د ژر انزالېدو لاملونه

ژر انزالي څه شی دی؟

د جنسي ملګرې تر قناعت او اشباع کېدو مخکې د مني خارجېدو ته ژر انزالېدل وایي.
څېړنې ښيي چې په هرو دریو نارینه وو کې یو یې د ژر انزالیدو ستونزه لري ، د انزالېدو له پاره کوم ځانګړی طبي معیار او وخت ندی ټاکل شوی، د ژر انزالېدو او په وخت انزالېدو موضوع د دواړو لوریو قناعت او اشباع پورې اړه لري.

د ژر انزالېدو لاملونه:

په سلو کې ۹۵ نارینه کومه ځانګړې روغتیایي ستونزه نلري، خو بیا هم لاندي ټکي د ژر انزالېدو لامل کیدی شي.
۱- په ځوانۍ کې د موټک (جلق) وهل د تذکیر د آلې د حساسېدو سبب ګرځي.
۲- په ځوانانو کې د نارینه جنسي هارمون (ټسټوسټېرون) زیاتوالی د ژر انزالېدو سبب کېږي.
۳- د جنسي ملګرې ځانګړنې او داچې هغه د کوروالي نه مخکې آماده شوې وه او که نه.
۴- رواني ستونزې او اضطراب.
۵- د لاندنیو دواګانو استعمال.
– شراب(الکول).
– فشار ضد درملونه لکه: (Aldomet(Methyldopa), Inderal(Propranalol
– د معدې درملونه لکه: Ranitidine, Cimitidine, Omeprazole
– د خپګان او تشویش ضد دواګانې لکه : Stelazin(Triflouperazine), Diazepam
– د زړه د ناروغیو دواکانې لکه: Digoxin او نور.
۶-نوری ناروغتیاوې لکه شکره دا هم د ژر انزالیدو سبب ګرزي ..

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب