اخلاقسیرت النبي لیکنې

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم اخلاق

انس رض وايي : لس کاله مې درسول الله صلى الله عليه وسلم خدمت وکړ، په الله قسم؛چې ماته يې د (اف) په اندازه رټونکې خبره نه ده کړې او په هېڅ کار کې راته نه نه دى ويلې،چې؛ ولې دې داسې وکړ؟ ياولى دې داسې ونه کړ؟راه مسلم اود همده په روايت کې راغلې دي چې:((وينځې به د پېغمبر صلى الله عليه وسلم لاس ونيوه اوهر چېرته يې غوښتل ځان سره يې بوولو اوکه چابه ورسره روغبړ وکړ نو خپل لاس به يې دهغه په لاس کېښود ، ترهغه به يې خپل لاس نه پرېښودلو چې سړي په خپله خپل لاس پرېښوده،اوترهغه به يې دسړي څخه مخ نه آړوه چې سړي به ترى مخ و ګرځاوه،او هېڅ کله داسې نه دى ليدل شوى چې خپلې پښې يې دخپل همناستي په لور غزولي وي .

عاېشه رضي الله عنها وايي : (( داسې نه دى شوى چې دالله پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته ددوو شيانو دانتخاب اختيار ورکړشوى وي،مګرداچې؛اسانه کاربه يې په کې غوره کاوه خو په دې شرط چې به ګناه نه وه،خوکه به ګناه وه نو بيابه ترټولو ترې ډېرلرې و،اودخپل ځان انتقام ېي نه دى آخيستى،مګر دالله جل جلا له دحکم د پېمالېدو انتقام به ېي آخيسته.

دالله جل جلا له پېغمبر صلى الله عليه وسلم پخپل لاس هېڅوک نه دى وهلى، نه يې ښځه وهلې اونه يې خدمت ګار،[نه يې ماشوم]خودالله جل جلا له په لاره کې يې جهاد کړى .

(( له انس بن مالک رض نه روايت دى چې زه دپېغمبرصلى الله عليه وسلم سره روان وم،اوله بدن نه يې يو پڼداوزيږ څادر راتاوکړى و، چې ديواعرابي سره مخ شو،اعرابي دڅادر له يوې څنډې څخه کلک راونيو اوداسې کلک ټکان يې ورته ورکړ چې دسرو تغمو نښې ما دهغه پر مبارک اورمېږ وليده او ورته يې وويل:اى محمده صلى الله عليه وسلم ! امروکړه چې دالله جل جلا له له مال نه راته څه شى راکړل شي! پېغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وکتل،وې خندل او امر يې وکړ چې ورسره مرسته وشي .

له عاېشې نه روايت دى : (( الله جل جلا له نرم چلند والا اومهربانه دى ، اونرم چلند اومهرباني خوښوي اودنرمۍ اومهربانۍ په بدل کې هغه څه ورکوي چې په سختدلۍ اوپه زړه کراړي نه ورکوي )). مسلم .

په بل روايت کې داسې راځي :

(( داجوته خبره ده چې نرمي اومهرباني چې په هرشى کې وي نوښکلا وربښي ، اوچې په هرڅه کې نرمي اومهرباني نه وي هغه بدرنګه اوبدشکله کوي )).

له جرېر رض نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
(( يقيناً چې الله کوم شيان د نرمۍ اومهربانۍ په بدل کې ورکوي دکمعقلۍ اوحماقت په بدل کې نه ورکوي )).

کله چې الله جل جلا له له کوم بنده سره دوستي وکړي ، نو نرم خوى ورته ورکوي، اوهره کورنۍ چې له نرم چلنۍ اوله متقابلې مهربانۍ څخه محرومه شوه؛له ټولو ښيگڼو څخه محرومه بى برخې ده.الطبراني .
له عاېشې رضي الله عنها نه پوښتنه وشوه :دالله پېغمبر صلى الله عليه وسلم په خپل کورکې څۀ بوختيا لرله؟
هغې وويل:((په کورکې دخپلې کورنۍ په خدمت کې بوخت و،اوکله چې به د لمانځه  وخت شواودس به يې وکړلمانځه ته به راووت.

انس وايې:دالله پېغمبر صلى الله عليه وسلم ترټولوخلکو دلوړې اخلاقي کچې خاوندو.زما يو تي خور ورور چې نوم يې ابا عمېرو، يوه ناروغه چڼچڼه چې نوم يې نغير وهم ورسره و،دالله جل جلا له پېغمبر صلى الله عليه وسلم به ورسره خوږلني ( خوش طبيعتي)کوله اوورته ويل به يې:ابا عمېره نغيرڅه وکړ؟ ))

د پېغمبر صلى الله عليه وسلم ددرنو خويونو يو څو بېلګې:
دالله جل جلا له دپېغمبرصلى الله عليه وسلم په اخلاقوکې دامشهوره ده چې سخي و په هېڅ شي کې يې هېڅ کله هېڅ ډول بـخل يې نه دى کړى، زړور وه له حقې وينااوحق کارڅخه هېڅ کله په شاشوى نه دى،عادل ودفېصلې په کولوکې يې هېڅکله ظلم نه دى کړى ، دخپل ژوند په ټولوپړاوونوکې پوره ريـښتينى اوامانتکارواوالله تعالى مسلمانانوته امرکړى چې په پل يې پل کېږدي اوپه عطرينه شمائلو،اوصفاتو سره يې ځانونه خوږبويه اوسينګارکړى.
الله جل جلا له فرمايلي:((اِنَکَ لَعَلَى خُلُق عَظِيم))يقينا ته په ډېرو لوړو اخلاقو برابريې قاضي عياض ويلې دي:پېغمبرصلى الله عليه وسلم ترټولو خلکو ښائسته و، ترټولو خلکو سخي و، ترټولوخلکوډېرزړور و يوه شپه ناڅاپه غږ وشو دمدينې ټول خلک ورږدېدل، ځېنې خلک دآواز په لور وخوځېدل دوى لا نه و ورسېدلي؛چې رسول الله صلى الله عليه وسلم داوازله ځايه په داسې حال کې بېرته راستون شوى و خبره يې معلومه کړې وه دابوطلحه په لغړ اس باندې سپورتوره په غاړه ځوړنده اوپرخلکويې غږ کاوه چې پام!ونه ډارشئ!

حضرت علي کرم الله وجهه وايي:(( کله چې به جنګ زور ونيوه اوسترګې به مو دجنګ له هېبته سرې شوې،درسول الله صلى الله عليه وسلم خواته شاته مو ځان پټاوه،اوددښمنانو بريدليکوته ترټولو نږدې و).

جابر بن عبد الله وايي:رسول الله صلى الله عليه وسلم دغوښتنې په ځواب کې نه،نه دي ويلې.بي بي خديجه رضي الله عنها رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: انک تحمل الکل وتکسب المعدوم وتعين على نوائب الحق )).

(( يقيناً چې ته داړمنواړتيا پوره کوې،هغه کارونه ترسره کوئ چې نورخلک ورسره نا آشنا دي اودحق پالو سره مرسته کوې)).

[ اويازره درهمه روپۍ ورته راوړل شوې، ټولې يې پرپوزي کېښودلې اوداسې يې ووېشلوچې هېڅ سوالګر ترې نا امېده نه دى تللى تردې چې روپۍ خلاصې شوې .
يوکس ورته راغى اوڅه يې ترى وغوښته،ده ورته وويل: اوس خو څه راسره نه شته،پوروړى دې شوم که څه لاس ته راغله دربه يې کړم.حضرت عمرورته وويل: په هغه څه الله جل جلا له نه يې مکلف کړى چې توان يې نه لرې!داخبره پرپېغمبرصلى الله عليه وسلم ښه ونه لګېده،دانصارو يوه سړي ورته وويل:اى دالله جل جلا له پېغمبره صلى الله عليه وسلم ! لګوه اومصرف کوه!مه ډارېږه!دعرش خاوندلږ نه درکوي،درسول الله صلى الله عليه وسلم پر[مبارکو]شونډو مسکاخوره شوه،اودخوشحالۍ نښې يې پرمخ راوځلېدې اووې ويل:د همدې خبرې په پلي کولوراته امرشوى.

دالله جل جلا له پېغمبر صلى الله عليه وسلم به دخپلو ملګرو سره مينه کوله اوځان به يې ترې نه ګوښه کاوه دهرقوم مشر به يې نازوه، اودمشرپه توګه به يې پرخپل قوم و ټاکه)).
((،پرته له دې چې چاته ټنډه تروه کړي يابدخويې ته لاس پورې کړي،له خلکونه به يې ځان خوندي کاوه اوتل دځان دفاع ته چمتوو)).

((دخپلوملګروله حاله به يې ځان خبراوه،دمجلس هرغړي ته به يې وخت ورکاوه ،اوهريوه به داسې انګېرله چې دى ترټولو دالله پرپېغمبرصلى الله عليه وسلم ډېرګران دى)).

څوک چې به ورسره کښېناست يابه يې خپله اړتياوروړاندې کړه،دزغم توصيه به يې ورته کوله، اوترهغه به ورسره کښېناست چې په خپله خوښه به ترې بېرته ولاړ)).
چاچې به ترې سوال وکړ نه به يې نا امېده کاوه، اوکه څۀ به ورسره نه ونوپه پسته اوخوږه خبره به يې رخصتاوه)).

ددومره پراخې حوصلې اودرانه خوي خاوندو چې ټولو خلکو به ترې گټه پورته کوله، دپه خپلوملګروکې پلارغوندې و، اودحق پرځاى دده په وړاندې ټول يوشان و.

پېغمبرصلى الله عليه وسلم به همېشه خوښ ښکارېده، طبيعت يې ازاد اوخوى يې نرم و نه بدويونکى او غوسه ناک و،نه چېغې وهونکې، بدويونکى، پړه آچوونکى او ستايونکى نه و، څه شى چې به يې نه خوښېده ځان بۀ يې پرى ناګاره کړ، اوهېڅوک ترې نه نا امېده کېده )).

بي بي عاېشه رضي الله عنها وايي: ترپېغمبرصلى الله عليه وسلم هېچا ښه خوى نه درلوده،داسې نه دى شوى چې ملګري اودکورغړي ورته غږکړى وي او دى نه وي ويلى چې:((هرخدمت ته تياريم)).

جريد بن عبدالله رض وايي:له هغه وخت راهسې چې زه مسلمان شوى يم رسول الله صلى الله عليه وسلم ځان رانه نه دى پټ کړى،اوزه چې يې ليدلى يم هرومره يې پرشونډومسکاخوره شوې ده.

خپلوملګرو سره به يې ټوکې کولې، ناسته ولاړه اوراشه درشه يې ورسره کوله،ماشومان به يې لوبول اوپه غېږ کې به يې رانيول)).

دآزاد، غلام، وينځې، اوبېچاره بلنې ته بۀ ورتلو اودمدينې لرې ځاى کې دناروغ پوښتنې ته ورتله اوچاچې به ورته عذر وړاندې کړه دهغه عذربه يې منلو)).

حضرت انس رض وايي: داسې نه دى شوى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم سره چاپټه خبره کړى وي او دالله جل جلا له پېغمبرصلى الله عليه وسلم ترې خپل سر لرې کړى وي، ترهغه چې راز ويونکى په خپل سرنه لرې کاوه.

داسې هم نه دى شوى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته چالاس ورکړى وي، اودى له هغه مخکې لاس ايله کړي وي.

اوڅوک چې په ورسره مخامخ کېده دى به په سلام اچولوکې ترى مخکې کېده اوپه روغبړ کولو کې به ېي اول دى لاس وړاندې کاوه.داسې هم نه دى ليدل شوى چې دخپلو ملګرو په مخ کې يې ښپې غزولې وي اوپه هغوى باندې يې ځاى تنګ کړى وي. هرڅوک چې به ورکره راغى درناوى به يې کاوه خپل څادر به يې ورته هواروه اوخپل بالخت به يې اېښوده چې پرې کښني،اوکه له کښېناستلو څخه انکار وکړ نودى به دهغه په کښېنولو ټېنګارکاوه چې پربالخت کېني.

دخپلوملګرو يې دعزت لپاره به يې کنيه نومونه پرې اېښودل اوپه غوره اوپه زړه پورې نومونو باندې به يې رابلل.

دهېچاخبره به يې په نيمايې کې نه پرې کوله،خوکه ورانه خبره به چاوکړه، يابه يې ورباندې خبره بندوله اويابه له مجلسه تله.

((له حضرت انس رض نه روايت دى چې : چاچې به دالله جل جلا له پېغمبرصلى الله عليه وسلم ته هديه راوړله نو بيا به يې وويل: دغه هديه پلانۍ ښځې ته يوسئ چې دخديجې ملګرې وه اوخديجه ورسره مينه لرله )).

له عاېشې رضي الله عنها نه روايت شوى دى چې : (( دهېڅ يوې ښځې په مقابل کې ماته دومره غېرت نه دى راولاړشوى لکه چې دخدېجې په مقابل کې راولاړ شوى  او دا ځکه چې مابه له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دهغې زياته ستاينه اورېدله کله چې به يې پسه ذبح کوله نو بيابه يې دهغې ملګرو ته ډالۍ کوله، اوخوريې يو ورځ کورته دراننوتو اجازه وغوښتله رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په ډېر خوښۍ سره ښه راغلاست ته ورغى.

يو ورځ يوه ښځه راغله، پېغمبرصلى الله عليه وسلم په ورين تندي ورسره ستړي مشي وکړه اودحال احوال څخه يې پوښتنه وکړه، کله چې ښځه ووتله پېغمبرصلى الله عليه وسلم وويل: خديجه چې ژوندۍ وه دازمونږ کره راتلله اويقيناً وفاداري او دژمنې ترسره کول دايمان يوه نښه ده)).
دخپلوانو سره يې خپلولي ټينګوله پرته له دې چې پرغوره اوبهتره کسانو ورته لوړمنصب ورکړي.

ابي قتادة وايي: (( کله چې دنجاشي له خوا جرګېزه ډله راغله، پېغمبرصلى الله عليه وسلم په خپله دهغوى خدمت ته مټې راونغاړلې، ملګرو يې ورته وويل: ستا پرځاى يې مونږ خدمت کوو.پېغمبرصلى الله عليه وسلم ورته وويل: دوى زمونږ دملګروعزت اودرناوى کړى دامې خوښ دى چى بدله يې ورپوره کړم .

حضرت ابي امامة وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلې امساتکيه وهلې وه ، اومونږ ته راووت ، اومونږ ورته ودرېدلو. هغه وويل:عجميانو په څېرمه درېږئ هغوى چې ديوبل درناوۍ کوي دريږي،او ويې ويل:زه بنده يم دبنده په څېر خورم. اودبنده په څېر کښېنم )).

اوخاکساري يې دومره زياته وه چې پرخره سورېده، اوبل کس به يې هم له ځان سره سپروه، دبېچاره ګانو پوښتنه به يې کوله، دفقيرانو سره يې ناسته ولاړه کوله، دخپلوملګرو سره ګډ ګرځېده ، او دمجلس په خالي څنډه کې کېناسته.

حج ته دتلو پرمهال درسول الله صلى الله عليه وسلم پرآسپې باندې يوزوړ زين و، اودزين له پاسه داسې يوټوټه پرته وه چې څلور روپۍ يې قيمت و او ويل به يې:الهي !دداسې قبول شوي حج توفيق درنه غواړم چې دځان ښودنه اودخلکو خبرېدل په کې هدف نه وي.

دمکې دسترې سوبې پرمهال اسلامي لښکر سره په داسې حال کې ورننوت چې سرمبارک يې داسې ځوړند نيولى ووچې تابه وويل چې اوس به له اس نه راپريوځي اوپه دې سره يې الله تعالى ته خپله خاکساري ښودله.

چوپتيا يې ډېره اوږده وه ، له حاجت نه پرته نه غږېده چاچې به بې ځايه خبره وکړه مخ به يې ترې بله خوا را وګرځاوه.

پوره خندايې مسکاوه ، خبرې يې بېلې بېلې وې، نه ډېرې اوږدې اوبې ځايه وې، اونه لنډې اوبې مفهوم وې.

دملګروخندا هم دده په خواکې له مسکا نه تجاوز نه کاوه، اودده دعزت درناوى تابعداري لپاره وه.

مجلس يې دعقلي کړنلارې ، ښېګڼو او دامانتونو مجلس و،له اندازې لوړى خبرې پکې هم نه کيده ، دچاپت به پکې نه لوټيده ،کله چې به غږېده دمجلس دمجلس ټولو افراد به داسې سرونه ټيټه کړل اوداسې به چبپ شول ، لکه چې مرغان پرې ناست وي.

دتګ په وخت کې به يې پوره قدمونه اوچتول ، دتګ نه يې داسې معلومېده چې نه ستومانه دى اونه لټ.

ابي حاله ويلي دي: په څلورو شيانو کې به رسول الله صلى الله عليه وسلم چپ وو: بردبارى ( حلم ) دځان ژغورنې او احتياط په وخت کې، دکارونو دسمون لپاره، دسوچ اوانديخنې لپاره حضرت بي بي عاېشې رضي الله عنها ويلي دي : دالله پېغمبرصلى الله عليه وسلم داسې غږېده چې اورېدونکي به دشوي خبرې دکليماتو په شمېر کې نه غلطېده.

پاکې اوخوږبويي يې ډېره خوښوله اوډېره به يې استعمالوله .

په داسې حال کې چې بې شمېره دنيا ورته راتلله، اوپرله پسې فتحې يې ترلاسه کولې خوددنيا يې مخ واړوه اوپه داسې حال کې وفات شوچې دخپلې کورنۍ داړتياوو دپوره کولو لپاره يې زغره ديهودي سرګرو.

ليکوال: استاد محمد غزالي

ژباړه: محمد ناصر حليمي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: