د ټوخي لپاره دغه کورني درمل وازمویئ

ټوخی د ژمي له عامو ناروغیو څخه دی کوم چې انسان په یو شمیر نورو مختلفو ناروغیو هم اخته کولی شي.

که چیرې د ټوخي په رنځ اخته یاست نو د کیمیاوي درملو له کارولو څخه وړاندې دغه کورني درمل کوم چې له دغې ناروغۍ څخه مو ژغورلی شي او د بدن نورې برخې نه زیانمنوي وازمویئ.

د کتان دانې او عسل (ګبین)
د کتان دانې په اوبو کې ایشول او له هغې سره لیمو او عسل اضافه کول د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي. دغه لاسته راغلی شربت د ټوخي د ناروغۍ لپاره ډیر اغیزمن ثابتیدی شي. د دغې شربت جوړولو لپاره د چای په کاچوغې دوه یا درې کاچوغې د کتان دانې په یو ګیلاس اوبو کې واچوئ او تر هغې يي وایشوئ چې اوبه يي ښه ټینګ شي. له دې وروسته په کې درې کاچوغې ګبین او درې کاچوغې د لیمو اوبه اضافه کړئ. د اړتیا پر مهال يي یوه کاچوغه استعمال کړئ.

د تور مرچ چای
تور مرچ د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د دغې چای جوړولو لپاره یوه کاچوغه تور مرچ او دوه کاچوغې ګبین په یو ګیلاس کې واچوئ. په ګیلاس کې ایشیدلې اوبه هم زیاته کړئ، سر يي پټ او د ۱۵ دقیقو لپاره يي پریږدئ. له ټاکلې مودې وروسته يي وڅښئ. دغه چای د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د وچ ټوخي لپاره نه کارول کیږي.

لیمو
شاید باور مو ونشي خو د لیمو په څلورمې برخې لږه اندازه مالګه او تور مرچ اچول او خوړل يي له ځنډ پرته ټوخی اراموي.

ګرمې شیدې
د ټوخي لپاره یوه بله اسانه کورنۍ درمل د شیدو استعمال دی. یو ګیلاس ګرمو شیدو کې لږه اندازه ګبین زیاتول او څښل له ځنډ پرته ټوخی ارامولی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب