د هرې ورځې لپاره غوره مهال وېش

په خپلو ورځنو چارو کې دا ټکي په پام کې ونيسئ!

په ورځيني ژوند کې به هرو مرو د کارونو او بوختياوو له کبله تاسې ستومانه کېږئ خو د ځينو کارونو په ترسره کولو به تاسې تر نورو ورځو ښه او خوشحاله وساتي،او له بلې خوا به مو روغتيا ته هم پام کړى وي. راځئ چې نن تاسو ته د يوې ښې ورځې څو ټکي ذکر کړو:

شپږ ساعته خوب کول:

خوب د انسان د ټول عمر نیمه برخه جوړوي، چې که وغواړو که ونه غواړو مونږ به خامخا د ذهني ارامتیا لپاره خوب کوو.

په کافي توګه خوب کول تاسو غوره پانګوونه کوئ، چې په ډېره راحتي سره ستاسې وخت د ژوند نورو برخو ته پاتې کېږي.

کله چې مونږ وايو په کافي توګه خوب کول نو زمونږ موخه دا ده چې تاسې د شپې لخوا شپږ يا اووه ساعته خوب وکړئ.

روغتيا پوهان هم وايي چې شپږ کاله خوب کول باېد مونږ د ځان لپاره عادت وګرځو،ترڅو د بلې ورځې لپاره غوره پيل ولرو.

منفي توري له ذهنه وباسئ:

خپل ذهن يوازې پر هغو خبرو متمرکز کړئ چې مثبت اوسي په ځان کې مثبت فکر ساتل د يوه ښه ذهن زېږنده ده،له بلې خوا هغوى چې تل منفي فکرونه پالي نو هېڅ کله خپل ژوند کې پرمختګ نشي کولى.نو راځئ چې منفي فکرونو ته د پاى ټکى کېږدو او هره ورځ مو په غوره او مثبت فکر سره پيل کړو،له داسې خبرو ويلو څخه ډډه وکړئ، چې له هغې منفي فکرونو غوسې زېږېږي .

د ډېریو رواني ناروغیو پیل هم له منفي فکرونو وي.

دا چې مونږ تل پر دې فکر وکړو چې ولې هغه داسې وایي؟

هغه بل کس ولې داسې خبره وکړه؟ او داسې نورې ډېرې خبرې چې زمونږ ذهن پکې بوختېږي، او مونږ ته لویه ستونزه جوړوي هغه د منفي فکرونو کول دي.

د ده لپاره چې د منفي فکرونو څخه مو ځان ژغورلی وي، کوښښ وکړئ تل په خوله موسکا ولرئ، او خپله ورځ په موسکا سره پيل کړئ.

د هرې ورځې پيل سره بايد تاسې د هغې ورځې مهال وېش ولرئ:

هر سهار يو ساعت په ارام ذهن سره کېنئ، ذهن مو ارامه کړئ، او پر دې فکر وکړئ چې نن به کوم کارونه ترسره کوم.په منظمه توګه ناشتا وخورئ او ځان پر دې ډاډمن کړئ چې هو تاسې کولئ شئ د نن ورځې مهال وېش او ستونزې حل کړئ.په دې کار سره به مو پر خپل نفس باور هم ډېر کړى وي.

هغه کار لومړى وکړئ چې اړين وي:

شايد د ورځې له پيله تاسو ته ډېر کارونه پراته وي چې بايد ترسره يې کړئ.

نو تاسې به هغه کار ته لومړيتوب ورکوئ، چې سبا ورته لاس رسئ نشئ کولى او ډېر اړين وي.

خپل وخت ته ارزښت ورکړئ، او پر داسې شيانو يې مه تېروى چې تاسو ته پکې هېڅ ګټه نه وي.

ښه ژوند لرل داسې څه نه ده چې مونږ ته به یې نور راکوي، ښه ژوند ترلاسه کېږي او دا کار باید خپله انسان وکړي، پرته له دې چې د نورو د لاس نیوی په تمه اوسي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب