د ځوانانو مسئوليت

د اسلام په باب صحيح او ژوغوره پوهه:

دلته موږ- كه د الله (ج ) خوښه وي-د هغه مسؤليت په باب خبرې كوو چې د هغو مسؤليتونه برخه ده چې د خپل امت او وطن د پرمختګ په لار كې او انسانيت ته د اسلامي دعوت چې د اوسنۍ زمانې غوښتنوته د جواب ويلو سره-سره خپل اصالت هم وساتي او د رسولو او اسانيت ته د يوې داسې نمونې د وړاندې كولو لپاره چې خلك ورپسې روان شي د ځوانانو لپاره پرې پوهيدل او عمل كول ضروري دى.
د دې فريضې د اهميت په اړوند ګڼ شمېر فقهاوو او علماوو ډېر څه ويلي او ليكلي دي، په خاصه توګه په شلمه پيړۍ كې امام حسن البنا (رح) په دې مسئله بشپړ ټينګاركړى دى. د (فهم) لپاره يې بنيادي ټكي او اصول ټاكلي چې د ((االاصول العشرون))د شلو اصولو په نوم ياديږي، د مسلمان فرد او مسلمانې كورنۍ د مسلمانې ټولنې او اسلامي حكومت د جوړولو څخه وروسته د اسلامي امت د منځته راوړلو لپاره دا د (اخوان المسلمون) د كار او دعوت په لار كې د بيعت لومړۍ ركن دى. د دې په ضمن كې امام حسن البنا (رح) د سلف صالحينو نظريات او عقايد خلاصه كړي دي او د مسلمانو دعوتګرانو تر منځ د عقيدوي او فكري يوون اصول يې څرګند كړي اود عقيدې او عمل په ميدان كې د يو مسلمان مسؤليتونه په ګوته كوي، نه يوازې په اوسنۍ زمانه كې بلكې د پرمختګ په هر دور كې د اسلامي نظام شموليت،د ريښتني ايمان خوند د عقل او د هغه د ازادۍ اهميت او د اختلاف اصول او قواعد يې څرګند ګړي دي. او مسلمانان د اجتهاد، علم او په موجوداتو كې د غور او فكر په لور دعوت كوي، او د قراني اياتو او نبوي احاديثو په رڼا كې د ژوند د تېرولو په لور دعوت كوي.
د امام حسن البنا (رح) څخه وروسته ډېرو علماوو د دې شلو اصولو د شرح كولو لپاره كتابونه وليكل، هم دا راز استاذ ابو الاعلى مودودي (رح) هم په دې باب زيات شمېر كتابونه ليكلي دي كله: ( دقران څلور اساسي اصطلاحات )، (د اسلام پوهه) او په خپل تفسير(تفيم القران) كې هم ځاى په ځاى د صحيح فهم په باب ليكنې كړي، هم دا راز په خپل كتاب (د اسلامي نړۍ په راتونكي كې د زده كوونكو رول) كې د استعمار څخه د خلاصون وروسته د اسلامي نړۍ ستونزې ور په ګوته كوي اود اسلامي اخلاقو او اسلامي تهذيب د خپلولو په لور بلنه كوي، د اسلامي امت په اصلاح كې د اسلامي اصولو مؤثريت اود تعليمي نصاب د كمزوريو خطرونه يې په ګوته كړي او د اسلامي اصولو سره سم يې د امت لپاره نظامي تربيت ضروري ګڼلى.

ښاغلى استاذ مصطفى مشهور د اخوان المسلمون د بيعت د عناصرو له جملې څخه د (فهم) د عنصر په باب وايي: (( كه چيرې د (فهم) دا ډول تشريح نه وي نوتنظيم به ګډوډ شوى وي او ډول-ډول افكار او نظريات به راولاړ شوي وي، وخت او حادثاتو ثابته كړه چې د (فهم) دا ډول تشريح ډېره غوره تشريح ده چې د مسلمانانو تر منځ د اختلافاتو مخه نيسي، دا يوه داسې دائره ده چې د سختۍ او رخصت دواړو مخنيوۍ كوي.))

ښاغلي استاذ يوسف القرضاوي په خپل كتاب (نن ورځ د يومسلمان ځوان مسؤليتونه) كې څلور مسؤليتونه ور په ګوته كوي، هغه په لاندې ډول دي:
۱- د اسلام فهم
۲- علم
۳- عمل
۴- خپل منځي اړيكې او ورورولي.

 د دې تشريحاتو تر څنګ موږ غواړو چې په ننني عصر كې (فهم) په لاندينيو اصولو ولاړ دى.
۱- د موجود پيچلي حالت او دوران كشمكش د طبيعت پېژندل.
۲- د نړيوال سياست د ابعادو ادراك او پېژندل.
۳- په بې طرفه او صحيح توګه د حقايقو ادراك اوپېژندل.
۴- لويو ګټوته په كوچنيو ګټو ترجيح وركول.
۵- د اسلامي امت اصلي مرضونه مالومول.
۶- د دې مرضونو د پاره د صحيح علاج ټاكل.

 اوس په مختصر ډول دا شپږ ټكي تشريح كوو تر څو د (فهم) په باب زموږ مطلوبه معنى څرګنده شي.
١- د روان کشمکش په ضمن کې د موجوده پېچلي حالت پيژندل:
د دې پېژندل هميش لپاره ځکه ضروري دي، تر څو مسلمان دعوتګران په داسې کوم (منکر) او ناروا کار اخته نه شي چې بيا يې علاج ډېر ګران وي….او تر څو د شيخ محمد الغزالي دا قول پرې منطبق نه شي.
(( زما په فکر په دنيا کې د کفر د خپريدو نيم بار به د ديندارانو په سر وي، ځکه چې دوى په خپلو بدو کړو-وړو او بد خبرو د الله (ج) څخه خلک بېزاره کړل)).
د مثال په توګه د افغانستان په باب دا پېچلي حالت له موږ غوښتنه کوي چې د دې قضيې په را اوچتولو او د سياسي او عسکري هواريو په طرحه کولو کې موثر قوتونه وپېژنو، تر څو نتيجې موږ لپاره ناڅاپي نه وي. تر ټولو د مخه بايد رهبران، د سياست او جنګ په ميدان کې کارکونکي کسان او د هم دې لپاره جوړې شوې ادارې دا درک کړي.
موږ بايد د هغو مرستو چې د الله (ج) د رضا لپاره ورکول کيږي او د هغو مرستو تر منځ چې د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره تقديميږي فرق وکړو.

د ختيځ او لويديځ تر منځ روان کشمکش امريکا دې ته اړه کړه چې د ايران او عراق تر منځ په جنګ کې او د مجاهدينو او روسانو تر منځ په جنګ کې فعال رول لوبوه، او د دواړو جنګونو تر منځ يې ارتباط پيدا کړ او د دې څخه د ګټې اخېستلو لپاره يې پلان جوړ کړ، هم دا وه چې د داوړو جنګونو په پاى کې د نړيوال کمونيزم د نسکوريدو او په حقيقت کې په سوړ جنګ او د افغانستان په جنګ کې د روسانو د شکست څخه وروسته امريکا د يواځني ستر ځواک په حيث تبارز وکړ. هم دا راز امريکا د انګولا، پانامه، او نکاراګوا د شخړو د هم دې هدف په لاس ته راوړلو کې استفاده وکړه.
او په دې توګه امريکايي وسلې، امريکايي عقل او مريکايي استراتيژي برلاسي څرګنده شوه.
اوس چې په منځني ختيځ کې څه روان دي دا د دواړو په تفاهم سره سرته رسيږي، له دې څخه د مخه به په نړيوالو محفلونو کې د شوروي اتحاد غږ د معارض په حيثيت پورته کېده. د کيوبا حال به هم د منځني ختيځ د حال څخه مختلف نه وي.

مسلمان ځوانان بايد په دې ځان پوهه کړي او په تفصيلاتو باندې د پوهيدلو هم کوښښ وکړي، تر څو د خپل وخت د غوښتنو سره سم ژوند وکړي او د اوسنۍ زمانې د فکر په څېر فکر وکړي.
هغه اصول چې د دې کشمکش په پوهيدلو کې مرستندوى دي په لاندې ډول دي:
v- د ګډ نړيوال سياست پېژندل.
v- د نړيوال، منطقوي او محلي فشار راوړونکو ټولنو اغېزې.
v- نړيوالې ادارې، باندونه، ګوندونه او د نړيوالو قضيو د نتيجو په ټاکلو کې د هغوى رول.

د مثال په توګه:
– ملګري ملتونه او د امنيت شورى.
– اسلامي کانفرانس.
– د عربي هيوادونو تنظيم عربي تولنه.
– د خليجي هيوادونو د مرستې ملګرتيا تنظيم.
– د کمونيستي هيوادونو له خوا جوړ شوى د (وارسا تړون) چې په ١٣٣١٩٩١ کې له منځه ولاړ، موږ يې يوازې د مثال توګه يادونه وکړه.
– د ناټو تړون (د اقيانوس شمال ته د پرتو هيوادونو تړون)- د منطقوي-… همکاريو لپاره د جنوبي اسيا د هيوادونو تنظيم (سارک) چې په کې هند، پاکستان، بنګلاديش، سريلانکا، مالديپ، بوټان او نيپال عضويت لري.

 د پاکستان هغه ګوندنه چې د افغانستان په قضيه باندې په مستقيم يا غير مستقيم ډول اغېزه لري.
١- د پاکستان نشنل عوامي ګوند. (عوامي نشنل پارټى )
٢- د پاکستان د خلګو ګوند. (پيپلز پارټى )
٣-  په پاکستان کې د (اسلامي جمهوري اتحاد ګوند)

٢-  د نړېوال سياست د خصوصيتونو پېژندل:
دا نړيوال سياست ډېر خصوصيتونه لري چې مهم يې موږ دلته ذکر کوو، ځکه چې دا د تفصيل ځاى نه دى.
v- يوازې د کاغذ پر مخ ښکلي او جالب هدفونه او هيکلونه چې هېڅکله نه عملي کيږي.
v- ګټې د اصولو څخه د مخه او مقدمي دي.
v- د کاميابۍ سياسي اغېزې لپاره عسکري، فني او اقتصادي برلاسي تر لاسه کول ستر اهميت لري.
v- مکر او فريب او ناڅاپي حمله.
v- د مالوماتو د راټولولو او د تابعدارۍ د قبلولو په بدل کې ډول-ډول کومکونه.
v- يوه ناڅاپي حمله.
دا ټول بايد ځوانانو ته تشريح کړي شي.
په (مشکلات في طريق الحياة الاسلامية) نومي کتاب کې د شيخ محمد الغزالي دا وينا د د ې خبرو تائيد کوي چې وايي: (( هغه سړى دعوتګر نه شي بلل کېداى څوک چې د اوسنۍ نړۍ، او په نړۍ د حکومت کوونکو افکارو په باب پوهه ونه لري، او دا ورته مالومه نه وي چې اسلام د دې افکارو په مقابل کې ولي غور ه دى.))
بل ځاى کې وايي: ((زه هغه سړى هېڅکله په دعوتګرانو کې نه شمېرم څوک چې د اسلام د سياسي او فقهې تاريخ په باب مالومات نه لري، او څوک چې د اسلامي فکر د ځانګړو صفتونو په باب لږ مالومات ولري.))

٣- بې طرفه ډول د حقايقو پېژندنه:
په دې لړ کې ځوانان بايد لاندې اصول په نظر کې ونيسي:
v- حقائق د کموالي او زياتوالي څخه پرته څرګندول.
v- د موثقو منابعو څخه دقيق مالومات تر لاسه کول.
v- د تر جيح ورکولو استعداد ته وده ورکول.
v- نتيجې د مقدماتو سره تړل.
v- احساسات د عقل سره تړل.

٤- لويو ګټو ته ترجيح ورکول:
دا مسئله په ځانګړې توګه د ځوانانو څخه د ستر کوښښ غوښتنه کوي، د دې لپاره چې ځوانان د نړۍ د ټولو مشکلاتو حل يوازې د خپلې شخصي، وطني يا قبيلوي ستونزې په هورايو کې ونه ګڼي، موږ بايد خپل ترجيحات په لاندې ډول وټاکو:
v- لومړۍ د ټول امت مستقبل په نظر کې ولرو.
v- بيا د خپل هيواد راتلونکي ته ترجيح ورکړو.
v- د د ې څخه وروسته د تنظيمونو، ګوندونو راتلونکى زموږ په نظر ترجيح ولري.
v- بيا د افرادو او وګړو راتلونکى ترجيح ولري.
د دې لپاره په کار ده چې ځوانان د توازن په اساس د قضيو لپاره کار وکړي، دا توازن په اسلامي شريعت کې اساس لري. د زکاة مقدار يو او د (رکاز ) مقدار بل دى او د وصيت لپاره هم يو متعين مقدار مالوم دى.
مګر کله داسې هم کيږي چې ټول د الله (ج ) په لاره کې وړاندې کړى شي، لکه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه چې پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغى او ټول مال يې ورته تقديم کړ او و يې ويل کور کې مې الله (ج ) او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم پرېښى دى.

۵- د امت او وطن اصلي مرضونه ور په ګوته کول ا د هغو تشخيص:
ځکه چې د مرض د تشخيص څخه پرته علاج ممکن نه دى او د يو ماهر ډاکټر کار اول د مرض تشخيص او بيا د علاج ښودل دي. د دې عصر مهم اصول په لاندې ډول دي:
v- مرضونه او عارضي شيان سره جدا کول.
v- د پټو مرضونو د څرګندولو لپاره ژوره څېړنه.
v- د نوې زمانې د تاريخ پوهه.
v- د دښمنانو تهمتونو ته جواب ويل.
v- په هميشه ډول د کار جاج اخېستل او هغه بر رسي کول.
v- د قوي امتونو د تشکيل په څرنګوالي پوهيدل.

۶-د صحيح علاج ښودل:
کله-کله د علاج سره مرض نور هم زياتيږي، نو په کار ده چې علاج په هر ځاى او په مناسب وخت کې صورت ونيسي. شايد ځوانانو ته دا څرګنده وي چې:
v- علاج اسان نه دى مګر ناممکن هم نه دى.
v- علاج ممکن دى مګر کله-کله ډېر تريخ وي.
v- د علاج سره کله د پرې کولو ضرورت هم پېښيږي.
v- د علاج د پرېښودلو انجام ډېر بد دى.
v- د خارج څخه د وارد شوې علاج خوږلنۍ او اسنتيا موږ ته فريب راکولاى شي.
v- زموږ په هيوادونو کې موجود حکومتونه په علاج کې ناکام شوې دې، ځکه چې دوى د ورسپارل شوې رول د اداء کولو اهليت او صلاحيت نه لري. يوازې صحيح فهم کولاى شي چې جهاد د انحراف او سقوط څخه وساتي.
v- د فهم بنسټ بايد دا وي چې اسلامي نظام يو بشپړ نړيوال او ابدي نظام دى، او د الله (ج ) له لورې رالېږل شوى دين دى، د عقل او د فکر ازادي ته بايد اهميت ورکړى شي.
v- د اسلام غوره تمثيل وړاندې شي، د اسلام تګلاره يوه بشپړه او د دنيا او اخرت د کارونو تنظيمونکي تګلاره ده.
v- صحيح او بشپړ فهم چې د غلطۍ، انحراف او جزئيت (يعني جزئي تصور) څخه وي د فهم وروسته بايد توازن قائم کړى شي، په دې ډول چې د امانت دارۍ په کارونو کې امانت دار سړى او د قضاء لپاره پوه او متقي او اهل سړى وړاندې کړى شي. د اعتدال او توازن غوښتنه دا ده چې د څه په باره کې چې موږ متفق يو په هغه کې يو د بل سره مرسته وکړو. دا به زموږ ډېر اختلافات ختم کړي.

ليكنه: استاذ كمال هلباوي
ترتبوونكى: عبد النصير (مرستيال ) كندهار

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب