د پطرولو جوړښت | قرآن علمي اعجاز

هغه چې هرڅه یی پیداکړل اوسم یی کړل هغه چې اندازه یی کړل اولارښوونه یی وکړه  هغه چې شنه ګیاه یی راوویستله  اوهغه وخت یی وچ کړل اوتوریی کړل. (الاعلى 2-5).

څه ډول چې څرګنده ده پطرول په سمندر کې دنباتاتو اونورو ژوو له پاتې شونو څخه جوړیږی، میلیونونه کاله وروسته کله چې دغه پاتې شونې په سمندرونو کې ورستې شوې په یوې غوړې مادې واووښتې. چې دغه مواد دخټو اوډبرو لاندې په پای کې په نفتواوګازو بدلیږی . دځمکې دقشر خوځښت ځینې وخت په سمندر کې دتحجر لامل ګرځی اودنفتو حجری په زرګونو مترو لاندې خښیږی. ځینې وخت دغه نفت دډبروله سوریو څخه راوځی اوله څوکیلومترو لاندې نه ځان دځمکې سطحې ته رسوی چې دلته بیا تبخیریږی او قیر یی په ځای پاتې کیږی.
درې دغه یادشوی ټکی په ۲ او۴ پورتنیو یادوشوو آیتونو کې دنفتو دجوړښت له پړاوونو سره سمون خوړلای شی . په ډیر ګمان د “المرعى”  کلمه یعنې شنېلی  کیدای شی دنفتو دجوړیدو لومړنۍ مادې ته اشاره وی.  دوهمه کلمه چې دپام وړده د “احوى” کلمه ده چې دتوربخوند شنیلی لورته اشاره ده . دغه کلمه کولای شی  چې له نباتاتو نه پاتې شوی د فاضله موادو ورستېدل توضیح کړی، چې دځمکې لاندې لاهم توریږی. اوداکلمه په  “غثاء” ستایل کېږی  چې دپریکړ شوی شنه واښه په مانا ده. دغه راز کیدای شی دهغو موادو په مانا راشی چې داوبو له لاری راوړل شوی وی یا داسی چې داوبو سر ته له ځمکی رااخستل شوی وی. په حقیقت کی نفت هم له ځمکی نه رابهېږی اودیوې تورې شنې بخوندې ځګ لرونکې مادې په څیر بهیږی نو وینو چې د”غثاء احوى” کلمه څومره په مهارت اوپوهې سره په دغه آیت کی کارول شوې.  څه ډول چې مو ولیدل دنباتاتو بدلیدل په اوبلنوسريښناکواوتورو موادو باندې ډیر مشابهت لری له نفتو سره، ددغې موضوع بیانیدل په داسې وخت کې چې خلکو لا نفت او له هغو څخه  لاسته راغلی مواد لکه پطرول نه پېژندل په خپله دقرآن کریم یوه معجزه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب