د ښځې او خاوند ترمنځ شخړې او د وینې په فشار اخته کېدل

د ښځې او خاوند ترمنځ سمې او روغې اړیکې د خوشاله ژوند راز دی؛ خو که دا اړیکې سمې ونه اوسي، د وینې د فشار تر څنګ د ګڼو روغتیايي ستونزو لامل کیږي.

د امریکا په مشیګان پوهنتون کې په یوه تازه څیړنه کې ثابته شوې، چې هغه میړونه او ښځې چې یو له بل سره سمې اړیکې نه لري، د اروايي ستونزو سربیره د وینې په لوړ فشار هم اخته کیدای شي.

څیړنه کې راغلي، چې نارینه (میړونه) نسبت خپلې میرمن ته ژر په یادو ناروغیو اخته کیدلای شي. دوې دا دلیل راوړي، چې نارینه د ښځو په وړاندې حساس وي. څیړنه زیاتوي، چې اکثره هغه میړونه تر نورو ژر په دې ناروغۍ اخته کیږي، چې منفي ګیرا او تنګ نظري وي.

ژور خفګان، د زړه ناروغۍ او یو شمیر نور هم د میرمن او خاوند د ناسمو اړیکو څخه سرچینه اخلي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې، څنګه مو اړیکې خرابه نه شي!

۱ـ د میړه/میرمن څخه له حده زیاته تمه او توقع مه کوئ. دا چاره اړیکې زیانمنوي.

۲ـ په خبره سره نه پوهیدل یا د تفاهم نه شتون هم اړیکې زیانمنوي. کوښښ وکړئ، چې په خبره له یو بل سره ورسیږئ.

۳ـ کله چې مو بحث وي، سمدستي يې ځان نتیجې ته مه رسوئ. کوښښ وکړئ، چې وخت ورکړئ. وخت ستاسې اړیکې بیرته رغوي.

۴ـ سوله وکړئ. که غواړئ خوشاله او سالمې اړیکې ولرئ، نو سوله وکړئ او یو بل ته سره تیر شئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب