روژه کې له ښځو سره مرسته وکړو؟

روژه کې ولې ځينې نارینه  غوسه ډېره خو  پخلي کې مرسته نه کوي؟

ځينې ښځې په دې نظر دي چې زیاتره افغان نارینه‌و ته د کور ښځمنو سره اخلي پخلي کې مرسته ننګ یا شرم ښکاري ځکه یې نه کوي، خو ځینې نارینه بیا وايي چې له بهره ستړي ستومانه راشي نو د کور کارونه نه شي کولای. خو شته داسې نارینه هم چې خپلې مور، خور، لور یا مېرمنې ته وايي چې، “نن ته د خیر پر غونډۍ کېنه، دېګ او روژه ماتی نن زه درته تیاروم”

په دغه رپوټ کې د دواړو فکرونو نارینه غږول شوي او ځينې هغه ښځې هم چې وايي، “ښځې په خپلو او نارینه په خپلو کارونو ښه ښکاري”

د زغم او “دیني ازموینې” میاشت

د مسلمانانو یوه تر ټولو سپېڅلې میاشت روژه روانه ده؛ هغه میاشت چې د ډېرو ثوابونو د ګټلو او د صبر او حوصلې د زده کولو میاشت بلل کېږي.

خو په دې شاوخوا دېرش ورځنۍ دیني “ازموینه” کې څوک ثوابونه وګټي، څوک نورو سره په مرسته د خلکو زړونه ترلاسه کړي او څوک بیا د خپلې کمې حوصلې او غوسه ناک خوی له کبله نور روژتیان ازار کړي.

په دې میاشت کې د سړیو پرتله د ښځو سرګرداني له دې کبله ډېرېږي چې د عامو ورځو د اخلي پخلي او د ماشومانو د سمبالښت تر څنګ د پېشلمي مسولیت هم غاړې ته ورلوېږي. د روژه ماتي د دیګونو او کاسو له مینځلو چې اوزګارېږي تراویحو ته ورمنډه کړي او لا یې یوه سترګه خوب نه وي کړی چې پېشلمي ته جوړ کړی ساعت ورته وکړنګېږي چې پاڅه.

دوی نږدې ټوله میاشت خوب نه شي پوره کولای. ځکه خو ښځې وايي، چې په اصل کې د ښځو حوصله باید د ډېر کار او فشار له کبله په روژه کې کمه شي خو وايي، کیسه برعکس ده، سړي بې حوصلې شي.

د کابل اوسېدونکې زرلښته هم همدا خبره کوي او وايي، “نارینه داسې فکر کوي چې یوازې د دوی روژه ده. په اخلي پخلي یا د کور په کارونو کې خو یو ځل مرسته نه کوي بلکې ښځو ته نورې ستونزې هم جوړوي او کم حوصلګي کوي. نه پوهېږم چې ولې یې په دې میاشت کې د یو څه اورېدلو او زغملو حوصله کمه شي”.

زرلښته همدا راز وايي چې روژه په ځانګړي ډول دنده لرونکو مېرمنو ته ډېره سخته تمامېږي.

دا وايي، “زه ویاړم چې موږ ښځې هم وظیفه لرو، هم کور کې کار کوو، هم کوچنیان ساتو، هم د نورو ټولو مسولیتونو تر څنګ روژه هم وو او روژه ماتي او پېشلمي هم تیاروو او پر دغو ټولو خبرو سربېره د خپل خاوند، ورور او یا پلار کم حوصلګي او غوسه هم زغمو”.

مسافري ځینې نارینه د کور کارونو ته روزي

کار
کار

د افغانستان په ټولنه کې که څه هم اخلی پخلی ښځو ته منسوب کار بلل کېږي خو نارینه کله کله له شوقه دېګ کاسه راخلي. په ځانګړي ډول په روژه کې. کله د روژه ماتي دېګ وکړي، کله پکوړې مېکوړې پخې کړي، کله چکني یا اچار جوړ کړي او کله چای یا شربت تیار کړي.

تر ډېره نارینه و ته مسافرۍ دغه خویونه ورزده کړي دي. ځکه چې د مسافرۍ په کوټه کې سړی مجبور وي چې له ځای جارو کولو او کالیو مينځلو رانېولې تر اخلي پخلي هر څه پخپله وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکی ګل مرجان حبیبي هم په کابل کې د خپل کاروزګار له کبله مسافر دی. دی وايي چې کله هم کور ته لاړ شي، د کور ښځمنو سره اخلي پخلي کې مرسته کوي. ښاغلی حبيبي وايي، “زیاتره خلک دا خبره کوي چې په روژه کې ښځو سره کومک کول په پښتو کې نشته، دا هسې فضول خبره ده. پېغمبر علیه سلام هم خپلو بيبیانو سره د کور کارونو کې مرسته کړې ده، وزې یې ورسره لوشلي دي. نو ځکه زه هم دغه عادت لرم او فکر نه کوم چې په دې کې دې د شرم یا کومه بده خبره وي”.

ښاغلی حبيبي زیاتوي، “ښځو ته وايم چې راځئ، نن زموږ د لاس خواړه هم وخورئ‌ چې خوند کوي او که نه؟ بیا چې دېګ وکړم نو زیاتره وخت مې پلار دغه خبره کوي چې د دېګ خوند داسې دی لکه نر سړي چې کړی وي”.

په افغان ټولنه کې دا یوه عامه شوې خبره ده چې تر ډېره هغه نارینه په روژه کې بده ورځ کوي او غوسه ډېره کوي چې نصوار او یا سیګرېټ کوي. په روژه کې دا نشې خولې ته نشي وروړلی نو ځکه یې په عامه اصطلاح “عصاب” خراب وي.

ګل مرجان حبيبي هم وايي چې پر نصوارو روږدي کسان ان په روژه ماتي کې هم ښځې ملامتوي. دی وايي، “د ښځو هم روژه وي، یوازې زموږ خو نه وي. زیاتره د نصوارو نشیان چې روژه ماتي ته کېني نو وايي، چې اله! مالګه پکې کمه ده، مرچ یې زیات دي، دغه ده او هغه ده. یوه ورځ ته هم چاکو او څمڅه راواخله، یو څه پاخه کړه چې خوند کوي او که نه؟ بیا پاڅه دېګونه هم ومينځه، چې پته درته ولګېږي چې دا څومره سخت کار دی”.

نه ټول سړي د کور کارونو ته زړه ښه کوي او نه ټول ترې منکر دي

د کابل اوسېدونکې زرلښته په دې نظر ده چې دا مسئله د عمر په تېرېدو سره په سړیو کې بدلون مومي. په خبره یې، ځوانان احساساتي او ژر غوسه کېدونکي وي او د کور له چارو سره چندان لېوالتیا نه لري، خو د عمر خوړلو د شفقت، مینې او حوصلې احساس پیاوړی کېږي او د کور کارونو کې هم ځان ښکېلوي.

دا د خپل پلار او ورور په مثال ورکولو سره وايي، “زما پلار جان که زه وېده یم نو په ما غږ نه کوي او خپله ځان ته یو څه برابروي او خوري یې، که روژه کې وي ‌او که بوزه. خو زما ورور په ځوانۍ کې دا خویونه نه لري، هغه ته یو ګیلاس اوبه هم باید مخ ته کېږدې. که د اوبو جګ یې تر څنګ هم ایښی وي، نه یې راخلي، بلکې ته به له جګه اوبه ورته اچوې او لاس کې به یې ورکوې. نو د عمر په زیاتېدو سره دا تغیر پکې راځي”.

خو کابل مېشتی ځوان شیرخان علي بیا وايي چې سړي تر ډېره له کوره بهر کارونو باندې بوخت وي نو ځکه د کور چارو ته حوصله نه ورپاتې کېږي.

ښاغلی علي وايي، “زه د کور په چارو کې د خپلې کورنۍ له مېرمنو سره مرسته نشم کولای. ځکه، کله چې موږ له ښار او یا له کار څخه کور ته ستومانه راستنېږو نو نشو کولای چې هم د کور چارې او هم د بهر چارې یو ځای سمبال او ترسره کړو”.

سړي د ښځو په کارونو بد ښکاري؟

اخلی پخلی، کالي مینځل، کور او کوټې جارو کول په افغان ټولنه کې ښځو ته ځينې منسوب کارونه بلل کېږي. اخلی پخلی خو خیر مګر په ګڼو کورنیو په ځانګړي ډول پښتنو کې ښځې دا نشي زغملی چې نارینه دې یې جارو په لاس کې واخلي او یا دې کالي پرېمینځي.

خو دا چې “ښځو ته منسوب کارونه” سړي وکړي او که نه؟ په دې اړه هم پخپله د افغان ښځو او هم د نارینه و نظرونه سره وېشلي دي.

ځینې نارینه او ښځې په دې نظر دي چې کور د ټولو شریک وي نو کارونه که په شریکه وشي، د کور چارې به یې ښې تنظیم شوې وي، متقابل درناوی به شوی وي او کورني جنجالونه به کم وي. خو ځینې بیا وايي چې سړي د “ښځو په کارونو” بد ښکاري.

کابل مېشتې مېرمن پرستو په همدې نظر ده او وايي چې ښځې دې له سړیو د ځينو هغو کارونو تمه نه کوي چې په افغاني ټولنه کې نارینه و ته نه ښايي، “زموږ په فرهنګ کې د چا نه خوښېږي چې سړی په کور کې پخلی وکړي، یا کالي پرېمینځي او یا جارو ووهي. خو هو، که هغه یې پخپله خوښه غواړي نو سمه ده مګر دومره هم نه چې ته په هغه لوښي پرې مینځې، یا کور ورباندې جارو کړې او یا ډوډۍ ورباندې پخه کړې”.

پرستو وايي چې، “دا ټول غربي موارد دي، غربیانو سره ښه مالومېږي او موږ پخپل فرهنګ کې ډېر ښه مالومېږو. موږ ښځو ته همدا کارونه خوند راکوي او د هر چا مسولیت مالوم دی”.

خو یوه بله کابل مېشتې اوږۍ بیا دا نه مني چې په دې کې دې نارینه و ته د سپکاوي کومه خبره وي. بلکې هغه په دې نظر ده چې دا د کور غړو او په ځانګړي ډول د ښځې او مېړه تر منځ مینه زیاتوي.

اغلې اوږۍ وايي، “زما مېړه د کور ټول کارونه په هغو شپو ورځو کې راته کوي چې زه ناروغه یم او یا نشم پسې رسېدلی. کله ټوکې راسره کوي او راته وايي چې ډوډۍ زه درته تیاروم، لوښي زه درته مینځم، ماشومان زه مکتب ته بیایم، او کور زه جارو کوم خو ته کراره راته ناسته یې، دا خو ما سره ظلم کوې”.

اوږۍ وايي‌ چې دواړه سره خاندو او “زه خدای په دې برخه کې بیخي پر یوه تخت کېنولې یم”.

Author, نورګل شفق

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب