حجروي تنفس او د سږو تنفس

حجروي تنفس (Cellular Respiration)

هغه عملیه چې په وسیله يې حجرې د خوراکي توکو څخه د ضرورت وړ انرژي برابروي، د حجروي تنفس په نامه یادېږي. حجروي تنفس په دوه ډوله دی: هوازي او غیر هوازي تنفس. همدارنګه هوازي تنفس د حجرې په مایتو کاندریا کې ترسره کېږي.

  • هوازي تنفس: په بدن کې د انرژۍ د تولید لپاره د اکسیجن په موجودیت کې د خوراکي توکو تجزيې ته هوازي تنفس وايي. د دې عملیې په پایله کې اوبه، کاربن ډای اکساید د اضافي موادو په توګه منځته راځي او ترڅنګ یې 38ATP انرژي منځته راځي.

هوازي تنفس:

حجروي تنفس یو هوازي تنفس دی، چې په دريو مرحلو کې بشپړ کېږي.

  1. ګلایکولیز (Glycolysis)
  2. کربس دوران(Krebs Cycle)
  3. د الکترون د لېږدونې ځنځیر (Electron transport chain)

ګلایکولیز (Glycolysis)

ګلایکولیز هغه عملیه ده، چې کاربوهایدریت پکې تجزیه کېږي او پایرویک اسید منځ ته راځي. دا د حجروي تنفس لومړنی پړاو دی چې په ټولو حجرو کې رامنځته کېږي او د یو لړ پېچلو کیمیاوي عملیو وروسته د اکسیجن په نه شتون کې کاربوهایدریت په پایرویک اسید بدلېږي. دا عملیه د حجري په سایتوپلازم کې ترسره کېږي، چې دوه مالیکوله پایرویک اسید او دوه مالیکوله د ATP منځته راځي. په لاندې معادله کې لیدل کېږي:

پایرویک اسید له دې وروسته د کربس دوران او د الکترون د لېږدونې ځنځیر ته لېږدول کېږي. په لاندې معادله کې لیدل کېږي:

د کربس دوران (Krebs Cycle)

انګلیسي کیمیا پوه کربس په حجروي تنفس کې ډېرې څېړنې کړې دي او د کربس مهم دوران یې کشف کړی دی. په کربس دوران کې انرژي منځته راځي دا عمل په مایتوکاندریا کې ترسره کېږي او اکسجن ته اړتیا لري په همدې خاطر ورته هوازي تنفس هم وایي.

همدارنګه د الکترون د لېږدونې ځنځیر د الکترون ورکوونکو څخه الکترون اخيستونکو ته الکترون لېږدوي او په ضیايي ترکیب کې د لمر د رڼا څخه د انرژۍ اخلي. هغه اندازه انرژي چې په ګلاکولیز، کربس دوران او د الکترون د لېږدونې څخه منځته راځي په لاندې معادله کې لیدل کېږي:

په پورته معادله کې لیدل کېږي، چې حجروي تنفس یوه پېچلې عملیه ده، چې په دې کې ګلوکوز د اکسیجن په موجودیت کې تجزیه او ۳۸ ATP انرژي، کاربن دای اکساید او اضافه اوبه منځته راځي. یوه بله ډېره مهمه خبره دا ده، چې په حجروي تنفس کې له غذايي توکو څخه هغومره انرژي منځته راځي، کومه چې د ضیايي ترکیب په وخت کې په دې کې ذخیره شوې وي. په حجروي تنفس کې د ګلاکولیز عملیه یوه مستقله عملیه ده او د اکسیجن په نه شتون کې په سایتوپلازم کې صورت نیسي.

غیر هوازي تنفس:

په ډول تنفس کې خوراکې توکې د اکسیجن په نشتوالي کې تجزیه کېږي او نظر هوازي تنفس ته لږ انرژي په لاس. دا ډول تنفس د راځي حجري په سایتوپلازم کې صورت نیسي او ګلوګوز په پایرویک اسید بدلېږي. او 2ATP انرژي په لاس راځي.

تخمر یو غیرهوازي تنفس دی او په دوه ډوله دی چې یو یي الکولي تخمر دی او بل یې د لیکتیک اسید تخمر دی. په الکولې تخمر کې قند په الکولو بدلېږي او په صنعت کې مهم ځاې لري او د لکیتک اسید په تخمر کې قند په لکیتک اسید بدلېږي. الکولي تخمر د بکتریا و خمیر مایه په واسطه صورت نیسي او په لاندې معادله کې لیدل کیږي.

حجروي تنفس او د سږو تنفس

په حجروي تنفس کې غذايي توکه د اکسیجن په موجودیت کې تجزیه کېږي او انرژي منځته راځي. خو د سږو په تنفس عبارت دی له اکسیجن د اخستو څخه او د کاربن دای اکساید له خارجېدلو څخه. په دې تنفس کې په سږو کې اکسیجن له وینې سره یوځای کېږي او حجرات رسیږي ترڅو هلته د حجروي تنفس لپاره اړین اکسیجن پوره کړي او له حجرات څخه هغه کاربن دای اکساید چې د حجروي تنفس په نتیجه کې منځته راغلې وي د وینې په وسیله اخيستل کېږي او وروسته د سږو له لارې خارجېږي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ.

  1. تخمر د …………….. تنفس یو ډول دی.
  2. د حجرې په سایتوپلازم کې ګلوکوز په ………. بدلېږي.
  3. کله چې ګلوکوز په پایرویک اسید بدلېږي ………. ATP انرژي په لاس راځي.
  4. الکولي تخمر د ………….. په واسطه صورت نیسي.
  5. د کربس دوران په ……………. کې ترسره کېږي.

د تمرین حل

  1. غیر هوازي
  2. پایرویک اسید
  3. دوه
  4. بکتریا
  5. مایتوکاندریا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب