د نیکې ښځې عالي صفات؟

د نیکې ښځې ۸ ښه صفات:

۱-  نیکه ښځه : هغه ښځه ده چې د ځان لپاره د دنیا او آخرت کامیابي د اسلامي شریعت په تابعدارۍ کې وګني ، او پر ځان د اسلامي شریعت ټول حکمونه ومني

۲- د ژبې له ټولو آفاتو نه ځان ساتل .

لکه : لعن طعن ، ښیراوې کول ، کنځلې کول ، غیبت کول ، او چغلی کول .

۳- پاک لمنه اوسیدل

نیکه ښځه باید د خپل عزت او د خاوند د عزت د ساتلو کوشش وکړي .

د تهمت له ځایونو نه ځان وساتي .

نامحرم سړي سره خبری ونکړي .

نامحرم سړي ته د زینت او ښکلا ځایونه ښکاره نه کړي .

نامحرمه سړي ته په ستړي مشي کې لاس ورنه کړي .

له هر قسم ګناهونو په ځانګړي ډول د انټرنیټ له ناروغۍ نه ځان وساتي .

۴- دخپل شرعي حجاب پابندي کول

له داسی تنګو اوشفافو نرو جامو نه ځان ساتل چې دبدن اندامونه یی پکې ښکاري

۵- د خپل خاوند حقوق پیژندل او دهغې ادا کول او د خاوند پوره اطاعت کول .

۶- خپل او د خاوند ټول رازونه ساتل ، په ځانګړي ډول د ازدواجي مسلو رازونه نورو ښځو سره نه شریکول .

۷-د خپل خاوند سره پوره مينه او محبت کول او هغه ته د پوره مينې اظهار کول .

۸- له نورو نیکو ښځو سره خپل تعلق جوړول ، او له بدو ښځو له تعلق نه لری اوسیدل .

کاپي…

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب