د واده وروسته د خاوند خطا او نیمګړتیاوې

ځيني ځوانان عموماً تر واده وروسته ډير بدل سي، د خپلو نژدې دوستانو سره يې سلوک ښه نه وي. هغه نیمګړتیاوي او خطاوي چي د واده وروسته یې یو ځوان کوي عموماً په لاندي ډول دي چي باید ځان ځني وساتي:
• تر واده وروسته د مور او پلار سره ښه سلوک نه کول (توجه او خاص ارزښت نه ورکول).
• د مور او مېرمني ترمنځ توافق او روابط نه سمول.
• پر مېرمن شک او بدګماني کول.
• پر مېرمن غیرت نه کول.
• مېرمني ته په سپکه کتل.
• خپل واک او مشرتوب ښځي ته ورکول.
• د خپلي ښځي مال په باطله طریقه خوړل.
• د مېرمني د دیني تعلیم په اړه غفلت کول.
• د ښځي د نفقې په اړه بخیلي کول.
• تر اوږده سفر وروسته خپلي ښځي ته ناڅاپه راتلل.
• خپله ښځه ډېره ملامتول.
• د خپلي ښځي لږ شکرګذاري کول او نه تشویقول.
• د خپلي ښځي سره ډير جنجال کول.
• بېله ضرورته د خپلي مېرمني سره خوابدتیا او لیري والی غوره کول.
• د کور څخه دباندي ډير وخت تېرول او د خپل اهل سره لږ ناسته کول.
• د خپلي مېرمني سره بد چلند او بد معاشرت کول.
• خپلي ښځي ته نظافت او ښایست نه کول.
• د کوروالۍ (جماع) اداب نه مراعتول.
• د خپل بستر حال افشاء کول.
• د مېرمني په طبیعي عوارضو ناخبري.
• د حیض په دوران کي کوروالي کول.
• د مېرمني سره لواطت کول.
• بېله کوم سببه خپل مېرمن وهل.
• د ډيرو ښځو لرلو څخه غلط قصد کول.
• د خپلو څو ښځو ترمنځ عدل نه کول.
• په طلاق کي عاجله او تلوار کول.
• تر طلاق وروسته د ښځي بدي بیانول.
• تر طلاق وروسته د اولاد ضایع کول.
• د خپلي مېرمني سره لږ وفاء کول.
• د خسرګنۍ بې عزتي کول.
• پر خپله مېرمن قناعت نه کول، او نور مسلمانانو د ښځو طلب کول.
او داسي نور……
دا ټولي هغه خطاوي او نیمګړتیاوي دي چي یو نارینه یې تر واده وروسته ترسره کوي باید د ژوند د ستر نعمت څخه د ښه خوند اخیستلو لپاره د پورته کارونو څخه ځان وساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب