د پیازو کیمیاوی جوړښت او ګټی

اوسمهال پياز نږدې په ټوله نړۍ كې كرل كيږي . د پيازو په تركيب كې ځينې نايټروجني مواد او ځينې قندونه ، چې له هغه شمېر نه ګلوكوز ، فروكتوز ، ساكاروز او مالتوز دي ، شتون لري . سربېره پر دې په هغه كې كلسيم ، وسپنه ، او فاسفورس ( فاسفور ) هم شته چې د انسان د بدن لپاره ډېر ګټور دي .

د ساري په توګه د پيازو په ځينو ډولونو كې وسپنه ډېره ده چې د انسان د وينې تركيب ښه كوي او كلسيم يې د هډوكو په كلكولو كې مرسته كوي .

همدا راز د پيازو په تركيب كې د ايتر ( اثير ) غوړي ، البومين ، د C ويټامين او مايې هم شته . دغه ډېر خوندور او ګټور بوټى د ګېډې او كولمو په كار او فعاليت كې مرسته كوي .

پر نورو ډېرو روغتيايې ځانګړنو سربېره ، د پيازو دا ميكروبي ضد ځانګړنه خو نږدې هر سړي ته مالومه ده چې د والګي په درملنه كې خورا اغېزمن دی.

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب