د ښځو په پرتله سړيو کې د پرېکړې وړتيا ډېره وي

طبي کارپوهان وايي، چې د سړي او ښځې ذهني وړتيا يو تر بله سره ډېر توپير لري او سړي د ښځو په پرتله د پروخت پرېکړې وړتيا ډېره لري.

طبي کارپوهان د ښځو او سړيو د ذهني وړيتاو په اړه جلا جلا نظرونه لري او هر يو د خپلې څېړنې له مخې پرېکړه کوي.

يو بريتانوي ډاکټر پروفيسر مايکل وايي، چې د انساني ذهن وړتيا او ځواک پر هارمونز ولاړ دی او له همدې امله ځينو کارونو کې ښځې تکړه دي او ځينو کې سړي.

پروفيسر ايلس رابرټ وايي، چې د ژوند ځينې څانګې دي، چې ښځې پکې ښه فعاليت نشي کولای د مثال په ډول ساينس.

په لسو کې درې نجونې په کالجونو کې فزيک مضمون ته زړه ښه کوي. همدارنګه انجينري کې په سلو کې اووه سلنه نجونې برخه اخلي.

دکيمبرج پوهنتون استاد پروفيسر سايمن ګورن کوهن وايي، چې د انسان ذهن په دوه ډوله دی.

اول هغه، چې دغه انساني ذهن څه فکر کوي او څه کولای شي.
دوهم هغه ذهنونه دي، چې غواړي، د خپل ژوند اړوند څانګې او ادارې پر نظام ځان پوه کړي او غواړي، چې دغه نظام څنګه پر مخ بوځي.

پروفيسر سايمن په دې اند دی، چې له پيدايښته مخکې د مور په رحم کې ټيسټاټييزون د مايع موادو کچه د انساني ذهن په وړتيا کې مهم رول لري.

پروفيسر سايمن زياتوي، چې کومو ماشومانو کې ټيسټاټييزون مايع مواد ډېر وي، هغه ماشوم دنورو په پرلته ټولنيزو اړيکو کې کمزوری وي.

د ذهني وړتياوو په اړه شوې څېړنو باره کې پيسلوانيا پوهنتون هم ډېر کار کړی دی.

پينسلوانيا پوهنتون له اتو تر ۲۲ کالو د ۹۴۹ نجونو او هلکانو د دماغو سي ټي سکين معاينې کړي دي.

د يادو پلټنو په رڼا کې ويل شوي، چې د سړيو د دماغو په وروستۍ او مخکينۍ برخه کې ژور تعلق وي، چې له امله يې سړي کولای شي پر ځای او مناسب وخت کې خپلې پرېکړې وکړي.

د مثال په ډول د ښځو په پرتله سړيو کې ښکاريان ډېر زيات دي.

بل پلو د ښځو په اړه ويل شوي، چې د ښځو دماغو کې د ښي او چپ اړخ خپل تر منځ ډېر ژور تعلق وي. له همدې امله ښځه کولای شي په يو وخت کې له يو څخه زيات کارونو کې بوخته شي او په ځانګړې توګه هغه کارونه چې احساساتي جنبه ولري.

د ميګ ګل پوهنتون طبي استادانو په يوه نوې څېړنه کې ويلي، چې د درد دوا د خوراک په اړه د ښځو او سړيو غبرګون جلا جلا وي؛ ځکه چې د هر يو ذهني وړتياوې يو له بله جلا دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب