د کفري هيوادونو څخه د راوړل شويو غوښو حکم څه دی؟

د ذبحې شرطونه

لومړی : اصل په حيواناتو کي تحريم دى
نو د ځمکنيو حلالو حيواناتو د غوښو خوړل تر هغو روا نه دي، څو يې د حلالونکو د حلالولو په هکله تحقيق او پلټنه نه وي کړې، لکه چي الله’ فرمايي:
حُرِّمَتْ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِيْرِ… » [المائدة:٣] ترجمه: ( حرام کړاى شوى دى پر تاسو خوراک د مردار حيوان او بهيدونکي ويني او غوښي د خنزير او هر هغه (حلال کړاى شوى) حيوان چي آواز پر کړاى شوى وي بې له نامه د الله’ (د بل شي) پر هغه باندي…
رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو حلالول د دين له شعائرو او د شريعت له مميزاتو څخه ګڼلي، فرمايي:
“أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتىّٰ يَقُوْلُوْا: لاَ إِلٰهَ إِلاَّ اللهُ، فَإِذَا قَالُوْهَا وَصَلُّوْا صَلاَتَنَا، وَاسْتَقْبَلُوْا قِبْلَتَنَا، وَذَبَحُوْا ذَبِيْحَتَنَا فَقَدْ حُرِّمَتْ عَلَيْنَا دِمَاؤُهُمْ وَأَمْوَالُهُمْ إِلاَّبِحَقِّهَاَ وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللهِ” [بخاري حديث: ۳۹۲] ترجمه: (ما ته د دې حکم شوى دى چي له خلګو سره تر هغه وجنګيږم څو و وايي: “لا اله الا الله” او کله چي يې دا کلمه ولوستله، زموږ لمونځ يې ادا کړ، زموږ قبلې ته په عبادت کولو کي مخامخ شو، زموږ په شان يې ذبيحه حلاله کړه نو بيا پر موږ باندي ناحقه د دوى د وينو تويول او مالونه خوړل حرام دي) [بخاري شريف] له دې څخه معلوميږي چي اصل په حيواناتو کي تحريم دى، خو هغه روا کيږي، کوم چي د اسلامي شريعت په ښوونه حلال شي او دغه د حيوان حلالول له تعبدي چارو څخه دي، د شريعت احکامو ته اړتيا لري، انسان نشي کولاى له شريعت څخه سيوا په هغه کي په خپله خوښه تصرف وکړي

دريم: دا چي ټول علماء پر دې اتفاق لري چي سيوا له يهودو او نصاراوو څخه د نورو کافرانو ذبائح حرام دي او دليل د الله’ دا وينا ده چي فرمايي:
اَلْيَوْمَ اُحِلَّ لَکُمُ الطَّيِّبَاتُ وَ طَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْکِتَابَ حِلٌّ لَکُمْ وَ طَعَامُکُمْ حِلٌّ لَهُمْ » [المائدة:٥] ترجمه: (نن ورځ حلال کړاى شوي دي تاسي ته ټول طيبات (پاکيزه شيان) او هر ډول طعام د هغو کسانو چي ورکړاى شوى دى دوى ته کتاب، حلال دي تاسي ته او هر ډول طعام ستاسي دوى ته حلال دى)
الله’ موږ ته لارښوونه کوي چي د اهل کتابو خوراک زموږ لپاره حلال دى او مقصد له خوراک څخه د دوى ذبائح دي، لکه چي عبدالله بن عباس ويلي دي: خو دوى تر مسلمانانو لوړ نه دي، بلکي دوى په دې باب لکه مسلمانان دغسي دي نو د دوى ذبيحه هم تر هغه حلاله نشي ګڼل کيداى، څو يې د اسلامي شريعت له ټاکلو شرطونو سره ترسره کړې نه وي او کله چي معلومه شي دوى داسي ذبح کوي چي حيوان ته د مړزګي (مردارۍ) حيثيت ورکوي نو بيا حرامه ده، لکه چي د مسلمان له لاسه هم دغسي ذبح حرامه ده، ځکه الله’ فرمايي:
حُرِّمَتْ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِيْرِ وَ مَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللهِ بِهِ وَ الْمُنْخَنِقَةُ وَ الْمَوْقُوْذَةُ وَ الْمُتَرَدِّيَةُ وَ النَّطِيْحَةُ… » [المائدة:٣] ترجمه: (حرام کړاى شوى دى پر تاسو خوراک د مردار (حيوان) او د (بهيدونکي) ويني او د خنزير د غوښي او د هر هغه (حلال کړاى شوي) حيوان چي پرې آواز کړاى شوى وي بې له (نامه) د الله’ (د بل شي) په هغه باندي (د ذبحي په وخت کي) او د خفه کړاى شوي او په لرګي وهل شوي او د غورځيدلي او د ډولي شوي په وهلو د ښکر…)
په دې آيت شريف سره د الله’ د هغه قول چي فرمايي: وَطَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُو الْکِتٰبَ حِلٌّ لَّکُمْ… » تخصيص کيږي.
لکه چي دلالت کوي پر تخصيص د هغو دلائلو چي دلالت کوي پر روا والي د ذبيحې د مسلمان، خو کله چي په داسي طريقه وشي چي ذبيحه په حکم د ميتته کي ګرځي.

څلورم:
د انسان غذايي مواد دوه ډوله دي: لومړى هر هغه پاک خوراک چي سيواد حيواناتو له غوښو وي، لکه ميوې او واښه (نباتات) يا مائعات، دغه ډول غذا چي مرداره او ضرر رسونکې نه وي، د مسلمان او کافر له لاسه په اتفاق حلاله او خوړل يې روا دي.
دوهم ډول يې حيوانات چي هغه پر دوه ډوله دي چي بري او بحري يې بولي، هغه چي د بري (وچي) حيواناتو څخه حلال دي، هغه هم پر دوه ډوله دي، يو يې اهلي حيوانات لکه اوښان، غوايي، پسونه او چرګان او دوهم ډول يې وحشي حيوانات دي لکه: هوسۍ، سويان او حلال مرغان. بحري حيوانات لکه ماهيان (کبان) خو د دواړو ترمنځ فرق دا دى چي د وچي حيوانات بې له ذبح کولو حلال نه دي او بحري حيوانات بيا ذبح کولو ته ضرورت نه لري، دغه د شريعت حکم دى، د لومړي ډول په هکله الله’ فرمايي:
حُرِّمَتْ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِيْرِ… »
ترجمه: (حرام کړاى شوي دي پر تاسي خوراک د مردار حيوان او ويني او د خنزير د غوښي)
او د بحر د حيواناتو په هکله د همدې سورت په (٩٦) آيت کي داسي فرمايي:
أُحِلَّ لَکُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَ طَعَامُهُ » [المائدة:٩٦] ترجمه: (حلال کړاى شوى دى تاسو ته ښکار د بحر او طعام د هغه)
او همدا سي رسول الله. د درياب د حيواناتو په هکله فرمايي چي اوبه يې پاکي او مړ شوى حيوان يې حلال دى. امام مالک او امام شافعي رحمهما الله يې روايت کړى دى. نو دغه ويناوي د بري او بحري حيواناتو ترمنځ په ذبح کولو او نه ذبح کولو باندي فرق کوي.

پنځم:
د حلال حيوان شرعي ذبح کول د هغه د غاړي د مرۍ او رګونو پرې کول او يا زياته برخه پرې کول دي او يا هم په اضطراري حلالولو کي چي کله يې د حلالولو قدرت نه لري، د هغه د يو ځاى پرې کول دي نو علماوو پر دې اتفاق کړى دى چي حيوان سيواله ماهي او ملخ څخه بې له ذبح کولو حلال نه دى او حکمت پکښې دا دى چي حيوان وروسته تر حلالولو له تاواني ضرر رسونکو وينو څخه پاک شي، د الله’ نوم ورباندي ياد شي چي د رسول الله. دغه متفق عليه حديث شريف ورباندي دلالت کوي:
“مَا اَنْهَرَ الدَّمُ وَذَکَرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلُوْا“ [بخاري:٥٤٩٨] ترجمه: (چي ويني يې وبهيږي او د الله ‘نوم ورباندي ياد شي نو يې خورئ)

د شرعي ذبح کولو لپاره معلوم ځاى او شرطونه شته:

د حلالولو ځاى هم د قدرت موندلو او نه موندلو په سبب مختلف کيږي، که چيري مقدور و نو بيا په اتفاق د علماوو د حلالولو ځاى حلق، غاړه او (لُبه) دى، له دې ځايه سيوا بل ځاى حلالول روا نه دي، دغه ډول حلالولو ته ذبح وايي چي له اوښ څخه سيوا ټول حيوانات ذبح کيږي (لبه) په ځانګړې توګه د اوښ لپاره ده چي حلالولو ته يې نحر وايي، خو کله چي د حيوان حلالول غيرمقدور وي يا خو اصلاً وحشي يا ترهيدلى يا په کوهي کي لويدلى وي نو د هغه د حلالولو بيا د هغه په بدن کي په هر ځاى چي چاړه يا غشى پرهار جوړ کړي، صحيح دى، لکه چي رافع بن خديج> روايت کړى دى، وايي:(( موږ له پيغمبر. سره په سفر تللي وو چي د يو قوم اوښ ځني وتښتيدى، له دوى سره آس نه و نو يوه تن هغه اوښ په غشي و ويشت او هغه يې را بند کړ نو رسول الله. وفرمايل، د غه تښتيدونکي حيوانات لکه د وحشي حيواناتو غوندي تښتيدونکي دي، که کوم حيوان وتښتيدى نو همداسي ورسره وکړئ، بيا الله’ فرمايي:
وَ مَا عَلَّمْتُمْ مِنَ الْجَوَارِحِ مُکَلِّبِيْن تُعَلِّمُوْنَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَکُمُ اللهُ فَکُلُوْا مِمَّا أَمْسَکْنَ عَلَيْکُمْ وَ اذْکُرُوا اسْمَ اللهِ عَلَيْهِ » [المائدة:٤] ترجمه: (او حلال کړاى شوى دى تاسو ته ښکار) د هغه چي ښوونه کړې وي ورته تاسو له (ټولو اقسامو) ښکار کونکو (حيواناتو يا مرغانو) څخه چي ښوونه کونکي اوسئ تاسي (په ښکار ځغلولو د دوى) چي تاسي ورته ښوونه وکړئ، له هغه څخه چي تاسي ته الله’ ښودلي دي، نو خورئ تاسي له هغه ښکار څخه چي نيولى يې وي تاسي ته او يادوئ تاسي نوم د الله’ پر هغه (ښکاري حيوان کله چي ښکار ته يې ليږئ) يا يادوئ تاسي نوم د الله په حلالولو د هغه ښکار که مو ژوندي وموندى)

دغه آيتونه پر دې دلالت کوي چي د کوم حيوان حلالول غيرمقدور وي نو بيا يې حلالول په داسي ډول دي چي د بدن هر غړى يې ولګيږي او له دغه پرهار څخه مړ شي نو حلال دى، لکه په فقهي کتابونو کي يې شروط او اعتبارات ښکاره دي او هغه چي لومړى مقدور يا هغه ښکار چي موږ يې په داسي حال کي ونيسو چي لا ژوندي وي نو بيا تر هغه حلال نه ګڼل کيږي، تر څو چي پر خپله معلومداره ځاى په هغو شرطونو چي ځيني يې پر ذبح کونکي او ځيني يې د ذبح کولو په آله او ځيني يې د ذبح کولو په حالت کي معتبر شوي ذبح نشي

شپږم: فقهاوو رحمهم الله د ذبح کولو لپاره څلور شرطونه ايښي دي:

الف: لومړى شرط دادى چي حلالونکى به د حلالولو اهليت لري چي دوه شيان به پکښې وي، يو عقل، ځکه حلالول د عبادت په ډول وي او قصد پکښې شرط دى، څوک چي عقل نه لري، لکه ليونى يا نور، بيا يې قصد صحيح نسي ګڼل کيداى او د ده ذبح بيا داسي ده لکه چي اوسپنه د پسه پر غاړه راولويږي او غاړه يې پرې کړي.
دوهم شى بيا دادى چي حلالونکى به د آسماني دين منونکى وي، هغه که اهل کتاب وي او که مسلمان، الله’ فرمايي:
اِلاَّ مَا ذَکَّيْتُمْ » [المائدة:٣] ترجمه: (خو روا دي هغه چي حلال يې کړئ تاسي!)
دلته خطاب مسلمانانو ته دى او د همدې سورت پنځم آيت چي الله’ فرمايي:
وَ طَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْکِتَابَ حِلٌّ لَکُمْ »
ترجمه: (او طعام د هغو کسانو چي ورکړاى شوى دى دوى ته کتاب، حلال دى تاسي ته)
اهل کتاب يهوديان او نصرانيان دي، مقصد د دوى له طعام څخه د دوى ذبائح دي، ځکه له ذبائحو سيوا طعام له دوى او نورو ټولو څخه حلال دى.
ب: دوهم شرط د ذبح کولو په آله اسباب پوري اړه لري، خامخا بايد پکښې دوه شيان وي، يو تيزوالى (تېره والى) چي د هغه په وسيله ذبح شي، نه د دروندوالي په سبب؛ هغه شى لکه توره، چاړه، تېره ډبره او نور شيان او دوهم شى دا دى چي غاښ او نوک نه وي. کله چي دا دوه شيان پکښې موجود سي نو بيا ورباندي حلالول روا دي، لکه چي نبي ص فرمايي:
“مَا اَنْهَرَ الدَّمُ وَذُکِرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلُوْا مَا لَمْ يَکُنْ سِنًّا اَوْ ظُفْرًا” [بخاري:٥٤٩٨] ترجمه: (خورئ هغه چي ويني يې وبهوي او د الله’ نوم ورباندي ياد شي، خو چي (هغه د حلالولو شى) نوک او غاښ نه وي)

او هغه چي د درانه شي د لويدلو په سبب ومري، بيا (وقذ) بلل کيږي.
“عَنْ عَدِىِّ بْنِ حَاتِمٍ> قَالَ سَاَلْتُ رَسُوْلَ اللهِ. عَنِ الْمِعْرَاضِ فَقَالَ اِذَا اَصَبْتَ بِحَدِّهِ فَکُلْ فَاِذَا اَصَابَ بِعَرْضِهِ فَقَتَلَ فَاِنَّهُ وَقِيْذٌ فَلاَ تَاْکُلْ” [بخاري:٥۴۷٦] ترجمه: د عدي په حديث کي راځي، هغه وايي چي ما له رسول الله. څخه د هغه ښکار په هکله پوښتنه وکړه چي د غشي په پلنه خوا و ويشتل شي، پيغمبر ص راته وفرمايل: کله چي د غشي په تېره خوا ولګيږي، هغه خوره او چي په پلنه خوا يې و ويشتل شي، هغه مه خوره! ځکه چي هغه د (وقيذ) حکم لري، هغه دا چي په درانه شي لويدلو ومري.
ج: دريم شرط د مرۍ، حلق او دوو رګونو پرې کول دي او راجح وينا دا ده چي له دغو څخه بې له تعيينه درې شيان بايد قطع شي:
مرۍ د خوراک او څښاک لاره بولي، حلق بيا د ساه اخيستلو لاره ده او دوه رګونه هغه چي د غاړي په څنډو کي دي او وينه جريان پکښې لري، بولي.
د: څلورم شرط دادى چي پر ذبيحه باندي د الله’ نوم ياد کړاى شي، الله’ فرمايي:فَکُلُوْا مِمَّا ذُکِرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ اِنْ کُنْتُمْ بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِيْنَ » [الانعام:١٢١] ترجمه: (نو وخورئ تاسي له هغې مذبوحې څخه چي ياد کړاى شوى وي پر هغې نوم د الله’)
بيا فرمايي:
وَلاَتَأْکُلُوْا مِمَّا لَمْ يُذْکَرِ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ وَاِنَّهُ لَفِسْقٌ »[الانعام:١٢١] ترجمه: (او مه خورئ تاسي له هغې (مردارۍ) چي نه وي ياد کړاى شوى نوم د الله’ پر هغې باندي (عمدًا) او بې شکه چي دا خوراک خامخا ګناه ده)
په دغو آيتونو کي الله’ مؤمنانو ته امر کوي چي هغه ذبائح خورئ چي دالله’ نوم ورباندي ويل شوى او له هغو څخه ډډه وکړئ

چي د الله’ نوم نه دى ورباندي ويل شوى او هغه يې فسق وباله، همداسي سپيڅلى نبوي سنت هم د دې ذبيحې د خوړلو امر کوي، لکه چي عليه السلام فرمايي: هغه ذبيحه چي ويني يې توى شوي او د الله’ نوم ورباندي ويل شوى دى، خورئ. په دې کي دا دليل شته چي تسميه د ذبيحې د حلالولو لپاره شرط ده، ځکه پيغمبر ص خوراک تر دواړو شيانو پوري تړلى دى چي هغه ويني بهيدل او تسميه ويل دي او کوم شى چي تر دوو چارو پوري تعلق نيولى وي، هلته بيا د يوې ترسره کيدل کفايت نه کوي.

اووم:
کله چي د غوښو په باب معلومات نه وي او د حلالونکي حال هم نامعلوم وي چي ايا ذبح يې له شرعي شرطونو سره سمه کړې او که نه؟ او دغه په اسلامي ملکونو کي وي او هغه غوښي د دوى په بازارونو کي خرڅيږي، د هغو خوړل روا دي او د هغوى رانيول پر مسلمانانو باندي د حسن ظن په سبب کيداى شي، ځکه غالبًا مسلمانان له شرعي طريقې څخه مخالفت نه کوي، که څه هم موږ ته ذبح کونکى معلوم نه وي او نه هم په دې خبر يو چي ايا تسميه به يې ويلې وي او که نه؟
دا له دې کبله چي امام بخاري له حضرت عائشې B څخه يو حديث شريف راوړي، هغه وايي چي يو قوم رسول الله ص. ته و ويل چي موږ ته هغه فلاني خلګ غوښي راوړي، موږ نه يو خبر چي د ذبح کولو په وخت کي به يې تسميه ورباندي ويلې وي او که نه؟ نو پيغمبر ص ورته وفرمايل چي تاسو تسميه ورباندي ولولئ او ويې خورئ. حضرت عائشه B وايي چي د غوښو راوړونکي کسان په نژدې وخت کي په اسلام مشرف شوي وو نو پيغمبر ص د داسي شکمني غوښي خوړل حلال وبلل، دلته شک په دې کيږي چي نوموړي کسان د کفر زمانې ته نژدې وو، ښايي دا به ورته معلومه نه وي چي تسميه ويل په ذبح کولو کي شرط ده او چي رسول الله. له دغي شبهې سره، سره حلاله وبلله، دا د دې دليل دى چي هغه څوک، کوم چي د ذبيحې د حلالولو اهل وي نو د هغه په ذبيحې کي اصل حلال والى دى، ځکه چي اصل په هغو افعالو او تصرفاتو کي چي هغه له خپله اهل څخه صادريږي، صحت او سموالى دى.

اتم:
او کله چي د غوښو په هکله معلومات نه وي او د حلالونکي حال هم نامعلوم وي چي ايا ذبيحه يې له شرعي شرائطو سره سمه کړې او که نه؟ او دغه بيا په کفري هېوادونو کي وي او يا هم په اسلامي هېوادونو کي وي، خو له کفري دولتونو څخه يې راوارد کړي وي نو بيا يې خوړل او استعمالول صحيح نه دي، تر څو په يقيني توګه ښکاره نشي چي حلالونکى شخص مسلمان او يا هم پر خپل دين ولاړ اهل کتاب دى او په مشروع ډول يې ذبح ترسره کړې ده، ځکه څوک چي اهل کتاب نه وي او ذبح وکړي، هغه د مړزګي (مرداري) حکم لري او اهل کتاب که څه هم چي ذبائح يې زموږ لپاره حلال او روا دي، خو هغوى نن زياتره له خپل دين څخه ګرځيدلي دي او په هغه مشروع ډول ذبح کولو عمل نه کوي او دغه خبره د علماوو، دعوتګرانو، محصلينو او زده کونکو په مشاهده چي په غير اسلامي هېوادونو کي اوسي، رسېدلې ده چي موږ به يې څه لنډ تقريرونه ان شاء الله ياد کړو. د کفري هيوادونو څخه د راوړل شويو غوښو حکم

دوهمه برخه

د علماوو نظرونهنهم: د راوړل سوو غوښو په باب د علماوو او مبلغينو اظهارات:
الف:شيخ محمد تقي عثماني ـــ حفظه الله ـــ وايي:
هغه طريقه چي د چرګانو د حلالولو په هکله ځني کار اخيستل کيږي او ما په خپلو سترګو په کاناډا، جنوبي افريقا او د (ري يونين) په جزيره کي وليدله، دا وه چي يو ډېر لوى ماشين و، چي د ذبح کولو او تيارولو ټول مراحل يې ترسره کول، له يوه لوري به چرګ وردننه کړل شو او بلي خوا ته به يې پاکي غوښي په قوطيو کي بندي راوتلې، ټولي مرحلې يې له حلالولو څخه د بڼکو تر شکولو، د کولمو تر ايستلو، د غوښي پرې کولو، پاکولو او په قوطيو کي تر بندولو پوري د برق د يوه ماشين په ذريعه پوره کيدلې او هغه څه چي په دې پلټنه کي له شرعي پلوه ورته اړتيا ده، هغه څلور شيان دي:
لومړى: دا چي چرګان په سړو اوبو کي چي په هغو کي د برق جريان و، تېريدل.
دوهم: د چرګانو غاړي په يوه ګردۍ چاړې چي څرخيدله، پرې کيدې.
دريم: په ګرمو او تودو اوبو باندي د چرګانو تېرېدل.
څلورم: دا چي په داسي تخنيکي چوکاټ کي واجب تسميه څرنګه ترسره کيداى سي؟

له پورتني اتوماتيکي طريقې څخه چي چرګان يې حلالول، له شرعي پلوه په څو ځايونو کي خلل شته:
(١) په ځينو مسلخونو (د حيوانانو د حلالولو ځاى) کي به چرګان تر حلالېدلو مخکي په سړو اوبو کي چي د برق جريان به پکښې و، ډوبېدل او د دې وېره وه چي چرګان تر حلالولو دمخه ومري…
(٢) ګردۍ چاړه که څه هم د رګونو د پرې کېدلو لپاره په ډېر و وختونو کي کافي وه، خو د چرګانو غاړي به ځيني وختونه په پوره توګه چاړې ته نه رسېدې نو حلقوم به يې نه پرې کېدى او يا خو به ډېر کم څه پرې شو.
(٣) له ګردۍ چاړې سره د دې امکان نسته چي له هر چرګ سره دي تسميه و ويل شي او تسميه د ماشين د چالانولو پر وخت او يا د هغه چا په خوله چي له چاړې سره ولاړ وي، د شريعت غوښتني نه پوره کوي.
(٤) هغه ګرمي اوبه چي چرګان پکښې تېريږي، د دې وېره شته چي ويې وژني…

ب: د رابطۀ عالم اسلامي مشر “محمدعلي الحرکان” د سعودي عربستان د افتاء رئيس ته د راوړل شوو غوښو په هکله يو ليک واستاوه چي متن يې داسي و:
موږ ته يو شمېر رسمي او غير رسمي داسي راپورونه رسېدلي دي چي وايي: ځيني اسټراليايي شرکتونه، هغه چي اسلامي هېوادونو ته غوښي صادروي، په ځانګړې توګه د “الحلال الصادق” شرکت چي خاوند يې يو قادياني “حلال صادق” (هغه کس چي دوى د حيوان د حلالولو لپاره د مسلمان په توګه مقرر کړى وي) دى، هغه د اوښانو، پسونو او مرغانو د ذبح کولو لپاره د اسلامي ذبح کولو طريقې متابعت نه کوي. څرنګه چي رابطه عالم اسلامي په دې باره کي د اسلامي شريعت د تطبيق کولو لپاره ډېري هڅي کوي نو موږ داسي اراده کړې ده چي مخامخ د هغو اسټراليايي اسلامي جمعياتو له اتحاد څخه چي پته يې لاندي ليکل شوې، مرسته وغواړو، ترڅو ټول مسلخونه مکمل د دوى تر څارني او نظر لاندي ذبح وکړي او دوى بيا باوري شرکتونو ته چي غوښي صادروي، شهادت پاڼي ورکړي او خپل رسمي مهر پرې ولګوي، له دې کبله هيله لرو چي تاسو د خپل هېواد اړوندو څانګو او تجارتي اطاقونو ته داسي حکم وکړئ، تر څو له موږ سره مرسته وکړي او احتياط دي وشي، تر څو هيڅ حرامي غوښي له دې هېواد څخه، سيواد اسلامي جمعياتو د اتحاد له شهادته، کوم چي د شرعي ذبحي ضمانت کوي، رانه وړل شي او د اسلامي تعليماتو څخه سرغړونه ونسي، له الله’ څخه غواړم چي موږ ټول په هغه څه کي چي الله’ يې خوښوي، بريالي کړي.
و الله يحفظکم و يرعاکم
محمد علي الحرکان

ج: د (الدعوة) مجلې چي په رياض کي خپريږي، له (ابهاء) ښار څخه د ډاکټر محمد الطباع مقاله په( ٦٧٣) ګڼه د( ١٣٩٨) هـ ق د ذالقعدې په( ٢١ ) تر دې عنوان لاندي (د دې لپاره چي حرام ونه خورو) راوړې، ليکي:
السلام عليکم ورحمة الله و برکاته:
ستاسو د مجلې په ( ٦٦٧ ) ګڼه چي د( ١٣٩٨ ) ق هـ د شوال المعظم نهمه نېټه وه، د عبدالرحمن المحمد الاسماعيل مقاله مي ولوستله چي عنوان يې و: (د دې لپاره چي حرام ونه خورو!) الله’ دي خير ورکړي نو زه غواړم لانديني توضيحات وړاندي کړم:

زه محمود الطباع بيطري ډاکټر يم، په غربي المان کي مي خپلي زده کړي ترسره کړي، د زده کړي په پيل کي له نورو مسلمانانو وروڼو سره د حلالو غوښو له مشکل سره مخامخ شوم چي ايا د دوى له غوښو څخه خوراک کول روا دي؟ او د دې لپاره چي د دوى له ذبح کولو څخه مطمئن شو نو له يو شمېر وروڼو سره د هغوى مسلخ ته چي د (هانوفر) په ښار کي دى، ورغلم نو ومو ليدل چي هغوى د غوايانو ګلې راوستلې او په سربه يې له يوې خاصي توپنچې څخه په مردکيو ويشتل او کله چي به ټول په مځکه ولوېدل او ښورېداى به نه سواى نو بيا به مزدورانو د يو څه مودې لپاره چي تقريباً شل دقيقې وخت به و، استراحت کاوو او خوراک څښاک به يې وکړ، بيا به يې د غوايانو د شا پښې په پورته کونکي ماشين پسې وتړلې او سرونه به يې ځني پرې کړل، څرمني به يې ځني وايستلې، غوايي به يې دوه ځايه کړل او په اوبو به يې هغه وخت پرېمنځل چي لري او کولمې به يې ځني راوايستلې، اوبه به لکه ويني داسي تکي سرې ښکارېدلې، پخوا له دې چي مزدوران له استراحت څخه راولاړيږي او د غوايانو سرونه پرې کړي، موږ ته معلومه شوه چي ټول غوايي مړه شوي وو او زموږ په دين کي يې خوړل ناروا دي نو موږ مسلمانانو محصلينو او زده کونکو ته خبر ورکړ او خپل دسترګو ليدلى حال مو ورته و وايه، د افسوس خبره ده چي هغوى د خنزير له غوښو څخه هم پرهيز نه کاوو! څه خوله مردارو غوښو؟!
ډاکټر محمود الطباع

د ابهاء په سهيل کي د ښاروالي او کليوالي سيمو د چاپيريال د روغتيا عمومي مديريت

لنډيز يې:

هغه په غربي آلمان کي قصابان وليدل، چي غوايي به يې پر سر په توپنچه ويشتل، بيا وروسته له راحت کولو به يې سرونه ځني پرې کول، په داسي حال کي چي غوايان به د ښوريدلو نه وو، هغوى باوري شول چي ګواکي د هغوى ذبح وروسته تر مړيني ترسره کيږي.

د:په کويت کي المجتمع مجله( ١٤١٤ ) ګڼه نهم کال د سه شنبې ورځ (١٣٩٨ ) هـ ق کال د ذيقعدې له لومړي سره موافق ده په ډنمارک کي د مسلمانانو ځوانانو د جمعيت مقاله تر دې عنوان لاندي چي (په ډنمارک کي د مرغانو د شرعي ذبح په هکله) خپروي، وايي: د هغو بې شمېره پوښتنو چي زموږ ټولني ته د هغه چا له خوا چي په عربي دولتونو کي مقيم دي، راغلي، تر څو په ډنمارک کي د غوښو او چرګانو د شرعي ذبحي کيفيت معلوم کړي نو موږ وروسته له تحقيق او څيړني څو نتيجو ته ورسيدو چي دلته يې ليکو:
موږ له رسمي منابعو څخه وپوهيدو چي قادياني ډله د تأسيس له لومړي وخته چي( ١٩٦٧ ) ميلادي کال و،په ډنمارک کي بعضي کسان چي د مسلمانانو په نامه ځان بولي او هغوى اسلامي هېوادونو ته د غوښو او چرګانو د تصدير شهادت پاڼي ورکوي او په مقابل کي يې له صادرونکو شرکتونو څخه پيسې ترلاسه کوي، موږ ته معلومه شوه چي د اسلامي هېوادونو سفارتونه، لکه چي په نورو هېوادونو کي دي، اسلام نه د ليري او نه هم له نژدې څخه تمثيلوي او موږ ته په تېرو کلونو کي دا هم معلومه شوه چي ځيني شرکتونه د دې لپاره چي اسلامي هېوادونو ته د چرګانو د غوښو صادرات وکړي، چلونه او حيلې جوړوي او په مسلخونو کي د ټيپ ريکارډ په وسيله د قرآن کريم تلاوت خپروي چي ګومان کوي دغه کار زموږ لپاره غوښي روا کوي او ځيني بيا د خلګو په سترګو کي د خاورو اچولو لپاره مسلمانان په مزدورۍ مقرروي چي يوازي په مسلخ کي داسي يو کار چي له حلالولو سره يې تړاو نه لري، ترسره کوي… نن زموږ جميعت ټولو مسلخونو ته چي بهر ته چرګان صادروي او شمېر يې( ٣٥ ) مسلخونه دي، يو ليک واستاوو، کله چي مو د هغوى ځواب ترلاسه کړ، راته معلومه سوه چي ځيني خو اصلاً اسلامي هېوادونو ته صادرات نه لري، ځکه نو هغوى زموږ د ورتلو په باب ممانعت نه درلود! د هغو شرکتونو چي اسلامي دولتونو ته يې د چرګانو او غوښي صادرات کول، له سره يې زموږ د ورتلو (او کتلو) اجازه رانه کړه او په ډاګه يې ممانعت وکړ او د ټيلفون په وسيله مو چي د صادراتو د کمېټې له مشر سره خبره وکړه، داسي راته معلومه شوه چي:
لومړى: د ډنمارک مسلخونه د اسلامي ذبح کولو په هکله هيڅ فکر هم نه لري.
دوهم: عربي واردونکي فقط يوازي له دوى څخه غوښتنه کوي چي د اسلامي ذبحي عبارت ورباندي وليکي نو د ډنمارک شرکتونه هم کله چي تجارت يې زياتيږي او رسمي دائرې هم چي د دوى د تصدير شهادت پاڼي تصديق کوي، ورسره موافقه کوي.

دريم: هغه ذبح چي له بې سدۍ (بې هوښۍ) څخه وروسته د سر پرې کول دي، د دوى د بيطري طب د قانون ايجاب (غوښتنه) ده او له دې سيوابل ډول ذبح خاصي اجازې ته اړتيا لري.
څلورم: هغه څه چي په اوسني وخت کي ډنمارکي شرکتونو ته اهميت لري، هغه د هغو سفارتونو دريځ دى، کوم چي دوى يې هېوادونو ته صادرات لري، ځکه هغوى دي چي د اسلامي ذبحي کتل او څارل يې په غاړه دي…

موږ د صادراتو د کمېټې له مشر څخه وغوښتل چي د دغو مادو په هکله ليکلى ځواب راکړي، ويې منله خو بيا خبره تراوږدې مودې وځنډېدله او په پاى کي موږ ته په ديپلوماتيکه لهجه يو داسي ځواب ورسېدو چي هغه زموږ له ټليفوني خبرو اترو څخه ليري و. له پورتني بيان څخه ښکاري چي د دغو ملنډو لومړني مسئولين د ډنمارک صادرونکي نه دي، بلکي په لومړۍ درجه کي عربي سوداګران دي او له هغوى وروسته بيا هغه سفارتونه دي چي د دوى ګناه تصديقوي.
بناء پر دې موږ په ډنمارک کي د مسلمانانو ځوانانو جمعيت له دې ځايه ټولو مسلمانانو ته چي هر ځاى اوسي، اعلانوو:
هغه غوښي چي له ډنمارک څخه دوى ته صادريږي، په خاص ډول نه ذبح کيږي او له هغو ذبائحو څخه يې فرق نه سته چي نورو دولتونو ته صادريږي او دلته ذبح کول د بې خودۍ (بې هوښۍ) په توګه ترسره کيږي، يوازنى فرق دا دى چي په پاکټونو باندي يې عربي الفاظ د رانيونکو او مسلمانانو د خطاايستلو لپاره وي .
کفري هيوادونو څخه راوړل شوې غوښې

دريمه برخه

په ډنمارک کي د مسلمانو ځوانانو جمعيت
لنډيز يې: الف: هغه کسان چي اسلامي هېوادونو ته د غوښو او چرګانو د تصدير شهادت پاڼي تصديق کوي چي دا په اسلامي شرعي توګه ذبح شوي، هغوى قاديانيان دي او پر دغو تصديقونو باندي پيسې ترلاسه کوي، بيا هغه اسلامي لوري چي له قاديانيانو څخه يې د تصديق کولو واک اخيستى او له دې سره، سره يې د ډنمارکي شرکتونو د ګټو ساتنه او د اسلامي سفارتونو مصلحتونه او د عربي واردونکو منافع په پام کي نيولي، تر شا ولاړ دي.
ب: زياتره هغه کسان چي په سفارتونو کي ګومارل شوي، يوازي ديپلوماتيکي لاري چاري پر مخ بيايي، نه دا چي اسلام تمثيلوي.

ج:د ډنمارک نصارا او نور اهل کتاب له خپلو ديني مباديو څخه تېر شوي دي نو د دې ځاى نه شته چي اهل کتاب په نامه ياد شي، بلکي هغوى تر نصرانيانو، کمونستانو او بودايانو ته ورنژدې دي.
د: دا چي د مسلخونو چلونکي د ځوانانو مسلمانانو له ورتګ څخه چي د دوى د ذبح کولو طريقه له نژدې و ويني، ممانعت کوي او وايي چي ځوانان مسلمانان نه، بلکي د اسلامي هېوادونو سفارتونه، کوم چي د تصدير شهادت پاڼي تصديق کوي، د مسلمانانو تمثيل کوي.

هـ:د ډنمارک شرکتونه د اسلامي ذبحي په هکله له اسلامي حلقو څخه هيڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.
و: عربي واردونکي هغه څوک دي چي يوازي دا ليکنه چي (ذبح على طريقة اسلامية) غواړي او ډنمارکي شرکتونه هم کله چي د دوى په ګټه کار وي، موافقه ورسره کوي.
ز: د غاړي پرې کول وروسته له بې هوښۍ ترسره کيږي، هغه که اسلامي هېوادونو ته صادريږي او که نورو ته، په دوى کي سيوا د کڅوړو له عبارت ليکنو نور هيڅ فرق نسته.

ح: هغه څه چي د ډنمارک د هغو شرکتونو لپاره مهم دي چي اسلامي هيوادونو ته د غوښو صادرات کوي هغه دا دي چي د اسلامي واردونکو هيوادونو سفارتونه ورسره موافق شي او د دوى تصديق وکړي.
ط: د حل لاره دا ده چي اسلامي هېوادونو ته د غوښي د صادرولو لپاره اسلامي مسلخونه جوړ شي او په دې لاره کي په علم، عمل او مال باندي تعاون او مرسته وشي.

لسم: د مبلغينو او دعوت کونکو هغه راپورونه چي د سعودي عربستان د علمي بحثونو او افتاء دعوت او ارشاد عمومي رياست ته رسېدلي:
لومړى: د اسلامي دعوتګر استاد احمد بن صالح محايري تقرير چي له برازيل څخه يې د واردو سويو غوښو په هکله را استولى، وايي:
الحمدلله و الصلوة و السلام على رسول الله محمد و على آله و اصحابه اجمعين. عاليقدر عمومي رئيس، محترم پلار علامه شيخ عبدالعزيز بن باز (حفظه الله)! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، وبعد:
ستاسو عالي جناب د سرليک نمبر( ٣٤٤٢ ) چي په (٢١-٦-١٣٩٨) هـ ق ليکل سوى او تاسو راڅخه سعودي عربستان ته د واردو سوو غوښو د مرغانو او حيوانانو د ذبح کولو څرنګوالى غوښتى، ستاسو د حکم د تنفيذ په هکله بايد ووايم چي د فخر ځاى دى چي ستاسو لوړ حضور ته دا لانديني توضيحات وړاندي کړم:
زه د( ١٣٩٨) هـ ق کال د رجب د مياشتي له څورلسمي بيا تر دېرشمي پوري د برازيل اوو (٧) ښارونو ته ولاړم، چيري چي د غوښو او چرګانو صادرونکي شرکتونه شته، هغه ښارونه دي: کورتيبا، بونطاکروسا، کامبوکراندي، کويابا، غويانا، بروزينس او ساني جوزيف.

سره له دې چي زه ټولو صادرونکو شرکتونو ته چي په دغو ښارونو کي دي، ورغلم او د ذبح کولو په طريقه يې خبر شوم، خو زه په دې راپور کي يوازي د هغو شرکتونو يادونه کوم چي ما په دې سفر کي وليدل او کوم چي سعودي عربستان ته صادرات کوي او د هغوى په باب لکه چي ما معلومات ترلاسه کړل، خپل وړانديزونه او کتني ښکاره کوم: په برازيل کي د “بارانا” په ولايت کي د” بونتاکروسا” په ښار کي د “برنسيسا” د چرګانو د روزلو شرکت چي په مياشت کي يې له ( ١٥٠ ) ټنه څخه زيات صادرات درلودل او په کڅوړو کي به يې بندول، سعودي عربستان او څو نورو عربي هېوادونو ته، لکه مسقط، عمان او کويت ته به يې د “بتروبراز” له لاري چي برازيلي شرکت دى، ليږل.

دغه صادرات به يې د نايلون په داسي کڅوړو کي بندول او په داسي کارتنانو کي به يې ايښودل چي په عربي به ورباندي ليکلي وو: (ذبح على الطريقة الاسلامية) او کله چي د ځينو هېوادونو د سوداګرۍ وزارت له سوداګرو څخه وغوښتل چي د استيراد له پاڼو سره (هغه ورقي چي له خارجي غوښو سره د حلالوالي د تصديق لپاره راځي) يوځاى داسي پاڼي هم مل وي چي ثابته کړي، دغه غوښي په اسلامي طريقه ذبح شوي دي نو نوموړي شرکت د کورتيبا په ښار کي د اسلامي جمعيت (ټولني) له رئيس څخه چي (حسين العميري) نوميږي، وغوښتل چي هغه دي له هر بار سره په ليکلې توګه شاهدي ورکړي چي دغه ذبح په اسلامي طريقه ترسره شوې او شرکت به بيا د هري پلا په بار کي يوه په سلو کي (%١) برخه ده ته د دې شاهدۍ په بدل کي ورکوي…

د راپور لنډيز په لاندي ډول دى:

په “برنسيسا” شرکت کي د چرګانو د حلالولو طريقه:
(١) چرګ په پښو تړلى يو ماشين هغه سړي ته وروړي چي چاړه يې په لاس او په ډېره چټکي سره يې غاړه ورپرې کوي او همدغه ماشين يې بيا ايشيدلو اوبو ته رسوي چي هلته يې ډوب کړي، څو يې بڼکي ورژيږي او بيا پرېمنځل شي او د صادرولو لپاره چمتو شي.
(٢) کله د حلالونکي او ماشين د زيات تيزوالي په سبب د چرګانو له دوو رګونو څخه يو پرې شي او کله تر مړيني له مخه په ايشيدلو اوبو کي ډوب کړاى شي.
(٣) زه په دې شکمن يم چي ذبح کونکى مسلمان، اهل کتاب او که بت پرست يا ملحد دى؟
(٤) پر کڅوړو سربيره ليکل کيږي چي (ذبح على الطريقة الاسلامية) او پر دې باندي هغه څوک تصديق کوي چي نه يې په خپله ذبح ليدلې او نه يې نائب، بلکي يوازي د تصديق کولو په بدل کي مزدوري اخلي او دا هم د تجارت د وزارت په غوښتنه چي له سوداګرو يې غوښتي چي داسي شهادت پاڼي ولري چي دا ذبح اسلامي ده.
د شرکت له چلونکو څخه مي وغوښتل چي د ذبح کولو طريقه دي سمه بدله کړي، تر څو اسلامي وي، موافقت يې وکړ، خو ويل يې چي اول بايد لازمه اندازه (کميت) وروښيم. په “ساديا او “اويسته” شرکت کي د ذبح کولو طريقه: (١) د دوى دستور هم د لومړني شرکت په ډول و چي چرګان به يې په پښو راځړول او تر مړيني له مخه به يې په ايشېدلو اوبو کي پرېمنځل او داسي به يې ورباندي ليکل (ذبح على الطريقة الاسلامية) او دوى هم له دوو اسلامي جمعيتونو (ټولنو) څخه د اجرت په بدل کي تصديق ترلاسه کاوو، د دې ذبح څه ورو او کراره وه، لومړى به يې پوستکى څيراوو او بيا به يې رګونه ورغوڅول، ذبح کونکي معلوم نه و چي اهل کتاب وو او که بت پرست.
(٢) غوايي بيا لومړى په برېښنا (برق) بې هوښه کېدل او بيا ځني څرمن ايستل کېده، سيوا له دې چي ويني يې ووځي او کله چي ډاکټرانو ورته وښودله چي د وينو شتون (موجوديت) خطر لري، بيا به يې په څټک پر سر و وهل چي مړه به نه وو، وبه لوېدل، بيا به يې له پښو څخه په پورته کونکي ماشين باندي راوځړول او د غاړي څرمن به يې ډولي کړه، په بله چاړه به يې رګونه ورپرې کړل، ويني به په زياتوالي ځني راتويېدلې، تر څوچي مړه به سول، خو د ذبح کونکي او شاهد حال همداسي و، لکه چي د چرګانو په ذبح کي مو ياد کړ.

د پسونو د حلالولو په هکله د “ارجنتين” د شرکت کړنلاره:
(١) يو ماشين پسونه پورته کړل او يو سړي د هغوى غاړه او رګونه په اسلامي طريقه په چاړه پرې کړل.
(٢) د ارجنتين اسلامي مرکز ورباندي شاهدي ليکي.
(٣) ذبح کونکى يې معلوم نه دى.د کفري هيوادونو څخه راوړل شوې غوښې

څلورمه برخه

ډنمارکي شرکتونهد ډنمارک د غوښو د شرکت طريقه:
په ډنمارک کي اوسېدونکى محمد الابيض، کوم چي د غوښو په قوطۍ اچونکي فابريکه کي کار کوي، وايي چي هغوى تل پسونه په برق بې هوښه کوي (وژني) او په صندوقونو يې ليکي چي: (مذبوحة على الطريقة الاسلامية)
زه وړانديز کوم چي يو څوک وليږل شي چي شرعي ذبح او يا يې د ده په حضور کي ذبح وشي. يهودان د خپلو ذبائحو لپاره همداسي کوي او موږ د دې لپاره له دوى څخه زيات بهتر يو. دوهم د شيخ عبدالله بن علي العضية تقرير چي د افتاء رياست له خوا په قصيم کي لارښود دى، له لندن او فرانسې څخه د واردو شويو غوښو په هکله ليکي: کومه چي د واردو شوو چرګانو او د هغوى د ذبح کولو موضوع ده، د هغې په هکله ما په لندن کي زيار وايست چي زه يې د ذبح کولو په طريقه وپوهيږم نو د ذبح کولو د ماشينانو د شرکت مدير ته ورغلم او داسي مي ورته وښودله چي زه ګواکي په سعودي کي د چرګانو د ذبح کولو شرکت جوړوم نو د نمونې مصور د فابريکو يو کتلاګ (د کار نمونې) يې راکړ، کوم چي د دوى شرکت يې جوړوي، کله چي يې د عملياتو څرنګوالى راته شرح کاوه ما ورته و ويل چي چرګ د تغليف (پيچلو) د ماشين په وړاندي داسي ښکاره شو چي سر يې پرې شوى نه و! نو ده د استفهام په ډول راته و ويل: ولي د سر پريکول؟ ما ورته و ويل چي په منځني ختيځ کي موږ د مرغانو سرونه نه خورو.

زه ستاسو حضور ته د فابريکې (کارخانې) يو فوتو ګرافي عکس درليږم چي لومړى ځل موټر د کارخانې له دروازې سره دريږي، لکه چي په ترجمه شوي عکاسي کي ښکاري، بيا چرګان راکوزيږي او په پښو تړل کيږي او په يوه ګردۍ آله باندي تېريږي چي هغه نيمايي خلاصيږي او د چرګانو سرونه پکښې ننوځي، په هغې باندي ليکلي چي دغه ذبح د بې خودۍ په طريقه ترسره کيږي، ځکه د چرګ سر سخته چاودېدونکې هوا و وهي چي بيا نه ويني او نه هم اوري، د مرګ د راتلو انتظار کوي، بيا يو بل ماشين ته ور رسيږي چي په هغه کي د ويني څاڅکي يا نور څه توييږي، بيا وروسته بل جهاز (ماشين) چي هغه په خورا سختو ګرمو اوبو او يا بخار چليږي، که چيري ژوندي وو، هلته مړه کيږي، بيا د پاکولو لپاره ځني راوځي، تر څو د نايلون په کڅوړو او بيا په کارتن کي کښېښودل شي، هغه چي په عربي ورباندي ليکل شوي وي (ذبح على الطريقة الاسلامية) دغه يوه کوچنۍ کارخانه ده چي په يوه ساعت (ګړۍ) کي دوه زره (٢٠٠٠) چرګان راباسي.

د شيخ عبدالله العضية د مقالې لنډيز:

(١) ايا تر اوسه هم څوک له يهودو او نصاراوو څخه پر خپل کتاب باندي پاتي دي؟ چي ملحدان او يا کمونستان شوي نه دي؟
(٢) زياتره هغه کسان چي د ذبح کولو چاري ترسره کوي، له منحرفو دهريانو او بت پرستانو څخه دي.
(٣) ايا موږ يوازي پر دې چي پر کڅوړو سربېره ليکلي و وينو چي (ذبح على الطريقة الاسلامية) له هغو څخه خوراک کوو؟ او که د پيغمبر ص د حديث په پيروي چي فرمايي:
“دَعْ مَا يُرِيْبُکَ إِلٰى مَا لاَيُرِيْبُکَ” [ترمذي:٢٥١٨] ترجمه: (د يقيني شي په مقابل کي هغه شى پرېږده چي تا په شک کي اچوي) عمل کوو؟ په حديث شريف کي له مشتبهاتو څخه ويرونه سته.

(٤) دوى يې له اتوماتيکي مسلخ څخه راوګرځول او هغه مسلخ ته يې بوتلل چي هلته د داخلي مسلمانانو لپاره يو څو تنو مسلمانانو د ذبحي چاري پر مخ بېولې او دوى يې نه پرېښودل چي اتوماتيکي مذبح وګوري، که چيري په اسلامي طريقه هلته ذبح کېداى نو حتماً به يې هغه هم په ليدلى واى.
(٥) چرګ له مسلخ څخه مړ او پريولى راوځي، خو سر يې پرې شوى نه وي او نه يې هم پر غاړه د ذبحي څه اثر وي او په دې باندي د مذبح چلونکى انګريز هم اعتراض کوي او وايي چي اسلامي ذبح وحشت ده! او چي کله په حيوان کي ويني موجودي وي، هغه دروند او ګټور وي!
(٦) همداسي په تېلو او غوړيو کي د خنزير او مړزګي وازګي ګډيږي.
(٧)وړانديز دا دى چي يو څوک ولېږل شي او د ذبائحو او دا ډول ملاوټونو په حال ځان خبر کړي.
نور هم ډېر تقريرونه شته چي موږ د اوږدوالي په سبب پرېښودل.
يوولسم: په تېرو سويو راپورونو د داعيونو له مشاهداتواو د مجلو له منشوراتو څخه معلوميږي چي د چرګانو، مرغانو او د غوايانو يا نورو حيواناتو غوښي چي له کفري دولتونو څخه وارديږي او همداراز په قوطيو کي خوندي شوي غوښي چي (پولي بيف) يې بولي او د غوايي ښوروا چي په دبليو کي ساتل شوې او له اروپا، اسټراليا او امريکا څخه راوړل کيږي، د مسلمانانو لپاره يې خوراک ناروا دى، ترڅو چي په يقيني توګه ورته معلومه شوې نه وي چي ذبح کونکى مسلمان يا اهل کتاب دى چي پر خپل دين پاته دى او ايا ذبح يې په شرعي طريقه ترسره کړې؟ خو ډېر ځله دغه يقيني کېدل محال وي او دا په لانديني وجوهاتو باندي:

لومړى: د ذبح کونکي ديانت چا ته معلوم نه وي او نه يې څوک پېژندلاى شي، هغه په داسي هېواد کي اوسي چي هلته بت پرستان، دهريان، سيکولران او نور مشرکان اوسيږي نو نه غالب ګومان او نه هم يقين کول کيږي چي هغه دي اهل کتاب وي، بلکي غالب ګومان دادى چي هغه به غير اهل کتاب وي، ځکه چي اهل کتابو خپل دين پرې ايښى او په خاصه توګه بيا د ذبحي په هکله، دوى په ټولو آسماني اديانو پسې استهزاوي کوي او ملنډي په وهي، که څه هم چي نومونه يې د نصرانيانو غوندي دي، خو يوازي نومونه کفايت نه کوي. کله چي له خپلي عقيدې څخه ګرځيدلي وي، هغه عقيده چي د وحي د نزول په وخت کي يې معتقد وو نو د دوى خپله ذبيحه حلاله نه ده او دغه عبارت ته چي د (ذبح على الطريقة الاسلامية) اعتبار نشته، ځکه دغه د تجارت د ګټي لپاره يوه حيله ده، لکه چي داعينو او مبلغينو يې هم يادونه کړې ده.
دوهم: هغه شرکتونه چي اسلامي هېوادونو ته د غوښي صادرات لري، په ذبح کولو کي د اسلامي طريقې متابعت نه کوي، بلکي حيوان په برق وژني يا يې په (نفخ) خفه کوي يا يې په ځانګړې تمانچه پر سر ولي او يا يې په نورو غيرشرعي طريقو… او بيا يې تر هغو نه ذبح کوي، تر څو چي مړ شوى نه وي او په ځينو راپورنو كي مو دا هم ولوستل چه چرګ له ماشين څخه مړ پريولى راو وت چي سر به يې پرې شوى نه و او نه به يې پر غاړه د ذبحي او پرې کېدو کومه نښه او اثر و! مصيبت دلته وي چي دغه شرکتونه اصلاً د اسلامي ذبحي په طريقه نه پوهيږي او نه دا ورته معلومه ده چي د ذبح کولو ځاى په حلق او غاړه کي دى او د علماوو په اتفاق چي اختياري ذبح سيواله دغو دوو ځايونو (حلق، لبه) بل ځاى نه روا کيږي.
دريم:پر ذبيحه د الله’ نوم يادول لازمي امر دى، الله’ د هغو ذبائحو له خوړلو څخه مؤمنان منع کړي دي، کوم چي د الله’ نوم نه وي باندي ياد شوى او هغه يې فسق بللى، الله’ فرمايي:
وَلاَتَأْکُلُوْا مِمَّا لَمْ يُذْکَرِ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ وَ اِنَّهُ لَفِسْقٌ »[الانعام:١٢١] ترجمه:(او مه خورئ تاسي له هغې (مرداري) چي نه وي ياد کړاى شوى نوم د الله’ پر هغې باندي (عمدًا) او بې شکه چي دا خوراک خامخا ګناه ده)

دغه آيت د هغي ذبيحې خوړل چي د الله’ نوم نه وي ورباندي ياد شوى، حرام بولي او دا يقيني خبره ده چي نصرانيان د الله’ نوم پر ذبيحه نه يادوي او د جمهورو علماوو په نزد چي د اهل کتابو د ذبائحو د حلال والي لپاره هم تسميه شرط ده او علماء دا هم شرط ګڼي چي پر معين حيوان باندي د ذبح کولو په وخت کي تسميه وي، معنا دا چي د تسميې او ذبحي ترمنځ اوږده موده نه وي او دغه شرطونه په برقي ماشينانو کي نسي ترسره کېداى، ځکه که يې څوک په لومړي ځل په ماشين چالانولو کي و وايي، هغه پر معين حيوان نه بلل کيږي او کله، کله خو د تسميې او د چرګانو د حلالولو د اسبابو ترمنځ ډېره اوږده موده وي چي کله نا کله بشپړي ورځي ته رسيږي!
ظاهره دا ده چي دغه ډول تسميه د داسي ټولو څارويو لپاره کفايت نه کوي او دا د ابن قدامه هغي وينا ته نژدې ده چي وايي: که يو چا د پسونو رمه وليدله او ويې ويل “بسم الله” بيا يې يو پسه راونيوى او هغه يې بې له تسميې ذبح کړ، هغه حرام دى.

څلورم: دغه غوښي له هغو هېوادونو څخه راځي چي د دوى عادت دى چي ذبح په خفه کولو يا برق (برېښنا) او يا پر سر د ويشتلو او يا هم په برېښنا يي وسيله په بې هوښۍ راوستلو کوي، دوى د تسميې نه ويلو هيڅ پروا هم نه کوي، د دوى زياترو خپل دين پرې ايښى دى او په دې کي شک نه شته چي دغه اقلاً شبه پيدا کوي چي ايا دغه ذبائح به هغه چا حلال کړي وي چي د ذبحي کولو اهل دي؟ ايا په شرعي طريقه به يې حلال کړي وي او که نه؟
کله چي د حلال والي او حرام والي مقابله راشي نو د ممانعت اړخ نيول کيږي، هغه که په ذبائحو کي وي او که په نور څه کي، لکه چي ډېرو علماوو د عدي بن حاتم> په روايت دليل نيولى چي نبي ص هغه ته و فرمايل:
“إِذَا اَرْسَلْتَ کِلاَبَکَ الْمُعَلَّمَةَ وَذَکَرْتَ اِسْمَ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلْ مِمَّا اَمْسَکْنَ عَلَيْکَ وَاِنْ قُتِلَ اِلاَّ اَنْ يَّاْکُلَ الْکَلْبَ فَاِنِّيْ اَخَافُ اَنْ يَّکُوْنَ اِنَّمَا اَمْسَکَهُ عَلٰى نَفْسِهِ وَاِنْ خَالَطَهَا کِلاَبٌ مِّنْ غَيْرِهَا فَلاتَأْکُلْ“ [بخاري ٥۳٨۴] ترجمه: (کله چي روزل شوى سپى وليږې او د الله’ نوم يې له ليږلو سره يو ځاى ياد کړې، که بل سپى ورسره نه و، بيا يې ښکار خوره او که بل سپى ورسره و، بيا يې راوړى ښکار مه خوره!)
ذکر شوى حديث شريف پر دې دلالت کوي چي که چيري له ښکاري روزل شوي سپي سره بل سپى و نو بيا يې ښکار نه خوړل کيږي چي د ممانعت طرف ته ترجيح ده، په دغه ښکار کي روا کونکى شته چي هغه ښکاري روزل شوى سپى دى او همداراز ناروا کونکى چي هغه د بل سپي موجوديت دى، ځکه نو پيغمبر ص د دغه ښکار له خوړلو څخه منع وفرمايله او همداراز رسول الله. فرمايي:
“فَاِنْ وَجَدْتَهُ قَدْ قُتِلَ فَکُلْ اِلاَّ اَنْ تَجِدُهُ قَدْ وَقَعَ فِيْ مَاﺀٍ فَاِنَّکَ لاَ تَدْرِيْ الْمَاﺀُ قَتَلَهُ اَوْ سَهْمَکَ“[بخاري رقم ۵۴۸۴، مسلم رقم ۴۹۸۲] ترجمه:(کله چي ښکار په غشي و ولې او په اوبو کي ولويږي، بيا يې مه خوره ځکه نه معلوميږي چي اوبو وژلى دى که ستا غشي!)

او د ترمذي په روايت کي راځي:
“اِذَا عَلِمْتَ أَنَّ سَهْمَکَ قَتَلَهُ وَلَمْ تَرَ فِيْهِ أَثَرُ سُبُعِ فَکُلْ“ (رقم: ١٤۶٨)
[دغه حديث شريف ترمذي روايت کړى دى او وايي چي حسن صحيح دى] ترجمه: (کله چي په دې وپوهېږې چي ستا په غشي وژل شوى او د درنده (ډولونکي حيوان) اثر پکښې نسته، بيا يې خوره)
له پورتنۍ څېړني (تحقيق) څخه ښکاره کيږي چي له کفري هېوادو څخه واردي شوي غوښي حرامي دي او د شرعي قواعدو غوښتنه او تقاضا دا ده چي د دغو غوښو پر حراموالي دلالت وکړي، لکه چي د عدي> په روايت کي تېر شو او يا په هغه حالت کي چي د ښکاري په غشي و ويشتل شي او په اوبو کي ولويږي، نه خوړل کيږي، ځکه چي احتمال لري، اوبو به وژلى وي.
د حضرت عائشې رضی الله عنها په روايت کړي حديث کي چي وايي:
“أَنَّ قَوْمًا حَدِيْثى عَهْدٍ بِإِسْلاَمٍ يَأْتُوْنَنَا بِاللُّحُوْمِ فَلَانَدْرِىْ أَذَکَرُوا اسْمَ اللهِ عَلَيْهِ أَوْ لا. فَقَالَ النَّبِىُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (سَمُّوْا اللهَ أَنْتُمْ وَکُلُوْا)” [بخاري:٥٥٠٧] ترجمه:(يو قوم چي په نژدې وخت کي مسلمانان شوي وو، موږ ته يې غوښي راوړلې، موږ نه پوهيدو چي ايا تسميه به يې ورباندي ويلې وي او که نه؟ پيغمبر ص وفرمايل چي تسميه تاسو ورباندي و واياست او ويې خورئ)
په دې کي د دې دليل نه شته چي دغه له کفري دولتونو څخه راوړل شوي غوښي به هم حلالي وي، ځکه نوموړى حديث شريف د مسلمان قوم په هکله دى، که څه هم چي نوي مسلمانان شوي وو، خو دغه غوښي د کفارو له هېوادونو څخه راوړل کيږي چي ذبح کونکي نه مسلمان او نه اهل کتاب دي، بلکي مجهول الحال دي.
پنځم: مسلمان ته ښايي چي احتياط وکړي او د شکمن شي له خوړلو څخه منع وکړي، لکه چي پيغمبر ص فرمايلي دي:
“دَعْ مَا يُرِيْبُکَ إِلَى مَا لايُرِيْبُکَ“ [ترمذي:٢٥١٨] ترجمه: (پرېږده هغه څه چي تا په شک کي اچوي، د هغه څه په مقابل چي يقيني حلال دى)
همداسي د رسول الله. وينا ده :
“اَلْحَلالُ بَيِّنٌ وَ الْحَرَامُ بَيِّنٌ وَ بَيْنَهُمَا اُمُوْرٌ مُشْتَبَهَاتٌ، لايَعْلَمُهُنَّ کَثِيْرٌ مِنَ النَّاسِ فَمَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَدِ اسْتَبْرَأَ لِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ وَ مَنْ وَقَعَ فِى الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِى الْحَرَامِ کَالرَّاعِىْ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوْشِکُ أَنْ يَّقِعَ فِيْهِ“ [بخاري:٥٢] ترجمه:(حلال شيان ښکاره دي او حرام شيان هم ښکاره دي، د دوى په منځ کي شکمن (مشتبهات) دي چي ډېر خلګ يې نه پېژني، څوک چي له دغو شکمنو شيانو څخه پرهېز وکړي، خپل دين او عزت يې خوندي کړ (يعني د خپل دين او آبرو په هکله يې صفايي وړاندي کړه) او څوک چي په شکمنو کي واقع شي، هغه په حرامو کي ولوېدى، لکه چي کوم شپانه د پاچا د کښت په شاوخوا کي پسونه پيايي نو نژدې وي چي په هغه کښت کي ګډ شي)
او د صحيح البخاري په روايت کي راځي :
“وَمَنِ اجْتَرَى عَلَى مَايَشُکُّ فِيْهِ مِنَ الإِثْمِ أَوْشَکَ أَنْ يُّوَاقِعَ مَا اسْتَبَانَ“
ترجمه: (څوک چي د شکمنو شيانو په خوړلو کي زړورتيا کوي، نژدې ده چي په ښکاره حرامو کي دي ورګډ شي)
او هغه چي د چرګانو په کڅوړو ليکلي وي چي(ذبح على الطريقة الإسلامية) او هغه چا يې تصديق کړى وي چي نه يې ذبح په خپله ليدلې او نه يې هم نائب ليدلې وي او دغه کسان د دغه تصديق په بدل کي پيسې ترلاسه کوي نو قطعًا حلاله نه ده ځکه دغه تصديق کونکي يا خو قاديانيان دي او يا نور ناوړه کسان چي د خپلي ګيډي له غمه سيوا بل غم نه لري، لکه چي په تېرو راپورونو کي مو ولوستل.دوولسم:توصيې او وړانديزونه:
الف: بايد د زياتو حيوانانو او مرغانو روزنه او پالنه وشي او يا د اړتيا وړ ژوندي مرغان او څاروي وارد کړل شي او د هغوى د خوراک او څښاک غم وخوړل شي. مناسب ځايونه ولټول شي او په اسلامي هېوادونو کي ذبح کړل شي او له هغه چا سره چي د دې کار لپاره چمتو وي، مرسته وکړل شي، هغوى که سوداګر وي او که شرکتونه، تر څو هغوى تشجيع او حوصله پيدا کړي، همداراز د پنير، غوړيو، تيلو او نورو منتجاتو کارخانې جوړول په کار دي.
ب: په اسلامي هېوادونو کي ځانګړي مسلخونه جوړول چي په شرعي توګه ذبح ترسره کوي، تر څو نورو هېوادونو ته غوښي صادري کړي.

ج: د امانت خاوندان مسلمانان چي د ذبحي کولو په طريقه پوهيږي، په نوموړو کارخانو کي د ذبح کولو لپاره غوره شي، تر څو په شرعي طريقه څومره چي صادرات کوي، ذبح وکړي.
د: پر اسلامي حکومتونو لازمه ده چي له کفري هېوادونو څخه د غوښي پر راوړلو سخت بنديزونه ولګوي او نه پريږدي چي اسلامي هېوادونو ته سيوا له هغو غوښو چي باوري اسلامي جهاتو تصديق پر کړى وي، نوري غوښي راوړل شي.
هـ: د اسلامي سوداګرو دنده ده چي دې چاري ته متوجه شي او د غوښو په واردولو کي ډېر احتياط وکړي، يوازي په دغو عبارتونو ونه غوليږي چي په کارتنونو ليکل شوي وي: (مذبوح بالطريقة الإسلامية) ځکه دغه توري د اجورې په بدل کي هغه کسان ليکي چي نه يې وي ليدلي نو بايد ويښ اوسو چي موږ او دوى حرام ونه خورو!
و: ويل کيږي چي يهودان کوښښ کوي چي ذبح د دوى له عقيدې سره سمه وشي نو خاص مسلخونه يې تيار کړي او همداسي يې کسان ورته ټاکلي دي مسلمانان خو بايد حتماً همداسي وکړي، مسلمانان زياتره له غربي دولتونو څخه راوړل شوي غوښي او د دوى نور توليدات رانيسي او هغوى بيا خپل توليدات خرڅوي. (نو د دې کار لپاره ښه امکانات شته)
و من الله التوفيق
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهمه فائده
له هغو مهمو مسائلو څخه چي مسلمانان په غفلت کي ورباندي اخته دي، هغه دا چي د چرګانو او حيواناتو له سرونو، لرو (دلبندونو) او کولمو سره، سره په اوبو کي ايشول او په (الفقه الاسلامي و أدلته) لومړي ټوک (٩٩ ) مخ کي راځي:
(( که چيري د حيوان سر او لړمون تر پرېمنځلو دمخه وايشول شي، هيڅکله نه پاکيږي او دا راز که چيري چرګ پخوا د لړمون ترايستلو او بڼکو رژولو وايشول شي، نه پاکيږي))
و الله الموفق
يا رب لک الحمد کما ينبغى لجلال وجهک و عظيم سلطانک
و صلى الله على سيدنا و نبينا محمد و آله و صحبه وسلم
ليکنه : الشيخ عبدالله الذاکري حفظه اللهخپرونه : آن لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب