د ښځو رواني او سايکولوژيکي حالت

د روحياتو، روانشناسۍ او سايکلولوژي له نظره نارينه او ښځينه سره ډير توپير لري، ځکه د دواړو مسؤليتونه او دندې سره توپير لري، نرانوته چې کومه وظيفه سپارل شوى هغه د هغوى د فطري او طبيعي جوړښت سره برابره ده او ښځو ته چې کومه دنده او وظيفه ورسپارل شوى هغه د هغوى د فطرت او طبيعت سره برابره ده، په همدى خاطر په ښځو کې زيات روحي او سايکلوژيکي خصوصيات شته چې دهغې سره په خپله وظيفه کې مرسته او کومک کوي اوکه هغه خصوصيات او صفات پکې نه واى نو ورسپارل شوى دنده يې نشوه سرته رسولې دمثال په توګه يې يادونه کوو :

الف : نرمي او لطافت :

ښځې عموماً دنرم او لطيف مزاج خاوندى وي، په هغوى کې سختي ډيره کمه ليدل کېږي ځکه چې دهغوى ښوالې په همدى کې دى چې بايد دنرم او لطيف مزاج خاوندى وي که سخت او کلک مزاج او خوى يې درلودى نو بيا دماشوم پالنه او روزنه ورته ګرانه وه او هم به ماشوم ته دهغې سره ګذاره کول ممکن نه وه .

ب : مينه او محبت :

څومره مينه او محبت چې په ښځو کې شته هغه په نرانو کې نشته ځکه چې دښځو وظيفه او دنده دميني او محبت غوښتنه کوي او پرته لدى مينې او محبت څخه دماشوم پالنه او روزنه امکان نلري، مور چې په کوم محبت او مينه خپل اولاد او ماشوم پالي او دهغه سره رويه او سلوک کوي هغه دبل چا په وسه کې نشته، هر ماشوم دې مينې او محبت ته پوره اړتيا لري او دهمدى اړتيا په خاطر په مورکې دا صفت ايښودل شويدى .

ج : احساساتي، جذباتي او هيجاني کيدل :

په ښځو کې احساسات او جذبات ډير زر راپاريږي په ځانګړي توګه کله چې دتراژيدي او خطرناکو حالاتو سره مخامخ شي، دتراژيدي پيښو په وخت کې ښځې خپل هرڅه له لاسه ورکوي ان تردې چې فيصله او پريکړه يې زيات وخت په احساساتو او جذباتو ولاړى وي.
همدارنګه درحم قوي جذبه لري خو جذبات اواحساسات يې دومره زر راپاريږي چې يودوم هر څه لمبه کوي .
نوې ساينسي او سايکلوژيکي تجربو داثابته کړى چې دښځو مغزBrain) (دتراژيدي او خطرناکو پيښو په مقابل کې زر فعاليږي ، ډير زر،سريع او سخت عکس العمل ښکاره کوي، دخپلوانو دمړينې او مرګ په وخت کې دنرانو او ښځو حالت بالکل سره توپير او تفاوت لري، کوم احساسات چې ښځې ښکاروي دهغې ډيره کمه فيصدي په نرانو کې موجود وي .
همدى ساينسي اوسايکولوژيکي تجربو دا هم ثابته کړې چې دسختو،پيچيده او مغلقو مسايلو او پوښتنو په مقابل کې دنرانو مغز ډير زر فعاليږي خوددې په مقابل کې دښځو مغز په کراره او ځندسره فعاليږي او عکس العمل ښکاره کوي، نو ښځو ته بايد داسې وظيفه او دنده ونه سپارل شي چې هغه په احساساتو پورى تړاو ولري چې غلطه فيصله خطرناک حالت منځ ته راوړي .

ب : دښځو دندى او وظيفى :

ښځې دنرانو څخه کم مسؤليتونه لري، ځکه چې دهغوى اصلي وظيفه اودنده دماشومانو پالنه او روزل دي، او دژوند زياته برخه يې په همدى ميدان کې تيريږي، اسلام ښځې ته همدا دنده سپارلې او نور ټول باريې په نارينه اچولې ترڅومېرمنې په پوره ډاډ سره خپلې اصلې وظيفې ته متوجه شي ، مونږ په لنډه توګه دښځو دندو او وظيفو ته په مختلفو ډګرونو کې اشاره کوو .

١- دښځو ديني او مذهبي مسؤليتونه :

ښځې دنرانو څخه په ديني او مذهبي ميدان کې کم مسؤليت لري، او دهمدى لږې دندى په سرته رسولو سره دهغې مسؤليت اداء کېږي او الله جل جلاله ورته پوره بدله او آجر ورکوي .
په ښځوباندې دجماعت لمونځ، داخترلمونځ او دحيض او نفاس په وخت کې لمونځونه نشته، همدارنګه دچا دنفقې مسؤليت پرې هم نشته، په هغوى باندى په جهاد کې ګډون کول فرض ندي اوکه ځي نواجر ورته شته او دغنميت څخه هم برخه ورکول کېږي .
په ښځو دالله جل جلاله اطاعت، درسول الله صلی الله عليه وسلم  پيروي، دخاوند اطاعت او خدمت کول دي، همدارنګه دکور ساتنه او دماشومانو پالنه ورباندى لازم شويده .

٢- د ښځو ټولنيز او اجتماعي مسؤليتونه :

ښځې به دکورنۍ ساتنه، حفاظت او پالنه کوي، دماشومانو زيږول او دهغې روزنه يې اصلي دنده ده، دخپلو خپلوانو سره اړيکې ساتل او صله رحمي کول هم بايد سرته ورسوي، دخلکو خير خواهي هم بايدولري .
٣- د ښځو سياسي مسؤليتونه :
ښځې به خپلو مشرانو ته سلا مشورې ورکوي، په نيکو امر اوله بدو څخه به مخنيوې کوي، په غزواتو او جهاد کې برخه اخستل او لازم خدمت او کارونه سرته رسول .
٤- دښځو مالي مسؤليتونه :
ښځې کولا ى شي په خپله خوښه تجارت او اقتصادي کار وکړي او ګټه پخپله خوښه استعمال کړي،په هغې کې ورسره څوک حق نلري، د اړتيا او ضرورت په وخت کې کار هم کولا ى شي .
دښځو ټول مالي مصارف په پلار او بيا په خاوند باندى دي او هغه په ټول ژوندانه کې هېڅ مصرف پخپله نکوي بلکې ټول مصارف يې په بل چا دي ترڅو هغه وکولا ى شي خپله اصلي او ورسپارل شوى وظيفه سرته ورسوي. هغه دټولو مالي مشکلاتو او ستونزو څخه بې غمه ده . دښځو خوراک، څښاک، تداوي، تعليم او زده کړه، پوښاک او داوسيدو ځاى هرڅه په بل چا اچول شوي او دهغوى مسؤليت دى .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب