سیاست او دولت

د هیواد امنیتي ځواکونه؛ سیستم ته ګواښ!

سیستم ته ګواښ

یو وخت (۲۰۱۱کال) مي له یوه دفتر سره کار کاوه. زما د کار عمده برخي له ( In-depth Interviews and Focus Group discussion ) څخه عبارت وي. موږ له ښوونکو، قاضیانو، دوکاندارانو، زده کوونکو، قومي مشرانو … سره مرکي کولي. یوه ورځ مي په امنیه قومانداني کي د پولیسو له لوړ رتبه افسر سره مرکه درلوده او د پولیسو په اړه مو خبري سره کولي. خبره د نظم دسپلین او له خلکو سره د پولیسو په رویه راګرزیده . دي سړي راته وویل چه پولیسو ته داسي سړي نه راځي چه کار وبار يي جوړ وي او یا دوښمني (بدي) ونه لري، پولیسو ته سم سړي نه راځي. زه دي خبري حیران کړم او ورڅخه مي وضاحت وغوښت خو سړي نور تفصیل ورنه کړ. دومره پوهیږم چه په نوره نړي کي پولیس تر ټولو مودب، درانه او هوښیار خلک دي،خو زموږ خواته خبره بیخي بل ډول ده.

له سره د سیستم جوړول ډیر ستونزمن کار دي، دافغانستان پولیس او اردو چه هر څه يي له منځه تللی وو د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته بیا په جوړیدو شوه. په افغانستان کي د ټوپک درلودل د قدرت د لرلو په معنا ده او په دي ملک کي ډیر خلک د قدرت تږي دي او کله چه قدرت په لاس ورشي نو بیا هغه کارونه کوي چه د شیطان هم په فکر کي نه راځي. په خواشیني سره زموږ د پولیسو او اردو یوه برخه د همدي قدرت د تر لاسه کولو او دخلکو د زورولو له پاره ټوپک اخستي دي.

په افغانستان کي جګړي ډیر زیات خلک متاثره کړي دي، (ځیني يي مثبت او ځيني يي منفي )، ددي ملت یو لویه برخه د جګړي له لاسه وژل کیږي، زخمي کیږي، خپل مال اوحتي عزت هم له لاسه ورکوي. خو له بلي خوا د همدي جګړي څخه ځیني کسان ډیره زیاته ګټه اخلي او که جګړه ودریږي نو د دوي د پیسو جوړولو ماشین په ټپه دریږي. او دا کسان هیڅکله نه غواړي چه جګړه دي ودریږي که څوک مري او که سوزي دي خلکو ته مهمه نه ده. د جګړي د ساحي په سطحه داسي مثالونه شته چه ۶۰ سلنه مرمي په هغو کسانو چه ورسره عملا په جنګ کي (دوښمن) دي خرڅیږي او دلته نو ډیر جنګ د ډیرو پیسو په معنا دي. دا مثال په لوړه سطحه هم دپلي کیدو وړ دي، لکه امریکایانو چه له ۲۰۰۱ کال وروسته ټول غله، لوتماران، ټوپک ماران او جنګ سالاران په سر د قدرت کړل او ښه یي وپړسول، ځکه امریکا په دي خلکو خپل ځان ساته،د یوه امریکايي عسکر تر وژلو کیدو، امریکا ته د ۵۰۰ افغان ټوپکیانو وژل کیدل غوره دي. جګړه افغانانو کوله او د امریکا یوازي پیسي مصرفیدلي او سرونه د افغانانو پکښي غوڅیدل. حکومت هم همداپآلیسی مخه ته وړي او په اردو ، پولیسو او امنیت کي اصلاحات ځکه نه عملي کوي چه په همدي جنګسالارانو ځان ساتي. د جګړي لمړي کرښه چه د چور او تالان له پآره ديوي خزاني حیثیت لري، یوازي همدا ټوپک سالاران ساتلي شي، ځکه دي ماشیني جنرالانو ته حتي که دفیل زړه ورکړي هم د جګړي لمړي کرښي ته نه ځي. دا ټول مصیببتونه د اداري فساد له کبله منځ ته راځي ځکه دا جنرالان او لوړ رتبه بی سواده افسران د اتیا کلنو غلو نسل دي، چه دومره سرمایه يي جوړه کړیده چه تر اوم نسل پوري يي بس ده کنه په دومره ډیرو پیسو خو افغانستان جوړیده.

د جګړي په لمړي کرښه کي چه څه پيښیږي هغه نه د ویلو دي او نه د اوریدلو. د اردو، پولیسو او ملي امینت سربیره څلورمه ډله چه هیچاته مسولیت نه لري او دهیچا په کیسه کي هم نه ده هغه اربیکیان دي، دوي د پولیسو، ریکارد هم مات کړي او دهیڅ بد عمل څخه مخ نه اړوي. دي کارونو د نظام پښي لړزاندي کړي دي او د دولت او خلکو ترمنځ واټن يي ډیر زیات کړي دي. همدا علت دي چه خلک د خپلو ستونځو او اختلافاتو دحل په موخه د طالبانو محکمو ته مخه کوي او له هغوي څخه انصاف غواړي.

د مخدره موادو کښت او قاچاق زموږ په ملک کي نه یوازي په عامو خلکو کي د معتادینو شمیر ډیر کړي دي بلکه د امینتي ځواکونو یوه لویه برخه هم په همدي مخدره مواد روږدي دي. په امنيتي ځواکونو باندي ډلیزو حملو او د امنيتي ځواکونو تر اندازي لوړ تلفات دا تریخ حقیقت په ګوته کوي چه ددي ځواکونو یوه لویه برخه په مخدره موادو روږدي ده، چه حتي د ځان د دفاع توان هم نه لري. په امینتي اورګانونو کي د نفوذي کسانو ننوتل- دفاع وزارت، د داود خان روغتون او مختلفي قل اردوګانی يي ښه مثالونه دي- او د څو محدودو کسانو په واسطه د سلګونو مسلحه او روزل شویو کسانو قتل عام ددي د روزنیز کیفیت او دندي ته د ژمنتیا په اړه ډیري پوښتني راپورته کوي. په لوي لاس د ولسوالیو او حتي ولایتونو لاس په لاس کیدل د جګړي د تجارتي بڼي یو بل مثال دي. په هیواد کي چه د امنیتي او جنايي پیښو د ګراف په لوړیدو سره د حکومت له خوا د کمیسونونو د جوړیدو ګراف هم یو شان د لایتناهي په لور روان دي. خو ددي کمیسونونو موندني (نتیجي) یی بیا صفر ته تقرب کوي. چه دي کار په خپل وارد حکومت اعتبار ته ډیر زیان رسولي دي.

د امینت له شورا څخه د کودکستان د جوړیدو ږغ را وتل او په دي شورا کي ژور بدلونونه او اختلافات د هغه عسکر په زړه کي چه دخپل سر په بیه د هیواد دفاع کوي مرال کمزوري کوي. په دي وزارت کي یوازي د تیلو په برخه کي د فساد مخنیوي هر کال په میلیارډونه افغاني سپموي خو دا په دي معنا نه ده چه نور په دي وزارت کي فساد نشته. نن هم د جګړي د لمړي کرښي د عسکرو ډوډي غلا کیږي او زخمیان يي د ترانسپورت او امکاناتو د نه شتون له کبله ژوند له لاس ورکوي.

د جمهورریس محمد اشرف غني په خبره د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دي. او د ټول هیودا په سطحه يي د فساد ریکارډ مات کړی دي. د معلوماتو له مخي پولیس د مخدره موادو له کاروبار کوونکو سره په دی مردار تجارت کي شریکان دي که نه په کابل کي د زرګونو پوډریانو ته پوډر خو د من او اسلوا په شان له اسمانه نه نازلیږي. پولیس همدا شان د ښار له فاحشاخانو څخه خپله برخه اخلي او ددوي جنسي اړیکي هم دلته وړیا دي. دی کار په ټولنه کي بی عدالتیو او بي نظمیو ته لاره هواره کړیده او څوک چه پیسي لري هر څه تر سره کولاي شي.

د والیانو، امنیه قوماندانو او ګمرګ د ریسانو ادلون بدلون په هیواد کي د رواني سیاسي قصابي او راتلونکو ټاکنو ته د کمپاین یوه برخه ده. د مدیرت په اصولو کي د قوماندي د یوه مرکز شتون (Unity of Command ) دیر مهم رول لري او د مرکزیت په قدرت دلالت کوي. خو په اوسني دوه سره حکومت کی چه پخپله ټوله دوره کي يي ونه شواي کولاي چه حتي خپله کابینه بشپړه کړي د قدرت د ویش په سر د روان جنجال یوه ښه مثال دي. پخواني جنګسالاران تر ډیر اندازي ضعیفه شویدي چه ښه مثال يي ددوي د ناروا نسل ماته د پارلمان په ټاکنوکي ده. خو دا کسان تر اوسه هم د خپل جهاد او مقاومت ډول وهي که څه هم ددي ډول دواړه خواي سوري ښکاري.

د ځینو ارقامو له مخي طالبان د افغانستان نژدي نیمايي برخه په واک کي لري هغه طالب چه نه ټانګ لري نه طیاره او نه هم په نس موړ دي. د اخبره ډیري جدي پوښتني راپورته کوي چه دا طالب په کوم قوت د نړي له ابرقدرتونو سره چه د حکومت تر څنګ ولاړ دي جنګیږي؟ ځواب يي ډیر ساده دي او طالب نه جادوګر دي او نه هم کوډګر :
طالب له کوره غلا کوي او طالبانو ته يي راوړي- خو زموږ امنيتي ځواکونه( په خاصه توګه لوړ رتبه کسان يي) له خپلو پوستي څخه غلا کوي او کورته يي وړي. چه همدا د طالب د بري تر ټولو لوي راز دي. تاسو دا خبره امتحان کړي او دیوه طالب په مخکي د بل طالب غیبت وکړي چه څه درسره کوي خو زموږ په دولت کي بیا ځينی کسان یو د بل پښي وهي.

په ملي امینت یا پخواني خاد کي کار کول تاسو ته هر ډول قدرت درکوي، خلک وهلي ټکولي، شکنجه کولي ، بندي کولي او حتي وژلي شۍ. کله چه دي په خاد کي څوک درلودل نو بیا وچه مه خوره. افغانان یو خاصیت لري چه په زور درسره جنت ته نه ځي خو په رضا دوزخ ته هم درسره ځي. نو له دي خلکو سره له زوره کار اخستل د عقل خبره نه ده. روسانو او امریکایانو دواړو له زوره کار واخست خو یوه يي کار ونه کړ. ځکه نو باید په روانو حالاتو، کارونو، قوانینو او پروګرامونو له سره فکر وشي. که نه د اوسني حالت دوام ډیر خطرناکه عواقب لرلي شي.

په جګړه کي ددواړو خواو څخه افراد یو بل ته تسلیمږي. د مثال په توګه اربکي کله چه له دولت سره وي، غلا کوي، نشه کوي، چور کوي او خلک ازاروي خو کله چه همدا اربکي طالبانو ته تسلیم شي ۱۸۰ درجي تغیر کوي، بیا نه غلا وي ، نه چور، نه نشه اونه هم د خلکو زورول. اوبرعکس کله چه همدا اربکي بیرته دولت ته راشي نو بیرته بي لاري شي.

په ښار کي پولیس او ترافیک هغه موټر دروي او موټروانان يي ځوروي چه کاربارو کوي، د مثال په توګه هغه موټر چه سبزي يي بار کړي وي، هغه موتر چه لرګي يي بار کړي وي او هغه موټر چه خښتي، خاوره او یا نور ساختماني مواد پکښي بار وي نه له پولیس څخه خلاصیږي او نه هم له ترافیک څخه- یعني په قصدي ډول د ملک د اقتصادي پرمختګ مخه نیول کیږي. هدفي وژل د ماشومانو اختطاف او نور بي امني زیاتره د دولت تر کنترول لاندي ساحه کي ترسره کیږي. د فرعونانو او جنګسالارانو باډیګارډان او ساتونکي چه د پولیسو جامي يي په تن دي په ښارونو کي د ټولو بي نظمیو عاملین دي. دوي هيڅ قانون ته درناوي نه کوي اود خلکو د ازار او ازیت سبب کیږي.

له کابل ښاره د کانکریټي دیوالونو یو جیل جوړ شوي دي، هر څومره چه په ښآر کي امنیتي کمربندونه ډیریږي په هماغه اندازه ورسره امنیت خرابیږي، د سل ګونو زرو موټرو تلاشي کول امکان نه لري او پولیس هم رواني ډاکتران نه دي چه مجرم له قواري څخه وپیژني. خو خلکو ته باید یو ډول مزاحمت اوورسره په ښار کي بیروبار ډیر شي. له پولیس څخ مي پوښتنه وکړه چه دا کمربندونه او خلکو ته مزاحمت ګټه کوي؟
نه یم خبر له مشرانو څخه پوښتنه وکړه. کله چه یو څوک یو کار کوي او له پایلي نه وي خبر چه ښه ده که بده نو دسړي خپل په کار باور هم ورسره کمیږي.
په زندانونو کي د پیسو په مقابل کي مخدره مواد په ازادانه توګه تر لاسه کیږي، د تلیفون بیه هلته ۵۰ چنده ده او یو د ۱۰۰۰ افغانيو موبایل په ۵۰۰۰۰ افغاني خرڅیږي. د حرام تجارت دا سیستم د چنجیو په شان سیستم له دننه څخه خوري او په پاي کي یی د نړیدو سبب هم کیداي شي.

امنيتي ځواکونه چه زموږ د دولت او نظام د ملاتیر جوړوي ډيرو جدي اصلاحاتو ته ضرورت لري. د جنګسالارانو او سیاسیونو مداخله باید په امینتي سکتور کي بنده شي. نظم او دسپلین باید په پولیسو او نور امنیتي ځواکونو کي په کلکه مراعات شي او کله چه امنیتي ځواکونه قانون ماتوي جزا یي باید نظر عام وګړي ته سخته وي.

په ښار کي د پوستو او کمربندونو په ځاي باید د ښآر دروازي تقویه شي، د فساد په ضد باید په ټولو برخو کي جدي مبارزه وشي او هغه قاضیان چه په فساد کي ښکیل دي باید په عام محضر کي جزا وویني.
محمد اکبر پیمان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: