د پېغمبرانو (ع ) د راتگ ضرورت

د دُنيا په تاريخ کي په لکونو نوميالي کسان پيدا شوي، چي هر يوه يې په خپل وخت کي انسانان د ځان په لور متوجه کړي وو .
په هغوی کي حکماء، فيلسوفان، فاتحين او سيمي نيوونکي، پهلوانان او صف ماتوونکي، خطيبان او شاعران، د مال او خزانو خاوندان، د حُسن او ښائست لرونکي موجود وو .
ځيني يې داسي هم تېر شوي چي ور ته سجدې شوې دي او د خدايي دعوه يې کړې ده .
خو ليکن په هغوی کي داسي څوک نشته چي ژوندون يې د ټول انسانيت لپاره نمونه وگرزي .
که د مقدونيې سکندر دی، يا د اروپا نپولين، يا ديونان سقراط، افلاطون او ارسطو دی او يا فرعون،قارون او هامان دی او يا نور نوميالي کسان وو، په هغوی کي يو هم څوک نه شي يادولی چي د ده د ژوندانه د هري برخي دي تقليد او تابعداري وشي او دوی دي انسانان د ځان لپاره مقتدايان او پېشوايان وگرزوي .
د دوی مشهورتيا په خپل  ځای وه، خو ليکن د انسانيت لپاره د ژوندانه نمونه کېدل به يې ښايي هيڅوک هم و نه شي گڼلی .
د دې سره به دا هم هر د عقل خاوند ومني چي چېرته هم په  دُنيا کي  د نېکۍ رڼا وي، يا د اخلاقو خوشبويي وي او يا د زړونو د صفايي څرک وي، هغه نه د فيلسوفانو د فلسفي افکارو له امله را منځته شوی، نه د شاعرانو د شعر له امله  او نه د سکندر او رُستم د سيمو د نيوني او پهلوانۍ نتيجه ده .
بلکي دا د هغه چا د تعليم او دعوت نتيجه ده چا ته چي انبياء کرام – عليهم الصلاة والسلام – ويل کېږي .
د پېغمبرانو – عليهم السلام – حکومت په بدنونو نه وو، بلکي په زړونو باندي وو .
دا وجه ده چي د پخوانيو لويو لويو پاچايانو د واکمنۍ څرک نشته، خو د نبي – عليه  السلام –  واکمني هغسي چلېږي او تر اوسه يې نبوي ارشادات د نړۍ په هره برخه کي عملي کېږي .
دُنيا د شاعرانو، فيلسوفانو او حکيمانو پرته هم چلېدی شي، خو د پېغمبرانو له تعليم پرته نه شي چلېدی .
نو نبوت د انسانيت لومړنۍ اړتيا ده .
په دې رڼا د جهالت تيارې له منځه ځي، مړه ارواح پرې ژوندي کېږي او د اخلاقي رنځونو علاج پرې کېږي .
الله-جل جلاله- انسانان او پيريان د يوه ستر مقصد لپاره پيدا کړي دي او هغه دا چي بايد دوی په خپل اختيار او خوښه سره د الله – جل جلاله – عبادت وکړي .
حضرت امام اعظم ابوحنيفه – رحمه الله – فرمايلي دي:که الله پاک پېغمبرنه وی را لېږلی، نو د عقل په خاوندانو به د الله پاک په خپلو عقلو سره پېژندل لازم وی ( اصول الشاشي ص : ۳۴ )
خو د انسانانو عقلونه قاصر وو، دوی ته په خپلو عقلو د الله پاک پېژندل او د هغه حقوق چي په بندگانو ئې لري، معلومول گران کار وو، دا هر څه ئې په خپل عقل سره نه شوی پېژندلی .
نه ور ته دا معلومېده چي که څوک د الله  پاک اطاعت وکړي، الله پاک څه ور کوي ؟ او نه هم په دې پوهېدای شوی چي که څوک د الله پاک عبادت و نه کړي، د هغه لپاره کومي سزاگاني دي ؟
نو الله پاک پر خپلو بندگانو دا احسان وکړ، چي پېغمبران ئې ور ته را ولېږل.
پېغمبران داسي کسان وو،چي د الله پاک په ټولو بندگانو کي کامل انسانان وو، هم ئې اخلاق او هم ئې صورت تر نورو ټولو کامل وو او هم په ټولو کي عزتمند انسانان وو .
الله پاک ملائکي را و نه لېږلې ځکه هغوی د الله تعالی په عبادت نه ستړې کېږي اونه ئې بل داسي بېل مخلوق د پېغمبر په توگه را ولېږی چي د هغه تابعداري انسانانو ته گرانه وه .
بلکي انسان ئې د پېغمبرۍ لپاره غوره کړ، ځکه د انسان تابعداري هم شونې وي او ستړيا، لوږه او تنده هم لري .
نو د داسي چا تابعداري هم شونې ده .
پېغمبرانو – عليهم السلام – خوراک کاوو، په بازارونو کي هم گرزېدل، نارينه وو،مېرمني او اولادونه ئې هم لرل .
خو د دې سره د بشريت لپاره په هر مُمکن کمال سره متصف وو .
همدا راز آخري پېغمبر محمد – صلى الله عليه وسلم – هم د نورو پېغمبرانو په څېر انسان وو او له هغوی څخه په انساني صفاتوکي بېل نه وو.
الله تعالى فرمايي قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (الکهف:۱۱۰)
ترجمه : ور ته ووايه ! خبره دا ده چي زه خو ستاسو په شان يو انسان يم،( فرق مو په دې کي دی چي 🙂 ما ته وحي کېږي چي بې شکه ستاسو خدای هماغه يو خدای دی، نو هر څوک چي د خپل رب سره د ملاقات عقيده لري، هغه دي سم کارونه وکړي او د خپل رب په عبادت کي دي بل هيڅوک نه شريکوي !!
دا آيت صريح دی په دې هکله چي نبي – عليه السلام – هم د نورو انسانانو په څېر انسان وو،لکه څرنگه چي نور پېغمبران انسانان وو.
خو نبي – عليه السلام – تر ټولو په مطلق ډول کامل وو، ځکه په ده کي الله پاک داسي کمالات را جمع کړي وو، چي په بل هيچا کي نه وو .
نبي – عليه السلام – انسانيت ته دين په کامله توگه ورسوی، دوی ته ئې د ښو اخلاقو لارښوونه په عملي توگه وکړه او د دُنيا او آخرت ښېگڼي ئې ور ته په گوته کړې .
نو اوس په انسانانو اړه لري چي دوی بايد د نبي عليه السلام د وينا او طريقو مطابق لار خپله کړي،څو په دې سره تلپاتې نېکمرغۍ او برياليتوب ته ځانونه و رسوي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب