د ښه پلار کېدو لپاره غوره لارې

 ۱- فعاله اوسئ

که پلرونه په خپلو کارونو کې فعاله ونه اوسي، نو فکر نه کوم، چې د خپل ماشوم د روزنې په برخه کې به خپل مسؤليتونه (هغه تکليفونه، چې د دوی ماشومان ورته اړتيا لري او د دوی حق هم دي) ښه پرمخ بوځي. د دې پرځای چې د خپلو ماشوم د ژړا پر مهال په هغه پټکه يا غوسه وکړئ هغه ته مينه ورکړئ او له پيله يې په مينه ناکو خبرو اموخته کړئ، چې له دې لارې يې جرات هم ښه پاتې کېږي او نورې ستونزې به هم ورڅخه لرې اوسي.

کېداي شي له خپلې مېرمنې سره د ماشوم د روزنې په برخه کې په هر اړخيز ډول فعال اوسئ او ورسره خپلې تجربې او تيوريګانې شريکې کړئ او همدارنګه له مېرمنې څخه هم د هغې د تجربې زده کړې وکړئ.

 ۲- ډېر تمرين وکړئ

داسې فکر مه کوئ، چې د ماشوم د روزنې په برخه کې ستاسې د مېرمنې معلومات له تاسې ډېر او ښه دي او تاسې نه شئ کولای، چې هغه زده کړئ، تاسې کولای شئ، چې په تمرين سره هغه زده کړئ، ځکه چې تاسې به وکولای شئ، چې د خپل ماشوم په روزنه کې به د خپلې مېرمنې سره اوږه په اوږه ښه کار وکړئ او د خپل ماشوم لپاره به ښه راتلونکی جوړ کړئ.

 ۳- له خپل ماشوم سره د اړيکو درلودلو يانې په ښه چلند کولو وياړ وکړئ

ښځې او نارينه د خپلو اولادونو سره بېلابېلې اړيکې لري او جوړوي، د نارينه اړيکې ډېری وخت له خپلو اولادونو سره په فزيکي او انرژيکي کارونو چورلېږي خو ښځينه بيا له خپلو اولادونو سره په روحي او ټولنيزو اړيکو ډېر تمرکز کوي. ښايي تاسې له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ، د خپل ماشوم سره په تخت يا ځمکه باندې ښکته او پورته کېږې او داسې نورې لوبې…. تاسې نورو ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسې د دې کارونو مخه ونيسي او يا تاسې ته ووايي، چې يوازې ښځې بس دي، چې خپلو اولادونو ته مينه ورکوي او هغوی سره لوبې کوي، نه هېڅکه نه،  تاسې بايد خپل حق ادا کړئ او خپل ماشوم سره لوبې وکړئ.

فزيکي اړيکې او ښايي څه ناڅه غوسه (ډېر لږ وخت په داسې غلطو کارونو کې، چې ډېری وخت يې تکراروي) خپلو اولادونو ته د مديريت او تنظيم ښه درس دی. هغه ماشومان، چې له خپلو پلرونو سره مناسبې فزيکي اړيکي لري، په ښوونځي او ټولنيز ژوند کې بريالي وي.
۴- له عاطفي پلوه هم د خپلو ماشومانو اړتياوې پوره کړئ

فزيکي اړيکې که يو له هغو مهمو اړيکو څخه دي، چې د پلار او اولاد ترمنځ دي؛ نو همدارنګه عاطفي اړتياوې هم د ماشوم په ژوند کې حياتي ارزښت لري.

ښاغلی John Gottman (جوهان ګوټمان) د ((د مور يا پلار په رول کې اساسي ټکي)) کتاب ليکوال وايي: نارينه بايد خپل له خپلو احساساتو نه پوره باخبره وي، چې وکولای شي د ماشوم احساسات هم درک کړي. هغوی بايد هر هغه کار چې اړتيا يې  ليدل کېږي، ترسره کړي، چې د ماشوم د عاطفي اړتياوو ځوابورکوونکی وي.

۵- د خپلې مېرمنې شريک اوسئ، نه د کار مرستندوی

يو ښه پلار بايد د خپلې مېرمنې سره د خپل ماشوم د روزنې اړونده ټول کارونه په ګډه سره ترسره کړي، چې دواړه وکولای شي، د خپل ماشوم روزنه په سمه او کره ډول ترسره کړي او خپلې ټولنې ته يو انسان ورکړي.

۶- تل مرستې ته تيار اوسۍ

د دې په پار، چې د پلار رول مو په ښه او بريمن ډول ترسره کړی وي، نو د خپل ماشوم د ورځني ژوند په ټولو هغو پرېکړو کې برخه واخلئ، چې ستاسې په ماشوم اغېز ښندي. که ټول شيان خپلې مېرمنې ته پرېږدئ؛ نو تاسې به هغه موکه يا موقع له لاسه ورکړي وي، چې ستاسې د ماشوم د راتلونکي ژوند په ښه کولو کې يې ستره ونډه لرلای شوه.

بې له دې، چې د خپلو ماشومانو سره د هغوی په ورځنيو کارونو کې په ښه ډول ونډه و انخلئ، فکر نه کوم، چې اولادونه به يې د هغه پلار د اولادونو په پرتله، چې خپل ماشوم ته خپل ډېر وخت ورکوي او په ورځنيو کارونو کې ورسره برخه اخلي په راتلونکي کې حساس، دقيق او ظريف واوسي.

۷- د خپلې مېرمنې ا حترام و کړئ

يو ژمن پلار بايد د خپلې مېرمنې ټولې کړنې د يوې کورنۍ د چارو د سنبالښت په پار په سمه توګه وپېژني، د هغو پرېکړو احترام وکړئ،  کوم، چې هغې ستاسې په نشتون کې ترسر کړي او يا نيولي دي او که په ځينو برخو کې ورسره همغږي نه ياست؛ نو په ډېره مينه او احترام سره خپل وړانديزونه مطرح کړئ او په اړوندې موضوع بحث وکړئ.

 ۸- په هر حال کې بايد له خپلې مېرمنې سره ښه روغبړ ولرﺉ

که د خپل اوسني وضعيت څخه خوښ نه ياست، دا خبره له خپلې مېرمنې سره شريکه کړئ، که هغوی د دې لېوالتيا نه لري، چې د ماشوم  د ډوډۍ ورکولو په اړه ځينې کارونه تاسې ته وسپاري، داسې فکر مه کوئ، چې هغوی له تاسې سره ستونزه  لري او يا هم په تاسې باور نه لري، هغې ته وخت ورکړئ، چې تاسې د دې کار د ترسره کولو په اړه ښه درک کړي، چې رښتیا هم تاسې غواړۍ چې په دې برخه کې له خپلې مېرمنې سره مرسته وکړي او د خپل اولاد په لويولو کې له خپلې مېرمنې سره يو ډول مرسته کول غواړئ.

۹- خپل قانوني حق وپېژنئ

تاسې کولای شئ، چې د اولاد د روزنې په پار ښه مطالعه ولرئ او همدارنګه که اړتيا يې وينئ او يا يې هم آسانتيا وي، نو دا به ښه وي، چې يو روزنيز کورس ته ورشئ، ځکه چې دا د ماشوم قانوني حق دی، چې په سم او اصلي بڼه وروزل شي.

که تاسې له خپل دفتر څخه رخصتي اخلئ هم، هغه د ماشوم د پيدايښت څه موده وروسته واخلئ، ترڅو وکولای شئ له خپلې مېرمنې او اولاد سره په ښه ډول مرسته وکړای شئ او خپل قانوني حق ترسره کړئ.

۱۰- له خپګان، جدايي او خدای مه کړه له طلاق وروسته هم له خپل ماشوم سره اړيکه ولرئ

کېدای شي تاسې ته يو ډول ښکاره شم، چې د اموضوع دلته ذکر کوم، خو داسې ډېری پلرونه شته دي، چې د ده او د  مېرمنې ترمنځ د  لږ  خپګان پيدا کېدو لامله هم له خپل اولاد سره هېڅ ډول ښه برخورد نه کوي او يا هم ورسره اړيکه پرېکوي او دا کار د ماشوم په راتلونکي ډېره بده اغېزه کوي.

که د ښځې او خاوند ترمنځ طلاق هم رامنځ ته شوی وي، بيا هم پلار حق لري، چې د خپل ماشوم پوښتنه وکړي او د هغه په ژوند کې خپل فعال رول ولوبوي او د خاوند او مېرمنې ستونزې له خپلو اولادونو سره مه شريکوئ او يا هم خپل جنجالونه مه پرېږدئ، چې خپل سيوری ستاسې په ماشوم وغځوي.

په لومړۍ برخه کې مو د ښه پلار کېدا په پار په ځينو غوره لارو چارو خبرې وکړې او په دې ليکنه کې به هم په ځينو نورو رڼا واچوو، ځکه چې د ماشوم په روزنه او ژوندانه کې د پلار رول حياتي رول دی.

پلرونه د ماشومانو د ژوند يو تر ټولو مهمه برخه جوړوي او بايد هم وي. لاندينۍ ليکنه به د ماشومانو په ژوند کې د پلار د رول په اړه بېلابېل مسايل له تاسې سره شريک کړي، چې پلار بايد څه ډول شخصيت وي، ترڅو یې ماشوم ورته احترام ولري او همدارنګه د هغه د راتلونکي ژوند په لاښه کولو کې مرستندوی هم اوسي.

لانديني ټکي تاسې ته د ښه پلار کېدو په برخه کې ښې لارښوونې دي:

۱- د مينې شاهد

خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړﺉ، چې ستاسې او د خپلې مېرمنې ترمنځ هغه مينه ناکې اړيکې چې په مينه خبرې کول او يو بل سره ښه مينه ناک روغبړ کول دي وويني، دا موضوع ستاسې ماشومانو دا ورښيي، چې په کورنۍ کې بايد مينه شتون ولري او هغوی دېته تياروي، چې په خپل راتلونکي ژوند کې مينه ناکې او دوستانه اړيکې د کورنۍ د غړو ترمنځ وساتي او همدارنګه بايد د مینې او محبت ښکارندوی اوسي.

۲- ښه مشرتابه

په کورنۍ کې يو ښه مشر اوسۍ. يانې څنګه د خپلې کورنۍ ټولې چارې په سمه توګه سنبال کړﺉ او دېته ورته ټولې چارې په ښه مديريت پرمخ وېسۍ، چې ستاسې ماشومان یې په ماشومتوب کې له تاسې څخه په ناغوښتي ډول زده کړي.

۳-  ځانګړی وخت

کوښښ وکړﺉ، چې هره اونۍ له خپلو ماشومانو سره د خبرو اترو لپاره ځانګړی وخت بېل کړﺉ، له دې لارې تاسې کولای شۍ، چې د خپلو ماشومانو له حال او احوال نه  خبر شئ او همدارنګه هغوی ستاسې په اړه باخبره اوسي. هغوی به هم دا فکر وکړي، چې مور او پلار مو زموږ په اړه څومره ښه فکر کوي او هغوی ته به يو ډول اعتماد ورکړل شي.

۴- ملګری او سئ خو مه او سئ

کېدای شي، تاسې د دې جملې په لوستلو سره حيران شئ، خو له خپلو اولادونو سره د يوه ملګري په توګه مه او سئ، ځکه چې تاسې د هغوی ملګري یاست خو په حقيقت کې تاسې د هغوی پلار هم ياست او ستاسې ماشومان د اخلاقو او کړنو يوې نمونه يي سرچينې ته اړتيا لري. هغوی بايد ستاسې ښې کړنې کاپي کړي او همدارنګه داسې هم مه اوسئ، چې له خپلو اولادونو څخه د پلرنۍ يا والدينو مينه واخلئ ، بلکې هغوی سره په انډوليز ډول برخورد او عمل وکړﺉ.

۵-  د ماشومانو ژړا

خپل ماشوم ته اجازه ورکړﺉ، چې د يوه قانع کوونکي دليل په وړاندې کولو سره د هغې ستونزې په اړه وژاړي او د يو پلار په توګه هغه ته مه واياست، چې ((مرګ، مه ژاړه، نارينه نه ژاړي او يا ښه انسان نه ژاړي). له دې لارې تاسې کولای شئ، چې هغه ته دا ورزده کړﺉ، ترڅو هم احساساتي وي او هم خپل احساسات په وړ او سم ځای کې راوباسي يا ښکاره کړي.

۶-  انجونو ته د هلکانو احترام

خپلو نارينه ماشومانو ته دا ورزده کړﺉ، چې انجونو ته احترام ولري، ځکه چې هغوی به هم يوه ورځ همداسې کورنۍ ولري، ښځه به ولري او کېدای شي لور هم ولري.

۷- د باور وړ

(که د نړۍ هېڅ انسان د باور وړ نه وي، خو تاسې بايد د باور وړ او رښتینی اوسئ) دا هغه درس دی، چې  تاسې يې کولای شئ د يوه پلار په توګه خپلو ماشومانو ته په عملي بڼه ورکړﺉ.

۸-  مثبت اوسئ

کوښښ وکړﺉ، چې د احترام وړ او ښه پوښاک اغوستونکی واوسئ، چې ستاسې ماشومان په تاسې د يو ډول غرور احساس وکړي.

۹-  واوره (د ماشومانو خبرې اوره)

د خپلو ماشومانو ټولې خبرې په سمه توګه اورﺉ او د اورېدو پرمهال خپل ټول حسونه د هغوی خبرو ته متوجه کړﺉ، ترڅو وکولای شئ، چې اغېزمن وړانديزونه ورکړﺉ او له هغوی سره په ستونزمن حالت کې مرسته وکړﺉ.

۱۰-  چټک ځوابورکوونکی اوسه

کله چې ماشومان کوم ښه کار ترسره کړي هغوی وهڅوﺉ او دا هڅونه په داسې بيړه وکړﺉ، کوم وخت یې چې د خراب کار د ترسره کولو لپاره رټۍ او يا وهۍ.

۱۱-  د ښو کړنو خاوند اوسه.

خپلو اولادونو ته بايد د دې يادونه وکړﺉ، چې تل بايد يو بااخلاقه انسان وي او تل بايد له نورو سره داسې ناسته ولاړ وکړﺉ په څه ډول چې تاسې غواړﺉ نور یې درسره وکړي. خپلې ټولې دندې بايد په ښه ډول ترسره کړي او خپله دنده بايد نورو ته ور په غاړه نه کړي.

۱۲-  غرور نه بلکې په نفس اعتماد ورکړﺉ

خپلو اولادونو ته وواياست، چې بايد مغرور نه وي، خو په خپل نفس دې باور ولري، ځکه چې ټولنې ته، چې څه ورکوې هماغه به بېرته ترلاسه کوې هم، يانې په نفس اعتماد انسان لوړو پوړيو ته رسوي.

۱۳-  مشرانو ته احترام کول

د يو پلار په توګه بايد خپلو اولادونو ته وواياست، چې مشرانو ته احترام ولري، ځکه چې يوه ورځ به دوی هم مشران کېږي او همدغه کړنې به بیا له کشرانو ترلاسه کوي. که هغه احترام غواړې؛ نو دغه احترام هم پر ځای کړه.

رفيع الله ستانکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب