  جلا او ښځينه لپاره جلا سورت را شي.

دخداى رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:( ښځې دسړيو دوهمه نيمايي برخه ده ) راحديث ترمذي روايت کړى دى.

و الله اعلم بالصوب (يوازې الله  جل جلاله  ښه پوهېږي)


دا موضوع په لږ بدلون سره له www.islam-qa.com  (د اسلام په اړه د سوال او ځواب سايټ) څخه راخستل شوى.

ژباړه: ډاکټر عزت الله حامد

پوښتونکې: sally

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب