حدیثونه پښتو ژباړه

روغتيا او وزګارتيا هېر شوي نعمتونه

عن عبد الله ابن عباس (رضي الله عنهما)، قَالَ : قَالَ رَسُول الله (صلى الله عليه وسلم): (( نِعْمَتَانِ مَغبونٌ فيهما كَثيرٌ مِنَ النَّاسِ : الصِّحَّةُ ، وَالفَرَاغُ )).

د حدیث تخریج:
دا حديث امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح، کتاب الرقاق، باب لا عیش الا عیش الآخرة، کې نقل کړيدی، د حديث شمېره ده:۶۰۴۹.

د مفرداتو معنا:
نِعْمَتَانِ: تثنیه د نعمت ده، د پيرزونې په معنا استعمالېږي. مَغبونٌ: د غبن اسم مفعول دی، غبن تاوان ته وايي. الصِّحَّةُ: صحت روغتيا ته وايي. الفَرَاغُ: فراغ د فراغت څخه دی، د وزګارتيا په معنا استعمالېږي.

د حديث ژباړه:
عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) وايي چې د الله پيغمبر (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي: «دوه نعمتونه دي چې ډېر خلک په کې تاوانيان دي، روغتيا او وزګارتيا».

د حديث تشريح:
په انسان باندې الله تعالی بې شماره احسانونه، نعمتونه او پيروزنې کړېدي، انسان نه شي کولای چې د الله تعالی نعمتونه شمار کړي او نه د شمارولو په وسيله د هغه جل جلاله د نعمتونو احاطه کولای شي، الله تعالی فرمايي: (وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا) ابراهيم:34. «که چېرې د الله نعمتونه شمېرل وغواړئ نو شمېرلی يې نه شئ».

د انسان د بدن هر غړی د الله تعالی نعمت دی، عقل، علم، ذهانت، ذکاوت او حافظه د الله نعمتونه دي، د انسان د بدني تقويې ټول وسايل د الله نعمتونه دي، پدغه توګه د انسان په چاپيريال کې شته نعمتونه، په کائناتو کې د انسان په خدمت کې لږېدلي نعمتونه او ډېر هغه بې شمېره نعمتونه هم شتون لري چې انسان ته معلوم نه دي خو بيا هم د انسان د خدمت لپاره الله تعالی ګمارلي دي، شايد هغه نعمتونه چې انسان ته معلوم دي د هغه نعمتونو په پرتله ډېر کم وي، چې انسان ته معلوم نه دي.

په انسان باندې د الله د نعمتونو څخه يو شمېر نعمتونه هغه دي چې د موجوديت په وخت کې یې انسان احساس کوي چې زه د الله تعالی د کوم نعمت څښتن يم او د هغې څخه ګټه پورته کوم، خو يو شمېر نعمتونه يې هغه دي چې انسان يې د موجوديت په وخت کې احساس نه کوي، خو کله چې ترې محروم شي نو بيا يې د احساس تر څنګ ارمان هم کوي، ليکن بيا ترې وخت تېر وي.
پدغه ډول نعمتونو کې چې د موجوديت په وخت کې یې ډېر انسانان احساس نه کوي او لازمه ګټه ترې نه پورته کوي، دوه ډوله نعمتونه ډېر ارزښتناک نعمتونه دي چې نيغ په نيغه د انسان د دنيوي او اخروي ژوند د برياليتوب سره اړيکه لري، د دغه دواړه نعمتونو څخه پدې حديث کې يادونه شوېده، يو نعمت د صحت او روغتيا نعمت دی او بل د فراغت او وزګارتيا نعمت دی.

صحت:
صحت د الله تعالې په سترو نعمتونو کې يو داسې نعمت دی چې د نورو ډېرو نعمتونو څخه د ګټې پورته کولو وسيله ده، روغ او سالم انسان د الله تعالی د ډېرو نعمتونو څخه ګټه پورته کولای شي، د خوراک، څښاک، آرام، پوهې لاسته راوړلو، ګرځېدلو راګرځېدلو، ټولنيزو اړيکو ټينګولو، د کورنۍ سره د اوسېدلو څخه د خوند اخیستلو، د دوستانو سره د راشه درشه او داسې نورو ډېرو نعمتونو څخه د خوند اخیستلو ستره وسيله صحت او روغتيا ده.
مرض انسان د خوراک څښاک نه منعه کوي، د خوب او ذهني آرام څخه يې بې برخې کوي، دعلم او پوهې د لاسته راوړلو په لار کې ورته خنډونه پيدا کوي، د خلکو سره د ټولنيزو اړيکو او راشه درشه څخه يې محروم ګرځوي، آن تر دې چې د خپلې کورنۍ سره د اوسېدو خوند هم ورڅخه اخلي او د ډېرو ستونزو سره یې مخامخ کوي.

هم دا لامل دی چې اسلام د صحت په برخه کې ډېرې لارښونې کړېدي، هغه شيان چې د انسان صحت ته تاوان رسوي هغه يې منعه کړيدي، په خوراک، څښاک کې يې ډېروالی ښه نه دی ګڼلی، ځکه صحت ته تاوان رسوي، د هر ډول نشیې توکو استعمال يې حرام ګرځولی دی، ځکه چې د انسان صحت له منځه وړي، د خپل بدن د حق د خوندې ساتلو تأکيد يې کړيدی چې: (وإن لجسدك عليك حقا)، دخپل بدن درباندې حق دی چې د هغه د روغ او آرام ساتلو خيال وساتئ، استراحت وکړئ، بدن د ضرر رسوونکو شيانو څخه وژغورئ، د پاکوالي او نظافت حکم، د غسل او ځان پريمنځلو تأکيد، د مسواک وهلو، نوکانو پرېکولو د بدن د زياتو وېښتو د ليرې کولو او دېته ورته نورې لارښوونې د دې لپاره دي چې انسان د خپل بدن سالميت او صحت ته پوره پاملرنه وکړي او هېڅکله هم ورڅخه غافل نه شي.

ځکه چې د انسان د ژوند اساسي هدف د الله تعالی پر ځمکه باندې د هغه د خلافت دنده اجراء کول، د هغه جل جلاله د احکامو پلي کول او په ټوله معنا باندې د هغه عبادت سرته رسول دي او دغه ستر کارونه هغه څوک په سمه توګه عملي کولای شي، چې د سالم بدن خاوند وي، د قوت او پياوړتيا څښتن وي، ځکه خو نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمايي چې: (المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف)، «قوي او پياوړې مؤمن د الله په وړاندې د کمزوري مؤمن څخه غوره او خوښ دی»، نو دغوره والي او خوښتوب لامل يې دا دی چې د الله د دين د اقامې او د هغه د عبادت د ترسره کولو کوم کار چې قوي مسلمان کولای شي، هغه ضعیف او کمزوری مسلمان نشي ترسره کولای، سره لدې چې کمزوری مسلمان هم د الله په واړندې ارزښت لري، خو د الله دين ته د قوي مسلمان ګټه ډېره ده.

فراغت (وزګارتيا):
د صحت په پرتله د فراغت او وزګارتيا نعمت نور هم هېر شوی او شاته پرېښودل شوی نعمت دی، خو د فراغت ارزښت شايد د صحت د ارزښت څخه کم نه وي، ډېر انسانان د فراغت د ارزښت څخه ناخبره دي، وزګارتيا ته د نعمت په سترګه نه ګوري، د فراغت اهميت ته قائل نه دي، نو ځکه خو خپل فارغ وختونه په داسې کارونه کې تېروي چې ضرر يې نيغ په نيغ ده او ټولنې ته رسېږي، ډېری خلک په ځانګړې توګه ځوانان چې د مشرانو په نسبت ډېر فارغ وخت لري، خپل وزګار وختونه د دنيا او آخرت په بربادولو کې لګوي، له ډېرو ځوانانو اورېدل کيږي چې راځئ ساعت تېر کړو، وخت مو نه تېرېږي، وخت راسره ډېر دی، بيا وخت په داسې خبرو اترو، ټوکو ټکالو، لهو ولعب، نشو تماشو او کارونو کې تېروي چې هم پرې ځان ته تاوان رسوي، هم پرې خپلو کورنيو ته او هم پرې ټولنو ته، ډېری ځوانان خپل وختونه په داسې شيانو کې مصرفوي چې د دوی د دنيا او آخرت د بربادۍ سبب ګرځي.
د فراغت ارزښت هغه وخت معلومېږي چې کله انسان کوشش کوي چې د يو کار د کولو لپاره وخت پيدا کړي، خو بيا ورسره وخت نه وي، د دنيا د بې انتها مصروفيتونو له امله ورسره د عبادت، د آخرت د جوړولو، د خپلې علمي پانګې د ډېرولو، په دنيا کې د کوم ګټور کار د ترسره کولو، د خپلې کورنۍ سره د يو څو ساعتونو د تېرولو، په سمه توګه د لمونځ د اداء کولو، د قرآن کریم د څو آیاتونو د تلاوت کولو، د خپلوانو سره د راشه درشه د لرلو، د الله د دين د اقامې لپاره د کار کولو وخت نه شي پيدا کولی، لکه د لېونو يو خوا او بل خوا لاس اچوي، خو بيا ورځينې وخت تېر وي، یو کار هم په پوره توګه سرته نه شي رسولای او بيا د تېر وخت ارمان کوي خو په لاس نه ورځې.
شيرین عمر چې تېرېږي دريغه دريغه ـــــــ د اوبو په څېر بهېږي دريغه دریغه

د حديث درسونه او عبرتونه
حديث د الفاظو په لحاظ ډېر لنډ خو د معنا او ارزښت په لحاظ ډېر لوی دی، لدې حديث څخه بايد لږ تر لږه لاندې درسونه زده کړو:
۱- د الله تعالی د ټولو نعمتونو ارزښت وپېژنو او د هغې د حق د پوره کولو هڅه وکړو.
۲- د الله تعالی هېڅ نعمت ته بايد په کمه ونه ګورو او د هغې څخه د ګټې پورته کولو کوښښ وکړو.
۳- صحت او روغتيا د الله تعالی ستر نعمت وګڼو او د هغه په خوشحالو کې تر ګټه پورته کړو.
۴- د خپل بدن د سلامتيا وسائل په کار واچوو او صحت ته د ضرر رسوونکو شيانو څخه ډده وکړو.
۵- د صحت د ستر نعمت شکرانه بايد د الله د عبادت په ترسره کولو سره اداء کړو.
۶- د وخت ارزښت وپېژنو او د فارغ وخت څخه بايد لازمه ګټه پورته کړو.
۷- د فارغ وخت څخه بايد د خپل رب په خوشحالولو، د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې په ګټه کې کار واخلو.
۸- له ټولو هغه ساعت تېریو څخه ځان وساتو چې دنيا او آخرت ته مو هېڅ ګټه رسوي.
۹- څه رنګ چې په تجارت او سوداګرۍ کې خپل ځان له تاوان څخه ساتو، بايد د خپل صحت او فراغت د بې ځایه استعمال له تاوان څخه هم ځان وساتلو.
۱۰ـ په هر حالت کې د خپل رب د راضي ساتلو هڅه وکړو او د هر نعمت شکرانه يې په سمه توګه ترسره کړو.

دکتور رحمت الله زاهد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: