رباني عشاء او استحاله- عیسویانو رسمونه او عقیدې ۲

د عيسائيت له عقېدوڅخه داهم ده چي وايي:حضرت عيسی-عليه السلام-په دار له زړېدلو يوه شپه وړاندي خپل ټول ملگري راغونډکړل او (العياذبالله) په ټولو يې شراب او ډوډۍ ووېشله او هغوی وخوړله.

په دې هکله متی انجيل ليکي:کله چي هغه خوراک کاوو،يسوع مسيح ډوډۍ واخيسته اودبرکت په ورکولويې ماته کړه اوشاگردانوته يې په ورکولوسره وويل:وخورئ!دازمابدن دی بيا د شکر پياله پيدا شوه،دوی ته يې په ورکولوسره وويل:تاسوټول له دې وڅښئ!ځکه دازما د عهد هغه وينه ده چي دانسانانولپاره دگناهونودمعافۍ لپاره بهول کېږي(متی انجيل باب:۲۶،آيت:۲۶)

لوقا پردې زياتوي چي:له دې وروسته حضرت مسيح حواريينوته وويل چي:زما د يادولو لپاره داکارکوئ!(لوقاانجيل:۲۲:۱۹)

نوله دې امله اوس هم عيسايان يوه شپه راټولېږي،شراب او ډوډۍ په دې عقيده  خوري  چي داشراب اوډوډۍ په حقيقت کي دحضرت عيسی-عليه السلام-وينه اوغوښه ده چي دوی وخوړله اوداخوراک چي دکوم انسان نس  ته ولاړ،نوحضرت عيسی عليه السلام دده سره گډشواودده دبدن برخه ورگرزېدی(نعوذبالله من ذلک)

داهم ددوی له اساسي عقيدوڅخه ده چي دعقل اونقل دواړوسره ښکاره ټکرده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب