د پلار کېدو لپاره تیار اوسه!

د ماشوم زېږېدنه ستاسې په ژوند کې يو ستر بدلون دی او دا د ټولو هغو شېبو انتظار ته پای وربښي، چې تاسې ورته نهه مياشتې ساعتونو شمېرلي او همدارنګه ستاسې د ژوند د کتاب يو نوی باب پرانيزي او ستاسې د ژوند د نويو اړيکو نويو هيلو او نورو خوښيو يو بشپړ فصل دی. اوس راځو دېته، چې پلار بايد په دې ټولو خوښيو کې څه رول ولوبوي او بايد کومې تيارۍ ونیسي، چې دا ژوند له خوښيو لا ډک او د راتلونکي ماشوم ژوند ورسره نېکمرغه کړي.

ستاسې رول

د پلار په توګه ستاسې شتون د ماشوم د زېږېدو پر مهال تر ټولو اړين کار دی، چې بايد تاسې ورته بشپړه امادګي ولرئ، هسې، نه چې؛ لکه زموږ ځينې پښتنې کورنۍ، چې د خپل ماشوم د زېږد پر مهال خپل شتون شرم ګڼي او له خپلې کورنۍ شرمېږي او وايي زه څنګه خپله ښځه روغتون ته بوځم او څنګه هلته ورسره اوسم؛ دا خو شرم دی او …..

تاسې په دې ورځ د خپلې مينې نښه ګورۍ د هغې مينې نښه، چې تاسې يې له خپلې ښځې سره لرئ او دا مو د تېرو نهو مياشتو او يا ډېرو زحمتونو ثمره ده، نو بايد ده، چې تاسې هم له خپلې مېرمنې سره واوسئ، که څه هم، چې د ماشوم د زېږېدا پر مهال له خپلې مېرمنې سره شتون په نورو هېوادونو کې عادي کار دی، خو دلته زموږ په هېواد کې خاوند له خپلې ښځې سره د حمل پر مهال نه وي، خو هغه ډېر ښه خاوندان ورسره په روغتون کې وي، کنه زموږ ډېری افغانان له خپلې مېرمنې سره روغتون ته نه ځي او هغه له بل چا سره لېږي، خو ګورئ له يوې خوا مو خپلې ښځې او راتلونکي ماشوم سره يو ډول ناځواني وکړه او له بلې خوا مو خپله اسلامي دنده نه ده پرځای کړې، ځکه چې کېدای شي مېرمن مو له ډېره درده د تلو نه وي؛ که تاسې ورسره ياست نو تاسې به يې واخلۍ او کنه په هر حال به هغه بېچاره خپله ځي. دا هغه وخت هم دی، چې تاسې د خپلې کورنۍ يوه نوي مېلمه يا مېلمنې ته ښه راغلاست واياست او همدارنګه ډېرې نورې خوښۍ هم شته دي، چې د ماشوم په پيدا کېدا سره یې خپلې کورنۍ ته وربښئ.

د پلار دنده ترسره کول

له دې چې خپله بشپړه دنده مو په ښه ډول ترسره کړئ، تاسې بايد د حمل يا زېږد له ميکانيزم څخه پوره پوهه ولرئ او همدارنګه خپله مېرمنه د زېږد له مېکانيزم څخه پوهه کړئ او هغوی داسې اماده کړئ، چې له دې وخت څخه وېره ونه لري ځکه چې وېره او ډار نورې ستونزې زېږوي. تاسې هم بايد خپل وار خطا نه کړئ، بلکې په ډېر ډاډ سره د ښو ډاکټرانو په اړه پلټنه وکړئ او همدارنګه د زېږد له وخته مخکې بايد هره مياشت او يا هم لږ تر لږه په دوو دريو مياشتو کې يو ځل ډاکټرې ته خپله مېرمن د معايناتو لپاره ورولئ.

د زېږون يا حمل لپاره بشپړ پلان

اوسمهال ډاکټرانې/ډاکټران ډېريو واده شويو خلکو ته دا توصيه کوي، چې تر زېږد دمخه بايد ليکل شوی پلان له ځانه سره ولري او همدارنګه د هماغه پلان له مخې خپل ټول کارونه سم او پر وخت ترسره کړي او همدارنګه د خپلې مېرمنې د ټولو معايناتو ليکل شوي راپورنه له ځانه سره ولري او هر وخت بايد مخکېني معاينات له ډاکټر سره شريک کړي او د ډاکټرانو له مشورې سم بايد کارونه وکړي او د هغوی له لارښوونې سره سم غذا او درمل وخوري، بله دا چې که د ماشوم د زېږد لپاره يو منظم پلان جوړوئ؛ نو ګورئ، چې د خپلې مېرمنې مشورې او غوښتنې هم په پام کې ونيسئ، ځکه چې هماغه ده چې دا ټوله مرحله تېروي او تاسې ته خوښي يانې ستاسې ارمان درکوي.

خانګړي ياداشتونه!

ډېر لاملونه شته دي، چې بايد پلار د ماشوم د زېږېدا يا حمل پر مهال شتون ولري، چې ځينې يې دا دي: د ماشوم زېږېدنه يوه نه هېرېدونکې خوښوونکې ډالۍ او په راتلونکي ژوند يې ښې اغېزې، له خپلې مېرمنې ملاتړ او ورسره مرسته کول، همدارنګه له ډاکټرانو سره د موضوع اړونده خبرې اترې کول او همدارنګه د ماشوم د راتلونکي ژوند او حالت په اړه هم له ډاکټر سره مشورې کول او ورنه لارښوونې غوښتل او ….

ځينې شيان، چې بايد روغتون ته له تګ دمخه په پام کې ونيول شي:

کرېډيټ لرونکی ټيلفون، د څښاک او خوراک لپاره ځينې سپک خواړه، کامره، د ماشوم له پيدا کېدو وروسته د انځور اخيستلو لپاره، ډېری خلک بيا وروسته ارمان کوي، چې کاشکې مې فکر وای ما به کامره له ځانه سره وړې وه، همدارنګه بايد د خپلې مېرمنې لپاره ارام بښونکې جامې او ورسره نور اړوند توکي، چې په هغه وخت کې هېر نه شي او له ځانه سره يې هرو مرو روغتون ته وېسئ.

د نوي زېږدي ماشوم لپاره اړين توکي

د نوي زېږدي ماشوم لپاره اړين کالي، د پوښاک لپاره نورې اړوندې جامې او داسې نور توکي چې د ماشوم لپاره له روغتونه تر کوره اړين دي او بايد ورسره وي، چې له ناروغۍ وژغورل شي.

د خپلې مېرمنې ملاتړ کوونکی اوسئ

تاسې بايد د خپلې مېرمنې سره ډېر ښه رويه کوونکی اوسئ او هر وخت یې په خوښه کارونه ترسره کوئ، همدارنګه دا وخت بايد تاسې له هغې سره اوسئ او هره په ځای غوښتنه يې پر ځای کړئ. کوښښ وکړئ، چې د خپلې مېرمنې سره په مشورې د زېږون ځای وټاکی خو په اوسمهال کې تر ټولو غوره ځای روغتون دی نه کور، ځکه چې په روغتون کې هر اړين توکي شته دي او په کور کې به هېڅ شی نه وي او نه به داسې تجربه لرونکې داعيه يا قابله وي، چې کور ته درته راشي خو تر ټولو ښه او غوره ځای هماغه روغتون دی او کوښښ وکړئ، چې هغه روغتون ته مخکې تر زېږونه يو ځل خپله مېرمن بوځئ او د معايناتو سره سره د ډاکټرې مشورې هم مه هېروئ، ځکه چې يو خو به مخکې له مخکې هغه روغتون کې ستاسې د مېرمنې د زېږون نېټه ثبت شي او د زېږون پر مهال به تاسې هېڅ ستونزه ونه لرئ او هم به مو اړوند ډاکټر د زېږون پر مهال هر اړخيزه معلومات ولري او ستاسې د مېرمنې او راتلونکي ماشوم لپاره به ډېر ښه وي. کېدای شي ځينې له تاسې څخه د خپلې مېرمنې د زېږون پر مهال درد ونه شئ زغمی خو بیا هم تاسې بايد له سړې سينې کار واخلئ او همدا درد تاسې ته ستاسې خوښي درکوي، ځکه چې دا دردونه خوښي راوستونکي دي او د هرې مېرمنې لپاره معمول دي. [Soft Break]له زېږون وروسته

کله چې ماشوم نړئ ته راشي، ښايي قابلې او ډاکټرانې يې د لنډې مودې لپاره معاينه وکړي او بيا يې تاسې ته درکوي. په دې وخت کې به قابلې خپل نور اړين کارونه ترسره کوي او ماشوم به له تاسې سره وي، خو ګورئ، چې دا وخت ډېر مهم وخت دی او ستاسې د ژوند يو نوی پړاو پيلېږي، نو شرم مه کوئ او خپل ټول دننني احساسات راوباسئ او د کورنۍ له غړو سره خپلې خوښئ شريکې کړئ او دا خوښي به ستاسې مېرمنې ته هم خوښي او ارامي ورکړي.

که څه ناڅه ستونزه مو مېرمن يا ماشوم ولري؛ نو کېدای شي د څه مودې لپاره په روغتون کې پاتې شئ، ترهغو چې ډاکټرانو تاسې ته ستاسې د مېرمنې او ماشوم په اړه ډاډ نه وي درکړئ؛ نو له روغتونه مه ځئ او تر هغې شېبې هلته پاتې شئ، چې ستاسې د مېرمنې او ماشوم روغتيا ډاډمنه نه شي. په داسې حالاتو کې بايد له ډېر صبر او زغم څخه کار واخلئ په تېره که ستاسې لومړنی ماشوم وي او تاسې له داسې شېبو سره نه ياست مخ شوي؛ نو کېدای شي تاسې ته څه ناڅه ستونزمن وي خو بيا هم تاسې بايد له ډېر صبر څخه کار واخلئ.

رفيع الله ستانکزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب