اخلاقاسلامي کیسېحدیث

د یو صحرايي صحابي پوښتنې او د رسول الله ص ځوابونه

دیوه صحرايې صحابي رضی الله تعالی عنه پنځه ویشت پوښتنې ،اودرسول الله صلی الله علیه وسلم جوابونه

یو صحابي [چې په صحراکې اوسیدو] درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضرشو او عرض یې وکړ چې ای د الله رسوله ! زه یو څو پوښتنې لرم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : چې وایه څه وایې ،هغه عرض وکړای دالله رسوله !

۱ پوښتنه : زه غواړم امیراو مالدار شم ؟

جواب: د قناعت په اختیارولو سره به امیرجوړ شې،

۲= پوښتنه : زه ترټولو ستر عالم جوړېدل غواړم ؟

جواب: تقوی غوره کړه سترعالم به شــي ،

۳= پوښتنه : زه غواړم ډيرعزتمن شم ؟

جواب : دمخلوق په وړاندي لاس غزول (دڅه غوښتنې لپاره) بندکړه عزتمن به شي،

۴= پوښتنه : زه غواړم یوښه سړی شم ؟

جواب : خلګوته ګټــه رسـوه ،

۵= پوښتنه : زه غواړم چې ډېر عادل شم ؟

جواب : هغه څه چې د خپل ځان لپاره یې خوښوي دبل مسلمان ورورلپاره یې هم خوښوه ،

۶= پوښتنه : زه خپل ځان ډيرزورور کیدل غواړم ؟

جواب   :   په الله جل جلاله توکــل اواعتمادکوه ،

۷= پوښتنه : زه دالله جل جلاله په دربارکې یوه لویه مرتبه غواړم ؟

جواب:دخدای جل جلاله ذکــرډيرډيرکوه ،

۸= پوښتنه : په رزق کې پراختیاغواړم ؟

جواب:همیشه په اوداسـه سره ګرزه ،

۹= پوښتنه :زه غواړم زمادعــانې قبولي شي،

جواب:حرام مـه خوره ،

۱۰= پوښتنه : زه غواړم چې دکامل ایمان خاوندشم ،

جواب : ښه اخــلاق خپل کړه ،

۱۱ = پوښتنه  : غواړم دقیامت په ورځ دالله جل جلاله په دربارکې له ګناهونونه پاک حاضرشم ،

جواب : له جـنب کیدلونه پس سمدستي غسل کوه ،

۱۲= پوښتنه : دګناهونوکمی غواړم .

جواب : استغــفارډیرډيروایه ،

۱۳= پوښتنه :دقیامت په ورځ په نورکې راپورته کیدل غواړم .

جواب : ظلـم پریږده ،

۱۴= پوښتنه : زه غواړم چې الله جل جلاله په مارحم وکړي،

جواب : دخدای جل جلاله په بنـدګانورحم کوه ،

۱۵= پوښتنه : زه غواړم چې الله جل جلاله زماپرده پوشي وکړي،؟

جواب : دخلګوپرده پوشـي کوه ،

۱۶=پوښتنه : له رسوایې نه ځان خلاصول غواړم ؟

جواب : له زنا څخـه ځان ژغوره ،

۱۷=پوښتنه : زه غواړم الله جل جلاله اورسو ل دواړوته محبوب شم ؟

جواب : دخدای اودرسول له محبــوب سره محبت کوه

۱۸= پوښتنه : دخدای جل جلاله حکم منونکی جوړیدل غواړم؟

جواب : دفرائضوډیراهتمام کوه

۱۹=پوښتنه : احسان کــونکی جوړیدل غواړم ؟

جواب : دخدای جل جلاله داډول بندګې کوه لکه ته چې هغه وینـې ،اوهغه خوتاوینې ،

۲۰= پوښتنه : ای دالله رسوله کوم شیئ سره ګناهونه بخښل کیږي؟،

جواب : په اوښکو، عاجــزي ، اوناروغـي سره ،

۲۱= پوښتنه : ددوزخ اورکوم شیئ سړولی شي،؟

جواب : د دنیــا غمونه ،

۲۲= دخدای جل جلاله قهـر په څه شي سره کمیږي ؟،

جواب : په پټه پټــــــــــــــــــــــــــــــــه صدقه ،   اوصله رحمي یعنې خپلوي پاللوسره

۲۳= پوښتنه : تر ټولو بد شــی څه دی؟

جواب : بداخـ ـلاقي ،او بخـل ،

۲۴= پوښتنه : تر ټولو ښـــه شیئ څه دی؟

جواب : ښه اخلاق ، تواضـع ،او صبر

۲۵= دالله جل جلاله له غضب نه به په څه ډول خلاصیږم ؟

جواب : په خلګــوباندي غصه مکوه ،

(کنزالعمال /مسنداحمد)

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: