Uncategorized

د ژوند چاپیریال ککړوني

د ژوند چاپیریال ککړوني Environmental Pollutants    

د چاپیریال ککړونکي  د مختلفو سرچېنو له امله صورت مومي . د طبیعې پیښو ترڅنګ چې په انسانی ژوند کې د مادي تلفاتو او خساراتوموجب دی  دبشر د تمدن سره او د نفوس د زیادښت سره ، په اوسنۍ نړۍ کې یوه ډیره عمده ستونزه د ککړتیا په نامه وجود لري. دا ککړتیا په هوا او ځمکه کې چې د بشریت ژوند یې تهدید کړی دی ، شته  د ژوند چاپیریال ککړوونکي څلور اساسي ډولونه لري چې عبارت له هوا ، اوبه ، خاوره ، شورماشور دی .

د ژوند چاپیریال ککړوني Environmental Pollutants    

ژور لید

طبیعې پیښې  :  کله چې په طبیعت کې پیښه (حاد ثه ) منځ ته راشې او له سببه یې لویه انسانی فاجعه مادی تلفات او خسارات منځ ته راوړی او دهغه سره مقابله د خلکو او ټولنې له توان څخه لوړه وي طبیعې پیښه اوحادثه (طبیعې بلاء )ګڼل کیږي .

افغانستان د طبیعې او غیرمترقبه پیښو په سبب د نړی د زیانمندو هیوادونو په ډله کې شمیرل کیږي ،چې هر کال د ډیرو طبیعې پیښوله امله د ډیروځانی اومالی زیانونومتحمل ګرځی.

طبیعې پیښی لکه : د اورغورځونکي غرونودودونه او فوارې ، ګرد بادونه ،طوفانی بادونه ،  سیلابونه ، وچ کالي ، زلزلې ، د واورو ښوئیدل ، ږلۍ او نوری مشابه پیښې دي .

د طبیعې پیښوپه هکله طبیعې علوم معلومات ورکوي خود ټولنیزو برخو لرونکې هم دی . که څه هم مونږ نه شو کولی د طبیعې پیښو مخ نیوی وکړو، خو د طبیعې پیښو د عواقبو په کمیدوکې د عصري او مدرنه تکنالوژي په موجودیت سره او د خپل چاپیریال په پیژندلو سره د وړاند وینې ( پلان ګذاري ) په برخه کاروکړو په بیړنیو  حالاتو کې مرستې او امادګي د خطرد کمیدو لپاره کېدای شي او باید وکړو .

طبیعې او جوی پیښې لکه : طوفان ، کنګل،  اورلګیدل او وچ کالي په کمیدو کې انسانی هڅی او همدارنګه  د خلکو پوهاوی د پیښی نه پخوا یادولی شوو.

د یادونی وړ ده چې  دخاوري هوا او اوبوپه کېمیاوي فزيکي او بيالوژيکې حالت کې غير مساعد بدلون ته ککړتيا ويل کيږي

یا په بل عبارت د هرډول بهرنی مادی راتګ ( واردیدل) هوا ، اوبو ، خاورې او ځمکې ته چې دفزیکې، کېمیاوي یا بیولوژیکي کېفیت تغیر سبب شې،وایې   {16}.

د چاپيریال د ککړتیاو ( Pollution) قسمونه  

اوه نوع ککړتیا وی دادی  7 Kinds of Environmental Pollution:

  • د هوا ککړتیا                                        Air pollution
  • د اوبو ککړتیا                    Water pollution
  • دخاورې ککړتیا                             soil pollution
  • د آوازککړتیا                Noise pollution
  • د تودوخی له امله ککړتیا         Thermal Pollution
  • د رڼا ککړتيا                                         Light pollution
  • د راډیواکتیف وړانګې ککړتيا         Radioactive pollution

د چاپيريال  ککړوونکو ( Pollutants  ) ډولونه

Types of Environmental Pollutants

په چاپیریال کی د ککړتیا یوه دوامداره ستونزه د نفوسو وده ده .

  • خاوره ککړوونکی Pollutants   Soil: خاوره د چاپیریال یو مهم ککړونکي دی ،د ککړتیا ترټولو عادی ډول درانده فلزات ،لکه :  cadmium، کروموم، مس، زنک ، سیماب، نباتی افت وژونکی (herbicides)، عضوي کيمياوي مواد ، tars، د چاوديدونکو توکو او يا زهري ګازونو، د احتراق يا اکټیو مواد، بيولوژيکي فعال مرکباتو د صنعتی فاضله موادو ډیری . دی چی خاورو ته ننوځی  .

:Soil Pollutants (Contaminants) د خاوری ککړوونکی

    • Hydrocarbons   هایدروکاربنونه
    • Solvents محلولونه
    • Pesticides  د  نباتی افاتو دوا ګانی
    • Lead and other heavy metals    درانده فلزات

 2  –  د هواککړوونکی  Pollutants Air :

د هوا ککړتيا د ځمکی د اتموسفیر ککړتیا ده. د متحده ايالاتو د چاپيريال ساتنې اداره د عامی هوا د ککړتيا شپږ ډوله په ګوته کوي. دوی د اوزون، ذراتو خبره، د کاربن مونو اکسايد، نايتروجن اکسايد، سلفر ډای او سرب شامل دي. چی د صنعتي پروسې له لارې فضا ته ننوځي.

لست لاندی ګوری:Air Pollutantsدهوا ککړوونکو

    •  Sulfur dioxide  سلفردای اکساید
    • Nitrogen oxides   نایتروجن اکساید
    • Ammonia امونیا
    • Carbon monoxide  کاربن مونو اکساید
    • Volatile Organic Compounds (VOCs) عضوی مرکبات
    • Ozone  اوزون
    • Persistent Organic Pollutants (POPs)  دوامداره عضوی ککړوونکي
    • Airborne particles  هوایی ذرات
    • Toxic metals  زهرجن فلزات
    • Radioactive pollutants  د راډیواکټیو کثافاتو ککړوونکی

3 –  د اوبو ککړوونکي  Water  Pollutants:

د اوبو ککړتيا د ځمکی د سمندر او د اوبو د نورو سرچينو ککړتیا ده. د اوبو د ککړتيا عام ډولونه شامل دي سیماب، نايټريټ، فاسفورس، د فاضله coliform او د بکتريايي ککړتيا.ده  د ککړتيا نور ډولونه صنعتي کثافاتو ، د سپتیک سیستمونو او د غیر قانوني جامدو کثافاتو ډیری او د فاضله ډیری انبار له لارې د څښاک اوبو رسولو ته ننوځي.

لست لاندی ګوری    Water Pollutants د اوبو ککړوونکو

  :Organic water pollutants د اوبو عضوی ککړوونکی

  • حشره وژونکی Insecticides، هرزه ګیاه وژونکی herbicides ،اونوروسیع طیف    a range of organohalide
  •                    Bacteria from livestock operations        د څارویو له عملیاتو بکټريا
  • Food processing waste incl. pathogens د خوراکي توکو د پروسس د کثافاتوپتوجنونه
  • Tree debris from logging operations  د ونو د پری کولو د عملیی پاتی شونی
  • VOCs including solvents and hydrocarbons              د VOCs په ګډون محلولونه او هایدروکاربنونو
  • Dense non-aqueous phase liquids (DNAPLs) such as chlorinated solvents  ډیر غیرمایع فاز لکه کلورین
  • Detergents and chemical compounds found in cosmetics products  صابونی شیان او نور په ارایشی شیانو کی کیمیاوی توکی

:Inorganic water pollutants د اوبو غیرعضوی ککړوونکي

  •   Heavy metals   درانده فلزاتو
  • د صنعتی کړنوڅخه د ګوګړوتیزاب لاس ته راتګ لکه برق     Acidity caused by industrial discharges such as sulfur dioxide by power plants
  • Chemical waste   کیمیاوی پاتوشونی
  • Fertilizers from agricultural use په کرنه کی د کیمیاوی سرو استعمال
  •  Silt from construction sites, logging, slash and burn operation  ساختمانی خټو او مصالو توئیدل

4 – د شورماشور Pollutants  Noise  :

د شورماشور ککړتیا د هوا ککړتيا ده  په ځانګړې توګه په اتموسفيرکی غږ ونه دی  چی عادی ژوند فعالیتونو ته بدلون ورکوی او ګډوډی منځ ته راوړی جګه موسیقی ، د ترانسپورت وسایلو اوازونه دی .

د ککړتیا عوامل

د ککړتیا عوامل په دوه ډوله دی :

الف :  طبیعې عوامل : د ودونه ، باد او ګردونه ، مضره ګارونه ، د اورغوځونکو غرونو څخه ځینی ګازونه لکه سلفردای اکساید ، هایدروسلفاید ، متان او نور د طبیعې عواملوڅخه دی  همدارنګه  د اور لګیدو په صورت کې ، دودونه ،  نا سوزیدلي هایدرو کاربونونه ، د نایتروجن اکسایدونه او ایري چې هوا ته ځي ، د معدني سلفر لرونکو اوبو چېنو سره یو مقدار سلفرګازهوا ته ځي ، په طبیعت کې د موادو تخمر چې د متان او کاربن دای اکساید ګازونه تولیدوي ، همدارنګه نباتي ګردی چې په هوا کې خپریږي د ځینو انسانانو د حساسیت موجب دی هم د طبیعې عواملو په ډله کې شمېرل کیږي .

ب: مصنوعي عوامل : مصنوعي ککړتیا چې د صنعتی پروسی څخه تولیدیږي ، د انرژي له دستګاه ګانو  او ترانسپورت څخه ، د سمنتو له کارخانو څخه د ګردونو خپریدل  ، سلفوریک اسید تولید ، د پخلنځی د وسایلو ګرمښت ، اوهمدا رنګه حمامونه ، ډوډۍ پخونکې ، هوتلونه او رستورانتونه ، ترانسپورتي وسایل لکه : الوتکې ،ترانسپورتی وسايل ، موترسایکلونه ، او نورمصنوعي عوامل  دي چې په اوږد مهال وخت کې په انسانانو باندی خپلی اغېزی  پریږدی لکه د زړه ناروغۍ  ، تنفسي ناروغۍ  ، او په دوامداره ککړتیا کې سرطانونه منځ ته راوړي او په ماشومانو کې د فلزاتواوپه ځانګړی توګه د سرب ککړتیا د ‌ذهنی ناروغۍ و عامل کېدای شي .

د ککړتیا اصلی عوامل دادی :

1)      د نفوسو چټک زیادښت .

2)      د نباتی پوښښ او ځنګلونو ویجاړیدل او نه شتون .

3)      د انرژي لګښت.

4)      د تودوخی زیادښت .

د ککړتيا د لاملونو لنډه تشریح

Types & Causes of Pollution

  1. د هوا ککړتيا Air Pollution     د ککړتيا د تر ټولو مشهور او خطرناکه وي. دا د ډېرو دلايلو له امله واقع کيږي. د تیلو مصرف او سوزول د پخلي لپاره د خپل ورځني ژوند د ضرورت، د موټر چلولو او نورو صنعتي فعالیتونو له امله سوځول؛ په هوا کې هره ورځ د کېمیاوي موادو اندازه زیاتیږی ؛ چې د هوا دککړیدو مهم لامل همدا دی.

له دود کشونو ، فابريکو د موټرو لوګي او يا د لرګيیو د سوځولو په ځانګړی توګه د سکرو سوځولوڅخه  د سلفر ډاي اکسايد چې  زهردی هوا ته تصاعد کوی او د هوا د ککړتيا اغېز څرګند وی . د سلفر ډاي اکسايد اونورو خطرناکو ګازونو شته والی  په هوا کې د تودوخې او تیزابی  بارانونو  لامل ګرځي؛ چې په خپل وار زيات تودوخه، نامنظم اورښتونو او وچکالۍ   به په نړۍ کې ولري؛ په هوا کې د  هر راز ککړو ذراتو تنفس پایله دا ده، په سږو کې د سالنډۍ زیاتوالی او د سرطان ناروغۍ   را منځته کوی .

د هوا د ککړتیا عمده وسایل :

  • د مضره ګازونو تولید د مختلقو ماشېنونو د فعالیت له امله   .
  • عراده جات ( بسونه ،ریل ګاډی ،کښتی ، لوی ګاډی تیلرونه اولاری یا په مجموع ترانسپورتی وسایل د الوتکو په شمول )
  • سوزیدونکې معدنی مواد لکه ډبروسکاره ،لرګي ،تیل اونور.
  •  د شولو پټۍ چې د متان ګازتولیدوی      .
  • د خښتوبټي او داشونه چې متان ګازونه تولیدوی      .
  • د مالداری او چرګانو فارمونه چې ګازونه تولیدوی اوهم تعفن او بوی یې د ککړتیا سبب دی .
  • د بریښنا دیزلي او پطرولي جنراتورونو د فعالیت له کبله  .
  • د هرډول اورلګیدواو اوراچونوککړتیا      .
  • د هواککړتیا د خاورې اواوبو د ککړتیا سبب هم کیږي .
  • د نباتاتو کمیدل د هوا د ککړیدوسبب دی .
  • د انسانی اوحیوانی سرو بوی او تعفن  د هوا دککړتیا سبب کیږي  .
  • د طبیعې ګازونو استعمال دهوا دککړتیا سبب کیږي   .
  1. د اوبو ککړتیا Water pollution  : د ځمکې ټول پاتی شونی موادو وړل دی چې د بیلا بیلو عواملو له امله وی لکه د صنعتی فاضله مواد غورځول سیندونو ته د کېمیاوي دوا ګانو شېندل په نباتاتو اوحشراتو د افاتو د کنترول لپاره او د افت وژونکې دوا اچول په اوبو کې د ککړتيا بل لامل دی . په سمندرونو کې د تیلو تویېدل چې د اوبو د اکسیجن د کمیدو سبب کیږي اود سمندرونو د ژوو او بوټو د مړینې سبب کیږي .

یو بل لوی عامل اوبو ته  د غایطه موادو تویدل دی چې د ناروغۍ و سبب     کیږي لکه د کولرا ، نس ناستی ناروغۍ  او نور ی ډول ډول ناروغتیا وی دی .

  1. د خاورې ککړتیا Soil pollution :   په خاوره کې نا غوښتلی کېمیاوي مواد چې د بشری فعالیتونو څخه دی ، واقع کیږي لکه د حشراتو داروګان د نباتاتو د تغذ یې نایتروجنی ترکېبات ، د صنعتی ضیاع مواد ، دځنګلونو له منځه وړل چې د خاورې تخریب منځ ته راوړی او نور عوامل .
  2. د شورماشورله امله ککړتيا  Noise pollution  : يوه ناوړه غږ زموږ په غوږونه اغيزه کوي او د رواني ستونزو لامل د  فشارتغیر ، لوړ فشار،د لوړ غږد  اورېدو سره جګ فشار او معیوبیت، او داسې نور دی د لوړ غږ موسیقی او د صنعت لوړغږی ماشېنونه د صوتی ککړتیا سبب دی .
  1. د راډیواکتیف وړانګې ککړتيا Radioactive pollution  :

د رادیو اکتیف او یا هم وړانګه خوروونکو عناصروله وېش نه تشعشع رامنځته کېږي.

تشعشع ( رادیو اکتیویتې) هغه تعاملونو ته وایې چې په پایله کې یې اتومي ناپایداره هستې، ووېشلې شي. دا ډول لړۍ په ځانګړې توګه له لوړې انرژۍ سره مله، یوه ایونایز کوونکې وړانګه رامنځته کوي.

له دی انرژي کولای شو چې د هستوي انرژۍ په بڼه هم کار واخلو او یا هم کېدای شي د تشعشعي ککړۍ په بڼه وګړ مېشتي چاپیریال ته د ټول  وژنې او ورانکارۍ په موخه واستول شي چې له ځانه سره زښت زیات خطرونه لرلای شي.                                                هاغه هستې چې د نیوترونونو او پروتونونو ترکیب یې پایداره نه وي نو په خپل سر وېشل کېږي. دا ډول هستې په ذاتي توګه ناپایداره وي او د وخت په تېرېدلو سره بدلون مومي او په نوو هستو اوړي. چې دې ته هستوي تجزیه وایي چې یوه درنه هسته پکښې په وړوکو هستو او یا هم پایداره هستو وېشله کېږي او یو شمېر لوړه انرژي هم له ځانه سره لېږدوي. دا ډول هستو ته تشعشعي او یا هم رادیو اکتیف هستې وایي. د هستو ناپایداري کېدای شي چې د دواړو او یا هم د نیوترون او پروتون زیاتوالي له امله وي.

رادیو اکتیف مواد معمولا دری وړانګی دی    آلفاوړانګه α- Rays ،  بتا β- Rays  وړانګه او ګاما (γ- Rays) وړانګه دی .

د رادیو اکتیف وړانګی یی په مقناطسی میدان کی کیښوده  متوجه شول چی د الفا وړانګه مثبت بار لری ، د بیتا وړانګه منفی بار لری او د ګاما وړانګه بیخی بار نلری .

دا ککړتیا  ډېره خطرناکه ده  چې کله پیښیږې. کېدای شي چې له امله یې د اټومي بټیو د اټومي کثافاتو د ناسم دفع، پېښې، او داسې نوروی چې د سرطان، عقامت، ړوندوالي سبب کېدای شي، د ولادت په وخت کې عيبونه اوهم  کولای شي د خاوري د sterilize او په هوا او اوبو اغیز وکړي  .

لوړه رادیو اکتیف ککړتیا  100-  1000  کېوری (/ft3 curies,ci)فی فټ مکعب او ټیټه رادیو اکتیف ککړتیا یو مایکرون کېوری فی فټ مکعب ( cubic/ ft3) دی

داکتيويتي واحدکيوري (Curie = Ci) نوميږي چې د ميرمنې ماري کيوري فرانسوۍ فزیک پوهې په وياړ ټاکل شوی وو . په یوه نمونه کې د رادیو اکتیف واحد دی چې مساوی دی 37 بلیون تجزیه په فی ثانیه کې دی

له دغه وړانګو څخه په زياتو ځايو کې استفاده کيږي، چي زياتره يي د طب په برخه ده، د لمړی ځل لپاره په کال 1876م کی  د دوسن وکتورله خوا کشف کړی شوی.

راديو اکتيف توکې:

هغه توکو ته و يل کيږي چي هسته يي ثابته نه وي او له ځانه وړانګې خپروي. راديو اکتيف په 2 ډوله دي يو يي مصنوعی او طبیعي

طبیعی راديو اکتيف مواد  : نن ورځ په ډاگه شو ېده چې طبیعي رادیواکتیویتي زموږ دځمکې دپيدايښت سره يوځای پیداشوي دي اودځمکې يوه برخه تشکیلوي . په ځمکه کې ، معدني ډبرې، کانونه او رادیو اکتیوعنصرونه شته دي چې طبیعي رادیواکتیویتي ښئي او طبیعي وړانگې خپروي . زموږپه چاپیریال کې ، لکه : کورونه ، هوا، اوبه اوډوډی او نوروخوراکي شیانوکې هم طبیعي رادیو اکتیو مواد  شتون لري . همدا لامل دی چې د بدن په ډېروبرخو لکه هډوکو، غړو، او نسجو نو کې راديو اکتیومواد جذب (زبیښل) شوي دي اووړانگې خپروي . په بدن کې پوتاسیوم (Potassium 40) ، کاربن څوارلس (Carbon 14) ، رادیوم دوه سوه شپږ ویښت (Radium 226)، يورانیوم دوه سوه اته دیرش U238 اورادون غاز (Rn-220) هغه طبیعي رادیو اکتیو عنصرونه دي چې دنوروعنصرونو په پرتله په لوړه کچه پیدا کيږي . چي اتومی وزن 209 او اتومی نمبر يي 83 وي، خو لدې څخه کوچنی هم شته چی هغوی ته هم طبیعی راديو اکتيف مواد ويلی شو. لکه K پوتاشيم چی اتومی وزن يي40 او اتومی نمبر يي 19 دی، يا C کاربن چي اتومی وزن يي 12 او اتومی نمبر يي 6 دی. يعنی کيدای شی چي دغه هم طبیعی راديواکتيف شی. بله خبره هغه مواد چی اتومی نمبر يي له 83 څخه لوړ او اتومي وزن يي د 201 وي دغه مواد په خپل سر راديو اکتيف وړانګی خپروی  .

په طبیعت کې به داسې کم عناصر ومومی چې ټول ایزوتوپونه به یې رادیو اکتیف وي. د بیلګی په توګه د طبیعت تر ټولو درنو عناصرو یورانیم او پلوتونیم نومونه اخستلای شو چې په هستوي بمونو او هستوي بټیو کې ورنه کار اخستل کیږي.

طبيعي يورانیوم په سوچه توگه په طبيعت کې نه پيدا کیږي، بلکې په کاني ډبروکې د يورانیوم اکسايد (U3O8) مرکب په شکل موجود وي . د الفا ء وړانګې Rays) α– ): په یوه رادیواکتیوتجزیه کې داتوم هستې څخه دهیلیوم اتوم (He-4) هسته خپریږي چې دوه نیوترونونه اودوه پروتونونه لري . دهیليوم اتوم هستې ته دالفا وړانګې ویل کیږي .. مانع یی يو کاغذ هم کيدلی شی، خو کله چي بدن ته داخله شی لکه د يو زخم له لاری، نو بيا ډیرخطرناک دی، علت يي دا دی چي بيرته له بدنه نشی وتلای. بيتا وړانګي (β-Rays) په یوه رادیواکتیوتجزیه کې دهستې څخه یوالکترون خپريږي . په دغه کړنلاره کې دهستې یونیوترون په الکترون اوپروتون اوړی . دهستې څخه شيندل شووالکترونو ته بیتا وړانګې ویل کیږي د بیټا یوه ذره ( الکترون او یا هم پوزیترنون) لیږدوي. مانع یی المونيم کيدلی شی يانی له المونيمو څخه نشی تيريدلی، د انسان له پوستکی تيريدلی شي. قدرت د نفوذ يي له الفا زيات دی،خو خطر يي د الفا څخه کم دی ، چارج يي منفی دی. د الکترون له جنسه ده، کتله یی دهستی په پرتله صفر ده، په هوا کی د څو سانتی مترو په اندازه خپريږي، په اوبو يا انساجو کې تر څو ملی متره پوری، د نفوذ قدرت یی د الفا سل برابره دی،

ګاما وړانګی (γ- Rays) : کله چې یوه هسته خپله زیاتۍ انرژي دالفا ذرې اویا بیتا وړانګود خپرولوپه ډول د لاسه ورکړي اوورپسې دتحریک په حالت کې پريوځي، نوپاتې شوې زیاتۍ برخه انرژي دګاما وړانګوپه ډول خپروي . ګاما وړانګې الکترومقناطیسي وړانګې دي چې د  نورپه سرعت خوځيږي . دګاما په تجزیه کې داتوم هستې کتلې نمبر(Mass number) اودپروتونوشمیراویا په بله ژبه اتومي نمبر په خپل حال پاتې کیږي خوهسته دهیجاني حالت نه دانرژي يوه ټيټ ثابت حالت ته را لويږي .یا په بل عبارت :  فوتون (الکترومقناطیسي څپه) له ځانه چاپیریال ته ليږدوي. ددې جنس د نور له جنسه دی، يا الکترو مقناطيسی له جنسه دی. له سربو څخه نشی تيريدلی. سرعت يي د نور سره برار، کله چی د نور په سرعت سره خپريږی کتله يي په اتومی مقياس صفر ده. په هوا کې د څو متره يا څو کيلو متره ده. په اوبو کې د څو سانتی مترو په اندازه خپريږي. خطر يي هم شته ده.کتله يی په اتومی مقياس صفر ده، انرژيي د 10kev-100MEV تغير ورکوي د طب په برخه کې د انسان د بدن د داخلی برخی د عکس اخيستلو دنده سرته رسولای شی،

  1. د تودوخه ککړتيا Thermal/heat pollution : په چاپیریال باندې اوږد وخت پړاوونه ناغوښتلی بدلونونو د را منځته کېدو د اضافي ګرمۍ له امله دی ؛ چې شدید اقلیمي بدلونونه او د ځنګلي ژوو د له منځه تګ سبب ګرځي  .
  2. د رڼا ککړتيا Light pollution   :   تاسی به متوجه شوی یاست د شپی له خوا د موټرو زیات روښانه څراغونه اویا ګازی سپین څراغونو له امله  د ځینو موټرو ټکرونه او پیښومنځ ته راتګ او د یوې سیمې د ډیرو نا غوښتی اضافي څراغونو موجودیت دی.  دا په پراخه توګه په سترو ښارونو کې د لیدلو وړدی ، د اعلانونو تختې او لوحې، په ورزشې لوب غاړوکې  او یا د تفریح ځایونو کې چې د شپی له خوا وی ​​. چې دا ټول د استوګنې په سيمو کې د اوسیدونکو د ژوند د نارامښت سبب کیږي   .

د ککړونکو خصوصیات

ککړووني کېدای شې مایع ، ګاز او یا جامد وی او کېدای شې رادیو اکتیف مواد او یا جوړ شوی ترکېبی توکې وی چې په اتوموسفیرکې ازاد شوی دی . البته  دا ککړوونکي په خطی شکل ، منطقوی اویا دوامدار او لحظوی وی .

د ککړتيا اغیزې                                        Effects of Pollution

د چاپیریال ویجاړی     Environment Degradation:  د لوګی یا  CO2 کاربن دای اکساید د مقدار د زیاتوالي سره چې کولی شې د لمر د وړانګو په مخ نیوی کې رول ولري او د نباتاتو د غذا جوړولو یا فوتو سنتیز عملیه  ورو کړی، د سلفردای اکساید ګاز او د نایتروجن اکساید د ګازونو په زیاتوالی سره د اسیدی بارانونو   Acid Rain  د کېدو امکان شته

اسیدی بارانونه ( Acid Rain)

د ګوګرود اکسیدونو مینځل   SOX  دنایتروجن د اکسایدونو موجودیت په هوا کی  NOX     اود هغه ریزش پرځمکه  سولفوريک اسید  H2SO4) ) ) نايتريک اسید     HNO3اسیدی بارانونه منځ ته راوړی .

اسیدی بارانونه دکیمیاوی کیفیت د تغیراو د خاوری او اوبو د اسیدی کیدو سره سطحی او ځمکی لاندی اوبه هم اسیدی کیږی کیدای شی اسیدی بارانونه د اصل ځای څخه لیری سل ګونی کیلو متره لیری وشی .

اسیدی بارانونه د صنعتی انقلاب څخه وروسته په تیرو 22 کلونو کی 12 ځلی شویدی د اسیدی بارانونو سره د اوبو پی اچ   PH5که له 5 کم شی نو هیڅ ژوی به د تولید مثل ونکړی او د تیلو موجودیت او چپه کېدل په اوبو کې د بحری حیواناتود مړینی سبب هم کیږي .

1شکل  : اسیدی بارانونه Acid Rain  د مرګ سبب کیدای شی

  • د بشریت روغتیا Human Health : د هوا خراب والی د تنفسی ناروغۍ و سبب کېدای شې لکه آسم او یا د سږو سرطان ، د ټټر درد ، د ستوني پړسوب ، د زړه ناروغۍ  ، د رګونو بند ښت ، تنفسي ناروغۍ  ، چې یو علت یې د هوا ککړتیا ده . د اوبو ککړتیا له امله د پوستکې خارښت او بخار منځ ته راوړی، د صوتي ککړتیا له امله د غوږونو پردی شکېدل ، استرس او بې خوبي . {47}
  • د نړۍ تودوخه   Global Warming:  د ګازونو  په ځانګړې توګه کاربن دای اکساید CO2       چې د تودوخې مخکښ خپریدونکې ګاز دی  . هره ورځ د نوو فابريکود جوړیدو له امله  مخ په زیاتیدو ، اومنځ ته راتګ دی  . د  ترانسپورت زیادښت  او د ونو پرې کول د مختلفو مقاصدوله امله په نیغه توګه په چاپیریال کې به CO2    کاربن دای اکساید لوړه وی . د کاربن دای اکساید CO2    د زياتوالي سره د قطبي یخچالونو یخ به ویلې شې او د  بحرونو  د اوبو  کچې به لوړي او ډیرې ستونزې  رامنځته کوي سواحلو سره نږدې میشتو  خلکو ژوند د خطر سره مواجه کیږي     {48}   .
  • د اوزون O3 د پوښ نری والی  Ozone Layer Depletion:

د علماو د تشویش او نګراني یو ه موضوع بره د ازون د طبقې سوری دی . ازون د ځمکې څخه 16-48کېلومتر ه د ځمکې څخه لوړ قرار لري چې د ځمکې کره د لمر د وړانګو په مقابل کې محافطت کوی . ازون O3   طبقه د نړۍ ډال ګڼل کیږي په اسمان کې د لمر د وړانګو فلتر کوی چې ځمکې ته د رسیدونکو  بنفشو وړانګو یا Ultraviolet Rays   (ماورای بنفش) مخې ته  موجود ده.که د بنفشووړانګو یوه وړانګه مستقیم ځمکې ته ورسیږي او د انسان په پوستکي ولګیږي د پوستکې د سرطانونو سبب ګرځی او نباتاتو ته کلک تاوان  رسوی که د ازون طبقه 10%لس سلنه کمه شې د وړانګو مقدار 20% شل سلنه زیاتیږي  .  د بشري فعالیتونو، کيمياوي مواد، لکه : د ( chloro fluoro carbons   (CFC ګاز په پایله کې، د ازون طبقه لا نوره هم تخربیږی .

  • د ځمکې د شاړیدو امکان Infertile Land:   د حشراتو او افت وژونکو د دوامداره  استعمال سره خاوره کې ښایي نباتات ښه وده ونه کړی او بالاخره ښایي له شنه کېدو څخه ووځی او ځمکه بی حاصله وګرځي ، د صنعتی اضافی موادو او یا صنعتی کثافاتو  له امله هم ځمکه شاړه ګرځي او نباتات وده نه کوي او د اوبو د جریان له امله نورو ځآیو  ته لیږدول کیږي  .

د  ککړتیا په له منځه وړلو سره د تنفسي ناروغيو ، د زړه ناروغيو او د عصبي سیستم ناروغۍ و په کمیدو کې ښکاره اغیزه لري . د نباتات، ميوو، سابو، سيندونو، دريابونو، ځنګلونو، څارويو، او نورو ژوند د خوندی کېدو لپاره ،. دا مهمه ده  چې د طبيعت، ژوو او د انسان د ژوند  د بقا او صحت لپاره د ککړتیا و کنترول وکړو

په یو هیواد کې د چاپیریال ککړتیا کولی شي بل هیواد هم تهد ید کړي . د چاپیریال د ککړتیا د تهد ید   یو بیلګه :  په  ناروی کې د  واوری د اوریدو  سره ځینی ګډ مواد چې هوا ککړوی او منشاء  یې انګلستان  او المان ښودل شوی دی  یا په کانادا  کې اسیدی باران چې منشاء متحده ایالات خودل شوی دی .

د یونان مرکز اتن کې کله کله حکومت مجبوریږ ی د هوا دککړتیا له امله کارخانی تعطیل کړی اوکله د موترو تعداد په ښارکې هم محدود  وي .

دسیندونو ، خوړونو ، اقیانوسونو او ځنګلونود ککړتیا موضوع  د  کلکې پاملرنې وړ خبره ده  باید له پامه و نه غورزیږي .

په ښارونو کې د کثافاتو ډیرۍ کول یوه بله موضوع ده ، دا به سمه وي چې د خځلو (کثافاتو) وړل او ټولول د ښار والۍ  کار  دی، خو ښار والۍ  نږدې د ښار په ګڼو سیمو کې د خځلو ټولولو له پاره خاص ځایونه (کثافات دانۍ) په ګوته کړی او لګولي دي، خلک په خځل خایونو کې خځلی نه اچوي او د خځل ځآیونو تر څنګه  يې ډیرۍ کوی؟

سمه ده چې ښاروالي به هم خپل کار سم نه وي کړی خو د یوه لاس نه ټک نه پورته کیږي  که ښاریان او د سیمې اوسیدونکي د خپل چاپیریال د پاک ساتلو هڅه ونه کړي نو یوازې ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې اداره چې یوه پالیسی جوړونکې اداره ده ،او یا نوری ذیربطې ادارې څه نه شي کولی.

موږ د چاپیریال د پاکولو او پاک ساتلو مسئولیت یوازې  په ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې په ادارې پورې تړلی ګڼو فکر کوم چې دا به سم کار نه وي، ځکه موږ خپله د دې ځای او سیمې استوګن یو او تر ټولو ډېر د بد چاپیریال اغیز پر موږ او زموږ پر کورنیو کیږي؛ مانا دا چې ستونزه موږ ته پیښیږي، نو په حل کولو کې يې باید تر نورو لومړی هڅه وکړو دا اوسنی رساله د ککړتیا په هکله د هیواد د عینی او ذهنی شرایطوپه نظرکې نیولو سره اماده شوی چې  تر ممکنه حده لازم معلومات مو را ټول کړی دی کمی خو به خامخا وی خو بیا هم د علم دوستانو تنده ماتولی او کمولی شې      . {18}

دغه لیکنه مو د ژوند چاپیریال ککړوونکی  Environmental Pollutants     له کتابه د الحاج ديپلوم انجنیر سیدرقیب شاه ( سادات الهاشمي ) لیکنه څخه تاسو ته انتخاب کړی وه .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: