
د ټکنالوژۍ په مرسته د کڼو په خبرو پوهېدل
څېړونکو د ټکنالوژۍ په مرسته د کڼو خلکو د ماغزو د اتومات لوستلو امکان برابر کړی دی.
په دې طریقه دا څرګندېږي چې په غوږو درانه کسان د جملو په معنا پوهېږي او که نه پوهېږي.
دوی وايي چې له دې ټکنالوژۍ څخه په استفادې به په راتلونکي کې د غوږ الې یا د اورېدو الې جوړې کړي.
هغه کسان چې د غوږ له الو کار اخلي عموماً له دې شکایت لري چې د نورو د خبرو له اورېدو سره سم د هغو په معنا نه پوهېږي.
یعني خبرې اورېدای شي خو په مطلب یې نه پوهېږي.
که څه هم د جملو اورېدا او پرې پوهېدل له یو بل سره تړلي وي خو حتمي نه ده چې دا بهیر دې د ټولو لپاره یو شان وي.[irp][irp][irp]
د امریکا د مریلینډ پوهنتون او د بلجیم د (KU Leuven) پوهنتون څېړونکو د دې ستونزې چاره کړې ده.
دوی د (EEG brain cap) یا د مازغو د څپو لوستلو خولۍ په نوم له ټکنالوژۍ څخه په استفادې یو اتومات ټیست تیار کړی دی. د دې ټیست په وسیله دوی د کاڼه د مازغو څپې څېړي او ورته څرګندېږي چې هغه څه اوري او یا په معنا یې هم پوهېږي او که نه.
د دې پروژې یو څېړونکی وايي«زموږ طریقه د هغه کس، چې موږ پرې ټیست کوو، له ذهني وضعیت سره تړاو نه لري، یعني حتي که هغه کس متوجه هم نه وي، موږ ځان ته معلومولی شو چې د جملو په معنا پوی شوی او که نه دی.
دا طریقه د هغو کسانو د زړه له حاله له خبرېدو سره هم مرسته کوي چې کوما وي یا کوچنیان دي او خبرې نه شي کولی.
لاندې ویدیو د تورنتو پوهنتون د څېړونکو نوښت درښيي چې د انسان ذهن د کمپیوټر په مرسته څرنګه لوستل کېږي.