د یو پاتې کس ژوند ته کتنه

ایا تاسو به داسې کلیوال کس په کار وګومارئ چې د ښوونځي په ازموینو کې په ډېرې سختۍ بریالی شوی وي او بیا په فسټ فوډ رستورانت کې د کار موندنې لپاره له پنځه ویشتو نورو کسانو سره سیالۍ کې یوازېنی کس وي چې ناکاميږي. وروسته بیا لس ځله په پوهنتون کې د شاملېدو لپاره هڅه کوي، خو تول لس ځله یې غوښتنه ردېږي.

غالب ګومان دا دی چې ډېری خلک به داسې سړي ته “نه” وايي.

نو ایا غواړئ د داسې پاتې چا په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه او لا ښه یې وپېژنئ؟

نو آیا غواړي چې داسی پاتی سړي په هکله لا زیات معلومات تر لاسه کړئ او وه یې پیژنئ ؟ يو ځل بټویا به ډیر احتمال وي چې خلک به په ځواب کې نه وایي ځکه چې داسې ناکامه او په ظاهره بې استعداده سړي په اړه به څوک ولې پوهیدل غواړي! خو که په اړه یې پوه شئ نو ډیر څه به ترینه زده کړئ. د هغه کس نوم (جیک ما) دی.

 

جیک ما-ژوند
جیک ما

هغه په خپل ژوند کې ډېرې ماتې خوړلې، چې د همدغو ماتو له امله له ماشومتوبه مشهور و. هغه د ښوونځي په اتم ټولګي کې د شاملېدو لپاره په ازموینه کې درې ځله ناکام شوی و. په خپله سیمه کې له هغو زده‌کوونکو څخه و، چې ټيټه وړتیا یې درلوده. له ښوونځي وروسته هغه لس ځله هڅه وکړه، چې د امریکا په هاروارډ پوهنتون کې شامل شي، خو یو ځل هم بریالی نه شو. خو دغو ګڼو ناکامیو د هغه د پرمختګ مخه ونه نیوله.

خو؛ “جېک‌ما” اوس د یوې لویې انلاین سوداګریزې ‌پاڼې علي بابا ډاټ کام (Alibaba.com) بنسټ اېښودونکی او مشر دی، علي بابا په نړۍ کې دویمه لویه پر لیکه سوداګریزه پاڼه ده. په ورځني ډول څه باندې سل مېلیونه وګړي، د دغې پاڼې له لارې پېر او پلور کوي. دغې پاڼې په نړیواله کچه څلوېښت مېلیونه کاري فرصتونه رامنځته کړي دي او دومره پراخ کاروبار د ۳۰۰۰۰ چېنایانو په وسیله چې عمرونه یې د ۲۵ او ۲۷ کلونو ترمنځ دي اداره کېږي. جېک‌ما همدا راز وايي، علي بابا وېب پاڼې له خپل پنځلس کلن تاریخ سره توانېدلې له ډېرو پخوانیو لوبغاړو سره سیالي وکړي او بریا او پرمختګ ترلاسه کړي.

هغه د خپلې بریا راز له ناکامیو سره بلدتیا او د ماتې نه منل بولي. په چین کې دا دود و، چې تل به سوداګري د خلکو ترمنځ په مخامخ توګه ترسره کېدله او له لیدو پرته به هېچا راکړه ورکړه نه کوله. جېک ما د راکړې ورکړې او کاروبار لپاره د پر لیکې پاڼې د جوړولو مفکوره پانګوالو ته وړاندې کړه او په دې برخه کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه، خو دا چې دا مفکوره نوې وه او خلک له پخوانۍ دود شوې مخامخ راورکړې سره مخ وو، چا یې ملاتړ ونه کړ. یو شمېر پانګوالو او خپلوانو یې ان سپارښتنه ورته وکړه، چې له دغه نوښت تېر شي، ځکه دا به یې له لوی تاوان سره مخ کړي.

په همغو ورځو کې جېک ما له خپلې مېرمنې څخه وپوښتل، چې ته (یو شتمن او که ښاغلی جېک ما غواړې؟) هغې یې په ځواب کې وویل، چې ښاغلی جېک ما! مېرمنې یې ځکه دا ځواب غوره کړ، چې د هغې هېڅکله دا باور نه و، چې مېړه به یې کله هم شتمن شي.

جېک ما د خپل نوښت په پلي کولو کې هغه ګټه لیدله، چې نورو نه لیدله. نوموړي د باور نه شتون په ګوته شوې ستونزې په هوارولو سره د خپل نوښت پلي کولو لپاره کاروباري چاپېریال جوړ کړ. په کاروبار کې یې روڼتیا، د پېرودونکو ګټې او محرمیت ته لومړیتوب ورکړ. د دغه لومړیتوب کچه دومره لوړه وه، چې په لومړیو کلونو کې یې ځان ته هېڅ ګټه ونه کړه، خو نورو ته یې پراخه ګټه ورسوله. هغه به د خپلو پېرودونکو په هکله له هېچا سره معلومات نه شریکول. خو یوازې د امنیتي ستونزو او له ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یې له حکومت سره د پېرودونکو ځینې معلومات شریکول.

دې سره د خلکو ترمنځ په پانه باور او ددی سره د خلکوتر منځ په پاڼی باندی باور او پرته له لیدو کاروبار کولو دود مخ په زیاتیدو شو. دا باور جیک ما ته هغه وخت سرګند شو کله چې یو ورځ په رستورانت کې بل کس له مخکې دده د خوراک حساب پری کړ او یو خط یی ورته پریخی وه. په خظ کی یی لیکلی وو چې (زما ستا په پاڼه کی کاروبار دی او ښه ډیره ګټه لاس ته راوړم. او زه په دی هم پوهیږم چې ته هیڅ ګټه نه کوی ځکه ستا د خوارک پیسی می هم پری کړ. ستا د ابتکار او هڅو څخه مننه!)

له دې څرګندېږي، چې زموږ په نوښت کې به نورو ته تل نیمګړتیاوې ښکاري. نو له نوښت څخه د لاس په سر کېدو پر ځای باید د خپلو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو هڅه وکړو او په چاپېریال کې د تړلو عناصرو په اړه په فکر کولو سره د نوښت لپاره فضا چمتو کړو.

همدا راز هغه د خپلې سوداګریزې انلاین پاڼې ۲۵ ميلیارده ارزښت د دولت نه بلکې د خلکو باور بولي، چې ده ته یې د ښېګڼې کولو لپاره ورسپارل شوی دی. د همدې لپاره هغه له هرې پرېکړې وړاندې ډېر پام کوي، ځکه دی وېرېږي، چې په زیان سره به پانګوالو، کارکوونکو، ولس او د ټولنې پرمختګ په لار کې خنډونه رامنځته کړي. همدا راز په شخصي ژوند کې هم د هرې پرېکړې کولو پر مهال سره تړلو خلکو او اړخونو ته پام په کار دی.

جېک ما همدا راز د علي بابا شرکت په پرمختیا کې ښځو ته لویه ونډه ورکړې. چېرته چې ۴۷٪ کارکوونکې ښځې دي او ګڼ شمېر ښځې یې په لوړو بستونو ګومارلې دي. د ښځینه وو فطرت ته په پام سره هغوی تل هڅه کوي نورو ته خیر ورسوي، هغه څه چې موږ یې په خپلو کورونو کې هم وینو، چې ښځه د نورو په خوشالولو سره خپله خوشالي ګوري. د ښځو دغه فطرت د شرکت د پېرودونکو سره په چلند کې خورا مرسته وکړه او دغې چارې د شرکت په چټک پرمختګ کې رغنده ونډه ولرله.

جېک ما د خپل شرکت پیل له ډېرو لږو امکاناتو او لږو کسانو سره له خپل کوچني ښار څخه پیل کړ. اوسمهال که څه هم چې شرکت یې ډېر لوی او پراخ شو، د ‌ډېرو نورو شرکتونو په څېر یې لویو سوداګریزو ښارونو ته مخه ونه کړه او لا یې هم مرکزي دفتر په هماغه ښار کې دی. هلته د پاتې کېدو یو ستر لامل یې د خپل ښار له بېوزله خلکو سره مرسته کول او د هغوی د اقتصادي کچې لوړتیا ده. د هغه له برکته هغه وړکوټی ښار په یو نوي کاروباري مرکز بدل شوی دی.

جېک ما تل په خپلو نوښتونو کې بوخت دی او موخه یې دا ده، چې په کلیو او ښارونو کې مېشت دواړه لوري له نوې ټکنالوژۍ سره اشنا کړي. دی غواړي چې د ټکنالوژۍ جوړښت دې دومره ساده او ارزان وي، چې بېخي نابلده او بېوزله کسان هم ترې ګټه واخیستلای شي.

له دغسې توپیر څخه وروسته غواړئ، چې په ښوونځي کې ماشومانو ته د درس ورکولو سره سم د خپل ژوند تجربې او کتنې هم ورسره شریکې کړئ. تر څو هغوی له بیا بیا پاتې راتلو څخه وژغورل شي او لا نورو نوښتونو ته هڅه وکړي!!

د جېک ما ژوند موږ ته دا درس راکوي، چې که غواړو بریالي و اوسو نو تل باید له خپلو تېروتنو څخه زده‌کړه وکړو، ځکه همدا زده کړې په راتلونکي کې سره یو کېږي او د نوښت او بریا لامل ګرځي. د نورو ګټو او ښېګڼو ته لومړیتوب ورکړو، ځکه چې ټولنیزې او انفرادي ګټې سره تړلې دي او په پایله کې یوې سالمې ټولنې ته لاره هواروي.

لیکنه: سجاد رحیم

د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب