د ویني ګروپ او روغتیا (دوهمه برخه)

د ویني ګروپ او روغتیا (دوهمه برخه)

نن غواړم په دي سلسله کي د ویني د ګروپونه (A) برخه باندي رڼا واچوم، هغسي خو د ویني ټول اته ګروپونه دي یعنی د ویني کوم څلور ګروپونه چي زه دلته یادوم هغه که مثبت او که منفی وي د غذا په مقابل کي یو ډول حساسیت ښیی، دویني هغه څلور ګروپونه چي له غذا سره تعلق لري منفي او مثبت یی مهم نه دي له غذا سره د تعامل او تعلق په برخه کي وینه پر څلورو ګروپونه تقسیم شوي ده (O-BA-B-A) دلته منفي او مثبت مهم نه دي د مثال په توګه دوینی ګروپ (A)، دغه ګروپ که منفی وي او که مثبت وي له غذا سره یی تعامل یو ډول وي.

د انساني ویني ګروپ (A):

دغه ګروپ ته سبزي خوړونکي ګروپ ویل کیږي ډیر نازک طبعیته او حساس ګروپ دي، د دغه ګروپ لرونکي کسان خپل ژوند کي ضرور باید خپلي روغتیا ته خاصه پاملرنه وکړي، وخت پر وخت ځیني اړین معاینات وکړي تازه او صافه غذا وخوري کوښښ دي وکړي چي د کور پخه ډوډۍ وخوري د هوټلونو او له یوه وخت څخه بل وخت ته له پاته شوي خوراک څخه دي ډډه وکړي، سبزي او تازه میوي دي د خپل خوراک لازمي اجزاء وګرځوي. د پسونو، غوایانو او میښو غوښه دي بلکل ترک کړي ډیر غوړ لرونکي لبنیات او د وچي میوي له ځینو ډولونو سره دي هم احتیاط کوي.

اومه یا خام پیاز، دکدو زڼي او ممپلي ورته ډیره فایده لري دخپل ورځني خوراک حصه یی باید وګرځوي ځکه چي د بدن دفاعي قوت یی مضبوطه وي، دناروغۍ مخه یی نیسي او کومه ناروغي چي له وړاندي لا په اخته شوي وي د هغي د پرورش او پر مختګ مخه ډب کوي.په سبزو کي یواځي پټاټي، خوږي پټاټي، رومیان، ګوبی (ګلپي) او مرچ هغه سبزي دي چي د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره یی خوړل نقصان لري او باید ورڅخه ډډه وشي.

په لبنیاتو کي قلیل الدسم ( لږ غوړ لرونکي ) مستي او شیدي خوړلی شي، له ډير غوړ لرونکي لبنیاتو سره او له لبني مصنوعاتو سره دي احتیاط کوي هغه لبني مصنوعات چي کم غوړ لرونکي لبینات ورکښی استعمال شوي خوړلی شي.

میوه ورته ډیره فایده لري البته، له ام، پاپیتي او مالټي سره دي احتیاط کوي ځکه ددغه ګروپ لرونکی کسانو دهضمیی نظام دغه میوي په مشکل سره هضم کوي.
لاندي چارټ یا جدول کي غذاوي پر درو ګروپونو تقسیم شوي دي:

۱: هغه غذاوي چي خوړونکي ته فایده لري ۲: هغه غذاوي چي ورته خاصه پايده نه لري خو نقصان هم ورته نه لري یعني دغذا په ډول یی استعمالولای شي ۳: هغه غذاوي چي خوړونکي یی ښه په خوند خوری په خوله کي ورته ډیره مزه هم ورکوي خو باطن کي ورته دزهرو مثال لري.

۱ هغه غذاوي چي د (A) ګروپ لرونکو لپاره دومره ګټه لري لکه دوا چي خوري:

الف: غوښي: د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره یواځي د چرګ د غوښی اجازه شته، یعني دغه ګروپ لرونکو کسان کچیری غواړي چي غوښه وخوري نوصرف دچرګ او پلمرغ غوښه خوړلی شي او باید کوښښ وکړي چي کورنی چرګ پیدا کړي. نوره یو ډول غوښه نشي خوړلی هغه که میښي وي، او که واړه پسونه وي.

ب: بحري ( سمندري) خواړه: د (A) ګروپ لرونکي کسانو لپاره دغه لاندي ډول ماهیان خوړل ډیره فایده لري:

کارپ، کاډ، ګروپر ماکریل، مونک فیش، پیکریل، ریډ سنیپر، رینبو ټروپ، سالمن، سارډینا، سي ټروټ، سیلور پرچ، سنیل، وایټ فیش، یلوپرچ، دغه ټول دماهیانو هغه ډولونه دي چي د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره ددوا په څیر ګټه لري، مشهور ماهي پخوونکو یا ماهي پلورونکو دغه پورته نومان د ماهیانو پر غوښه یا خپله ماهیانو باندي لیکلي وي، تاسو یی خپله نوم ویلی شي او که نوم ور باندي نه وي لیکلي له ماهی پلورونکي څخه یی دنامه پوښتنه کولای شي.

ج: لبنیات: د (A) ګروپ لرونکي کسان ډیر کم لبنیات هضمولای شي، څیړنه کونکی ډاکټر ښاغلی (ډ آډامو ) ورته د لبنیاتو خوړلو مشوره نه ورکوي، یواځي هغه لبنیات دلته ذکر کوي کوم چي ( A) ګروپ لرونکي کس ته یی د خوړلو اجازه شته یعني د ضرورت په وخت کي یی خوړلی شي.

مستي، پنیر، د وزو ( بزو ) شیدی ځکه چي د وزو شیدي دغواوو، ګاومیښو او میږو دشیدو په پرتله کم غوړ لري له دغو څخه علاوه نور لبنیات لکه دغوا، میښي او میږي له شیدو او له دغو شیدو څخه جوړ شوي موادو څخه کلک پرهیز کول په کار دي.

د: غوړي: د (A) ګروپ لرونکو خلګو لپاره دزیتون او بذرلکتان ( linseed oil) ډير مفید دي او همدارنګه د ماهي د یني او کینولا تیل هم خوړلی شي ورته نقصان نلري.

ر: وچه میوه: په وچه میوه کي دکدو زڼي او ممپلي هغه میوه ده چي د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره خاصه ګټه لري د دغي میوي په خوړلو سره د بدن دفاعي قوت زیاتیږي د ناروغیو په مقابل کي یی د مقاومت او جګړي توان زیاتوي دغه ګروپ لرونکي کسان له پستي، کاجو او برازیلي چارمغز څخه بغیر نوري ټولي وچي میوی خوړلي شي خو کومي میوي چی ورته زیاته ګټه رسوی هغه د کدو زڼي، او ممپلي دي.

ز: حبوبات: لوبیا، نخود، لیمیا چی زړ رنګ لري اوله لیمو څخه په حجم کي لږ ستره معلومیږي او همدارنګه دګردي په شکل کوچنی لوبیا او هندي خورما ورته زیات تاوان لري د (A) ګروپ لرونکي کسان دپورته حبوباتو له خوړلو څخه باید پرهیز وکړي ځکه دغه حبوبات د (A) ګروپ لرونکو کسانو دانسولینو دجوړولو نظام متاثره کوي له پورته ذکر شویو حبوباتو څخه علاوه نوري ټولي غلي داني خوړلی شي خو عدس او یو ډول نور حبوبات چي خړ رنګ او په منځ کي توري سترګي لري لوبیا ته په شکل کي ورته وي په انګريزي کی ورته (black eyes peas) تور سترګي مټر وایی ددغو خوړل ورته زیاته ګټه لري.

ر: (غله) چی ډوډي ورڅخه جوړیږي: د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره تر ټولو ښه ډوډي له قطیفه او حنطة السودا چي انګریزي کي ورته (Amaranth او buckwhaeat ) وایی څخه جوړه شوي ډوډي ده ډیره ګټه لري کوښښ دي وکړي چي له دغو دوو رقمو غلو دانو څخه جوړه شوي ډوډي وخوري.

سبزي: د (A) ګروپ لرونکي کسان تقریبا ټول سبزي خوړلی شی او ټول سبزي ورته ګټه لري که دغه ګروپ لرونکي کسان دخپل ورځني خورک لویه برخه سبزي وګرځوي په ټول ژوند کي به ډاکټر ته محتاجه نشي د دغه ګروپ لپاره سبزي هم غذا او هم دوا ده، هغه سبزي چي ډيره ورته فایده لري او ډیر زیات یی باید وخوري هغه په لاندي ډول دي.

وږي ( ثوم) یا ګارلیک، پیاز، ګاجري ( زردکي)، (بروکل) ګوبي ته ورته ګڼ شنه بلګونه لري، کولارډ ګرین (کرنب) دغه هم د سبزو په څیر شنه پلن بلګونه لري، کلم پیچ (KALE) شنه زیږه بلکونه لري، کدو، پالک دچقندر بلګونه، شلغم، او بینډۍ ورته زیاته ګټه لري د ورځني خوراک لویه برخه یی باید له دغو سبزیو څخه جوړه وي، له پټاټو، خوږو پټاټو، پوڅکۍ (مشروم)، دګوبي ( کلپي) ټول رقمونه، رومیانو، مرچو، بانجڼانو او زیتون له دانو څخه دي کلک پرهیز وکړي.

س: میوي: د(A) ګروپ لرونکي کسان د لاندي میوو څخه بغیر نوري ټولي میوي خوړلی شي هغه میوي چي د (A) ګروپ لرونکو کسانو لپاره تاواني دي په لاندي ډول دي.

۱: خټکی او د خټکي ټول ډولونه ۲: پپیا ( پاپیته) ۳: نارنګي ۴: ام ۵: کیله ۶: کوپره، مالټي او پښۍ هغي میوي دي چي دغه ګروپ لرونکي کسان یی باید ونه خوري او له دغو پورته ذکرشویو میوو څخه بغیر نوري ټولي میوي ښه په مزه خوړلی شي.

هغه میوي چي د ( A ) ګروپ لپاره هم دوا او هم غذا دي هغه په لاندي ډول دي:

۱: توت زمیني ، بلیک بیري، بلوبیري، بوای سنبیري، کرینبیري، اینځر، زرد الو، شفتالو، چیري، لیمو، دانګورو ټول ډولونه، او اناناس دي، دغه میوي ددغه ګروپ لرونکو کسانو لپاره دوا او غذا دواړه دي ښه په مزه مزه دي خوري.

چايي: د(A) ګروپ لرونکي کسانو لپاره شني چایی څښل ګټه لري له تورو چایو سره دي احتیاط کوي، بس که یی سورولي نو دي شني چاي سوروي.

نور بیا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب