افغانستان تاریخ

د پارس صفوي دولت پر ضد د ميرويس هوتک پاڅون

د پارس صفوي دولت پر ضد د ميرويس هوتک پاڅون (۱۷۰۹ز):

په ۱۵۰۰ زېږدي کال کې په ماوراء الهنر کې شېباني او په ۱۵۰۲ زېږدي کال کې په پارس کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري (گورگاني) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هند کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېو شمالي ، لوېدېځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې کندهارونېو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پر کندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیباني (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو [۱]

پدې ډول د دوه نېمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېدېځ او سوېل لوېدېځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمني لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سېمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکې غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول. د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شېعه گروهه د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شیعه مذهبي ډلې تل ځورول کېدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شېعه مذهب را واوړي.

د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نېکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شېدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ. د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېلېزو شېبو څخه د دربار یو شمېر مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، دربار ته نېږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز (افراطي) ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې ولېدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سېمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې. [۲][۳]

د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شېعه د روحانېت مذهبي تنگ الواکي ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکېو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنېنانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغېتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داؤد مـُدرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شیروان یرغل او له څلورو تر پېنځو زرو شېعه گان یې له چړو تېر او د عثماني ترکېې په پلوي یې غږونه راپورته کړل. [۴]

د ميرويس نيکه مقبره

لنډه دا چې د صفوي سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نېمگړتیاو تر څنگ د اداري چارو ناسمبالتیا او گډ وډي ، د درباریانو په منځ کې تربگني او دیوبل پروړاندې دروهه (توطـﺋـه) جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوي د خپل سرو واکمنانو تیرغمالي او ناتار او د روانو قوانېنو نه پلي کولو، د غیر شېعه ډلو پر وړاندې د شېعه دولت مذهبي تنگ الواکي، د خلکو کوکارو او نارو ته د تیریو د ډیرېدا له امله غوږ نه نېول، د وگړو له زوره وتلې مالېې او د وروسته پاتې مالېې د ترلاسه کولو لپاره له زبېښاک او زور زیاتې کار اخېستنه ټول ددې لامل گرځېدل چې د ټولنې اغیزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شي او د خپلې سېمې او د ملي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي او له دغسې وَړَندو او مناسبو حالاتو څخه په گټه اخیستنې اړېنه گټه پورته کړي.

نو د اتلسمې زیږدېزې پیړۍ په پېل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له تأریخي – جغرافیوي ، اقتصادي او دودیزپلوه له یو بل سره ډیرې گډې ځانگړتیاوې لري او په خټه کې یې د مېړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تېرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپېڅلي احساسات ډیر پياوړي دي د صفوي بې کفایته دولت له ناتار او تېریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې اوپه سمبال شوې توگې د صفوي دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپېڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شېبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښېنـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکي وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پېلوزي او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سېموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: