رومیان هم د سرطان ضد دي

یوې نوې څېړنې ښودلې چې په رومیانو «سره بانجان» کې موجود اجزا د سرطان خلاف ډير اغېزمن دي.

د امریکا الینوای پوهنتون یوه ساینس پوه جان ارډمین ویلي چې نوموړي په رومیانو باندې څېړنه کړې چې له مخې یې دا ثابته شوې چې رومیانو کې موجود لایکوپين د پروستاتو سرطان پر ضد اغېزمن کار ورکوي.

امریکايي پوهنتون د څېړنې له مخې کله چې دوی لایکوپين په بېلابېلو ځناورو کې د موجودو پروستاتو غوټو ضد استعمال کړل نو دغه غوټې یې له غټولو وساتلې خو تر دې دمه په انساني جسم باندې ددې اغېز لا هم څرګند نه دی.

په څېړنه کې همدا راز ویل شوي چې لایکوپین چې کله جسم ته ورسیږي نو ډيری کیمیاوي تغیرات منځ ته راځي چې په روغتیا اغېز کوي.

دغه څېړنه له دې کبله اهم دی چې په اینده کې به ساینسدانان لایکوپین د بېلابېلو ډولونو سرطان خلاف استعمالولای شي.

دغه څېړنه په « امریکن جرنل آف کلینکل نیوټریشن» کې نشر شوې ده.

تر دې وړاندې هم یوې څېړنې ښودلې وه چې هر هغه کسان چې ډير رومیان خوري د پروستاتو په سرطان د اخته کېدو چانس یې ډیر کم دی.

پروستاتو سرطان په نړۍ کې دوهم تر ټولو عام سرطان دی چې یواځې په برتانیه کې هر کال ۱۰زره کسان وژني.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب